ماضي، حال او راتلونکې

د يو کمربند او يوې لارې د نوښت له لارې، چين په ټوله نړۍ کې خپله ټاپه لګولې ده، په ايکوادور کې د برېښنا د فابريکو او په لاوس کې د تېز سرعت ریل ګاډي په څېر لرې پرتې پروژې تمويل کوي. خو په حقیقت کې د یو کمربند او یوې لارې دا نوښت څه شی دی؟

عمار مالک

عمار مالک، د چین د پراختیایي مالیاتو کارپوه: "د یو کمربند او یوې لارې د نوښت مفکوره د چین او نړیوال سویل … ترمنځ د ارتباطاتو پراختیا وه. د یو کمربند او یوې لارې د تمویل لویه برخه په سختو زیربنایي سکتورونو لکه ترانسپورت، انرژي، کانونو او دا ډول نورو پروژو ته وقف شوې ده. خو چین اوس د یو کمربند او یوې لارې په ستر نوښت کې خپل ډیر کلتوري نوښتونه - د دوی تعلیمي نوښتونه، سکالرشپونه، د کنفوشیس انسټیټیوټ او نور - هم ورنغښتي دي.

عمار ملک د AidData چې د ویلیم او میری پوهنتون څیړنیز لابراتوار دی او په ټوله نړۍ کې د چین د پراختیایي مالي چارو په اړه معلومات راټولوي د څیړنو یو لوړ پوړی ساینس پوه دی. معلومات ښیې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې، دا هیواد د ډیر شمیر پرمختیایي هیوادونو لپاره د پور ورکوونکي په توګه راڅرګند شوی.

د باسټن په پوهنتون کې د چین د سیاسي اقتصاد کارپوه مین یی وايي، د یو کمربند او یوې لارې نوښت یا BRI د نړیوالې اقتصادي بې ثباتۍ په وخت کې پیل شوی دی.

مین یی

د چین د سیاسي اقتصاد کارپوه مین یی: " کیسه دا وه چې (هلته) په ۲۰۰۸ کې نړیوال مالي بحرانو، او د نړۍ بازار په راټیټیدو و. نو، چین د دغو شرکتونو، سړکونو، پلونو، فابریکو په جوړولو کې پراخه پانګونه وکړه چې د سمنټو، فولادو، تجهیزاتو، بریښنایي وسایلو څخه نیولي، هر څه جوړ کړې. او بیا اړتیا دا وه چې لوړ سر ته ورسیږي. نو، دوی پیل وکړ چې ډیری فابریکې (چې) ډیر تولید وکړي ولري، نو په (۲۰۱۱)، ۱۲(۲۰) کې، د سکټورونو له مخې د چین ظرفیت له ۳۰ فیصدو څخه تر ۸۰ سلنې پورې و. … کله چې شي جین پینګ په ۲۰۱۲ کې واک ته ورسید [د کمونیست ګوند د مشر په توګه]، چین په حقیقت کې په ژور او ژور بحران کې و."

د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د چين ولسمشر شي جين پينګ هغه څه پيل کړل چې اوس د يو کمربند او يوې لارې په نوم يادېږي.

مین لي: "کله چې د یو کمر بند لاره اعلان شوه، دا یوازې په زړه پورې وه چې دا صنعتي تنظیم کونکي، سوداګرۍ، محلي حکومتونه ولیدل شي چې په چټکۍ سره په بهر کې د پانګونې او بهر ته د صادراتو فرصت څخه ګټه پورته کړي."

عمار مالک: "یو کمربند او سړک یو واحد وجود نه دی. دا د چین د حکومت په بودیجه کې د بودیجې کرښه نه ده. دا یو مفهوم دی. دا یو چتر دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډیری ادارې، زیات سکتورونه په زیات شمیر هیوادونو کې پروژې وړاندې کوي. چین د نړۍ یو شمیر سترې او پراخې زیربناوې جوړې کړې چې په کې پلونه، تونلونه، د تیز رفتار ریل پټلۍ شاملې دي- او دوی د دولتي تصدیو او مالي موسسو لوی اکوسیستم رامینځته کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ساختماني کارونو لوی ظرفیت لري." "

مین لي: "دا تر ډیه د چین د نړیوال کولو ستراتیژي او دا چې څنګه د چینایي سوداګري او نورو سازمانونو د پراختیا، اسانتیا برابره شي. هیوادونه، په ځانګړې توګه د نړۍ په سویل کې، د زیربناو، توکو او د چین سره وصل کیدو ته ریښتینې اړتیا لري، نو اوس دا یوازې د چین د نوښت پر ځای د نړیوال نوښت په څیر دی."

سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه

ډیر کوربه هیوادونه د یو کمربند او یوې لارې پروژې څخه ګټه پورته کوي. په ۲۰۱۶ کې، د اکوادور د هغه وخت ولسمشر رافایل کورریا د چین لخوا د جوړې شوې بریښنا فابریکې هرکلی وکړ.

د اکوادور ولسمشر رفایل کورریا: "موږ په دې هیواد کې تر ټولو لوی زیربنا جوړه کړه، د کوکا کوډو سنکلیر د اوبو بریښنا فابریکه. دا فابریکه، د ۱۵۰۰ میګاواټه بریښنا سره، کولی شي یوازې د اکوادور ټولو کورونو ته بریښنا چمتو کړي."

اندونیریا د چین د بلې پروژې کوربه دی: د چټک ریل ګاډي پروژه.

د اندونیزیا اوسیدونکی احمد رساید: "دا په نورمال ډول تر څلور ساعتونو پورې وخت نیسي، خو د تیز سرعت ریل ګاډي سره ، زه هیله لرم چې دا موده له یو څخه تر دوه ساعتونو پورې راټیټه شي."

خو د یو کمربند او یوې لارې ځینې پروژې نیمګړتیاوې لري. په اکوادور کې، د هایډرو بریښنا فابریکې په برخه کې په زرګونو درزونه راڅرګند شوي، انجنیران یې اندیښمن کړي، که څه هم چین وايي چې دا فابریکه د دریمګړې موسسې لخوا ازمایل شوی، خوندي ده.

او د اندونیزیا لپاره چټک ریل ګاډی…

د اندونیزیا د چاپیریال ساتنې فعال: «ساختماني پروسې د داسې وسایلو څخه کار اخیستی چې د خلکو کورونه یې زیانمن کړي.»

د ریل ګاډي د جوړولو پروژې ته نږدې یو اوسیدونکی: «دا هغه څه دي چې زه واقعا اندیښمن یم. که دا تغییر وکړي، چت به هم رايریوزي.»

مالک وایي، لکه ذد زیات شمیر ساختماني پروژپه شان، دلته به هم ګټړنکی او بایلونکی وي.

عمار مالک: "که تاسو د لویې لارې سره نږدې ژوند کوئ او تاسو موټر نه لرئ. یا تاسو ټیټ عاید لرونکی کارګر یاست او د دې قیمتي چټک سرعت ریل ګاډي نه د استفادې توان نه لرئ، تاسو ممکن د پروژې په اړه خورا مختلف نظر ولرئ چې ستاسو په ګاونډ کې پلې شوی.

د چین څارونکي وایي د یو کمر بند یوې لارې د پروژې د پلي کولو څخه یوه لسیزه وروسته او د وبا پر ضد د مبارزې وروسته، ښایي بیجینګ سرسختی شوی وي.

عمار مالک: «زیات شمیر کارپوهان د یو کمربند یوې لارې پروژې ته ۲.۰ وایي او دا مونږ ته څرګنده ده چې د چیپ پیسو زمانه چې لږ سود اخلي او د پراخې کچې سترو پروژو وخت تیر شوی.

هونګ ژوان

د چین د عامه پالیسۍ کارپوه، هونګ ژوان: "په تیرو دریو کلونو کې د وبا ناروغي واقعیا ډیر شیان ودرول. … زما په اند تر ټولو مهم لامل لا هم د چین پوهیدل وو چې ډیری ننګونې شتون لري یا د یوې اجنډا د پلي کولو لپاره د بیجینګ د وړتیا له حده زیات اټکل چې په لومړي ځای کې خورا روښانه نه وه یا خورا ښه بیان شوې نه وه.

عمار مالک: "چین اوس د نړۍ ترټولو لوی پور راټولونکی دی، ځکه ډیر پورونه چې دوی د یو کمربند او یوې لارې په لومړیو پنځو کلونو کې ورکړي وو اوس یې د بیرته ورکولو وخت دی. او دوی په دې پوهیږي چې زیاتې پروژې هاغسې سوداګریز اعتبار نلري لکه څنګ چې فکر کیده.»

