هڅه کوم چې د فریاد تلویزیون خپرونې قطع نکړم
د اعلانونو څخه د ترلاسه کیدونکي عاید په قطع کیدو سره د افغانستان محلي تلویزیونونه او رادیوګانې د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي. امیري وایي تر هغه چې یوه افغانۍ ولري د فریاد رادیو تلویزیون د د خپرونو د بندیدیو مخنیوی کوي.
زه د هرات پوهنتون د ژورنالیزم له څانګې فارغ شوی یم، د یوې رسنۍ مالک یم. په ۲۰۰۶ کال کې ما د فریاد په نامه د اف ایم راډیو خپرونې پیل کړې. څلور کاله وروسته مونږ خپل کار د فراه ولایت ته پراخ کړ او هلته مو د فریاد راډیو او تلویزیون پرانست. همداشان په ۲۰۱۴ کې مو په هرات کې هم د فریاد تلویزیوني خپرونې پیل کړې.
له طالبانو دمخه مونږ په ښه وضعیت کې وو او په عملي توګه مو د رسنیزو کارونو تر څنګ د امریکا د سفارت، انټرنیوز، یو اس آی ډي، یو ان ډي اف په څیر موسسو څخه پروژې اخیستلې، چې متاسفانه په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته زمونږ اکثریت کارکوونکي یا د هیواد نه ووتل یا په کورونو کې دي او په کور ناست دي.
ما ته د کیس شمیره را استول شوې، خو په فریاد باندې د پانګونې په خاطر اوس نشم کولای له افغانستان څخه ووځم.
مونږ په هرات کې شاوخوا ۱۵ فعالې تلویزیوني شبکې درلودلې او شاوخوا ۱۸ اف ایم رادیویي خپرونې، چې متاسفانه د طالبانو په راتګ سره ددغو رسنیو نیمایي له فعالیت څخه لویدلي دي.
زه د طالبانو په واسطه د هرات د والي د دفتر تر نیولو پورې په دفتر کې ووم، اصلا ددې تصور مې نه کاوه چې هرات د څو موټرسایکا سپرو په واسطه وپرزي، ځکه واقعا ملي پوځ او د خلکو د مقاومت ځواکونو پرمختللي پوځي تجهیزات درلودل.
وروسته له هغې چې مې واوریدل طالبان زمونږ ۵۰۰ مترۍ ته رارسیدلي او د هرات د والي دفتر او د هرات زندان طالبانو ونیو، ناچاره مو د رادیو تلویزیون د بریښنا سیستم قطع کړ د دفتر دروازې مو وتړلې او ترې ووتلو.
حتي له خپل کور څخه د خپلوانو کور ته په میلمستیا د دریو ورځو لپاره پدې خاطر ولاړو چې ونه پیژندل شو.
هغو کارکوونکو ته چې مشهورې سیاسي خپرونې یې چلولې هم وویل چې د څو ورځو لپاره له خپلو کورونو څخه بل ځای ته ولاړ شي.
په بشپړه توګه ناهیلي شوي وو اصلا باور مو نه کیده چې ټولې لاسته راوړنې په ځانګړې توګه دموکراسي او د بیان ازادي او ټولې هغه لاسته راوړنې چې د نړیوالې ټولنې په شتون کې په افغانستان کې پلې شوی وې لکه د تیږې پرمخ د یو غبار په څیر د یو باد په لږیدلو له منځه ولاړې.
ټول ډاریدلو او هر څوک له هیواد نه د تیستې په فکر کې و، خو هیچا له هیواد نه وتلو ته تیاری نه درلود.
دقیقا پدې باور وو چې نور هر څه ختم شول ځکه د طالبانو له لومړۍ دورې مو ترخې تجربې درلودې. که څه هم چې اوس هم خپرونې لرو، خو په بشپړه توګه سانسور دي.
کله چې مې ولیدل چې د کابل رسنۍ لکه طلوع اوتلویزیون یک خپلې خپرونې بندې نه کړې، خپله نشراتي پالیسي یې بدله کړه، بیا مونږه هم د کابل د رسنیو په څیر پیل وکړ، که څه هم چې د طلوع تلویزیون هم د کابل له پرزیدو وروسته د عثمان په نامه یو سریال چې اسلامي دی، څو ورځې په تکرار سره یو د بل پسې خپریده او په دفتر کې یې څوک نه وو، چې لږ تر لږه نورې برخې یې خپرې کړي، تر هغه چې بهیر عادي شو له یوې اونۍ وروسته مونږ خپلې خپرونې بیرته پیل کړې، او په سل په سلو کې بدلون سره موسیقي او د ساعت تیرۍ خپرونې په بشپړه حذف شوې.
