په اکواډور کې د چین پر سترې بنسټیزې پروژې ناندرۍ
د اکواډور تر ټولو لویه د اوبو بریښنایي فابریکه چې د چین د کوکا کوډو په مالي مرستې جوړه شوې، اوسمهال د کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخامخ دی.
په کویټو کې د اډکر زونګا په نامه د ۸۰ کالود ایسکریم پلورنځی ډیر تاریخ لري. دا پلورنځی په ۹۰ کلونو کې د بریښنا د پرچاوې له کبله د سختو ستونزو سره مخامخ شو. دلته تیاره وه او حتی یو ملي فرمان و چې د ساعت وخت یو ساعت مخکې شي تر څو د لمر وړانګو څخه ګټه پورته شي.
د هاله دریا ویکتوریا پلورنځي څښتن وايي:" زمونږ یخچالونه د ایسکریم د جوړولو لپاره مناسب سوړوالي ته اړتیا لري. نو کله چی دوي مونږ ته وویل چې په ورځ کې به دوه، درې یا څلور ساعتونه بریښنا نه وي، نو دا زمونږ لپاره یو ټکان ورکونکې خبر وو".
په اکواډور کې د بریښنا د ستونزې د حل یواځینې لاره د چین لخوا د کوډو سنکلیر د اوبود بریښنایي فابریکې جوړول و چې د سینهو هایډور د دولتي ساختماني شرکت په مرسته جوړه شوې چې د هیواد دریمې برخې ته بریښنا ورکوي. پر دې پروژی چې د چین د صادراتو اووارداتو بانک څخه ورته ۱،۷ میلیارډ ډالره پور اخیستل شوې دی، له دوو میلیارډو ډالرو څخه زیات لګښت راغلی دی.
په ۲۰۱۶ م کال کې پخواني ولسمشر رفایل کوریرا او د چین ولسمشر شي جینپینګ په کویټو کې دا فابریکه پرانستله.
د چين ولسمشر شي جين پينګ، په منځ کې او د هغه مېرمن پينګ لي يوان د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۱۷مه نېټه د اکوادور په کويتو کې د هرکلي په مراسمو کې د اکوادور له ولسمشر رافايل کورریا سره ولاړ د. اسوشیتید پرس کورريا سره ولاړ دي.(AP)
د اکوادور ولسمشر رافیل کورریا: "موږ په دې هیواد کې تر ټولو لوی زیربنا پرانیسته، د کوکا کوډو سنکلیر د هایدرو بریښنا فابریکه. دا فابریکه، د ۱۵۰۰ میګاواټو بریښنا سره، کولی شي په یوازې توګه د اکوادور ټولو کورونو ته بریښنا چمتو کړي."
د دې پروژې لګښت له دوو میلیارد ډالرو څخه ډیر دی او د چین د صادراتو او وارداتو د بانک څخه د ۱.۷ میلیارد ډالرو پور په مرسته تمویل شوی.
د چين ولسمشر شي جين پينګ وويل: چين غواړي له ايکوادور سره د همکارۍ د اصولو په رڼا کې لکه د برابرۍ، متقابلې ګټې، بريا بریا، انعطاف، په عملي توګه، په ازاده او په شموليت سره همکاري وکړي.
د هغې د بشپړیدو راهیسې، دا فابریکه د تناقض سره مخ شوی. یو منتقد فرناندو ویلاویسینسیو دی، چې د مجلس غړی او د نظارت کمیسیون مشري دی.
فرناندو ویلاویسینسیو د مجلس غړی
ددی پروژی یوه کارکوونکي، فیرناندو ویلاویسینسیو وویل: "هغه وایي، چین مونږ ته پیسې په پور راکړې او مونږ یې دې ته مجبوره کړي یوو چې داسې یو شرکت یا کمپنۍ وګمارو کوم چې دوی یې غواړي. دولت دا پریکړه نشي کولای چې کومه ښه کمپنۍ ده او یا هم کوم غوره لګښت دی".
ویلاویسینسیو همداشان د موادو کیفیت تر پوښتنې لاندې راوړي او وايي ټولو لویه اندیښنه اوس په زرګونه هغه درزونه دي چې د بریښنا پدې بند کی رامنځ ته شوی چې له کبله یې توربینونونه ته اوبه ورغلي دي.
ویلاویسینسیو: "موږ وموندله چې د ۲۰۲۲ کال لپاره، د جولای تر میاشتې پورې، کوم چې زموږ د معلوماتو ترټولو وروستي تازه معلومات دي، په بند کې ۱۷۴۹۹ درزونه رامنځته شوي."
ربیرتو وارهولا چې د بريښنا انجنیر دی او د پروژې د جوړولو په بهیر کې د سلاکار په توګه کار کاوه، وایي د درزونو د احتمالي خطر په هکله یې خبرداری ورکړې و، وایي پوره انتدازه اوبه نشته چې ۱۵۰۰ میګاواټه بریښنا تولید شي.