مین یي: «چین به بیا هم زیربناوې جوړې کړي، خو ښایي د پاکستان د ګوادر بندر په څیر په لویه کچه د ټولنیذو اقتصادي زونونو پروژې نه وي. دوی به بیا هم د بریښنا په فابریکو کې ډیرې پانګونې وکړي، ځکه چې ړ ندۍ جنوبي سیمې بریښنا ته اړتیا لري. خو دا به د ډبرو په سکرو نه وي.»

د چین د عامه پالیسۍ کارپوه، هونګ ژان: "د یو کمربند او یوې لارې د نوښت د پیلولو لپاره د چین انګیزه دا وه چې یو ډول باید له متحده ایالاتو سره د احتمالي شخړې پر وړاندې ودریږي. او په دې توګه، د دې یا دې شیانو په کولو سره، د BRI له لارې په دې جبهو کې د یو ډول فعالیت په ښودلو سره، چې امریکا او نور قدرتونه یې قانع کړل چې چین لوړ خیالونه لري. چین دا نیت لري چې نړیوال نظم په یو ډول بیا ولیکل شي یا نوی شکل ونیسي. په دې توګه، دا ښايي د شخړو د شدت لامل شي."

د یو کمربند او یوې لارې نوښت په ټوله نړۍ کې د چین نقش پراخ کړی، او د بیجینګ د نړیوال نفوذ ساحه بدله شوې چې څنګه امریکا او متحدین یې چین ته ګوري. ځینې چارواکي خبرداری ورکوي چې چین یو ګواښ دی او نور د نړۍ د ارزانه صادراتو فابریکه نه ده.

د اروپا او یورواسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله کیرن ډانفرید: "اروپا ناڅاپه پوه شوه چې چین اروپا ته راځي او ستراتیژیکې مهمې زیربناوې اخلي. دې د چین په اړه د دوی لید بدل کړ.»

مین یي: "زه فکر نه کوم چې دا به له چین سره مرسته وکړي چې د تیرو وختونو په څیر د متحده ایالاتو یا انګلستان په شان نړیوالهخ برتري ولري. دا ځکه چې د چین اقتصاد لا تر اوسه په پراخه کچه دننه په هیواد کې متمرکز دی. … دا چې چین به د یو کمربند یوې لارې پروژې له لارې څومره ژمنې وکړي پدې پورې اړوند دي چې دا به د چین سره څومره مرسته یا کار وکړي.»

عمار مالک: "د نورو لویو قدرتونو په څیر، چین لیواله دی چې خپل نړیوال نفوذ زیات کړي، او دوی غواړي په پرمختللو هیوادونو کې د مخکښو سره اوږد مهاله دوامداره ښکیلتیا رامینځته کړي. دوی خپل پوهنتونونه بهرنیو محصلینو ته پرانیزي کوم چې پخوا هیڅکله داسې نه وو، او دوی ډیر احتمال لري چې په کلتوري تبادلو کې ښکیل شي او د چین په اړه د خلکو نظر ترلاسه کړي."

دا پداسې حال کې دي چې بیجینګ د یو داسې عصر په لور پرمخ خي، چیرته چې چین د نړۍ ترټولو لوی ځواک دی.

د پروژې په هکله

سږ کال د چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت له لسمې کاليزې سره برابر دی. دا نوښت چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د شي جين پينګ لخوا په لاره واچول شوه، د ورېښمو د لرغونې لارې له مفکورې څخه اخیستل شوی چې د هغو لارو يوه شبکه ده چې خلک د سوداګرۍ او کلتوري تبادلې لپاره تګ راتګ کوي. د چين د ٢١مې پېړۍ د بي آر ايي (BRI) د بيا پيل موخه د ځمکې او سمندر له لارې له اسيا، اروپا، افريقا، لاتينې امريکا او هاخوا هېوادونو سره نښلول دي. دا ځانګړې پروژه د يو کمربند او يوې لارې د نوښت بریالیتوبونو او ننګونو ته ګوري او دا چې د راتلونکي لپاره څه معنی لري.

د پروژۍ امتیاز

په دې پروژه کې د همکارۍ لپاره د امریکاغږ اندونیزیا او Voz de América څخه ځانګړې مننه. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ژورنالیستانو ځانګړو رپوټونو هم دا پروژه ممکنه کړې ده.