له کوچنیوالي څخه تر اوسه پورې دا توپیر لري. مونږ چې کله واړه وو نو بهر به مو فوټبال، بسبال، بسکیټبال او نورې لوبې کولې. مونږ سره هیڅ ویره نه وه. مونږ د ترهګرۍ په اړه خبرې نه کولې. پدې اړه زمونږ په فکرونو کې هېڅ هم نه وه.
اوس دا خپره شویده. تاسو پوهیږئ چې زه څه وایم. زه پدې باور لرم چې په امریکا کې اوس داعش موجود دی. یواځې مونږ نه پوهیږو چې هغه څوک دي. مونږ پدې هم نه پوهیږي چې هغوي چیرې دي. دوی کولای شي چې يو دم په روغتون یا بار کې راښکاره شي لکه چې د کلیفورنیا په فلوریډا کې وشو. نه مې خوښېږي چې وه وایم خو داسې پېښې رامنځته کېږي او دا زمونږ اوسنۍ حالت دی. نن ورځ توپیر لري. اوس ویره موجوده وي چې ښایي ښونځی یا روغتون له مو له بمي ګواښ سره مخامخ شي او مونږ دې ته اړتیا نه لرو. داسې ګواښونه باید نه وي موجود.