د امریکا ځآنګړی راپور

د جعلي خبرونو باور

د تیرو کلونو په موده کې د جعلي ورځپاڼو او خبري ویب سایټونو شمیر زیات شویدي په خبرونو کې دغه جعل کاري ځینې وخت د سیاست له امله وي اوځینې وخت مالي انګېزه لري. دغه اصطلا د ولسمشر ټرمپ لخوا هم وکارول شوه زیاتره د هغو خبري سرچینو په اړه چې دده پرضد یې خبرې کولې.

متن:

زه د یوه واړه ښار د یوې اونیزې مالک، ایډیټر او چاپ کونکی یم. د ماونټ کیرول په نامه دغه ښار کې ۱۶۰۰ کسان اوسېږي.

زمونږ د اونیزې تر ټولو مهمه برخه د سیمې په مسلو باندې څرخي. زه باید وه وایم چې پدې ښار کې زیات داسې خلک اوسېږي چې په هیڅ هم باور نه کوي. په ټولنیزو رسنیو باندې خپریدونکو خبرونو باندې هم باور نه کوي. همدارنګه په دولتي رسنیو او مشهورو ورځپاڼو لکه نیویارک ټایمز، شیکاګو ټریبیون او واشنګټن پوسټ باندې هم باور نه کوي.

دې ټولو ته دوي د شک په سترګه ګوري.

—باب واټسن, د ورځپانې مدیر

د ایلیونس له یالت څخه مونټ کیرول