’ومې نشو کړای چې خپل هم مسلکان خوشې کړم‘
د مطبوعاتو د زیات شمیر مدافعینو د له منځه تللو سره سره مجددي تصمیم ونیو چې په کابل کې پاته شي.
د کابل له سقوط وروسته د رسنیو د ازادۍ ملاتړو چوپتیا غوره کړه. هغوی نه ټیلیفون ته ځواب وایه او نه هم د خبریالانو پیغامونو ته. زه د افغانستان خبریالانو او رسنیو ته یواځنی ادرس شوم.
خو ما تصمیم ونیو چې دغه تشه ډکه کړم او هغه دا چې د ژورنالستانو پوښتنو ته ځواب ووایم؛ ورته امید ورکړم چې مونږ او تاسې د یو بل تر څنګ ولاړ یو او که ستونزه رامنځته شي، ټول به سره یو ځای یو. او که له دغه وضعیت څخه ووتلو هم به په ګډه وي. ټول به سره یو ځای یو.
له بده مرغه ډیر تراژیدي پیغامونه مې هم ترلاسه کړل چې ډیر ناخوالې کوونکي او د اندیښنې وړ وو.
تر هغه چې په دوهمه او درېیمه ورځ موقع برابره شوه چې له کوره ووځم او د یو شمیر رسنیو او ژورنالستانو سره وګورم.
زیات شمیر ژورنالستان چې له ولایتونو څخه انتقال شوي وو په یو ډیر فوق العاده او له اندیښنو ډک حالت کې د خبریالانو د مدافعینو له لورې په میلمستونونو او د کابل ښار په امنو کورونو کې پرته له خواړو خوشې شوي وو. یو شمیر یې حتی کافي خواړه نه درلودل. هڅه مې وکړه چې هغوی ته ډاډ او روحیه ورکړم.
یو وخت وتوانیدم چې د (طالبانو ویاند ذبیح الله) مجاهد، سره خبرې وکړم او د رسنیو د ټولنې اندیښنې ورته ورسوم. هغه په هغه احساس او درک چې یې درلود او موافقه یې وکړه چې د رسنیو د اندیښنو د حل کولو لپاره یوه درې کسیزه کمیټه جوړه کړي.
کله چې خبریالان پوه شول چې زه د یوازیني کس په توګه پدې سختو شرایطو کې د هغوی تر څنګ پاته یم، هره ستونزه او اندیښنه چې پیدا کیدله له ما سره یې اړیکه نیوله. تماسونه ډیر زیات وو. زه یواځې وم. د شپې له خوا مې په مشکل سره کولای شول دوه ساعته بیده شم.
د رسنیو مدیران چې له ولایتونو څخه کابل ته راغلي وو راته یې پیغام راواستوه. هغوی راته ویل چې ”اولادونه مو ډوډۍ نلري. د یو چا په کور کې همسایه یو. پوهیږو چې تاسې پدې اړه مونږ ته هیڅ څه نشی کولای، خو هغه څه چې کولای شئ دادي چې زمونږ تلیفون ته ځواب ووایې، او مونږ ډاډمن شو چې یو څوک دلته لرو چې په بیړه مونږ ته رسیږي.“
د تماسونو او خبرو پر وخت د هغوی غونی زیږیده او په بشپړه توګه ناهیلي وو.
پداسې یو وضعیت کې د یو اروپایي سفارت ایمیل راته راورسید چې راته ویل شوي وو د خپلې کورنۍ سره تخلیې ته تیار شم.
یواځې درې ساعته وخت مې درلود چې پدې اړه تصمیم ونیسم.
له یوه اړخه مې د خپلو ماشومانو او د هغوی د راتلونکې په اړه فکر کاوه. له بله اړخه د هغو خبریالانو او مدیرانو غږ زما په غوږ او ذهن کې تجلي کیده چې راته یې ویل زه د هغوی یوازینی ادرس یم او تیلیفوني تماسونو ته یې ځواب ووایم.
تصمیم ډیر مشکل و چې لاړ شم او که پاته شم.
