’ډار مې اصلا هیر شوی و‘
د افغانستان د مشهور تلویزیوني چاینل رئیس پوهیده چې د خپرونو دوام د ارامتیا د رامنځته کیدو سره مرسته کولای شي.
کله چې طالبان کابل ته راغلل، د طلوع د خپرونو روان ساتل او د موبي ګروپ [ددې شبکې مالک] د احاطې محافظت په کلي توګه زما لپاره په یوې حیثیتي موضوع بدله شوه. پوهیدم که [د تلویزون]پرده مو توره شي، خلک به څومره اندیښمن شي.
په عین وخت کې عادي وضعیت ته بیرته تګ ډیر ستونزمن و او حتا ناممکن بریښیده… هغه ورځ په دفتر کې وم. د ښار د وضعیت خرابیدل په څرګنده د احساس وړ و، خو هیچا تصور نه کاوه چې ټول شیان په دومره چټکۍ په ډراماتیکه توګه بدل شي.
له غرمې وروسته د ښار په منځ کې په غیر مترقبه بڼه ټکانونه حس کیدل. آوازې په بیړه لاس په لاس کیدې چې طالبان د ښار پدې او یا هغه برخې کې لیدل شوي.
دولتي ادارې ورو ورو تخلیه کیدلې. زمونږ په دفتر کې د ویرې فضا مخ په ډېرېدو وه. په دفتر کې زمونږ شمیر هم ورو ورو کمیده.
ما ټول شیان هیر کړل او ټوله پاملرنه مې دې ته وه چې زمونږ سکرین خاموشه نشي، ځکه پوهیدلم چې دا کار د عامه افکارو د انفجار سبب کیږي. په هغو شیبو کې د ستر ازمون سره مخامخ وم؛ هغه ازمون چې باید خپل سکرین وساتم او نشرات مو باید دوام وکړي.
ډار مې اصلا هیر شوی و.
ټوله ورځ له کور څخه راته زنګونه راتلل. مېرمنې مې زنګ واهه؛ زوی مې زنګ واهه؛ لورګانو مې په پرله پسې توګه زنګونه وهل او راته یې ویل چې له دفتر څخه ووځم او کور ته ځان ورسوم.
زما ځواب ورته همدا و چې ژوندی یم؛ جوړ یم او نشم کولای کار پرېږدم.
زمونږ د خپرونو محتوا یواځې خلکو ته ډاډ ورکول وو…او تر زیاته مو هغه اعلامیه چې د وخت د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوی وه په وار وار خپروله «هغه اعلامیه چې په کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې ګواکې هېڅ اندېښه دې نکوي او واک د یو سیاسي تعامل له لارې انتقالېږي.»
خو هیڅ خبر نه وو چې هغه وزیر چې دغه اعلامیه یې خپره کړې پخپله هم په ښار کې نشته او له دې هم خبر نه وو چې ولسمشر هم نور په ښار کې نشته.
ددغو اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته زمونږ اندیښنې نورې هم زیاتې شوې. شیبه په شیبه زمونږ همکاران له دفتر څخه وتل.
وروسته مې بیا د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره تماس ونیوه او هغه هم اطمینان راکړ چې طالبان د کابل ښار ته د ننوتلو کوم پلان نلري او د کابل له درواز مخکې نه ځي.
طالبانو پدې اړه اعلامیه خپره کړې وه چې مونږ هغه په وار وار خپره کړه.
خو ماښام هر څه ختم شوي بریښیدل. نه کوم حکومت او نه هم کوم نظام شتون درلود او موږ ته د ښار د بېلا بېلو سیمو څخه د لوټ تالان خبرونه را رسېدل.
د خلکو د اطمینانو او د ویرې او ترهې د ورک کولو لپاره، اړ شوم چې بیا ذبیح الله مجاهد ته زنګ ووهم چې د تیلیفون او زمونږ د ستدیوګانو له لارې ښاریانو ته یو څه ډاډ ورکړي. هغه له موږ سره ۱۵ دقېقې مرکه وکړه او موږ هغه په خپلو ټولو راډیويي او تلویزوني خپرونو کې خپره کړه.
بل سهار مونږ خپل پروګرام د مهالویش سره سم پیل کړ، خو په دوو لومړیو ساعتونو کې مو تکراري نشرات درلودل، ځکه د خپرونو چلونکي مو نه درلودل.
خو د روښانه سکرین په لیدلو سره زمونږ همکاران یو د بل پسې د ښځو د چلوونکو په ګډون کار ته راستانه شول او زمونږ خپرونې ورو ورو عادي شوې.
پدې ترڅ کې د طالبانو د ډلې یو غړي چې دمخه ورسره اشنا وم، زنګ راووهه او وویل چې غواړي راشي او د وضعیت په اړه وغږېږي، ما هغه ستدیو ته راوباله.
کله چې هغه را ورسېده، زموږ همکارې فرشتې ارغند خپرونه چلوله او دا طالب چارواکی مو ورسره څنګ ته کینوه او دا مرکه بیا وروسته په یو شمېر معتبرو نړیوالو رسنیو کې خپره شوه او ټول یې تر یوه حده حیران کړل.
وروسته میرمن ارغند هم د امنیتي دلیلونو په وجه له افغانستان څخه ووتله,
د تخلیې د بهیر په پیل کیدو سره زمونږ وضعیت ډیر خراب شو.
زموږ څه باندې ۹۰سلنې همکارانو دندې پرېښودې او بیا رانغلل. په دوی کې زموږ ډېر مجرب خبریالان، د خپروونو پېژندل شوي چلوونکي، ایډیټران او کمره مینان شامل وو. ټولو په بېړه ځانونه هوايي ډګر ته رسولي وو.
