ویره، هیله، نا امیدي د اندونیزیا - چین ریل ګاډي پروژې پورې تړلي دي

هیرو ستانټو د اندونیزیا په لویدیځ جاوا ښار کې چې د پلازمینې جاګارتا نه شاوخوا ١٣٦کیلومتره لرې موقعیت لري، ژوند کوي. نوموړی وایي چې د تیرو دوو کلونو په مودې کې یې هره ورځ اندیښنه احساس کړی.

هیرو ستانټو د پدالارنګ اوسیدونکی: "دا هغه څه دي چې زه پرې په ریښتیا اندیښمن یم. که چیرې دا لږ وخوځي نو چت به هم را وغورځېږي… له همدې امله موږ دا خونه نه کار وو. زه د ماشومانو لپاره دوه خونې لرم، خو نه غواړم څه خطر راپیښ شي، نو د ددې خونې پر ځای، غوره ده چې د باندې ویده شو.…"

د ستانټو کور د تونل نه چې اوس جوړیږي، شاوخوا ١٥٠ متره لیرې دی. دا د فوټبال د لوبغالي نه یو څه اوږد دی. دغه تونل د جاګارتا – باندونګ د چټک اورګاډي د پروژې یوه برخه ده، کوم چې د چین ‘ د يو کمربند او يوې لارې’ د نوښت لپاره یوه مهمه پروژه ګڼل کیږي. ددې پروژې موخه دا ده چې د ګڼې ګوڼې دوه سیمې، جاکارتا او باندونګ، د چټک اورګاډي له لارې وصل کړي.

دغه ښارګوټی چیرته چې ستانټو ژوند کوي د بانډنګ په لویدیځ کې دی. د تونل جوړولو پروژه پر استوګنځیو خپلې اغیزې لري.

د چاپيريال ساتنې فعال ميکي پاندونګ وايي، "په ودانیزو چارو کې د چاودیدونکو توکو څخه کار اخیستل کیږي او دا کار د استوګنې کورونو ته زیان رسوي."

 د اندونیزیا په پادالارنګ کې د کور جوړولو پروژه، د جاکارتا - باندونګ د چټک ریل پروژې ساختماني ساحې ته نږدې. (احادیان اوتما | امریکاغږ)

د اندونیزیا په پادالارنګ کې د کور جوړولو پروژه، د جاکارتا - باندونګ د چټک ریل پروژې ساختماني ساحې ته نږدې. (احادیان اوتما | امریکاغږ)

د سیمې اوسیدونکو څو ځلې هڅه کړې چې د اندونیزیا - چین د چټک اورګاډي پروژې چارواکو ته خپلې اندیښنې څرګندې کړي. دغه کنسورسیوم د انډونیزیا او چین دولتي شرکتونو جوړ کړی دی. د کنسرسیوم مسوولینو پدې برخه کې د امریکا غږ پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د پروژې په پیل یعني په ٢٠١٦ کال کې د دغې پروژې لومړنی لګښت ٥.٥ ميلیار‌ډه امریکایي ډالره وو. د دې لګښت ۷۵ سلنه د چین د پراختیایي بانک نه پور اخیستل شوي، ۱۵سلنه د اندونیزیا حکومت په غاړه اخیستی او پاتې نور د چین د دولتی کنسرسیوم لخوا ورکړل شوي دي.

پداسې حال کې چې ددغو لګښتونو کچه تر دې مهاله د شپږو میلیارډو ډالرو څخه اوښتې دی، د اندونیزیا د اقتصاد وزارت وایي چې د اضافي لګښتونو له امله ښایي ټول لګښت ۸ میلیارډه ډالرو ته لوړ شي.

سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه

ترانسپورټ کارپوهان وايي چې دې مسلې د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو حکومت اندیښمن کړیدی.

د ټرانسپورت کارپوه، دارماننګتیاس وايي:"د حکومت لپاره یواځنۍ انتخاب دا دی چې دا پروژه بشپړه کړي که څه هم اقتصادي پایلې به د ټول عمر لپاره په بودیجې بار وي. که دوی یاده پروژه ودروي، نو هیڅکله به بیا بشپړه نشي".

ځینې اوسیدونکي غواړي چې دا پروژه بشپړه شي، ځکه چې دا به د جاګارتا او باندونګ ترمنځ د سفر وخت ډېر زیات را لنډ کړي. .

د اورګادي د پروژې ملاتړی، احمد مصطفی رسیاد وايي، په عادي توګه دا سفر څلور ساعته وخت نیسي، خو باوري یم چې د چټک اورګاډي پر مټ به یو یا دوه ساعت وخت ونیسي.

احمد رسیاد د جاکارتا په څنډه کې اوسیږي او هره اونۍ له باندونګ څخه د کار لپاره ځي او راځي.

د اورګادي د پروژې ملاتړی، احمد مصطفی رسیاد وايي: په عادي توګه دا سفر څلور ساعته وخت نیسي، خو باوري یم چې د چټک اورګاډي پر مټ به یو یا دوه ساعت وخت ونیسي.

خو هان د اورګاډې د پروژې ملاتړ کوونکې هم ددې پروژې ځنډیدل ناهیلې کړي، ځکه اټکل کېده چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به چټک اورګاډۍ په ٢٠١٩ کې په فعالیت پیل وکړي، خو داسې ونشول او دغه پروژه تر ٢٠٢٣ کاله پورې وځنډول شوه.

له بلې خوا په پادالارنګ کې، ستانټو او د هغه ګاونډیان اندیښمن دي چې د دغه اورګاډي د پروژې د کار په دوام سره به د دوي د استوګنې کورونه تر څه وخته د نړیدو له خطر څخه خوندي پاتې کیدای شي.

د پروژې په هکله

سږ کال د چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت له لسمې کاليزې سره برابر دی. دا نوښت چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د شي جين پينګ لخوا په لاره واچول شوه، د ورېښمو د لرغونې لارې له مفکورې څخه اخیستل شوی چې د هغو لارو يوه شبکه ده چې خلک د سوداګرۍ او کلتوري تبادلې لپاره تګ راتګ کوي. د چين د ٢١مې پېړۍ د بي آر ايي (BRI) د بيا پيل موخه د ځمکې او سمندر له لارې له اسيا، اروپا، افريقا، لاتينې امريکا او هاخوا هېوادونو سره نښلول دي. دا ځانګړې پروژه د يو کمربند او يوې لارې د نوښت بریالیتوبونو او ننګونو ته ګوري او دا چې د راتلونکي لپاره څه معنی لري.