’د جمهوریت په دوره کې مې په جرات پوښتنه او انتقاد کاوه‘
د طالبانو له واکمن کیدو وروسته میرمن احمدزۍ د افغانستان په رسنیو کې د دوو پاتې ښځینه ویاندویانو له جملې څخه وه.
د طالبانو له راتګ دوه ورځې وروسته د هغوی د اوصولو سره سم مې حجاب واغوست او دفتر ته لاړم او صحنې ته راغلم. په دفتر کې پرته له ما بله هیڅ نجلۍ نه وه. په ډیره ویره او ډار مې خبرونه پیل کړل او د طالبانو له یو استازي سره مې مرکه وکړه.
زما تګ نورو ښځو او نجونو ته جرات ورکړ، په ځانګړې توګه زما د دفتر نجونو ته یې جرات ورکړ چې هغوی هم راشي او کار وکړي.
هیله چې د ټولو خبریالانو په زړه کې له منځه تللې وه بیا راژوندۍ شوه…ځکه مونږ اصلا تمه نه درلودله چې د طالبانو په وخت کې بیا ځلي د سکرین پرمخ راشو او بیا خپل کار وکړو.
زیات شمیر خبریالانو او زما هم مسلکانو چې زه د تلویزیون پر پرده ولیدلم، خوشحاله شوو ځکه په افغانستان کې یو ستر بدلون راغلی و. یوه لویه خبره وه چې یوه نجلي او هغه هم پښتنه بیا د تلویزیون په پردې راڅرګندیږي، ځي او خپل کار په عادي توګه پیل کوي. دوستانو، انډیوالانو او همکارانو مې د ټولنیزو رسنیو له لارې راته پیغامونه راواستول هغوی وهڅولم او ویاړ یې کاوه چې بیا ځلیږم او د تلویزیون په پردې راښکاره شوي یم، راغلې یم او کار کوم.
په لومړیو کې ډاریدم، ځکه انتقاد مې نشوای کولای. هاغسې چې د جمهوریت په دوره کې د اشرف غني په دوره کې ما پوښتنې کولې یا په ډیر جرات مې پوښتنې او انتقاد کاوه. له هغې جملې دا چې ولې په کابینه کې د ښځو لپاره ځای ندی ورکړل شوی، یا کار نشي کولای او یا د تحصیل اجازه نشته.
دا هغه خبرې دي چې ځنې وخت د خبریالانو لپاره ننګونې رامنځته کولی شي.
ښه، داسې بحثونه شته چې تاسې به لیدلي وي چې د طالبانو سره کله خبرې کوم د مرکې په ترڅ کې داسې چلند کوي چې ولې باید دا ډول پوښتنه وشي؟
یو ښه مثال یې د بیرغ بحث دی چې هغه یو لړ ستونزې رامنځته کوي او حساسیتونه زیږوي او یوه مسله ده چې ټولو افغانانو ته ډیره مهمه ده. اکثر افغانانو دا بحث جدي وګاڼه. په ننګرهار کې د بیرغ پر سر جګړه هم شوې وهچې زمونږ یو زیات شمیر بیګناه هیوادوال د بیرغ د مسلې په ارتباط شهیدان شول.
که څه هم چې زیات کوښښ کوم هغه پوښتنې چې د خلکو په ذهن کې راګرځي له طالبانو وپوښتم، خو ځنې پوښتنې وي چې پخپله خبریال پوهیږي چې په طرح کولو سره یې ژوند ښایي مصوون پاته نه شي. هیڅ ډول ډاډ نشته چې که یو جدي بحث پرمخ بوزئ که له ستدیو راووځئ، له دفتر نه ووځئ ایا ژوندی به پاته شي یا ژوندی به پاته نه شي؟
ځنې موارد شته چې خبریالان نشي کولای په ډیره ازاده بڼه د طالبانو له مقاماتو سره یې شریک کړي او په مقابل کې خپل ځواب ترلاسه کړي.
د طالبانو له یو شمیر مقاماتو سره مې مرکې وکړې. د طالبانو د حکومت په لومړیو میاشتو کې د امنیتي مسایلو او د منظم پوځ د جوړولو په اړه چې مونږ دمخه په جمهوریت کې درلود خبرې وکړې. څرنګه چې (په هغو میاشتو کې) په افغانستان کې امنیتي وضعیت هاغسې نه چې تمه یې کیدله.
پوځي افراد څرګند نه وو، هغه کسان چې د تروریستي ډلو غړي وي هم معلوم نه وو. هیڅ ډله معلومه نده. زمونږ بحث د سختو موضوعګانو په اړه په امنیتي اوضاع و. د طالبانو له یو مقام سره مې یو بحث درلود چې مونږ باید په یو ډول پوځي تشکیلات ولرو چې لږ تر لږه توپیر وشي چې څوک مجرم دی؛ څوک غل دی؛ څوک طالب دی او کومه یوه تروریستي ډله ده.
