د چین د پراختیایی لګښتونو مهم شاخصونه

Illustration of credits with the flags of different countries that China has invested developmental spending.

(تصویر: ولید حداد - امریکاغږ)

چین په بهرنیو پراختیايي پروژو کې په بې سارې پانګونې سره، بیجینګ اوس مهال په نړیواله کچه د یو ستر مالي تمویلونکې نوم خپل کړی دی.

له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې، په ۱۶۵ هیوادونو کې د چین پورونه او مالي مرستې کابو ۸۴۳ میلیارده ډالر وو.

د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې د ویلیام او مېري پوهنتون د نړیوال پراختیايې څانګې د مرستو- ډیټا,

په ټيټ او منځنۍ کچې عاید لرونکو هېوادونو کې د پانګونې په موخه ددغه سترو پورونو او مالي مرستو ورکړه د چین د لیدلوری یوه برخه ده چې په ۲۰۱۳م کال کې "د يو کمربند او يوې لارې" پروژې په پیلیدو سره لا پسې چټکه شوه.

په لومړی سر کې ددغې طرحې منځپانګه، بنسټیزو پروژو لکه د ‘ورېښمو د سمندري نوې لارې جوړل’ چې چین له سویل ختیځې اسیا، افریقا، او اروپا سره نښلوي، جوړوله، خو کله چې دغه طرحه پراخه شوه، نو د روغتیا ، ټکنالوجۍ او د زده کړې سکټورنه هم ور اضافه شول. دغه طرحه اوسمهال د لاتینې امریکا او د کارابین د سېمو په ګډون، د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته غځیدلې ده.

د "هاروارډ بیزنس ریوو" د یو رپوټ پر بنسټ، د چین د پورونو کچې ته په کتو سره، له ورایه معلومیږي چې له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته - د متحده ایالتونو له خوا جګړه ځپلی اروپا ته د پورونو تر ورکړې هاخوا، دا د چین له خوا تر ټولو لویه دولتي پانګونه ده. همدا راز چین د داسې پورونو په ورکړې سره تر نړیوالو پور ورکوونکو موسسو لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق (ای ام اف) څخه مخکې شوې دی.

چين هڅه کوي چې له خپلو پرمختيايي لګښتونو څخه نه یواځې سياسي او اقتصادي ګټې تر لاسه کړي، بلکې په ورته وخت کې د خپلو دوو اړخيزو اړيکو د پیاوړتیا په ګډون، نړیوالو سرچینو ته لاسرسی ومومي او په ټولیزه توګه د خپل اقتصادي شریکانو اتکا پر ځان زیاته کړي.

په ۲۰۱۸م کال کې د بوائو (Boao) په ښار کې د اسیا لپاره په یوه غونډه کې د چین ولسمشر شي جینپینګ وویل: "دا سمه خبره ده چې "د يو کمربند او يوې لارې" پروژه به د چین وړاندیز وي، خو فرصتونه او پایلې به یې ټولې نړۍ ته ګټه ورسوي".

شي، د دې نیوکو پروړاندې چې دا نوښت او پروژه د چین د نړیوال نفوذ د لا پراختیا لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي، وویل: "چین له دې پروژې څخه د هيڅ راز سیاسي جغرافیې ګټې اخيستو تکل نلري."

د "يو کمربند او يوې لارې" پروژې د مخالفینو ترټولو مهمې پوښتنې - د بېجېنګ لخوا، مخ پر ودې هېوادونو ته چې په دغه پروژه کې ګډون لري، له جزیاتو پرته د پټو پورونو ورکړه، په فساد ککړ هېوادونو کې پانګونې ته لیوالتیا او په ځينو چینایي پروژو کې د محیطي، چاپیریال او کاري وضعیت په اړه اندیښنې دي.

