د تیز چټک ریل پروژه د سیمې د اوسیدونکو ژوند چې ساختماني ساحې ته نږدې ژوند کوي کډوډوي، پداسې حال کې چې د نورو لپاره د ژوند د ښه کیفیت ژمنه کوي.
د اکواډور تر ټولو لویه د اوبو بریښنایي فابریکه چې د چین د کوکا کوډو په مالي مرستې جوړه شوې، اوسمهال د کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخامخ دی.
چین غواړي د 'یوه کمربند او یوې لارې' په نوښت سره د چټک اورګاډي یوه لویه پټلۍ جوړه کړي چې د چین د سویلي ولایت یونان څخه تر میکانګ او سنګاپور هیواد پوري به ورسیږي. ددې کار موخه د هند سمندر ته په اسانۍ سره د چین رسېدل دي. که ددې پروژې کار په راتلونکې لسیزه کې پای ته ورسیږي نو دا به بېجېنګ د اسیا سویل ختیځ او ګاونډیو هیوادونو ته ور نږدې کړي. دا کار د تایلنډ لپاره هم ډیر مهم دی. خو ځینو ته پدې هکله ډیرې پوښتنې هم را ولاړې شوې دي.
له پنځو کالو نه ډیر وخت وشو چی د عراق حکومت د اسلامی ډلی یا داعش په وړاندې د بریا اعلان کړی دی خو لاهم پدی هیواد کی ډیری سیمی له پایلو اغېزمن شوې دي. حکومت وایی چی ۱۲زره نویو ښونځیو ته اړتیا لری او دوي د چین په څېر د نورو هېوادونو مرستو ته اړتیا لري.
د ولسمشرشي جينپينګ د 'يو کمربند او يوې لارې' د نوښت پر مټ، چین د لویو بنسټيزو تاسيساتو لکه د اورګاډو د پټلیو، بندرونو او پلونو د جوړولو له لارې خپل نړيوال نفوذ پراخ کړی دی. د دغه نوښت یوه بله مهمه برخه چې ډیره نه محسوسیږی، د چینایي ژبې او ارزښتونو او همدا ډول د چین د کمونست ګوند د نظریې خپرول دي.