’که مې د اطلاع رسونې کار ته لیوالتیا نه درلوده، نو ښايي تر اوسه مې دغه له خطر او تهدید څخه ډک مسلک پریښی وای‘

د څه باندې یوې لسیزې لپاره یې د تحقیقي خبریالې په توګه دنده ترسره کړېده: لومړۍ له چراغ ورځپاڼې سره چې غیر فعاله ده او وروسته بیا د افغانستان د جګړې او سولې د حساب ورکولو له انستیتوت سره.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې مې د رویداد نیوز خبري ویسباست جوړ کړ. په هغه وخت کې د کرونا ویروس تازه خپور شوی وو او هیچا نه غوښتل یوه رسنۍ چې تازه یې کار پیل کړی، تمویل کړي. خو په یو تماس کې وتوانیدم چې د یو سیمه ایز بانک اعلانات ترلاسه کړم.

دوه خبریالان او یو عکاس مې درلودل. موږ هغه مسایل خپرول چې نورو پام نه ورته کاوه، هغه موضوعات چې تاثیر ګذاره وو او حکومت یې اړ کاوه چې لاس په کار شي.

په هغه ورځ چې کابل د طالبانو لاس ته ولوید، زه په ښار کې وم او د سړک د سر ماشومانو پر یوه تحقیقاتي راپور مې کار کاوه. ومې لیدل چې خلک هر لوري ته منډې وهي. یوازینۍ هیله مې دا وه چې د خپل هیواد ماشومانو ته چې واقعا اسیب پذیره دي ، د افغانستان تر ټولو اسیب پذیره قشر ته خدمت وکړم.

د طالبانو له وکمنیدو وروسته، زما درې واړه همکارانو کار پریښود. اکثریت ښځینه خبریالانو ته د کورنیو له خوا د کار اجازه ورنکړل شوه او یو شمیرو خپله ونه غوښتل چې کار وکړي. یو شمیر همکارانو ته رسنیو اجازه ورنکړل چې کار وکړي.

زما رسنیز فعالیت یوازې په هماغه څو ورځو کې ، د دریو تر څلورو ورځو پورې بند شو، خو کله چې د میرمنو مظاهرې پیل شوې، ما اطلاع رساني وکړ او خپله مې هم په لاریونونو کې ګډون وکړ او دا ماته ډیر د خوښئ ځای وو چې میرمنې دومره زړه ورې دي چې خپل حق غواړي او د خپلو حقونو د ترلاسه کیدو لپاره، له لاس څخه د تللو حقونو لپاره هڅه کوي او مظاهرې کوي، خپل حق غواړي، لاریون کوي او له همدې امله مې تل له دې لاریونونو څخه راپور جوړاوه.

د سپټمبر په اتمه نیټه، کله چې مې د کابل د دریمې حوزې له ساحې څخه له مظاهرو راپور جوړاوه ، د مرکې پرمهال طالبان راغلل او په درې (شلاق) یې ووهلم او زما له غاړې څخه یې کمره راکش کړه ، کمره یې څو ځله په ځمکه ووهله څو لنز یې ورمات شو او کمره یې له ځان سره یوړه.

کله چې مې هغوی ته وویل کمره مې بیرته راکړئ، هغوی اخطار راکړي چې « په افغانستان کې یې پر خبریالۍ د ښځې څه کار؟ څه ولاړه شه د کمرې پسې مه ګرځه له دې پرته به بیا وټکول شې.» یو شمیر کسان چې له دې موضوع خبر وو له ما یې فلم واخیست او مرکه یې راسره وکړه، خو ما خپله ونه غوښتل چې موضوع ډیره رسانه یي کړم.

خبریالي ساده کار ندی. خبریال زخمي کیږي، خبریال وهل ټکول کیږي ، خبریال هر ډول مشکلات ویني، خو دا د حل لاره نده چې خپل مسلک ته د پای ټکی کیږدو او خپله اطلاع رسونه ودروو.

