په څیړنیزو پروژو کې تر پاتې راتلو وروسته چین يو ځل بیا د شمال قطب ته خپل څیړونکې لیږي

د آیسلنډ په کارهول کې د چین آیسلنډ د آرکټیک د څارنې څیړنیز مرکز ودانۍ عکس لکه څنګه چې د چین دولتي خبري اژانس شینهوا خپور کړی. د انځور نیټه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۸ ښودل شوی، خو امریکاغږ د هغې اعتبار نه شي تائیدولی.

د آیسلنډ په کارهول کې د چین آیسلنډ د آرکټیک د څارنې څیړنیز مرکز ودانۍ عکس لکه څنګه چې د چین دولتي خبري اژانس شینهوا خپور کړی. د انځور نیټه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۸ ښودل شوی، خو امریکاغږ د هغې اعتبار نه شي تائیدولی.

د شمالي قطب په علمي او څیړنیزو پروژو کې تر پرله پسې ماتو وروسته، بېجېنګ اوسمهال پدې لټه کې دی چې ددغه قطب دوو مرکزونو ته دخپل څیړونکي واستوي چې شمالي قطب ته د نژدې پرړت هیواد په توګه خپل هدف ترلاسه کړي.

د چین د شمالي قطب پالیسي, د شمالي قطب لپاره د چين په پالیسۍ کې چې په ۲۰۱۸م کال کې خپره شوې، راغلي، په دغه قطب کې د "کیندنو او سپړلو"په موخه په ساینسي څیړنو کې ونډه اخیستل د چين له لومړیتوبونو څخه ګڼل کيږي. په پالیسۍ کې همدا راز وويل شوي چې په دې برخه کې به «د يو کمربند او يوې لارې د نوښت تر سرلېک لاندې چې د چين د نړيوالو بنسټيزو تاسيساتو د پراختيا پروګرام دی او سږ کال یې لسمه کلیزه ده» له ټولو اړوندو لورو سره په شمالي قطب کې همکاري شامله وي.

چين له ۲۰۰۴م کال راهیسې په يوه څوارلس کلنه دوره کې د لویديځې اروپا د څلورو هېوادونو - ناروې، ايسلنډ، سويډن او فنلند په تائید، ددغو هېوادونو د شمالي قطب په سیمو کې علمي پروژې پيل کړې. همدا راز هڅه يې وکړه چې د لویدیځې اروپا په پنځم هېواد- د ډنمارک په خپلواکه ټاپو ګرینلنډ کې هم داسې علمي پروژې پلې کړي..

په ورته وخت کې د چین د شمالي قطب د سیاست بله موخه اقتصادي پرمختګ دی. دغې موخې ته د رسیدو لپاره بېجېنګ د نورو هیوادونو سره په ګډه د "ورېښمو قطبي لارې" د جوړولو لپاره د همکارۍ په لټه کې دي. دغه لاره به نه یواځې د روسیې د شمالي سواحلو او د شمالي سمندرګۍ لاره چینايي بیړیو ته پرانیزي، بلکې د ختیځې آسیا او لویدیزې اروپا ترمینځ د تګ راتګ په موده کې به د پام وړ کموالی هم رامنځته کړي.

د شمالي قطب لپاره د ولسمشر بایډن د ادارې په ملي سټراټیژۍ کې چې د ۲۰۲۲م کال، د اکتوبر په میاشت کې خپره شوه" ویل شوي چې د چین له خوا تر سره شوې علمي پروژې نه یواځې له بېجېنګ سره مرسته کړې چې په شمالي قطب کې خپله اغیزه زیاته کړي، بلکې په هغه سیمه کې یې چې متحده ایالتونه له اوږدې مودې راهیسې په کې ډېر ځواکمن دی، سټراتیژیکې سیالۍ زیاتې کړي .

په آیسلنډ کې د چین د شمالي قطب څیړنیزه رصدخانه (CIAO)

کارهول, آیسلنډ

د عملیاتو نیټه: اکتوبر ۲۰۱۸

د مرکز بڼه / هدف: نوې جوړه شوې څیړنیزه ودانۍ، د ۱۰ کسانو لپاره د استوګنې ځای، او د خدماتو لپاره زوړ استوګن ځای چې لابراتوارونه، ورکشاپونه او ذخیره ځایونه په کې شامل دي

د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ سند کې ویل شوي چې چین "دا ساینسي مصروفیتونه په شمالي قطب کې د څیړنو څخه د استخباراتو یا نظامي پروګرامونو لپاره دوه ډوله کارولي دي،" متحده ایالات دې ته اړتیا لري چې په سیمه کې "په مؤثره توګه سیالي او اداره کولو" لپاره ځان ځای په ځای کړي.