ډیرې خپرونې لکه مد او فشن حذف شوې، اسلامي سریالونه، نعت شریف، قرآن له تفسیر سره، دې ټولو د موسیقي او تفریحي خپرونو ځای ونیو.
د مثال په توګه د احمدابن حنبل او حضرت عمر په باره کې تلویزیوني سریال مونږ خپراوه. طالبانو تر اوسه رسنۍ [په بشپړه توګه] ندي بندې کړي ځکه رسنۍ د منبر په څیر شوې.
اوس په محلي رسنیو کې په ځانګړې توګه په تلویزیونونو کې میرمنې هیڅ نشته.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو استازو ته په رسنیو کې د ښځو شتون تر امر ثاني پورې ور په یاد کړ.
دمخه تر دې چې هرات سقوط وکړي زیات خبرداري مو ترلاسه کړل ځکه مونږ په فراه کې هم خپرونې درلودې.
تر ډیره په فراه کې له ګواښ سره مخامخ وو، خو له سقوط څخه وروسته عمومي عفو اعلان شوه او تر اوسه [تر څو میاشتې دمخه] پورې د کوم برخورد شاهد نه یو.
داسې بریښي چې د افغانستان رسنۍ اوس لږ مخاطبین لري. مونږ خپل ۷۰فیصده مخاطبین له لاسه ورکړي، ځکه اوس اکثرو خلکو د سپوږمکۍ آنتن ته مخه کړې ده.
مونږ د فریاد په رادیو او تلویزیون کې ۲۵ کارکوونکي درلودل چې عمده او سیاسي خپرونې مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو پرمخ بیولې.
رسنۍ هم د خپرونو د محتول او هم پالیسۍ او مالي درکه په سخت حالت کې دي. ټولو محلي رسنیو خپل کارکوونکي تر امر ثاني پورې رخصت کړي. ځکه واقعا د هغوی معاشونه نشي ورکولای. هرې رسنۍ څو کلیدي کسان ساتلي چې لږ تر لږه خپرونې په ټپه ونه دریږي.
مونږ په تلویزیون کې له رادیو پرته ۲۵ کارکوونکي درلودل، اوس درې تنه په تلویزیون کې دي ځکه د معاشونو د ورکړې توان یې نلرو. دا یو واقعیت دی.
د تولید برخه مو په کلي توګه درولې، نه یواځې مونږ ټولو محلي رسنیو خپلې خپرونې اسلامي سریالونو ته ځانګړې کړي.
د طالبانو له راتګ وروسته زمونږ ټول اعلانات بند شوي. یو تجارتي اعلان مو هم ندی خپور کړی د پولیو د کمپاینونو پرته چې هغه هم د بریښنا لګښت نه پوره کوي.
لومړی دلیل یې دادی چې سوداګر هم د اقتصادي وضعیت نه سر ټکوي، په ځانګړې توګه د ډالرو د بیو کښته پورته کیدو ډیر تاواني کړي دي.
دوهم دلیل، خپلې زیاتې پیسې یې د اعلانونو په تولید په ایران او تاجسکستان کې او د مختلفو هیوادونو په ښځینه هنرمندانو لګولي دي. اوس د خپریدو اجازه نشته، هغه اعلانونه یې چې د نڅا او غږ سره تولید شوي خپاره شي.
ما فریاد [د فریاد رادیو تلویزیون] په خپلې شخصي پانګې پیل کړ او هدف مې په راتلونکو کلونو کې د هغه د نشراتي پوښښ پراخول وو. فریاد مې د نیالګي په څیر خښ کړ د هغه د ثمر په هیله. تر هغه چې امکان شته حتی یو فیصد چې امکان وي زه هڅه کوم چې لږ تر لږه خپرونې یې بندې نکړم. تر هغه چې یوه افغانۍ ولرم د فریاد د خپرونو له بندیدیو مخنیوی کوم.
د ښاغلي امیري سره غږیزه مرکه د لنډولو او وضاحت په مقصد لیکل شوی او ایډیټ شوې ده.
ددې پروژې په اړه
د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.