پوښتنې پداسې حال کې رامنځته کیږي چې چین په عراق کې په زرګونو ښوونځي جوړوي
له پنځو کالو نه ډیر وخت وشو چی د عراق حکومت د اسلامی ډلی یا داعش په وړاندې د بریا اعلان کړی دی خو لاهم پدی هیواد کی ډیری سیمی له پایلو اغېزمن شوې دي. حکومت وایی چی ۱۲زره نویو ښونځیو ته اړتیا لری او دوي د چین په څېر د نورو هېوادونو مرستو ته اړتیا لري.
د موصل په غصانیه کې دغه ښوونځی د جګړې د پایلو یوه بېلګه ده. د عراق په شمال کې یو وخت دې ښوونځي کې سلګونه زده کونکو لوست کاوه.
د غصانیه ښوونځي پخوانی زده کونکی فهد عبدالسلام: ما لدی ښونځی نه ډیری خاطری درلودی، خو له بده مرغه په موصل کی د جگړی له کبله له منځه ولاړ.
د اسلامی دولت د ځپلو لپاره د عراق په جگړه کی د ښونځیو په گډون د هیواد زیربناوی ویجاړه شوی. حکومت اتکل کوی چی په ټول هیواد کی ١٢٠٠٠ نویو ښونځیو ته اړتیا ده. پدی وروستیو کی له دوو چینایی شرکتونو سره د ٨٠٠٠ ښونځیو د جوړولو تړون لاسلیک شو. تمه کیږی چی دا پروژی به اته کاله وخت ونیسی، په لمړی پړاو، کی د ١٠٠٠ ښونځیو جوړول شامل دی چی کار یی اوس روان دی. دا د عبدالله په څیر د زده کونکو لپاره ښه زیری دی چی په ټولگیو کی دگڼی گوڼی نه شکایت کوی.
د لیسې زده کونکی عبدالله عبدالله: «کله چی په ټولګي کی گڼه گوڼه وی، نو ورسره ډیر شور وی، او دا د امکان نه لیری خبره ده چی هغه زده کونکی چی شاته د ټولگی ناست وی د ښونکی غږ دی واوری.»
خو بیا ځینی عراقیان اندښمن دی چی کیدای شی داډول ښونځی ډیر بی کیفیته وی. د عراق د کردستان د لوړو زده کړو پخوانی وزیر دلاورعلاو الدین د چین لخوا د تمویلېدنکو پروژو څرنګوالی بیانوي.
دلاور علاوالدین
د منځني ختیځ څیړنیز انستیتوت، دلاور علاوالدین: دوی عراقیانو، سره په خورا کم قیمت سره دویم قرارداد لاسلیکوي، نو په اخر کی دوی د مالی لحاظه هیج شی له لاسه نه ورکوی، یعنی دا پیسی نه پور دی او نه داچی دوی دی نقض وکړی، بلکه هغوی دا پیسی د تیلو له لاری تادیه کوی.
خو دا ډول فرعی قراردادونه د پیسو د ضایع کیدو خطر له ځانه سره لری.
د عراق او چین د اړیکو شنونکی، سردار عزیز: «او که قضیه همداسی وی، نو دا پدی معنا ده چی د ښونځیو جوړولو لپاره لږی پیسی موجودی دی. نو کله چی کمی پیسی وی نو ښونځی په ټیټ کیفیت باندی جوړیږی او کیفیت یی خراب وی. نوکه په پروژه کی ډیره لاسوهنه وشی نو اختلاس پکی پیدا کیږی لکه څرنگه چی په هیواد کی فساد هم روان دی.»
امریکا غږ په بغداد کی د چین د سفارت او همدارنگه د چین د دوو شرکتونو سره اړیکی ونیولی کوم چی پدی پروژی باندی کار کوی، ایمیل یی واستاوه مگر کوم ځواب یی ترلاسه نکړ.
د چین سربیره، اروپایی ټولنه او امریکا د عراق د تعلیمی سیستم په بیارغونه کی مرسته کوی.
خو متحده ایالاتو پدی وروستیو کلونو کی په عراق کی خپل حضور کم کړی دی، پداسی حال کی چی د بیجینگ شتون په زیاتیدونکی توگه د پام وړ گرځیدلی، خو ددوی شرکتونه د تیلو د معاملی د یوی برخی په توگه بندونه، د بریښنا فابریکی او حتی یو ساینسي ښار جوړوي.
په اربیل کی د صلاح الدین پوهنتون د چینایی ژبی څانگه په ٢٠١٩ کال کی پرانیستل شوه. له چین څخه استادان د چینایي ژبې د تدریس لپاره راځی .
زده کونکی ریان مصطفی قادر د اربیل په صلاحدین پوهنتون کې پدې هیله د چینایي ژبې د زده کړې په صنفونو کې برخه اخیستې وه چې راتلونکې یې ښه شي. هغه پدې تصویر کې ښکاري چې له ویدیو څخه برابر شوی. (نامو عبدالله / امریکاغږ)
عراقی محصل ریان مصطفی قادر: «ما ولیدل چی چینایی ژبه په نړی کی یو له مهمو ژبو څخه شمیرل کیږی، نو ما دا ژبه انتخاب کړه، نو زه پدی ډول سره ښه دنده موندلی شم.»
د چینایی زده کړی نه نیولی تر ښوونځیو پوری، ډیر عراقیان د خپل هیواد د بیارغاونی لپاره د چین د مرسنی هرکلی کوی.د فهمد لپاره دا مهمه نده چی کوم هیواد له عراق سره مرسته کوی هغه یوازی غواړی چی ښوونځی دی د تعلیم لپاره بیا پرانستل شی.