نړیوال نوښت

په نړیواله نقشه کې د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې شامل هیوادونه په نښه شوي. (ګرافیک د امریکاغږ لپاره - د ولید حداد له خوا جوړ شوی)

د یو کمربند یوې لارې پر نوښت لګښتونه - منبع د مرستو ډیټا - سپتمبر ۲۰۲۱

د ایډ- ډیټا د رپوټ پر بنسټ، تر ۲۰۲۱م کال پوري ۱۴۳هېوادونه چې د نړۍ نیمايي نفوس جوړوي، په رسمي توګه د "يو کمربند او يوې لارې" پروژې سره یوځای شوي دي. ډیرې هغه هېوادونه چې ددغه روژې ستره برخه جوړوي، ۹۴ سلنه یې د سویلي افریقا د لويې وچې، ۸۵ سلنه د منځني ختیځ او شمالي افریقا، ۷۵ سلنه د سویلي اسیا او ۷۳ سلنه يې د آرام سمندر پر څنډې پراته او د ختیځې اسیا هېوادونه دي.

د ایډ- ډیټا سر څیړونکی، عمار مالک، د "يو کمربند او يوې لارې" لیدلوري شرحه کوي

"زما په اند د "يو کمربند او يوې لارې" پروژې باندې د پوهیدو تر ټولو غوره لاره دا ده چې دغه پروژه د وریځې د یوې ټوټې او یا هم د یوې چترۍ په توګه په پام کې ونیسو، چېرې چې ګڼ شمېر کارونه يې تر لاندې روان دي. باید وویل شي چې دا یواځې یوه پروژه نه ده چې لګښت یې د چین حکومت په بودیجې کې ځانګړې شوې وي، بلکې هغه چتر دی چې پر مټ یې ګڼ شمېر موسسې د نړۍ په لر او بر کې پروژې وړاندې کوي."

په ۲۰۱۳م کال کې، د "يو کمربند او يوې لارې" پروژې په لارې اچولو سره د چین بهرني پراختیایي لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالي راغی. دا لومړی ځل نه و چې چین د لګښتونو له زیاتوالي سره مخامخ کېده، بلکې په ۲۰۰۹م کال کې یعنې تر نړیوال مالي کړکیچ یو کال وروسته هم - دغه هېواد د لګښتونو له زیاتوالي سره مخامخ شوې و. بېجېنګ دغه مالي کړکیچ ته د یوې لويې طرحې په وړاندې کولو سره ځواب ووایه. په دغه طرحه کې دولتي شرکتونو د چين په لر او بر کې د سړکونو، ریل پټلۍ او هوایی ډګرونه په جوړولو پیل وکړ. خو دې کار سره جوخت ددغه هېواد د تولیداتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی له یو لوري د دې لامل شو چې چینایي شرکتونه بې ګټې شي او له بل لوري حکومت د حالاتو د ګډوډیدو انديښنه او ویره پیدا کړي. بس هماغه و چې د چين حکومت د دې ستونزې د حل لپاره، د دولتي شرکتونو لوري بهرنیو پراختیایي پروژو ته ځیر کړل.

د باسټن پوهنتون کې د پروفیسور مرستیاله، مېرمن مین یی، وايي چې د تولیداتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالي پر مهال ځینې چینایي فابریکې حتی تر ۳۰ سلنې زیات تولیدات درلودل.

هغې زیاته کړه چې د ۲۰۰۸م کال وروسته، د چین لګښتونه ټریلیونونو ډالرو ته چې یو بې سارې رقم و، ورسیده. د چین حکومت کورنیو تولیدکوونکو ته ۱۸ میاشتې پیسې ورکړې، له همدې امله وه چې د تولیداتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالي راغی چې بیا وروسته د چین حکومت د بازار په موندلو کې ورته پاتې راغی. مېرمن یې وايي: "که چیري چینايي فابریکې خپلو تولیداتو ته دوام ورکړې وای، د چين حکومت به پیسې ورکولې، خو بیا به د چاپیریال ساتنې له موضوع سره مخامخ کېدل".