زما کورنۍ چې پوهیدل خبریالي له خطره ډک مسلک دی، تل یې ماته ویل چې دا کار پریږدم او له ما یې هیڅ وخت ملاتړ نه کاوه. اوس چې طالبان راغلي، ماته یې وویل چې له دې ځایه ولاړم شم ځکه طالبان ممکن یوه ورځ مشکل راته جوړ کړي، او یا هم له کم مشکل سره مخ شم، نو ځان له افغانستان څخه وباسه. خو له دې چې له خپل وطن او مسلک سره مینه لرم ، غواړم خپلو خلکو ته خدمت وکړم سمه ده چې پر موږ محدودیتونه وضع شوي خو موږ کولی شو په کار او زیار سره ، په خپل مخ کې محدودیتونه لیرې کړو. موږ کولی شو په مسلکي شکل کار وکړو څو نور څوک پر موږ محدودیت وضع ونکړي.

د وتلو چانس مې درلود. هغه ملګري او هم مسلکان مې چې په امریکا او نورو هیوادونو کې وو، تماس یې راسره ونیو او ویې ویل که وځې مرسته درسره وکړو. بهرنیان شته چې غواړي خبریالان بیرون وباسي، خو ومې نه غوښتل او مې ویل چې بهر ته نه ځم او دا تصمیم اوس نلرم.همدا موضوع زما مخه نیسي چې بل ځای ته ولاړه شم. په دې نه پوهیږم چې وروسته څه کیږي؟ ایا کورنۍ به مې ممانعت ته دوام ورکړي چې دا مسلک پریږدم که نه؟

د جمهوریت له سقوط وروسته ګڼ شمیر خبریالانو هیواد پریښود… څو هم مسلکانو مې چې مسلکي خبریالان و هیواد پریښود. زموږ ټپي هیواد مرحمو ته ضرورت لري. که موږ خبریالان، موږ ټول وتښتو، نو وطن څوک جوړوي؟ موږ د دولت او خلکو ترمنځ د ارتباط پل یو. موږ باید تیښته د حل لاره ونه بولو، سمه ده چې طالبان راغلي او محدودیتونه یې وضع کړي دي… تحول راغی او یوه ټولنه خپل مشکلات لري، خو لومړۍ ورځې دي او ښايي داسې ورځې راشې چې خپله د خبریالانو د کار په نتیجه کې دا محدودیتونه لیرې شي.

د کابل له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو وروسته د بیان او رسنیو آزادي تر یوې اندازه محدوده شوې ده او موږ خبریالان تل د راپور جوړولو پرمهال د طالبانو د نظامي ډلو له خوا د تاوتریخوالي څخه ډک چلند سره مخ کیږو. محدودیتونه او تاوتریخوالي د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي او په اوسنیو شرایطو کې خبریالانو په خاص ډول ښځینه خبریالانو ته د کار او فعالیت زمینه ډیره محدوده شوې ده.

موږ ټول پوهیږو چې خبریالي له خطر څخه ډک مسلک دی. ښځینه خبریالي په خاص ډول د راپور د چمتو کیدو پرمهال له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي. هیڅوک نه غواړي چې له ښځینه خبریالانو سره خبري وکړي. سمه ده چې پر موږ محدودیتونه وضع شوي دي خو هڅه کوو، ځکه غواړو کار وکړو او خلکو ته معلومات ورسوو. موږ به کار ته دوام ورکړو حتي که یو شمیر محدودیتونه پر موږ وضع شوي وي. هڅه کوو چې تر خپل وس او توان پورې خلکو ته اطلاع رساني وکړو.

هغه خبریال چې مسلکي وي، هغه خبریال چې د خپلو خلکو په وړاندې تعهد ولري، هغه خبریال چې له خپل مسلک سره مینه ولري، نو کولی شي په هر ‌ډول حالت کې اطلاع رسونه وکړي. د بیان هغه آزادي‌ چې په تیرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې وه، واقعا راته دیر ارزښت لري او نغواړم چې له لاسه یې ورکړم. د پخوا په پرتله د اطلاع رساني له کار سره زما مینه ډیره شوې وه، ځان پیاوړې او میړنۍ احساس کوم او همدارنګه با مسولیته.

خپلو خلکو ته د خبرنګارۍ او اطلاع رسونې کار ته ژمنه یم. که مې له اطلاع رسونې سره مینه نه درلودلی، نو تر اوسه مې ممکن له خطر او تهدید څخه دا ډک مسلک پریښی وای، د یوې ښځینه خبریالې په توګه غواړي چې د مرګ تر وخته د اطلاع رسنې په سنګر کې پاتې شم.

له میرمن حبیب سره غږیزه مرکه د خلاصه کیدو او وضاحت په هدف لیکل شوې او ایډټ شوې ده.

ددې پروژې په اړه

د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.