’خلک د رسنیو په ارزښت پوهیږي‘
کوهي فرصت درلود چې له افغانستان څخه ووځي. خو هغه د ژورنالستانو د یو محلي انجمن مشري کوله او پوهیده چې مخاطبین یې د هغه خبري پوښښ ته اړتیا لري.
په ماشومتوب او ځوانۍ کې مې ډېرې ستونزې او محرومیتونه لیدلي او په همدې وخت کې به مې راډیو ډېر اورېدله، د ورځې خبرونه او راپورونه به مې کتل، هیله من ووم یوه ورځ چې خبریال شم نو د محرومینو خلکو غږ به خپور کړم.
په دې موده کې تر یوه حده وتوانیدم چې خپل هدف ته ورسیږم، د ژورنالیزم مسلک په حقیقت کې زما لپاره یو پوهنتون شو، اړیکي مې پراخې شوې. د ټولنې، فرهنګ، سیاست او قوانینو څخه تر یوه حده خبر شوم، د مظلومو او محرومو خلکو اواز مې خپور کړ، د سلګونو اړو کسانو د لاس نیوي سبب شوم.
د پخوانۍ ادارې په ړنګېدو سره مې د بیان او عمل ازادي له لاسه ورکړه، نور د پخوا په څیر حقایقو ته انعکاس نه شم ورکولای.
ما خپل زیات شمیر هم مسکان له لاسه ورکړل، چې مسلک او هیواد یې پریښود.
ما غوښتل د هغو کانونو د میلیونونو پیسو په اړه چې د طالبانو په ساحو کې یې موقعیت درلود، په میلیونو ډالر چې د موسسو او شرکتونو څخه یې د لس یو [عشر] په توګه ترلاسه کوي څه کیږي او په میلیونونو پیسې چې په ټولو لویو لارو د پاټکونو په ایجادولو سره یې د سوداګریزو مالونو د ترانزیت له درکه ترلاسه کوي، پرې څه کوي یو تحقیقاتي راپور ولیکم.
غوښتل مې چې د مخدره توکیو د قاچاقبرانو په اړه چې د پخواني حکومت په چوکاټ کې یې کار کاوه او په عین وخت کې د طالبانو سره په تماس کې وو راپور جوړ کړم.
ما غوښتل په فاریاب کې د داعش د مدرسو، زده کړو او عایداتي مرکزونو په اړه کار وکړم اجازه نه راکوي، تیره شپه [څه موده مخکې] په شرین تګاب ولسوالۍ کې یو وسله وال طالب ووژل شو او یو ټپي شو، غوښتل مې د طالبانو له مسولینو څخه د خبر تائید ترلاسه کړم، ویل یې چې د داعش نوم مه ذکر کوه.
ددې مرکې وروسته څو نورې رسنۍ په افغانستان کې وتړل شوې,
د فاریاب د سقوط په ورځ او بیا کابل، زه په خپل ټاټوبي میمونه ښار کې وم، هغه شناخت چې مې له طالبانو څخه درلود ډاډمن وم چې زه نور هغه ازاد خبریال نه یم چې د حکومت د ناسم چلند، مسولینو، زورمندانو، فساد، د بشري حقونو نه د سرغړونو، د ښځو د حقونو او ظلم او استبداد په اړه څه ولیکم، تیار ووم او یم چې یو داسې کار پیل کړم چې ځان مې مصوون او کورنۍ مې د معشیت له درکه بسیا شي.
زما فیسبوک او خبري پاڼه مې شاوخوا ۱۸۰زره تعقیب کوونکي لري، دمخه به چې هره پیښه وشوه لومړی به خلکو زما پاڼې ته مراجعه کوله ځکه باوري منبع شوې وه، له ډاره پرته به مې د هرې ډلې په اړه چې وو حقایق خپرول، خو اوس نشم کولای د یوې پیښې د پیښیدو د څرنګوالي په اړوند تحقیق وکړم.
تیر کال داعش زما د وژلو هڅه وکړه. درې مرمۍ مې د سر په ساحه کې ولګیدې، درې واړه ترهګر نیول شوي وو خو د طالبانو له واکمن کیدو وروسته هغوی خوشې شول.
وروسته له هغې چې ټپي شوم تحقیقاتي راپورونه مې کم درلودل یواځې د ورځې خبرونه او راپورونه له پژواک سره شریکوم.
د پژواک دفتر ندی تړل شوی یواځې په لومړیو ورځو کې کارکوونکو د ګروپونو له لارې له خپلو کورونو څخه کار کاوه.
له فاریاب څخه یواځې دوه تنه تر اوسه لندن تهتللي، خو نورو خپل کارونه له لاسه ورکړي یا په کور ناست دي یا هم د بل کار په لټه کې دي او یا چانس ته په تمه دي چې له هیواد څخه ووځي، د خپګان وړ او مایوسونکې موضوع ده چې د رسنیو د کارکوونکو پیوستون وشلید، رسنۍ چوپ او فعالین یې خواره واره شول.
همداشان زیات شمیر همکاران او هم مسلکان مې چې په کابل کې وو په پژواک او نورو رسنیو کې یې کار کاوه هغوی هم تخلیه شول.
دقیقا ما ښه فرصت درلود او لرم یې چې [له افغانستان څخه] ووځم، خو د خلکو، عزیزانو او هیواد څخه لریتوب نه شم زغملای، خو ګمان کوم چې سهوه کوم چې نه وځم ځکه داعش د پرمختګ په حال کې دی دمخه هم د داعش له ادرسه راباندې برید شوی او ټپي شوی یم، هغوی کیدای شي بیا راباندې برید وکړي.