د بازار نرخونه

د ایډ-ډیټا د سرڅیړونکی عمار ملک په وینا، چینايي بانکونه د سوداګریزو بانکونو په پرتله، امتیازې پورونه له لږې ګټې سره ورکوي او ددې کار لوی لامل دا دی چې بېجېنګ په خطرناکو ځایونو لکه کانونو کې پانګونې ته لیواله دی. له همدې امله د بېجېنګ نړیوال پورونه تر ډېره بریده د بازار له نرخونو سره ډېر نږدې دي. خو د چینايي بانکونو په پرتله، نړیوال بانک او ګڼ شمېر اروپايي هېوادونه، د تیټ او منځني کچې عاید لرونکو هېوادونو ته د بازار تر نرخ ټيټ پورونه ورکوي.

د ایډ-ډیتا د رپوټ پر بنسټ، "يو کمربند او يوې لارې" پروژې د پیل راهیسې چین د پراختیايي پورونو رسمي تناسب ساتلې دی. هغه مالي مرستې چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان لخوا تعریف شوي، لږ تر لږه د مرستې ۲۵ سلنه عنصر لرونکې دي او عموماً هغه پورونه پکښې شامل دي چې ډیری یې د بازار د نرخونو څخه ټيټ وي. پداسې حال کې چې د نورو سکټورونو تمویلونکې پروژې، د لږ بخښونکي پورونو سره یواځې یو عنصر لري.

د ارقامو جدول د ۲۰۰۰ - ۲۰۱۷ ترمنځ د چین مخ په زیاتیدونکي پراختیایی لګښتونه ښیې (ګرافیک د امریکاغږ لپاره - د ولید حداد له خوا جوړ شوی)

سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه

د بازار په نرخ د پورونو د وړاندې کولو برسیره، د چين د ګڼ شمېر پورونو تضمین، د وثیقې له لارې تر سره کیږي، په دې مانا چین ته زیات وختونه د پورونو بیرته ورکړه نغدې نه وي، بلکې د تیلو، ګاز او معدنیاتو د صادراتو پر مټ ترسره کیږي. چین د تضمین له دې سیسټم څخه په کم ثبات لرونکي هیوادونو کې د خپل پانګې اچونې د خطر کمولو په موخه کار اخلي، هغه څه چې د ایډ- ډیتا يې" د چین لخوا د لوړ خطر او ګټې د اعتبار ورکولو د سټراټيژۍ اصلي ټکې" بولي.

ګرافیک د ۱۰ غوره هیوادونه ښیې چې د چین زیاتې پرمختیایي مرستې ترلاسه کوي. روسیې د ۱۲۵.۳میلیارد ډالرو سره تر ټولو ډیرې ترلاسه کړي (په ۲۰۱۷ کې د امریکایي ډالر د بیې له مخې تنظیم شوي) (ګرافیک د امریکاغږ لپاره - د ولید حداد له خوا جوړ شوی)

سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه

روسیه، ونزویلا او انګولا - د چین د بهرني پراختیایي پورونو هغه درې د سر هېوادونه دی چې چين ته د تیلو د خرڅلاو د ګټې زیاته برخه ترلاسه کوي.

د متحده ایالاتو او چین پرتله

د ایډ- ډيتا د رپوټ پر بسنټ، د ۲۱مې پیړۍ په پیل کې، متحده ایالتونو د چين څخه په بهرني پراختيايي لګښتونو کې مخکې شوه، خو په ۲۰۱۷م کال کې چین بیرته د متحده ایالتونو او نورو لویو قدرتونو څخه یوه درجه مخکې شو.