په پای کې وجدان راته اجازه رانکړه چې په یو ډیر حساس او ستونزمن تاریخي او سرنوښت سازه وضعیت کې خپل هم مسلکان خوشې کړم او د خپلې کورنۍ سره یو اروپایي هیواد ته ولاړ شم.
حجتالله مجددي د طلوع تلویزیون سره په مرکې کې، د افغانستان د رسنیو پر وړاندې په ننګونو باندې د خبرو په حال کې، جنوري ۲۰۲۲ (سکرین شات: طلوع نیوز)
په لومړیو ورځو کې ژورنالستانو زیات شمیر ستونزې وګاللې. معلوماتو ته لاسرسی محدود و. طالبانو یواخي څو محدود ویاندویان درلودل چې په افغانستان کې د رسنیو پوښتنو ته ځواب ووایي.
خو په پرله پسې توګه د ادارو ویاندویان فعال شول. اوس هم مونږ ته کله کله شکایت رارسیږي چې خبریالانو ته ځواب نه وایي، خو د تیرو ورځو په نسبت وضعیت ښه شوی دی.
ژورنالیزم یو مشکل او خطرناک مسلک دی. په همدې دلیل څوک په اسانه دې مسلک ته مخه نکوي. ما د خبر رسولو او د خپلو خلکو د اواز په پورته کولو کې زیاتې ستونزې زغملي، خو لږ هم نه یم په شا شوی. زما ژمنه همدا وه چې د مشکلاتو سره سره په هیڅ ډول نه په شا کیږم او خپل کار ته دوام ورکوم.
فکر کې کاوه چې ”که زه شاته شم، نو ولې مې دې مسلک ته مخه کړې.“
سره له دې چې د افغانستان څخه د خبریالانو له وتلو سره مخالف یم، خو تر یوه حده هغوی حق په جانب ګڼم.
خبریالانو نن خپلې دندې له لاسه ورکړي. خبریالان نن ورځ د رواني پلوه په ښه وضعیت کې ندي. اقتصادي وضعیت یې تر صفر لاندې دی. اولاد یې ډوډۍ، زده کړې او یو نورمال ژوند غواړي.
له بده مرغه هیڅ شی ورته د لاسرسي وړ ندی. یو شمیر یې په غرونو کې لرګي غوڅوياو یو شمیر یې په لارو کوڅو کې وږي خرڅوي.
په وروستیو میاشتو کې په دوو برخو کې هغو خبریالانو چې له مونږ سره تماس نیسي په دوو برخو کې غوښتنې کوي. لاهم هڅه کوي د هیواد نه د وتلو یوه لار پیدا کړي او وایي د ذهني پلوه د ارامتیا احساس نکوي او زیات شمیر یې د خپل وتلو دلیل د ګمارل کیدو نه شتون ګڼي. غواړي یو هیواد ته ولاړ شي چې خپله او د اولادونه راتلونکې یې تضمین شي.
دا وضعیت د بیان د ازادۍ لپاره یوه جدي ضربه ده. مونږ ښایي خپلې ټولې لاس ته راوړنې له لاسه ورکړو.
یوازینۍ لار چې مونږ کولای شو د خبریالانو د وتلو مخنیوی وکړو، هغه د شغل ایجادول دي او دا کار یواځې د بیان د ازادۍ د ملاتړ بنسټونه او د بیان د ازادۍ ملاتړي هیوادونه کولای شي چې د ژورنالستانو دغه ستونزه حل کړي.
له بده مرغه تمویل کوونکو هیوادونو په افغانستان کې داسې پانګونه ونه کړه چې محلي رسنۍ په مالي مرستو باندې له تکیه کولو پرته خپله بقا وساتي. مونږ زیاتې رسنۍ له لاسه ورکړې او دا پخپله د بیکارۍ سبب شول او ژورنالستان یې اړ کړل چې بهر ته ولاړ شي.
د ښاغلي مجددي سره غږیزه مرکه د لنډولو او وضاحت په مقصد لیکل شوی او ایډیټ شوې ده.
ددې پروژې په اړه
د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.