زه په فاریاب کې د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رئیس یم، مرحوم فهیم دشتي زما عمومي رئیس و، له شهادت یوه اونۍ وړاندې یې له ما څخه وغوښتل چې کابل ته ولاړ شم، دوه ورځې وروسته فرانسې ته تلای شوم، خو ما یې وړاندیز رد کړ.
د هغو ګواښونو په پام کې نیولو سره چې زه په تیرو وختونو کې ورسره مخ شوی یم او د راتلونکي ناڅرګندتیا سره مخ یم، زما کورنۍ او ملګري په ټولیز ډول ټینګار کوي چې زه باید ووځم، مګر زما لپاره دا ستونزمنه ده چې خپل وطن پریږدم، په څو مسلو فکر کوم، که څه هم په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي او ډېر خلک په ناپوهۍ کې ژوند کوي، خو زموږ دا ډول مهربانه ټولنه ښايي د نړۍ په هېڅ ځای کې نه وي.
دوهم، دین، فرهنګ او زمونږ د ماشومانو ژبه د نورو تر اغیز لاندې راځي.
که د طالبانو په حکومت کې د بیان او عمل ازادي نه وي، د رسنیو مالي ملاتړ ونه شي، زما او زما په څیر خلکو پاته کیدل نه یواځې د افغانستان د رسنیو د بقا لپاره اغیز نلري بلکه هغه کار چې لرو یې له لاسه يې ورکوو له ګواښ سره مخ کیږو او دا چې پدغو ټولو خطرونو باندې په پوهیدو سره ولې د هیواد نه وتلو ته زړه نه ښه کوو په حیقیقت کې د خپل ځان او اولادونو په حق کې جفا کوو.
قطبالدین کوهي د فاریاب د مرکز میمنې ښار بهر د یو پوځي کتار تر څنګ په تیلیفون کې د خبرو پر مهال، د ۲۰۲۱ کال پیل - (قطبالدین کوهی)
فارياب که څه هم يو لرې پروت ولايت دى، د تېر حکومت په موده کې مطبوعاتو ته پکې ډېره پاملرنه نه ده شوې، خو شاوخوا اووه، اف اېم راډيوګانې او تر ٢٠ ډېرې چاپي خپرونې په کې فعالې وې، اوس درې رادیوګانې فعالې دي چې حتی د بریښنا لګښت نشي پوره کولای.
په ميمنه کې د دريو ښځو په ګډون شاوخوا لس مسلکي او فعال خبريالان چې دمخه یې د سايټ او ملي رسنيو لپاره کار کاوه، اوسمهال بېکاره دي، يوازې په ټولنيزو ډلو کې فعال دي او بس.
په حقیقت کې له دوو میاشتو راهیسې له کومې ستونزې او ګواښ سره مخ شوی نه یم. د کوهستان، قیصار، اندخوي ولسوالیو او بند اقینې ته لاړم، په پژواک کې مې د خلکو د ټولنیز او اقتصادی وضعیت په اړه څو راپورونه خپاره کړل، خو د مایوسۍ وړ خبره دا ده، چې یوې ولسوالۍ ته له تګ مخکې باید ولایتي مقاماتو ته خبر ورکړو، چې په څه راپور ورکوو باید سوژه شریکه کړو چې دا کار د رسنیو او ژورنالیستانو ازادي تر پوښتنې لاندې راولي او ځان سانسورلو ته اړ کیږي.
زه لا هم که راپور جوړوم موضوع یې نه شریکوم، یوازې ولسوالیو ته د خپل سفر په اړه د اطلاعاتو او کلتور رئیس او والي خبروم.
خو د اطلاعاتو فرهنګ رئيس له نورو خبريالانو او زما څخه هم څو څو ځلې وغوښتل، چې ولسواليو ته د سفر پر مهال په څه هکله چې راپور جوړوو ووایو او له مسوولينو پرته له عامو طالبانو سره مرکې ونه کړو، راپورونه باید منفي او نظامي یا سیاسي نه وي. که طالبانو د تېر حکومت پر یو کس ظلم کړی وي او یا یې له چا څخه څه اخیستي وي، موږ یې نه شو لیکلای، ژوند مو په خطر کې دی.
خلک د رسنیو په ارزښت پوه شوي، د بیلګې په توګه، زما فیسبوک د طالبانو له مقاماتو سره د یوې مرکې په خاطر د یوې میاشتې لپاره بنده شوې و او پرون [څه موده مخکې] بیا فعاله شو، پدې موده کې خلکو مسنجر، واټساپ او حتی په ټولنیزو رسنیو کې هم لیکنه کوله او پوښتل یې هغه خبریال چې بیطرفه خپرونې کولې چیرته دی چې د ټولنیز وضعیت، فقر، بیکارۍ، د کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو په همله راپور جوړ کړي او د نړیوالو غوږ ته یې ورسوي. یعنی خلک د رسنیو په ارزښت پوهیږی.
موږ یوازې د خلکو خبرې چې سیاسي نه وي، د بې وزلۍ او بېکارۍ سره تړاو ولري له مسولینو سره شریکوو او بیا یې خپروو، دا چې څومره مرکزي چارواکي هغه اوري او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره عمل کوي، موږ ډاډه نه یو، ځکه نظم او د حکومتدارۍ سیستم نشته. لنډه دا چې د رسنیو وضعیت خطرناک ګڼم.
د ښاغلي کوهي سره غږیزه مرکه د لنډولو او وضاحت په مقصد لیکل شوی او ایډیټ شوې ده.
ددې پروژې په اړه
د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.