د چین دولتی ورځپاڼې ګلوبل ټایمز په چټکه په یوه مقاله کې د متحده ایالتونو دغې سټراتیژۍ ته د چینایي شنونکو په حواله ډېر ژر غبرګون ښکاره کړ. مقالې کې راغلي چې واشنګټن په شمالي قطب کې د چین د فعالیتونو "سیاسی کول" غواړي. همدا راز په مقالې کې چینايي شنونکو ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه د شمالي قطب د اقتصادي او پوځی ارزښت په پوهېدو سره اوس د سیمې د کنټرول لپاره "د مخ پر زیاتیدونکې سیالۍ" څخه د یوې پلمې په توګه کار اخلي.

د چین دولتی ورځپاڼې ‘ګلوبل ټایمز’ په یوه مقاله کې د متحده ایالتونو دغې سټراتیژۍ ته د چینایي شنونکو په حواله ډېر ژر غبرګون ښکاره کړ. مقالې کې راغلي چې واشنګټن په شمالي قطب کې د چین د فعالیتونو "سیاسی کول" غواړي. همدا راز په مقالې کې چینايي شنونکو ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه د شمالي قطب د اقتصادي او پوځی ارزښت په پوهېدو سره اوس د سیمې د کنټرول لپاره "د مخ پر زیاتیدونکې سیالۍ" څخه د یوې پلمې په توګه کار اخلي.

پداسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونه، د شمالي قطب لپاره د چین په سټراټیژۍ په ډاګه نیوکه کوي، خو بیجینګ بیا په شمالي قطب کې د خپلو وروستیو کلونو د علمی او ساینسي پروژو د ناکامۍ او همدا راز د ځينو دغو پروژو د بیا پیلولو په هکله څه نه وايي.

د شمالي قطب څیړونکو په دې وروستو کې د امریکا غږ ته ویلی چې بېجېنګ تر اوږدې مودې ځنډ وروسته په ناروې او ایسلنډ کې چېري چې د چين دوه مهمې څیړنیزې ساحې شتون لري، خپل څیړونکې لیږلی دی. پداسې حال کې چې د بېجېنګ له خوا په سویډن او فنلند کې د ددغه هېواد د دوو نورو علمي پروژو د نوي کولو په اړه هیڅ نښې نښانې نه لیدل کیږي، خو هلته بیا ملی سازمانونو د امریکا غږ ته ویلي، یا خو د چین فعالیتونه پای ته نږدې شوي او یا به پای ته رسیدلي وي.

د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې د چین د قطبي څیړنیز انسټیټيوټ یا PRIC، د ناروې د سوالبارډ ټاپو د نای- السوند په علمي ټولنه کې درې پروژې ثبت کړې. همدا راز نوموړی انسټیټيوټ په یاده سېمه کې د ناروې یوه ودانۍ چې له ۲۰۰۴ م کال راهیسې د ‘ژیړ سیند’ په نامه یادیږي او شمالي قطب کې لومړنی مرکز ګڼل کیږي، کرایه کړې وه. د ناروې په سوالبارډ پورټال کې څیړنه.

په دې تصویر کې چې په ۲۰۱۵ کې د ناروې د قطبي انسټیټیوټ د ګیر ګوتاس لخوا اخیستل شوي د چین د ژیړ سیند سټیشن د څیړنې ودانۍ دخولي دروازه ښکاري چې د نارویژي شرکت څخه کرایه شوي.

په دې تصویر کې چې په ۲۰۱۵ کې د ناروې د قطبي انسټیټیوټ د ګیر ګوتاس لخوا اخیستل شوي د چین د ژیړ سیند سټیشن د څیړنې ودانۍ دخولي دروازه ښکاري چې د نارویژي شرکت څخه کرایه شوي.