د فیور-لاین ګرافیک د ۲۰۰۰ - ۲۰۱۷ ترمنځ د متحده ایالاتو او چین پراختیایی لګښتونو پرتله کړي. (ګرافیک د امریکاغږ لپاره - د ولید حداد له خوا جوړ شوی)

د یو کمربند یوې لارې پر نوښت لګښتونه - منبع د مرستو ډیټا - سپتمبر ۲۰۲۱

د امریکا ولسمشر جو بایډن، په ۲۰۲۱م کال کې وویل چې، متحده ایالتونه به د جي-اووه هېوادونو سره په ګډه د چین د "يو کمربند او يوې لارې" د طرحې سره د مقابلې په موخه پر یو نړیوال بسنټیز نوښت کار وکړي. د "ښه نړۍ د بیرته جوړولو" ترسرلېک لاندې ددغه نوښت موخه، مخ پر ودې اقتصاد سره مرسته ده ترڅو خپل د زیربناوو اړتیاوې پوره کړي. په ورته وخت کې په دغه نوښت کې د اقلیم بدلون سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړای شوې دی. خو لا روښانه نه ده چې ایا دغه نوښت کولای شي د چین د بهرني پراختیایي پروګرامونو پر وړاندې د یو ګټور بدیل په توګه را څرګند شي.

د ولسمشر بایډن اداره تر ډېره بریده په دې لټه کې ده چې د متحده ایالتونو او چین تر منځ د بهرني پراختیايي لګښتونو په سر د هر ډول سیالۍ کچه را ټېټه کړي. د امریکا غږ په تیره فبرورۍ میاشتې کې کله چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا له استازې لینډا توماس ګرینفلیډ څخه د افریقا په لويې وچه کې د چین د حضور په اړه وپوښتل، نوموړې وویل: "موږ له افریقایی هیوادونو څخه نه غواړو چې د خپلو ملګرو ترمنځ دي یو څوک غوره کړي او د چا سره شریک شي".

متحده ایالتونو او د لویديځ لوي قدرتونه، نوي او مخ پر ودې اقتصاد ته د پورونو د ورکړې پر مهال، د رسمي پراختیايي مرستو او نورو بسپنو څخه چې د ګټې وټې لوړه سلنه لري، ملاتړ کوي، خو برعکس، چین بیا خپلې دغسې مرستې او پورونه په غیر رسمي توګه چې د بازار نرخ ته نږدې وي، ورکوي.

مالک په ایډ-ډیټا کې تشریح کوي چې د چین پورونه د لویدیځ تمویل کونکو پورونو سره څه توپیر لري

د ایډ-ډیټا سرڅیړونکی عمار ملک د چین د پورونه او د لویدیځ ډونرانو د پورونو توپیر داسې بیانوي:

"کله چې موږ د چین د بهرنۍ پور ورکولو پروګرام له لویدیځو ډونرانو سره پرتله کوو، وینو چې د چین پورونه ډیر ګران دي. د ايډ-ډیتا کې د معلوماتو په حواله، په اوسط ډول، د لسو کلونو لپاره د چینايي پورونه سود یا ګټه ۲،۴ سلنه ده. خو په ورته وخت کې جاپان یا جرمني دغسې پورونه په یوه سلنه ګټه د ۲۸ کلونو لپاره ورکوي".

فوکس: افریقا

پداسې حال کې چې د افریقا ته د پورونو ورکړه یوه استثنا ده، د چین ډیری پورونه امتیازي دي او تر ډیره بریده د بازار له نرخونو سره اړخ لګوي. عمار ملک زیاته کړه، د نړۍ د نورو سيمو په پرتله، په افريقا کې د چين بهرنۍ پرمختيايی پورونه ۷۸ سلنه د مرستو په بڼه دي.

هغه وویل: "په افریقا کې د چین د ښکیلتیا تر ټولو لویه ځانګړتیا، زما په باور د هغو مرستو لویه برخه ده چې دوی وړاندې کړې ده. موږ په کراتو کراتو چینایي روغتیاپالې ډلې لیدلي دي چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه کلونه کلونه یو ښار یا کلي ته کله په کښتۍ او کله پلي تللي دي. حتی د داسې روغتیايي خدمتومنو لپاره يې کمپونه جوړ کړي دي."

