’غواړم خلکو ته حقایق ورسوم‘
په افغانستان کې هزاره ټولنه د راه فردا په خپرونو اتکا لري نو په همدې خاطر ناظري پوهیده چې باید پاتې شي
د کابل د سقوط څخه وړاندې په افغانستان کې د هزاره ګانو لپاره یو څو تلویزیوني شبکې وې چې د طالبانو واک ته رسیدو څخه وروسته دوو شبکو یې فعالیت بند او وتړل شوې.
د راه فردا تلویزیوني شبکه یوازینۍ خپرونه ده چې لا هم خپرونې لري او ډیر داسې موضوعات خپروي چې د هزاره ګانو پورې اړه لري.
د راه فردا خپرونې په تیرو پنځلسو کالونو کې د شعیه ګانو د آواز په پورته کولو او د هغوي د غوښتونو په مطرح کیدو کې اساسي رول درلود چې د سیمنارونو جوړولو، د ګردي میز په بحثونو کې د میلمنو بللو چې د شعیه ګانو د حقونو او عقایدو په هکله پکې بحثونه کیدل، د هغوي د حقونو په رسمیت پيژندلو او د شعیه میشتو سیمو د ستونزو په ګوته کولو کې یې ډیر اغیز درلود.
راه فردا په عمومي توګه د افغانستان د هزاره ګانو لپاره خپرونې لري. طالبان چې یوه سني ډله ده پخپلې مخکني دورې کې هزاره ګان ځپل چې ډیری یې شعیه ګان دي.
زمونږ د تلویزیون اته همکاران ولاړل. د هماغو تصدیق لیکونو د لارې چې (راه فردا تلویزیون) ورکړي و، د خپلو کورنیو سره یو ځای یا پآکستان او یا هم نورو هیوادونو ته ورسیدل. خو دا چې شخصاً مونږ نه پاسپورت درلود او نه کوم ځای مونږ ته بلنه راکړې وه او نه راته کومه لاره معلومه وه، مونږ په همدې خاطر (افغانستان کې) پاتې شوو.
په پخواني حکومت کې په طالبانو باندې مو انتقادي سیاسي مقالې او خپرونې درلودې چې محتوا یې د طالبانو په ضد وه او دا ټول خطر رامنځټه کونکې کیدای شي.
دویم دلیل دا دی چې وکړی شم په ټولنې کې آوازې لیرې کړم او خلکو ته واقعیتونه ورسم. دا دویم دلیل و چې پاتې شوم او فعالیت ته مې دوام ورکړ.
زما پاته کیدو ښایي د پروګرامونو او خپرونو په کیفیت اغیز درلود. مونږ د اسلامي امارت په دورې کې ځانګړي پروګرامونه ترتیب کړل. د چارواکو سره ښه همغږي وشوه. اسلامي امارات د مسؤلینو سره ځانګړې خبرې اترې وشوې او د خلکو اساسي پوښتنې د اسلامي امارت سره شریکې شوې. که زه تللي وای او دلته نه وی ښایي دا پروګرامونه به نه وي شوي.
د کابل د سقوط پر وخت مې د لنډې مودې لپاره د تلویزیون دفتر پریښود. په سبا یې چې طالبان کابل ته راغلل، بیا دفتر ته ولاړم چې پروګرامونه او خپرونې بیرته پیل کړم. ځینې وسایل بې ځایه شوي و او بیا مې سوکه سوکه خپل کار په عادي توګه بیرته پیل کړ. د اوس لپاره موسیقي نلرو او په تلویزیزون او راډیو کې مو ډیری پروګرامونه عادي دي.
په خپرونو او پروګرامونو کې بهرني سریالونه په بشپړه توګه له منځه تللي او یوازې باید کورني تولیدات ولرو او هغوي تر اوسه دا هم نده تائید کړې چې کومو ته به اجازه ورکوي او کومو ته به یې نه ورکوي.
مونږ نشو کولی هیڅ بهرنی سریال یا فلم خپور کړو. دا د خبریالۍ او مطبوعاتو په کار کې داسې محدودیت دی چې آن کیدی شي چې همدا اداره چې مونږ پکې کار کوو او یا نورې دا ډول ادارې سقوط وکړي ځکه چې د خپرونو ډکول ورته ګرانیږي.
داوود نظري د طالبانو لعه واکمن کیدو دمخه د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي سره د مرکې په حال کې. (سکرین شات: راه فردا)
راه فردا او نورو مطبوعاتو د پخوا راهیسې په ټیټ کیفیت خپرونې درلودې. دا کار د طلوع او طلوع نیز په ګډون د نورو مطبوعاتو سره هم شوی. د اصلي ویاندویانو او خبریالانو پر ځای نور کسان راغلي. ښایي د خپرونو کیفیت ډیر ټیټ شوی وي خو ځیني رسنۍ لا هم فعالیت لري او خپرونې یې ډکې دي.