د ناروې په قطبی انسټیټيوټ کې، څیړونکي او د نای- السوند پروګرام مشر، ګیرګاتاس وویل، چې د ۲۰۲۲م کال، د مارچ د میاشتې راهیسې کله چې چینايي څیړونکې له دغه کرایه شوې ودانۍ څخه چې د لسو کاروونکو لپاره کاري امکانات لري، تر درې میاشتنۍ استوګنې وروسته ولاړل، دغه ودانۍ ته د کوویډ د ساري ناروغۍ او د سفر د محدودیتو له امله د چینايي څیړونکو تګ راتګ ډیر لږ شویدی.

خو هغه وویل چې څلور چینايی څیړونکې د ډسمبر په میاشت کې سوالبارډ ته ولاړل. له دې ډلې څخه درې تنه یې د څو اونیو لپاره په لانګ ایرباین (Longyearbyen) او نای- السوند کې تم شول، په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه چې څلورم تن به د ژمي په بهیر کې د ‘ژیړ سیند’ په سټیشن کې تر مارچ میاشتې پورې پاتې شی. هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې درې نورو چینایی څیړونکو په پام کې لرل چې د فبرورۍ په لومړۍ نیمایی کې د نای- السوند ته لنډ سفر وکړي.

وویل:"دا په نی- السونډ کې د چینايي څیړونکو له خوا د عادي فعالیتونو د بیرته پیلولو یوه بله بیلګه ده."

د ناروې په نیو الیسند کې د چین د ژیړ سیند سټیشن د څیړنې ودانۍ پورته په اسمان کې د قطبي څراغونو عکس ، لکه څنګه چې د چین دولتي خبري اژانس شینهوا خپور کړی. دا انځور د ۲۰۰۸ کال د مارچ د میاشتې په ۱۰ نیټه دی، خو VOA د هغې اعتبار نه شي تاییدولی.

د ناروې په نیو الیسند کې د چین د ژیړ سیند سټیشن د څیړنې ودانۍ پورته په اسمان کې د قطبي څراغونو عکس ، لکه څنګه چې د چین دولتي خبري اژانس شینهوا خپور کړی. دا انځور د ۲۰۰۸ کال د مارچ د میاشتې په ۱۰ نیټه دی، خو VOA د هغې اعتبار نه شي تاییدولی.

د شمالي قطب د خبري ټولنې ( Portal.org) د مدیر او د ایسلنډ او چین ګډ قطبي څیړنیز(CIAO) د ویاند هالډر یوهانسون په وینا، د تیر نوامبر میاشتې په وروستیو کې شپږ تنه چینايي اتباع چې څلور تنه یې څیړونکې وو، له درې کلن ځنډ وروسته د ایسلند په شمالي څنډه - د کارول په سېمه کې دغه څیړنیز مرکز ته ورغلل.

یوهانسن وویل چې د کوویډ ساري ناروغۍ او په سفر کې د محدودیتونو رامنځته کېدل ددې لامل ګرځیدلی وو چې چینايي څیړونکي او پرسونل ونه کړای شي د ایسلنډ او چین ګډ قطبي څیړنیز مرکز ته چې ۲۰۱۸ م کال کې پرانستل شوې او په ګډه د چین او ایسلنډ لخوا اداره کیږی، ځانونه را ورسوي. نوموړي همدا راز زیاته کړه، دغه شپږ کسیزه ډله چې د ډسمبر په میاشتې کې بیرته چین ته ولاړه، تر تګ وړاندې د سیمه ییزو څیړونکو او د ټولنې له مشرانو سره ولیدل.

د ایسلنډ او چین ګډ قطبي څیړنیز مرکز- د یوې څیړنیزې ودانۍ په ګډون، د استوګنې او نورو چارو لپاره ګڼ شمېر فارم هاوسونه لري. یوهانسن وویل، پداسې حال کې چې چین ددغه ګډ څیړنیز مرکز د جوړولو ټول لګښت ورکړی دی، خو د هغه څښتن نه دی او دغه ملکیت يې د ‘شفق’ په نوم د ایسلنډ د ‘اسمان څارونکي څیړنیز’ غیر انتفاعې ټولنې څخه په کرایه اخیستې دی.

 دا تصویر چې د چین د ریموټ سینسنګ او ډیجیټل ځمکې (RADI) انسټیټیوټ لخوا خپور شوی د سویډن په اسرینج فضایي مرکز کې د چین لخوا د کارونې لپاره وقف شوي آنتن ښيي. انځور په ۲۰۱۸ کال کې انلاین ښکاره شو، خو امریکاغږ یې د اعتبار تصدیق نه شوای کولای.