خورا سترې پروژې

د ایډ-ډيتا د رپوټونو پر بنسټ، د "يو کمربند او يوې لارې" پروژې د پیل راهیسې، د لویو پروژو تمویل چې ۵۰۰ میلیونه ډالر زیات او کم پورونو پکښې شامل دي، د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د ایډ-ډيتا معلومات ښیي چې د یادې پروژې له پیل څخه مخکې په ۲۰۰۰ او ۲۰۱۲م کلونو کې، چین د لویو پروژو لپاره په کال کې ۱۱ پورونه تصویب کړل، په داسې حال کې چې د "يو کمربند او يوې لارې" د پلي کولو څخه وروسته په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کلونو کې، د دا راز پورونو شمېر، ۳۶ ته ورسید. چین اوسمهال ۳۰ سترې پروژې چې یواځې اته هیوادونه پکې شامل دي، تمویلوي.

ګرافیک ښیي چې ۳۰ لویې پروژې چې چین یې تمویل کوي یوازې په اتو هیوادونو کې دي. (ګرافیک د امریکاغږ لپاره - د ولید حداد له خوا جوړ شوی)

د یو کمربند یوې لارې پر نوښت لګښتونه - منبع د مرستو ډیټا - سپتمبر ۲۰۲۱

د پورونو بار

د ايډ-ډیټا څیړنې ښيي چې دمګړی چين د ۴۲ ټیټ او منځني عاید لرونکو پوروړي هېوادونو د ‘کورني ناخالص تولیداتو’ لس سلنه ځانته ځانګړې کړې ده. همدا راز د ايډ-ډيتا څیړڼې ښیي چې ډېرې وختونه چین ته د پورونو بیرته ورکړه، نړیوال بانک ته د رپوټ ورکولو پرته ترسره کيږي، ځکه د پورونو ورکړه تر ډیره بریده په داسې بڼه ترتیب شوي چې د کوربه هیوادونو په بیلانس شیټونو کې نه ښکاري. ددې کار پایله دا ده چې ځینې هیوادونه د حکومتي پورونو سربیره د پام وړ پټ پورونه هم لري.

ګرافیک هغه هیوادونه ښیې چې د پورونو لوړ بار یې پر اوږو دی. (ګرافیک د امریکاغږ لپاره - د ولید حداد له خوا جوړ شوی)

د یو کمربند یوې لارې پر نوښت لګښتونه - منبع د مرستو ډیټا - سپتمبر ۲۰۲۱

عمار ملک وايي په ځینو هېوادونو کې د پورونو د کړکیچ له امله، چين د لنډ مهاله پورونو د ورکړې موده زیاته کړې ده. هغه وویل چې دغه پورونه، پوراخیستونکو هېوادونو ته نغدي پیسې برابروي، ترڅو دوی سره مرسته وکړي چې پر پخپلو پښو ودریږي او په پای کې هغه پورونه بیرته ورکړي چې دوی په تیرو وختونو کې اخیستي وو. خو له هغه ځایه چې د نړیوال پورونو د سود یا ګټې نرخ د لوړیدو په حال کې دي، نو دا نوي لنډ مهاله پورونه به د سود په لوړه کچه سره ورکول کیږي.

د پلي کولو ننګونې

همدا راز ايډ-ډیتا موندلې ده چې د "يو کمربند او يوې لارې"د زیربناو ۳۵ پروژې د پلي کولو پرمهال د درغلیو په ګډون د کاري سرغړونو، چاپيریال ساتنې خطرونو او د عمومي اعتراضاتو په څیر له لویو ستونزو سره مخامخ شوی دی. ايډ-ډيټا دغه موندنې د یو لړ رپوټونو پر بنسټ وړاندې کړي، خو په خپلواکه توګه ددغو ادعاو پخلۍ او ارزونه یې نه ده کړې. په ورته وخت کې ایکوسیسټم (یا ټولنې ته د زیان رسولو) مسلې ته په کتو سره، موندنې ښيي چې دا ډول مسلې په دریو هیوادونو اندونیزیا، پاپوا نیوګیني او بیلاروس کې پیښې شوي دي.

