د چین د پښې نړیوال نخش

يو کمربند، یوه لار او له هغې اخوا

سږ کال د چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت (BRI) لسمه کليزه ده. دا نوښت په لومړي ځل په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر شي جين پينګ له خوا په لاره واچول شو، چې له هغه راهيسې يې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د بنسټيزو پروژو لپاره په میلياردونو ډالره لګولي دي. خو د ورېښمو د لرغونې لارې د نوم په غځولو سره، د هغو لارو يوه شبکه چې چين له بهرنيو سوداګريزو او کلتوري مرکزونو سره نښلوي، د بېجينګ د يو کمربند او يوې لارې د نوښت جاه طلبي له بنسټيزو پروژو څخه اخوا ده، چې ښوونه او روزنه، روغتيا او نور سکتورونه پکې شامل دي.

ویدیو وګورئ

ماضي، حال او راتلونکې

     

د چین د پراختیایی لګښتونو مهم شاخصونه

په څیړنیزو پروژو کې تر پاتې راتلو وروسته چین يو ځل بیا د شمال قطب ته خپل څیړونکې لیږي

څیړونکو امریکاغږ ته وویل - وروسته له اوږد ځنډ، چینایي ساینس پوهانو د ناوری او ایسلند په لرې پرته سیمه کې د څیړنیز مرکز لیدنه وکړه

ډیکشنري-نشه-نفشه-کیکر

لس غوره ترلاسه کوونکي

د ٢٠٠٠ او ٢٠١٧ کالونو ترمنځ دغو هېوادونو د چين له خوا تر ټولو زيات پرمختيايي ملاتړ تر لاسه کړی. ډاټا وڅپړئ

سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه

د پروژې په هکله

سږ کال د چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت له لسمې کاليزې سره برابر دی. دا نوښت چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د شي جين پينګ لخوا په لاره واچول شوه، د ورېښمو د لرغونې لارې له مفکورې څخه اخیستل شوی چې د هغو لارو يوه شبکه ده چې خلک د سوداګرۍ او کلتوري تبادلې لپاره تګ راتګ کوي. د چين د ٢١مې پېړۍ د بي آر ايي (BRI) د بيا پيل موخه د ځمکې او سمندر له لارې له اسيا، اروپا، افريقا، لاتينې امريکا او هاخوا هېوادونو سره نښلول دي. دا ځانګړې پروژه د يو کمربند او يوې لارې د نوښت بریالیتوبونو او ننګونو ته ګوري او دا چې د راتلونکي لپاره څه معنی لري.

د پروژۍ امتیاز

په دې پروژه کې د همکارۍ لپاره د امریکاغږ اندونیزیا او Voz de América څخه ځانګړې مننه. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ژورنالیستانو ځانګړو رپوټونو هم دا پروژه ممکنه کړې ده.