د سقوط څخه په وروسته ورځو کې خبرونو د سرچینو او همدارنګه مالي او اقتصادي او تنخواګانو د ستونزو سره مخ شوم او شبکه د بشري ځواک، په ځانګړې توګه د ښځینه برخې د شدید کمښت سره مخ شوه. هغوي په لومړي سر کې هیڅ دفتر ته نه راتلې. خو وروسته نجونو لږه لږه روحیه پیدا کړله خو ډیری کسان چې راځي هغوي دي چې د تللو انګیزه لري نه دا چې په تلویزیون کې د کار کولو.
د راه فردا د رسنۍ د تړل کیدو لومړنۍ پایله به دا وي چې شاوخوا ۱۸۰ خبریالان او فرهنګپالان به کار د لاسه ورکړي او په نتیجه کې به تقریباً ۵۰۰ کسان یا شاوخوا ۲ سوه کورنۍ ډوډۍ ګټونکی د لاسه ورکړي او بې روزګاره به شي او په دسترخوان به یې ډودۍ نه وي.
دویمه پایله به یې دا وي چې مونږ د اطلاعاتو په برخې کې اوس ډیری د مرکزي برخې او هزاره میشتو سیمو او شعیه ګانو اړوند موضوعاتو په هکله خپرونې لرو چې دا موضوعات د ټولنې په کچه خپریږي، او بیا دولت او مسؤلین اړ کیږي چې بیلا بیلې لارې چارې ولټوي، که هغه د مرستو د ویشلو په برخه کې وي، یا د غربت د ارزیابۍ او یا نورو برخو کې وي.
د بیلګې په توګه ما هغه ټولنیزې ستونزې راپور کړلې او برملا مو کړلې چې د کابل په لویدیځ او یا هزاره میشتو سیمو کې وې. ما پدې هکله څو ځله راپورونه ورکړل او بلاخره مسؤلینو هم په تیرو ۲۰ کالونو کې پدې ستونزو کار وکړ.
د راه فردا د فعالیت بندیدو دریمه پایله دا ده چې د خلکو پوښتنې بې ځوابه پاتې کیږي. هغه ځانګړې پوښتنې چې خلک یې د مسؤلینو څخه لري، پوښتنې چې شعیه ګان یې لري. د مثال په توګه د شعیه ګانو حقوق، د اقلیتونو حقوق. د هزاره ګانو موقف او همدارنګه د عشر موضوع چې شعیه ګان یې باید ورنکړي. ځکه چې مونږ د خمس او زکات په نامه یو شی لرو . دا ډول پوښتنې به مطرح نشي او ځواب به یې هم څوک ورنکړي.
دا د راه فردا تلویزیون دی چې دا خلاګانې ډکوي، دا پوښتنې د اسلامي امارت د مسؤلینو سره مطرح کوي او بیا یې ځوابونه د مطبوعاتو، یوټیوب او رادیو د لارې خپروي.
یو شمیر خبریالان چې په کابل کې پاتې دي، زه فکر کوم چې د همدې خبریالانو څخه ځیني یې په ریښتیني توګه د خطر سره مخ دي. یو شمیر نور داسې کسان هم شته چې د خبریالانو په توګه او د خبریال د نوم څخه د ګټې اخیستو د لارې په جعلي اسنادو د افغانستان څخه وتلي او بهر ته تللي. اوس وخت کې چې مونږ وینو د واقعي خبریالانو څخه ۶۰ په سلو کې یې په افغانستان کې دي او هغوي پداسې حال کې د اطلاع رسولو لپاره هلې ځلې کوي چې د خطر سره مخ دي.
په افغانستان کې د مطبوعاتو او خبریالۍ د فعالیت د دوام په هکله تر ټولو مهم ټکی دا دی چې په هر ډول چې کیږي باید دا فعالیت ادامه ولري. د رسینو ملاتړ وشي او طالبان باید پدې قانع شي چې د مطبوعاتو پرته په افغانستان کې روښانتیا امکان نلري. د تجربه لرونکو خبریالانو پرته چې د خبر رسولو په برخې کې شل کلنه تجربه لري، روښآنیتا امکان نلري.
د بیان آزادۍ په هکله مونږ اوس څه نشو ویلی. محدودیتونه په ډیریدو دي او هر محدودیت چې په ټولنه کې وضع کیږي، پرته له شکه چې زمونږ په مطبوعاتي کارونو هم اغیز کوي.
د ښاغلي ناظري سره غږیزه مرکه د لنډولو او وضاحت په مقصد لیکل شوی او ایډیټ شوې ده.
ددې پروژې په اړه
د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.