ګرافیک هغه هیوادونه ښیې چیرې چې د ټولنې یا ایکوسیستم د زیان راپورونه ورکړل شوي. اندونیزیا شپږ پروژې درلودې چې ټولټال ۴.۶ میلیارد ډالر دي. (ګرافیک د امریکاغږ لپاره - د ولید حداد له خوا جوړ شوی)

د یو کمربند یوې لارې پر نوښت لګښتونه - منبع د مرستو ډیټا - سپتمبر ۲۰۲۱

مخ په وړاندې کتنه

د باسټن پوهنتون کې د پروفیسور مرستیاله، مېرمن مین یی، وايي، چين په وروستیو کلونو کې په بهرنیو پراختيايي پروژو کې د لګښت پر ځاي خپل لوری روغتیا، ډيجيټال او زرغونې انرژۍ ته اړولی دی. هغې زیاته کړه: "د لويديځ او چين د پرمختګ لاره به په دې پورې اړه ولري چې ايا لويديځ به په چين کې يو غير ډيموکراټيک زبرځواک ومني او که نه".

د نوموړې په وینا، هغه څه چې چین دده په اند یې تعقیبوي، دا دی چې دغه هېواد غواړي خپل سیاسي سیسټم ته په نړیواله کچه ډېر مشروعیت ورکړي او د منلو وړ یې وګرځوي."

پداسې حال کې چې د چین بهرني پراختیايي لګښتونه په نړۍ کې د کوویډ-۱۹ ساري ناروغۍ تر ختمیدو وروسته بیا پیل شوي، عمار ملک وړاندوینه کوي چې د ایډ-ډیټا راتلونکي معلومات به دا وښیې چې د بیجینګ لګښتونه پڅ او سوکه دي. هغه وویل، دا ځکه چې په ټوله نړۍ کې د بانکي سود (ګټې) د نرخونو په لوړیدو سره، پورونه ډیر ګران شوي، او تر ټولو مهمه دا چې ډیر شمیر ټیټ او متوسط عاید لرونکي هیوادونه لا دمخه ډیر پوروړي دي.

هغه وويل، هغه هېوادونه چې د چين پورونه تر لاسه کولای شي د پانګونې له لارې هوسا شي، خو په ورته وخت کې دا پرمختګ په دې پوري اړه لري چې ایا پور اخیستونکې حکومتونه کولای شي د اوږدمهاله بدلونونو د دوام لپاره اصلاحات یا سمون رامنځته کړي.

د عمار ملک په وینا، ایا یو مخ پر ودې هیواد کولای شي چې لومړنۍ پانګونه په بهرنۍ مستقیمه پانګه اچونه بدله کړي؟ ځکه د اقتصادي سوکالۍ لپاره د کار رامنځته کول او په نړیوال بازار کې سیالۍ - نه یوازې د چین د پانګونې په کچې، بلکې د حکومتولۍ په جوړښتونو پورې اړه لري. زما په اند، اوسمهال دا تر ټولو لویه ننګونه ده".

د پروژې په هکله

سږ کال د چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت له لسمې کاليزې سره برابر دی. دا نوښت چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د شي جين پينګ لخوا په لاره واچول شوه، د ورېښمو د لرغونې لارې له مفکورې څخه اخیستل شوی چې د هغو لارو يوه شبکه ده چې خلک د سوداګرۍ او کلتوري تبادلې لپاره تګ راتګ کوي. د چين د ٢١مې پېړۍ د بي آر ايي (BRI) د بيا پيل موخه د ځمکې او سمندر له لارې له اسيا، اروپا، افريقا، لاتينې امريکا او هاخوا هېوادونو سره نښلول دي. دا ځانګړې پروژه د يو کمربند او يوې لارې د نوښت بریالیتوبونو او ننګونو ته ګوري او دا چې د راتلونکي لپاره څه معنی لري.