هغه همداشان د هغه عمده خطر په اړه خبرداری ورکړ چې د بریښنا بند په یوه برخه کې د درزونو په وجه متوجه دی.
ربیرتو وارهولا، میخانیکي انجینر: د درزونو شمیر د یو کال اوږده خپسکه ده. تر ټولو بده خپسکه دا چې یو میخانیکي انجینر یې لري په یوه برخه کې درز وي.
وارهولا د اکوادور چارواکي او چینايي ساختماني شرکت دواړه د ساختماني ستونزوپه خاطر تورنوي.
ربیرتو وارهولا: "د اکوادور د تبعه په توګه زه د درغلۍ او غلا احساس کوم ځکه چې دوی باید ښه کار کړی وای."
سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه
د بريښنا په دې بند کې د ستونزو په اړه د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې د چین دولتي خبري رسنۍ ‘ګلوبل ټایمز’ په اکواډور کې د چین د سفارت په حواله لیکلي چې، ستونزه د یوه نړیوال خپلواک دریم ګړي ادارې لخوا ارزول شوې ده. دغه رسنۍ وړاندې لیکلي چې د بريښنا په بند کې دا درزونه ددې بند پر فعالیت ناوړه اغیزه نه کوي، بلکې دا بند تر نورو ۵۰ کلونو پوري کولای شي په ښه توګه فعالیت وکړي.
د بريښنا په دې بند کې د ستونزو برسیره، د کوکا کوډو سنکلیر پروژه، چاپیریال ته هم ګواښونه رامنځته کړي دي.
په ۲۰۲۰م کال کې دې بند ته نږدې سیمه کې، یادې پروژه نه یواځې د تیلو پایپ لینونه زیانمن کړل، بلکې سان لویس ښار ته نژدې د لویې لارې یوه برخه یې هم ویجاړه کړه.
ایرودیتا اندي د ۱۵ کالو راهیسې پدې سیمه کې اوسیږي.
د سان لویس اوسیدونکی ایرودیتا اندي: "کله چې باران اوري، هر وخت تاسو د غره غږ اورئ لکه چې رالویږي. دا هغه ترور دی چې موږ د یوې ټولنې په توګه هره ورځ ورسره ژوند کوو."
ځمکه پیژندونکې، کیرولینا بیرنال وایي، چې دا ټولې ستونزې، بریښنا بند ته د اوبو په رسوبت کې نغښتې ده. هغې زیاته کړه، دا یوه داسې سیمه ده چې د زیاتو رسوباتو د ګواښ سره لاس او ګریوان دی. مخانیکي خونو کې تل د اوبو رسوبت رامنځته کیږی او مونږ باید هره ورځ له دغو خونو څخه اوبه بهر کړو.
ځمکه پیژندونکې کیرولینا بیرنال: "دا یوه داسې سیمه ده چې له زیاتو ستونزو سره مخ ده، ځکه چې د دایمي متراکمو رسوبي موادو ګواښ شته چې میخانیکي خونه کې به سیلاب راشي او موږ باید هر وخت جارو وکړو، او دا رسوبي مواد لیرې کړو."
انجینر جورج سیویلا وايي چې د جوړیدو دمخه د تازه جیولوژیکي مطالعاتو نشتوالی موجود و. هغه وايي، د رسوباتو د زیاتیدو په خاطر د بند د اوبو سطحه د لوړېدو په حال کې ده، چې د فابریکي د فعالیت چارې له ګواښ سره مخ کوي.
د جیولوژیکي انجینر جورج سیویلا: "دا فکر کیده چې هغه څه چې دمخه ترسره شوي کافي وو او دا نه، خو داسې نه وو. "
د فابریکې د چاپیریال په اړه د اندیښنو تر څنګ، د سیمې په ښارونو کې اوسیدونکي د اقتصادي توقعاتو د نه پوره کیدو څخه شکایت لري.
د سیمې اوسیدنکی لویس هریره: "داسې فکر کیده چې د بریښنا دا پروژه به دلته د ګرځندوی صنعت رامنځته کړي او ډېر سیلانیان به را جلب کړي، خو داسې ونشول. "
ددې پرځای چې د سیمې اقتصاد ورسره وده ومومي، برعکس د فابریکې په ترمیم به ډیر لګښت راشي او همداشان به د تخریباتو سره معامله کیږي، اکوادور او متحده ایالات په ګډه کار کوي ترڅو فابریکې ته د چاپیریال ګواښونه راکم کړي چې په دې هیواد کې رڼا او فریزرونه خوندي شي.
"کله چې باران وي، اوس هر وخت او بیا تاسو اورئ چې غر راپرځي. دا هغه ترور دی چې موږ د یوې ټولنې په توګه هره ورځ ورسره ژوند کوو."
ایرودیتا اندي، د سان لوئس اوسیدونکی