زده کړې په افریقا کې د چین د 'يو کمربند او يوې لارې' نوښت یوه برخه ده

ټای چي، چای او پانډا : یا د چین نرم ځواک هغه څه دي چې د سویلي افریقا د کانفیوشس په نوي پرانستل شوي انسټیټیوټ کې نندارې ته وړاندې شوي. دا ذ افریقا په لویه وچه کې د ۶۰ دا راز مرکزونو څخه یو مرکز دی.

د کانفیوشس انسټیټیوټ د چينايي ژبې تسهیل کوونکی ويلما هوګو وايي: "زموږ اړیکې له چین سره د سوداګرۍ او کار او بار په برخه کې د غوړیدا په حال کې دي. دوی ژباړونکو ته اړتیا لري او موږ په سویلي افریقا کې د چینایي زده کړې پیل کړي. په حقیقت کې دا په ٢٠١٦ کال کې د روزنیز نصاب برخه ګرځیدلې ده. کله چې ستاسې چینايي ژبه زده وي، نو ډیرو فرصتونو ته هم لاسرسی لرلای شي".

  پدې عکس کې چې د ویډیو څخه جوړ شوی یو ښوونکی د سویلي افریقا د کیپ ټاون د کانفیوشس انسټیټیوټ کې د چای څښلو مراسم ښيي، (ګییانلوچي ګویرسیا)

پدې عکس کې چې د ویډیو څخه جوړ شوی یو ښوونکی د سویلي افریقا د کیپ ټاون د کانفیوشس انسټیټیوټ کې د چای څښلو مراسم ښيي، (ګییانلوچي ګویرسیا)

په افریقا کې دې ډول انسټیټیوټونو ته هرکلی ویل شوی او شمیر مخ په ودې دی.

د کانفیوشس لومړی انسټیټیوټ په ٢٠٠۴ کال کې د چين د پوهنې د وزارت په مرسته په سویلي کوريا کې پرانيستل شو. چين وايي چې د دغه انسټیټیوټ موخه د چينایي ژبې او کلتور وده ده.

خو متحده ایالات او برتانيا وايي چې دغه مرکزونه پروپاګند خپروي. په ٢٠٢٠ کال کې، متحدو ایالتونو په واشنګټن کې کانفیوشس انسټیټیوټ، د بهرني ماموریت د مرکز په نوملړ کې شامل کړ. همدا راز په متحدو ایالتونو کې له ۱۰۰ څخه زیات دا راز مرکزونه تړل شوي دي.

د سویډن، فنلنډ، ناروې، بلجیم او ډنمارک په ګډون اروپايي هېوادونو په وروستیو کلونو کې د کانفیوشس انسټیټیوټونه تړلي دي.

چین وایی چې تر ٢٠٢٢ کال پوري یې په ١٥٩ هیوادونو او سیمو کې د کانفیوشس ۵۰۰ انسټیټیوټونه جوړ کړي دي. په ټولیزه توګه دغه انسټیټیوټونه په سیمه يیزو پوهنتونونو او د چین له پوهنتونو سره ډېر نږدې اړیکې لري.

سرچینه: د ایډ ډیټا، د چین د نړیوالې پرمختیا مالي جدول، - ۲.۰ نسخه

د ویسټرن کیپ په پوهنتون کې د کانفیوشس انسټیټیوټ مدیر لیرین زینګ وايي:"نږدې ټول پوهنتونونه د چین د حکومت لخوا تمویلیږي. که چیري تاسې نه غواړئ د چین له حکومت سره څه کار وکړئ نو د چین له دې پوهنتونونو سره هم هيڅ همکاري نشئ کولای".

لیرین زینګ چې د ویسټرن کیپ په پوهنتون کې د کانفیوشس انسټیټیوټ مدیر دی، د دې انسټیټیوټونو په اړه د لویدیځ نیوکو ته اشاره کوي. د ویسټرن کیپ پوهنتون د نړیوالو اړیکو مسوول، امیش باوا وايي چې هغه ته په دې اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

امیش باوا، د ویسټرن کیپ پوهنتون د نړیوالو اړیکو مسوول وايي: "په اروپا کې مو د خپل اسکاندیناوي شریکانو څخه خبرداری ترلاسه کړی، ځکه موږ داسې شریکان لرو چې په خپلو هېوادونو کې یې د کانفیوشس انسټیټیټونه تړلي دي او موږ ته یې ګواښ کړی چې پام وکړو، ځکه دا بهرني نفوذ ته ورته کار دی. "

ځینې اکاډمیک ټولنې خبرداری ورکوي چې دا انسټیټیټونه د بیان په آزادۍ کې لاس وهنه کوي، هان دا چې په ځینو دا راز مرکزونو کې پر چین باندې د نیوکو څخه ډډه کیږي.

کوباس وان سټاډن، په سویلي افریقا کې د چین کارپوه دی. نوموړی وايي:"د چین حکومت د خپل پیغام په خپرولو کې خورا یو موټی او فعاله دی، په ځانګړي توګه د تایوان او تبت په څیر د مسلو په اړه. نو موږ وینو چې دوی څنګه خپل دا پیغام رسوي. د بیلګې په توګه که چیرې یو پوهنتون د تبت استازي ته بلنه ورکړي، نو شونې ده چې د چین د سفارت له خوا تر فشار لاندې راشي، خو اوسمهال کېدای شي د کانفیوشس انسټيټيوټ له خوا هم له منفي غبرګون سره مخامخ شي".