په افغانستان کې په هغو ورځو کې…یو زیات شمیر تروریستي ډلو فعالیت درلود چې خلکو ته یوه ډیره د اندیښنې وړ مسله وه په ځانګړې توګه په کابل ښار کې.
دا هغه بحثونه وو چې طالبانو د قناعت وړ ځواب نه درلود او یا هم مونږ ته د قناعت وړ نه و. د طالبانو مقامات په یو ډول ځان تیروي او یا وايي چې په نژدې راتلونکې کې مونږ د هغو موضوعګانو په په اړه چې اوس ننګونې رامنځته کوي کار کوو او بوخت یو چې یو ډیر غښتلی نظام جوړ کړو تر څو وکړای شو له هر لحاظه یو قوي حکومت ولرو.
پدې توګه موضوعات چې جدي وي ښایي پخپله طالبان هم ځان تیر کړي او یا ونه غواړي چې د صحنې پرمخ ځنې خبرې او شیان ظاهره کړي. ښایي طالبانو ته یوه بله ننګونه وي او ونه غواړي چې پرې خبرې وکړي.
هوسۍ احمدزۍ د شمشاد تلویزیون د خپرونو په ستدیو کې له یو میلمه سره د مرکې په حال کې، د ۲۰۲۱ کال اګست ۱۷ (سکرین شات: شمشاد تلویزیون)
ژورنالیزم یو سپیڅلی مسلک دی، هغه مسلک چې حقایق لټوي. زه ډیره خوښه یم چې پدې مسلک کې کار کوم، سره له دې چې افغاني ټولنه یوه سنتي ټولنه ده او ځنې مواردو ته درناوی نه کیږي د هغو نجونو په اړوند چې د سکرین پرمخ کار کوي، یا په ژورنالیزم کې کار کوي ښه نظر نلري.
ښه، تاسې پښتانه پیژنئ، هغوی نه غواړي لور یې له کور نه بهر کار وکړي، بیا په یوې رسنۍ کې.
بسیاری از اقوام من، از خودگیها، بسیاری از اقارب، خیلی حرفها داشتند، که چرا دخترتان کار میکند، بیایید ما معاشاش را میدهیم، این گپ خوبی نیست، ما پشتون استیم، عزت ما اجازه نمیدهد، غرور ما اجازه نمی دهد.
زما د قوم ډیرو کسانو، خپلوانو، نژدې اقاربو، ډیرې خبرې درلودې، چې ولې مو لور کار کوي؟ راشئ معاش یې مونږ ورکوو. ښه خبره نده، مونږ پښتانه یو، زمونږ عزت اجازه نه راکوي، زمونږ غرور اجازه نه راکوي.
ددې ټولو ننګونو سره مې هڅه کړې چې صادقانه خپل کار ته دوام ورکړم.
شخصي امنیت یوه بله اندیښنه ده.
زمونږ دفتر تر ګواښ لاندې و او حتی په دفتر مو برید وشو. زه ټپې شومه او پښې مې کسر کړی و. پخوا مې امنیتي اندیښنې درلودلې او اوس مو اندیښنې ډیرې زیاتې شوي، ډیرې زیاتې، مونږ ډیره زیاته اندیښنه لرو.
کله چې لږ غږ اورم، زه خبرونه دروم او د څو ثانیو لپاره چوپ کیږم، تر څو وګورم چې آیا د ډزو اواز دی که نه؟ که خدای ناخواسته د ډزو غږ دی، څنګه لږ تر لږه ځان ژء له دفتر څخه وباسم او ځان محفوظ وساتم.
دا هغه اندیښنې او تشویشونه دي چې مونږ کارته یې ننګونې زیږولي. ځنې وخت مې په ذهن کې راغلي چې باید وظیفه خوشې کړم. ځکه پوهیږم چې ژوند مو محفوظ ندی. څوک نشته چې لږ تر لږه دغه ډاډ مونږ ته راکړي چې تاسې مصوون یاست او په کار کې مو هیڅ نور مشکل نه رامنځته کیږي.
په افغانستان کې د خبریالۍ کار ډیر ستونزمن شوی دی. خبریالان په ډیر مشکل سره کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي. د خبریالۍ ساحه دومره تنګه شوې چې د خبرونو او سیاسي خپرونو له خپرولو پرته رسنیو ته د نور کار اجازه نشته.
هیله منه یم چې یوه ورځ د افغانستان اوضاع ښه شي تر څو په ارامه کار وکړای شم. خو د ننګونو سره سره لا هم دفتر ته راځم او خپل کار ته دوام ورکوم.
د میرمن احمدزۍ سره غږیزه مرکه د لنډولو او وضاحت په مقصد لیکل شوی او ایډیټ شوې ده. د شمشاد تلویزیون تر یو څه دمخه پورې د امریکاغږ د نشراتي همکارانو له ډلې څخه و.
ددې پروژې په اړه
د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.