دا تصویر چې د چین د ریموټ سینسنګ او ډیجیټل ځمکې (RADI) انسټیټیوټ لخوا خپور شوی د سویډن په اسرینج فضایي مرکز کې د چین لخوا د کارونې لپاره وقف شوي آنتن ښيي. انځور په ۲۰۱۸ کال کې انلاین ښکاره شو، خو امریکاغږ یې د اعتبار تصدیق نه شوای کولای.

اسرینج فضایي مرکز

اسرینج, سویډن

چلونکی: د سویډن فضایي شرکت، چې وايي دا د هر قرارداد د شرایطو سره سم د پیرودونکو سره په ګډه په اسرینج کې ټول انتنونه کنټرول او چلوي..

د مرکز بڼه / هدف: همدا راز دغه دوه آنتنونه چې چین له خوا ډالۍ شوي، د هوا پيژندنې سپوزمکۍ څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه کارول کیږي.

د چین د CMA لخوا د کارولو لپاره وقف شوي دوه انتنونه یوازې د هوا پیژندنې سپوږمکیو څخه معلومات ترلاسه کوي .

د چین د CLTC لخوا د کارولو لپاره وقف شوی انتن د سپوږمکیو او فضایي صنایعو څخه ډیټا ترلاسه کوي او ډیټا لیږي

د سویډن د فضايي مرکز (SSC) او د ‘اسرنګ’ په نوم ددغه هېواد د فضايي څیړنو مرکز د عامه اړېکو مسوول فلیپ اوهلسون په وینا، د هغه تړونونو موده به و نه غځول شي، کوم چې د چین دریو علمي او څیړنیزو آژانسونو ته اجازه ورکوي چې د څلورو ډیش آنتنونو څخه چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۶ کلونو کې ځای پرځای شوي دي، ګټه واخلي.

اوهلسسون په یو لړ ایمیلونو کې لیکلي دي چې د سويډن فضايي مرکز ټول هغه معلومات چې د آنتنونو له خوا سټلايټونو ته استول کیږي د څلورو آنتونو پر مټ کنټرول کیږي، چې دا مهال درې آنتنونه د سویډن او څلورم د چين په واک کې دی. نوموړي وړاندې لیکلي چې د اسرنګ د فضایي مرکز څخه کله ناکله چينایانو لیدنه کړې، خو هيڅکله پکښې ځای پرځای شوي نه دي.

هغه زیاته کړې چې "په ۲۰۱۸ کال کې د سویډن فضايي مرکز پرېکړه وکړه چې د چین بازار د پېچلتیا او زموږ مرکز محدودیتونو ته په کتو سره به له هيڅ یو چینایی مشتري سره نوی تړون نه کوي."

نوموړي د تړونونو د محتوا او د مشتریانو هویت د خوندیتوب په موخه دا ونه ویل چې له چين سره به ددغه شرکت تړونونه کله پای ته رسیږي، خو یادونه یې وکړه چې یاد تړونونه د تیر جنورۍ میاشتې پوري د اعتبار وړ وو.

د فنلینډ په سوډانکیلا کې د فنلینډ د هوا پیژندنې انسټیټیوټ د شمالي قطب فضایي مرکز کې د انتن ساحې څخه پورته د افق فعالیت په دې عکس کې لیدل کیږي، چې د میټیاس تاکالا لخوا د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۶ اخیستل شوی.

د فنلینډ په سوډانکیلا کې د فنلینډ د هوا پیژندنې انسټیټیوټ د شمالي قطب فضایي مرکز کې د انتن ساحې څخه پورته د افق فعالیت په دې عکس کې لیدل کیږي، چې د میټیاس تاکالا لخوا د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۶ اخیستل شوی.

په ۲۰۱۸ م کال کې د چين د علومو اکاډمۍ اعلان وکړ چې د شمالي قطب د فضا د کتنې او د معلوماتو شریکولو یو ګډ څیړنیز مرکز به په سودانکیلا کې جوړه شي. خو پولیانن په یو برېښنالیک کې ددغه راز یو مرکز جوړل له حقیقته لېرې ګڼلی لیکلي يې دي چې د کوویډ د ساري ناروغۍ مخکې، په دغه پروژې کې یواځې د سودانکیلا له فضایی مرکز څخه د چینایی څیړونکیو لنډمهاله لیده کاته شاملې وې.

