بنکاک د آسین لپاره د چین د ریل ګاډي د لوړو هیلو مرکز

د نږدی څلویښتو کلونو لپاره د سویلی تایلنډ څخه بنکاک ته د ۱۷ ساعتونو سفر کولو وروسته به د چټک اورګاډی په جوړولو سره هرڅه بدل شي.

بنګ فا وايي:"که دا چټک اورګاډی جوړ شي نو په یوه ورځ کې به بنکاک څخه په سویل کې زما کورته او بیرته به بنکاک ته سفر کولای شم".

تایلنډ هم د هیواد په شمال ختیځ کې د لاووس د سرحد نه د مالیزیا تر شماله پوری د چټک اورګاډي پلانونو باندې کار کوي.

تایلنډ د چین لپاره د ‘یو کمربند او یوی لاری’ د سوداګری د نوښت یوه مهمه برخه ده، چې پکې د چټک اورګاډي کرښه هم شامله ده کوم چې د کونمینګ نه تر سینګاپور بندري ښاره پوری غځیږی. د کلونو راهیسې لګښتونو ډیر جنجالونه را ولاړ کړي دي هغه دا چې څوک به یې پیسې ورکوي او څه ډول پټلۍ به ولري خو بالاخره تایلنډ دا ټول په دوو برخو باندې وویشل.

سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه

د دوولسو میلیارډو ډالرو په لګښت سره ټوله پروژه چې د تایلنډ مالیه ورکونکو لخوا د چینایي سیسټمونو او ټکنالوژۍ په مرسته پلې کیږي په پام کې لري چې تایلند د لاووس له لارې د چین سره وصل کړي او د ٢٠٢٩ کال د بشپریډو سره به ټایلند د ‘یو کمربند او یوی لارې’ په واسطه به د اسیا د پان ریل پټلی شبکې لخوا میانمار، ویتنام او کمبوډیا به هم پکې شامله کړي. دا شبکه به په لومړي سر کې مسافرین او وروسته به بیا توکې انتقالوی.

د تایلنډ د ملي شورا ځینې غړي که څه هم د فساد په اړه اندیښمن دي او وایي چې د چټک ریل ګاډۍ جوړول یواځې د پیسو ضایع کیدل دي، ځکه د هغوي په وینا د تایلنډ حکومت د ټرانسپورت د زیربنا جوړولو په شمول د بیلو لویو لارو کار پیل کړي دي.

د بودیجې او ترانسپورټ د کمیټې غړی، سوراچیت پراوینونګووت وايي: "په ټوله کې دا پروژه بې ځایه ده، دا د خلکو د اړتیاوو سره مطابفت نلري. مونږ دا هرڅه مخکې اوریدلي او وار له مخې پدې پوهیږو چې دا دیو څو قراردادیانو کار دی کوم چې دا پروژه یی تصویب کړی ده، او اوس د هغوي په مخ موسکا ده. خو ددې ټولو بیه تایلنډیان ورکوي دا د هغوي د مالیې پیسې دي چې پداسې یوې پروژې مصرفیږي چې ورته اړتیا نشته".

 بنکاک، تایلینډ، د چین د لوی کمربند او سړک د لید د پان آسیا د اورګاډي شبکې یو مرکز دی چې د سویل ختیځې آسیا ګاونډیان پکې شامل دي. (امریکاغږ)

بنکاک، تایلینډ، د چین د لوی کمربند او سړک د لید د پان آسیا د اورګاډي شبکې یو مرکز دی چې د سویل ختیځې آسیا ګاونډیان پکې شامل دي. (امریکاغږ)

په لاووس کی څه باندې یو کال مخکې د چین له خوا د ریل پټلۍ جوړه شوې چې کونمینګ او د لوتانیا مرکز وینتانیا سره نښلوي..

د بنکاک په پوهنتون کې د انجینیرۍ د څانګې پروفیسور پراموال سوتیچاروات پوښتي چې ایا د چین، لاووس او تایلنډ د ریل ګاډي پروژه به په ټاکلي وخت بشپړه شي؟ ځکه چې وار دمخه د تمویل او ډیزاین په اړه د اختلافاتو له کبله ځنډیدلې وه.

د بنکاک پوهنتون استاد پراموال سوتیچاروات وویل: "ددې پروژې پلان خورا پیچلی دی. ددې لویې پروژې کمزورتیا دا ده چی هرڅوک خپل کار کوي او د خپلې اجنډا سره پرمخ ځي".

کله چې د چین د بهرنیو چارو پخواني وزیر وانګ یي د ٢٠٢٢ کال په جولای کې له خپل تایلنډي سیال سره وکتل، د چین په یوه بیان کې وویل شول چی دوی دواړو هوکړه وکړه چې د پان اسیا ریل پټلۍ کار ګړندی کړي.

هغه وویل: "مونږ ټولو موافقه وکړه چې د چین، لاووس او تایلنډ ترمنځ د هیلیزونه وصل کړو، د چین او لاووس د اورګاډي پټلۍ به په ښه توګه پرمخ یوسو او په ورته وخت کې به د چین او تایلنډ د اورګاډي پټلۍ به په بریالي توګه جوړ کړو، نو مونږ کولای شو چې د درې واړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ټینګې کړو".

پداسې حال کې چې ددی ریل ګاډي د پروژې ګټې ښايي د مسافرینو لپاره زړه راښکونکې وي، خو دا روښانه نده چی کله به دا پروژه بشپړه شي.

"د دې لویې پروژې کمزورتیا دا ده چې هرڅوک خپل کار کوي ... د خپلې اجنډا سره."

پرامول سوتیچارووات، د چولالونګکورن پوهنتون انجینرۍ پوهنځی