جنګ ځپلی عراق د چین په ګډون په بهرنیو هیوادونو تکیه کوي ترڅو خپلې تعلیمي زیربناوی ورغوي.
د ولسمشرشي جينپينګ د 'يو کمربند او يوې لارې' د نوښت پر مټ، چین د لویو بنسټيزو تاسيساتو لکه د اورګاډو د پټلیو، بندرونو او پلونو د جوړولو له لارې خپل نړيوال نفوذ پراخ کړی دی. د دغه نوښت یوه بله مهمه برخه چې ډیره نه محسوسیږی، د چینایي ژبې او ارزښتونو او همدا ډول د چین د کمونست ګوند د نظریې خپرول دي.