د شماليپ قطب د فضا د څارنې څیړنې او معلوماتو شریکولو لپاره FMI او CAS ګډ څیړنیز مرکز، ۲۰۱۸-۲۰۲۱

فنلنډ، سوډانکیلا

چلونکی: د فنلنډ د FMI او د چین د CAS له خوا په ګډه فعالیت کوي

د مرکز بڼه / هدف: د څیړنې فعالیت چې د CAS پرسونل د سوډانکیلا لیدنه کوي او د FMI پرسونل د سپوږمکیو سره په نجمي تحقیق کې همکارۍ لپاره د چین لیدنه کوي.

د CAS څیړونکو ته د اروپایی فضایي ادارې کوپرنیکس سینټینیل -1 څخه د معلوماتو لیږد.

په ۲۰۱۸ م کال کې د چين د علومو اکاډمۍ اعلان وکړ چې د شمالي قطب د فضا د کتنې او د معلوماتو شریکولو یو ګډ څیړنیز مرکز به په سودانکیلا کې جوړه شي. خو پولیانن په یو برېښنالیک کې ددغه راز یو مرکز جوړل له حقیقته لېرې ګڼلی لیکلي يې دي چې د کوویډ د ساري ناروغۍ مخکې، په دغه پروژې کې یواځې د سودانکیلا له فضایی مرکز څخه د چینایی څیړونکیو لنډمهاله لیده کاته شاملې وې.

پولیانن ویلي چې د دې پروژې پایله "ډېره ګټوره" نه بریښیده، لکه څومره چې چینایی اړخ د دولتي رسنیو له لارې خلکو ته ویلي و

هغه وویل "همدا راز د نړۍ سیاسي وضعیت ته په کتو، موږ له چینايي اړخ سره ګډ فعالیت ته ډېر لیواله نه و او د چین د علومو اکاډمي هم د تړونو د غځولو په موخه، زموږ سره اړېکه ونه نیوله. ".

همدا شان چین په ۲۰۱۷ کال کې د ګرینلنډ په مرکز ‘نووک’ کې د یو سټلایټ ډیش آنتن لپاره د یو سټیشن د جوړولو وړاندیز هیر کړی و.

د بېجیېګ د یو پوهنتون رئیس، چینګ شیائو د ۲۰۱۷ کال د می په ۳۰ مه د ‘نووک’ د ځمکنی سټیشن د جوړیدو په مناسبت د ګرینلنډ ښار د ‘کانګرلوسواق’ په سېمه کې یو لړ مراسم نیولی و. په دغه مراسمو کې د ګرینلنډ د غیر دولتي موسسو د دوو استازو په ګډون نږدې سل تنه چینايانو برخه اخیستې وه. خو دا پروژه هیڅکله د ګرینلنډ او ډنمارک د حکومت لخوا تصویب نه شوه.

په ګرینلینډ کې د چینایي سپوږمکۍ سره د اړیکې ترلاسه کولو ځمکني وړاندیز شوی سټیشن

نووک, ګرینلینډ

د تاسیساتو بڼه / هدف: د ریموټ ترلاسه کونې وړاندیز شوی ودانۍ په نووک کې د سپوږمکۍ ځمکني سټیشن انتن د ګرینلینډ خلکو ته خدمت کولو، د اقلیم د بدلون څیړنې ته وده ورکولو او د چین د شمالي قطب د پالیسۍ اهدافو ته خدمت کوي

د ګرینلینډ او ډنمارک حکومتونو هیڅکله دا وړاندیز تصویب نه کړ او دې کار پرمختګ ونه کړ..

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ هغه برېښنالیک ته ځواب ور نه کړ چې له دغه وزارت څخه یې پوښتلي و چې، بېجینګ ولې د اوږدې مودې لپاره د ناروی او ایسلنډ سایټونو (ساحو) ته څیړونکې نه دي لېږلی؟ ولې د سویډن او فنلند د پروژو د غځولو لپاره تړونونه ونشول او ولې د ګریلنډ پروژه تصویب نشوه.