د کارکوونکو او بشري قوې کموالی دومره په بد حالت کې و چې نژدې وو درې ځلې زمونږ خپرونې قطع شي.
ناچاره وو چې موږ باید د هر همکار، چې دنده یې پرېښي، په ځای نوی کس وګمارو. خو په داسې یو وضعیت کې چې له هېواد څخه ټول -غوره او ځلېدلي- خبریالان وځي، سخته ده چې نوي استعدادونه وموندل شي.
ما له خپلو یو شمیر پخوانیو همکارانو سره تماسونه ونیول او له هغوی مې وغوښتل چې بېرته کار ته راستانه شي. یو شمیر نوي خبریالان مې وګمارل.
ځینو انتقاد کاوه چې د خپرونو کیفیت مو ټیټ شوی یا طلوع نیوز تغییر کړی، خو دا ډیره طبیعي خبره ده. هغوی چې کلونه یې په رسنیو کې کار کړی یو دم غیب شول او مونږ اړ شو چې اماتورو او غیر حرفوي کسانو ته مراجعه وکړو.
طبیعی ده چې د نویو همکارانو توان او ظرفیتونه ټیټ دي خو ورو ورو ښه کیږي.
څرګنده ده چې اطلاعاتو ته لاسرسی ‘‘په اوسني نظام کې نسبتآ تیر نظام ته” په مراتبو محدود دی. خو دا پدې معنا ندی چې مونږ د ملي رادیو تلویزیون په څیر هر هغه څه چې طالبان وغواړي، خپاره کړو. داسې نده.
زمونږ بحثونه ازاد دي؛ تحلیلونه مو ازاد دي؛ د خبرونو تولید مو ازاد دی.
مونږ د رسنیو زیات شمیر مسلکي کارکوونکي له لاسه ورکړل او د هغوی ډله ییز وتل لا هم دوام لري.
په طلوع کې زموږ دروازې، چتونه، دهلیزونه، خونې او سټوډیوګانې هر څه هماغه دي، خو پخواني خلک نشته. زه یې هېرولای نشم. زه چې هر کله د سټېشن په شاوخوا کې قدم وهم او په تشو څوکیو مې نظر ولګي، یا هغه ځایونه ووینم چې زموږ همکارانو به په کې چای څښل، سیګرټ به یې څکل او ټوکې ټکالې به یې کولې، زاړه یادونه را په زړه شي.
اوس مونږ منتظر یو چې په راتلونکې کې څه کولای شو، زمونږ د فعالیت راتلونکی کرښه به د (طالبانو) د رسنیو راتلونکی قانون روښانه کړي چې ایا مونږ به د افغانستان د رسنیو په راتلونکې فضا کې ساه اخیستلی شو که نه.
ښایي هغه مقررات چې د طالبانو له لورې وضع کیږي خوښ مې نشي او د هیواد دپریښولو تصمیم ونیسم.
زما ارزونه دا ده چې طالبان د رسنیو د ازادۍ د شتون د فلسفې په اړه په خپلو منځونو کې هم د نظر اختلاف لري. یو شمېر یې د ازادو رسنیو اړتیا درک کوي خو ډېرو نور ته یې بیا ددې فلسفې درک مشکل دی.
ډېر کله دوی له ازادو رسنیو څخه هماغه توقع لري څومره توقع چې د حکومت تر کنترول لاندې رسنیو څخه یې لري. په تېرو درې څلورو میاشتو کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړنیو میاشتو په پرتله د رسنیو د ازادۍ په اړه مې باور لږ شوی دی.
په ولایتونو کې محدودیتونه له حده زیات شوي دي، لکه له خبریالانو څخه غوښتل کېږي چې خپلې سوژې له ځايي چارواکو سره شریکې کړي او ځايي مقامات د خپلو راپورونو په جزیاتو هم خبر کړي. دا یو ښکاره او علني سانسور دی.
ګواښونه لاهم شته.
که د رسنیو په کاري فضا کې د لمس وړ بدلون رانشي، زه ډاډه یم چې د افغانستان ازادې رسنۍ دې پاتې شي.
طالبانو ساپی او د طلوع دوه نور کارکوونکي د مارچ په میاشت کې وروسته له هغې د لنډې مودې لپاره ونیول چې دغې رسنۍ د د بهرنیو سریالونو د نه خپرولو په اړه د طالبانو له لارښونې څخه سرغړونه وکړه.
باید ووایم چې په نظر کې مې بدلون په هیڅ توګه زما له توقع سره اړیکه نلري. په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت او ماحول په اړه یو کلي نظر لرم. دا موضوع فردي، شخصي او د یوې رسنۍ نده. دغه نظر او لید لوری مې په افغانستان کې د رسنیو د کلي وضعیت په اړه دی.
په لومړیو کې مې ډېر د افغانستان د پرېښودو په اړه فکر نه کاوه. په دې به مې ډېر فکر کاوه چې څنګه په افغانستان کې یوه معتبره خبري رسنۍ وژغورم او خپل فعالیت ته دوام ورکړم او دې کار ته به مې د یوې شخصي لاس ته راوړنې په توګه کاته. خو اوس پدې زیات باور نلرم او هغه روحیه مې چې په افغانستان کې پاته شم، له لاسه ورکړې او د هیواد نه د وتلو په فکر کې یم.
د خپلواک ساپي سره غږیزه مرکه د وضاحت او اختصار په مقصد لیکل شوې او ایډیټ شوې ده. د طلوع تلویزیون تر څه مودې مخکې پورې د امریکاغږ د نشراتي همکارانو له ډلې څخه و.
ددې پروژې په اړه
د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.