زینګ وايي چې دا اندیښنې بې بنسټه دي.

لیرین زینګ وویل: "موږ د کانفیوشس انسټیټیوټ د مدیر لپاره یو ځايي همکار لرو چې پر نصاب او ټولو فعالیتونو کنټرول لري. په دې حساب، موږ د پوهنتون د ټولو قوانینو او مقرراتو سره سم عمل کوو. همدا راز، زموږ روزنیز مضمونونه د ځایی پوهنځي لخوا په کلکه څیړل کیږي".

هغه زیاته کړه: "په کیپ ټاون کې د چین د ولسي جمهوریت د جنرال قونسلګرۍ په استازیتوب، غواړم د کانفیوشس مرکز د رسمي پرانیستلو په اړه د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړم".

د ٢٠٢٢ کال په نوامبر کې د کانفیوشس انسټیټیوټ د سویلي افریقا په کیپ ټاون کې پرانستل شو. دا په سویلي افریفا کې شپږم انسټیټیوټ دی. امیش باوا وايي، اړینه نه ده د چینايي انسټیټیوټونو په اړه د لویدیځ اندیښنې دي د ویسټرن کیپ پوهنتون په اړه هم صحیح وي.

د ویسټرن کیپ پوهنتون د نړیوالو اړیکو مسوول امیش باوا وايي: "موږ د خپل مشارکت او ګډون په اړه روښانه دریځ لرو او د هرڅه په څیر، ډېر محتاطه یوو. موږ له هغو خلکو سره مشارکت او همکاري نه کوو چې زموږ ارزښتونو ته ژمن نه وي".

په دموکراتیک هیواد کې ګڼ شمېر خلکو له بېجينګ سره د خپل تاريخ له امله د چین د روزنیزو مرکزونو لیواله دي.
چین - د شلمې پیړۍ په زیاته برخه کې د استعمار او سپین پوستو د واکمنۍ په ضد، د تور پوستو د ازادۍ غوښتوونکو غورځنګونو او خوځښتونو ملاتړ کړی دی.

په دې اړه امیش باوا وویل: "د کانفیوشس انسټیټیوټ له چینایي پوهنتونونو سره ملګرتیا لری. همدا راز دا یو حکومتی پروګرام دی چې ددې زمینه برابروی چې خلک په یوه ټاکلي ځای کې د سیاست، ملګرتیا او کلتوري ارزښتونو په اړه بحث او خبرې وکړي. موږ پوهیزو چې په سویلي افریقا کې دا پروګرام څومره مهم دی. په ټوله نړۍ کې، په تاریخي توګه چينايان تل ډېر مظلومان پاتې شویدي".

پداسې حال کې چې په بهر کې د بیجینګ روزنیز پروګرامونه د چين حکومت له اهدافو سره نږدې تړاو لري، د یو کمربند او یوې لارې نوښت چې په ۲۰۱۳ کال پیل شوې، د پانګونې او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو له لارې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د ځمکې او سمندر له لارې اقتصاد او سوداګرۍ ته وده ورکوي.

د چين د پوهنې وزارت، ښوونه او روزنه د يو کمربند او يوې لارې د نوښت لپاره اړینه بولي.

د ښوونې او روزنې پروګرامونه لکه د کانفیوشس انسټیټیوټ، بورسیې، د تبادلې روزنیز پروګرامونه او حرفوي زده کړې نه یواځې د استعدادونو په وده کې، بلکې د کلتوري تبادلې په وده کې هم مرسته کوي او دغه ټول د یو کمربند او یوې لارې د نوښت اساسي برخې دي.

په افریقا کې روزنیزو پروګرامونه یواځې زده کوونکو ته محدوده شوې نه دي. تیر کال، د شپږو افریقایي هیوادونو سیاستوالو په تانزانیا کې د بېجینګ له خوا د ‘‘مشرتابه اکاډمۍ’’ د پرانستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه اکاډمي چې د چین د حکومت له خوا د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړه شوې، موخه یې د افریقایي سیاستوالو روزنه ده. د چارو ځیني شنوونکې اندیښنه لري چې دا ډول روزنیز پروګرامونه به د چین کمونیستي ایډیالوژۍ ته وده ورکړي، نور بیا وايي چې هر هېواد دا اندیښنه نه لري.

په سویلي افریقا کې د چین کارپوه، کوبس وان سټاډن وايي: " سویل کې د افریقایي زده کوونکو لپاره دا دومره سیاسي مسله نه ده لکه څومره چې په شمال کې ده".

ځینې هیوادونه خبرداری ورکوي چې د چین روزنیز نوښتونه ډیموکراتیکو ارزښتونو ته ګواښ دی، خو بیا نور هېوادونه د بېجينګ سره رونیز مشارکت ته د يو فرصت په سترګه ګوري چې غواړي د چين د يو کمربند او يوې لارې د پروژو نه ګټه پورته کړي.