د ناروې د شمالي قطب په پوهنتون کې د ټولنیزو مطالعاتو استاد ، مارک لانتیګن، بیا وايي چې چین د خپلو ځینو پروژو لپاره له سیمه ییز مخالفت سره مخامخ کیږي.

هغه زیاته کړه:" په لومړی سر کې زه د چین د پلان په اړه فکر کوم چې په ګرینلنډ کې د یو څیړنیزه مرکز د جوړولو خبره یې په ډيرې لیوالتیا سره اعلان شوه، خو بل خواته ډنمارک سمدلاسه ددغه پروژې سره خپل مخالفت څرګند کړ." نوموړي وویل، ډنمارک چې د ناټو غړی دی او د هر هغه څه پر واړندې ژر غبرګون ښيي، کوم چې په ګرینلنډ کې د چين د سټراټیژۍ لپاره لاره هواره کړي.

لانتیګن وړاندې وايي چې د اروپا د شمالي قطب له ځینو هېوادونو سره د چین د ډیپلوماټیکو اړېکو خړپړتیا ددغه هېواد د نورو علمی پروژو پرمختګ مخه ډپ کړې ده. نوموړي وايي، په تیرو څو کلونو کې د بشري حقونو څخه سړغړونې د چین او سویډن اړېکې ډېر اغیزمن کړي دي. همدا راز د اړیکو دغه خړپرتیا، چينايي څیړونکو ته په سویډن کې د څیړنیزو مرکزونو د جوړولو په لاره کې ګڼ شمېر ستونزې رامنځته کړي دي.

د ناروې په سویلبرډ ټاپوګانو کې د Ny-Alesund ساینسي ټولنه پدې عکس کې لیدل کیږي چې په ۲۰۱۸ کې د لندن د رائل هولوی پوهنتون پروفیسور کلاوس ډوډز لخوا اخیستل شوی.

د ناروې په سویلبرډ ټاپوګانو کې د Ny-Alesund ساینسي ټولنه پدې عکس کې لیدل کیږي چې په ۲۰۱۸ کې د لندن د رائل هولوی پوهنتون پروفیسور کلاوس ډوډز لخوا اخیستل شوی.

د سینګاپور پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاده ننګي لیو بیا وايي، بېجېنګ ته په کار دی چې د کوچنیو پروژو پرځای چې د ځینو هېوادونو له مخالفتونو سره مخامخ کیږي، په ناروې او ایسلنډ کې دي خپل تثبیت شویو سترو پروژوه ته پاملرنه وکړي.

لیو، زیاته کړه چې د اقلیمي بدلونو له امله په شمالي قطب کې د کنګلونو ویلي کېدو ته چين په سیمه کې د بیړیو د تګ راتګ او د تیلو او ګازو د استخراج د نوي فرصتونو په سترګه ګوري.

هغې وویل: "نو دا ټول علمي فعالیتونه د دې لپاره دی چې د چين په څیر یو لوی اقتصادي ځواک ډاډ ترلاسه کړی چې په شمالي قطب کې له چا وروسته پاتې نه شي. له همدې امله ده چې چین ځانته د ‘ شمال قطب ته نږدې’ پروت هېواد وايي."

امریکا غږ، په شمالي قطب کې د چین له علمي او څیړنیزو پروژو څخه راپیدا شوی انديښنو او ستونزو ته د ځواب په موخه، د متحده ایالتونو د امنیت شورا څخه د تبصرې غوښتنه وکړه، خو هیڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ.

د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د سمندر او شمال قطب د امنیت د څانګې مسوول، ډیوون برینن په یوه ناسته کې چې په تیر اکتوبر میاشتې کې په ویلسون څیړنیز مرکز کې جوړه شوې وه، وویل چې متحده ایالتونه دا انديښنه لري چې په شمالي قطب کې د چین له خوا د سرچینو څخه ګټه اخیستل، د نړیوالو قواعدو له اصولو سره توپیر ولري.

خو ښاغلي برینن دا هم وویل چې د امریکا متحده ایالتونه دا مني چې د چين هېواد په سیمه کې "خپلې ځانګړي" ګټې لري. .

هغه زیاته کړه: "په داسې حال کې چې موږ غواړو په شمالي قطب کې لومړی د خپل همفکره شریکانو سره کار وکړو، خو په ورته وخت کې د سیمې د پرمختګ په موخه د نورو غیر قطبي هېوادونو لپاره هم د همکارۍ امکان شته دی." .