د امریکا ځآنګړی راپور

د کرنې راتلونکې

په امریکا کې کرنیز کاروبار په رښتیا هم چې د زاړه وخت یو کار دی. نږدې دوه په درې برخه بزګران ۵۵ کلن یا زاړه دی. ځینې فارمي سیمو ته ښارونه پراخ شویدي او ځینې نور بیا په غټو شرکتونو باندې بدل شویدي.

متن:

زما د نیکه کورنۍ دغه فارم جوړ کړی وه چې بیا زما پلار ترې واخیسته. زه هم ترې ګټه اخیستلای شم که زه وه غواړم. غټه پوښتنه داده چې ایا زه دا غواړم او که نه؟

ډیر شیان تر اوسه پورې څرګند نه دي.

زمونږ اقتصاد به کوم لوري ته ولاړ شي. زړه مې وايي چې لاړ شم او د استادۍ په برخه کې خپله ډیګري واخلم تر څو دغه ثبات ولرم. هغه روغتیايي بیمه ولرم. خو که یواځې ځانته کار وکړم نو نه پوهیږم چې پیسې په وګټم او که تاوان به وکړم.

او بیا د روغتیا په اړه خو هیڅ هم نه پوهیږې.

 

د روغتیايي بیمې په اړه خو زما نظر دادی چې هر څوک باید ورته لاس رسۍ ولري خو داسې ښکاري چې اوس داسې نه ده. پدې برخه کې لږ ډارونکې خبرې شته.

زما په فکر امریکا اوس داسې ده لکه په زړې ګاډۍ کې چې ناست یې نه پوهیږې چې په کومه به ځي.

هغه خبره چې خلکو به ویل چې سخت کار وکړه، ژوند د ځان لپاره جوړ کړه او هم یې د کورنۍ لپاره. دا خبرې اوس له ګواښونو سره مخ دي.

زه هره شپه دلته راځم او له خپل نیکه سره خبرې کوم. مونږ ډېرې داسې یو ډول اندېښنې لرو لکه چې ده به زما په عمر درلودې. هغه په ۳۰یمې او ۴۰ یمې لسیزې کې را لوی شوی چې نشم ویلای حالات همداسې وه خو هغه مهال هم خلک نه پوهیدل چې راتلونکې کې به څه پېښېږي.

له همدې امله غواړم له ده واورم چې ده هغه مهال څه فکر کاوه چې حالات به کوم لوري ته درومي. 

—کونړ مک کارمک, بزګر

د مینې سوټا ایالت د ټونز ویل ښار