افغان خبریالان چې په افغانستان کې پاته دي

د خطرونو او ګواښونو په منلو او له ګواښونو سره د مخامخ کیدو سره سره هغوی یو شمیر رسنۍ ژوندۍ ساتلي

د هغو خبریالانو تصویر چې د طالبانو له ویاند سره مرکه کوي. (براین ویلیمسن، امریکاغږ)

براین ویلیمسن د تصویر طراح - امریکاغږ

یوه اونۍ وروسته له هغې چې د تیر کال د اګست په میاشت کې طالب سخت دریځه کابل ته ننوتل افغان خبریال حجت‌الله مجددي یو بیړنی ایمیل ترلاسه کړ.

فرانسې ته د تګ پرواز تیار و چې یوه ورځ وروسته مجددي او کورنۍ یې په مصوونه توګه له کابل څخه بهر ته انتقال کړي. وروسته دوه نور ایمیلونه هم د فرانسې د سفارت له لورې مجددي ته ورسیدل او هغه يې له کابل څخه وتلو ته وهڅوه.

ددې پروژې په اړه

د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په سلګونو خبریالان له هغه هیواد څخه وتښتیدل، خو د طالبانو د رژیم د خصومت سره سره یو شمیر خبریالانو ښه وګڼله چې په افغانستان کې پاته شي. د امریکا غږ د افغانستان د څانګې پخواني مدیر مسعود فریور، د څو افغان خبریالانو سره مرکې کړي او په افغانستان کې د هغوی د پاته کیدو د دلیل او دا چې څنګه د هغوی کار په افغانستان کې د زغملو فرهنګ بدل کړی، له هغوی څخه یو لړ پوښتنې کړي دي.

”یواځې هغه څه چې ورته جدي اړتیا ده له ځانه سره راوړه: د اوږې بکس، اوبه او لږ خواړه،“ وروستی ایمیل ولوله چې د سهار په ۳:۰۹ بجو استول شوی.

مجددي، د رسنیو پیژندل شوی ملاتړي، یواځې درې ساعته وخت درلود چې تصمیم ونیسي: پاته شي یا ولاړ شي؟

مجددي وویل: ” له یوه اړخه مې د خپلو ماشومانو او د هغوی د راتلونکې په اړه فکر کاوه. له بله اړخه د هغو خبریالانو او مدیرانو غږ زما په غوږ او ذهن کې و چې ویل یې زه د هغوی یوازینی ادرس یم او تیلیفوني تماسونو ته یې ځواب ووایم.“

بالاخره مجددي ژورنالیزم پر خپلې کورنۍ غوره وګاڼه. خو هغه یواځنی کس نه و.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د امریکاغږ د یو شمیر خبریالانو په ګډون زیات شمیر خبریالان پر رسنیو باندې د چاپیریال د تنګیدو، د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو د ځپنې له ډاره له هیواد نه ووتل.

خو بیا هم یو شمیر نورو خبریالانو بل انتخاب خپل کړ چې په هیواد کې پاته شي او د خپلو مخاطینو تر څنګ وي.

په څو تیرو میاشتو کې د امریکاغږ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د یو شمیر خبریالانو سره خبرې کړي چې تصمیم یې نیولی په هیواد کې پاته شي. هغوی ژورنالیزم ته ژوره ژمنه په ډاګه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د یو لړ وروستیو په شا تګونو سره سره به یوه ورځ شرایط ښه شي.

طالب جنګیالي په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۲۸ د مظاهرو په ترڅ کې د یوې ډلې خبریالانو پر لور حرکت کوي.

طالب جنګیالي په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۲۸ د مظاهرو په ترڅ کې د یوې ډلې خبریالانو پر لور حرکت کوي. (د فرانس پرس اژانس)

یو شا ته تګ د طالبانو امر دی چې په بهر کې جوړیدونکې خبري خپرونې یا نورې تفریحي خپرونې دې نه خپریږي. همداشان طالبانو په تیرو نهو میاشتو کې یو شمیر خبریالان چې ددې ډلې له اوامرو یې سرغړونه کړې یا یې سانسور ندی کړی، نیولي او وهلي ټکولي دي.

دا چې ایا وضعیت به ښه شي یا به نور هم خراب شي، ټول خلک اټکلونه او ګمانونه لري.

د طلوع مشهور تلویزیون رئیس خپلواک ساپی، هم وایي ”په څو تیرو میاشتو کې د رسنیو د ازادۍ د راتلونکې په اړه زما خوشبیني کمه شوې… ډاډمن نه یم چې ازادې رسنۍ به څومره دوام وکړي.“

افغان خبریاله مینه حبیب، چې تحقیقي رپوټونه جوړوي هم تصمیم ونیو چې له افغانستان څخه ونه وځي. هغې د امریکا غږ ته وویل: “ډیرو ښځینه خبریالانو ته د هغوی کورنیو د خبریالۍ د فعالیت د دوام لپاره اجازه ورنکړه.”

د طالبانو له واکمن کیدو دمخه په افغانستان کې څه دپاسه ۶۰۰ رسنیو فعالیت درلود او شاوخوا ۵۰۰۰ خبریالان په کار ګمارل شوي وو. د ژورنالستانو د نړیوال فدراسیون او د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحادیې د ګډ رپوټ په اساس د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې دغه شمیره نیمایي ته راټیټه شوه.

هر څوک چې بېرته راغی د سترو خنډونو سره مخامخ شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په دې اړه د امریکاغږ پیغامونو ته ځواب ورنکړ. مجاهد او د طالبانو نورو مقاماتو ویلي چې هغوی د خپلواکو رسنیو سره ستونزه نلري، خو یواځې په هغه صورت کې چې دغه رسنۍ د شرعي قانون په چوکاټ کې فعالیت ولري.


یو طالب قوماندان وروسته له هغې چې دې ډلې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۳۰ د کابل ښار د نجونو د ښوونځي په مخ کې د ښځو د مظاهرو مخنیوی وکړ، د رسنیو د غړو سره د خبرو په حال کې.

یو طالب قوماندان وروسته له هغې چې دې ډلې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۳۰ د کابل ښار د نجونو د ښوونځي په مخ کې د ښځو د مظاهرو مخنیوی وکړ، د رسنیو د غړو سره د خبرو په حال کې. (د فرانس پرس اژانس)

[د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې طالبانو ”د ژورنالیزم ۱۱ مقررات“ خپاره کړل د هغې له مخې تلویزیونونه باید هغه فلمونه خپاره نکړي چې ”د شرعي اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف“ وي او همداشان د هغو داخلي او خارجي فلمونو خپریدل منع شول چې د هغوی په وینا په کې ”د پردیو فرهنګ او دود“ انځور شوي وي او په ټولنه کې د ”بد اخلاقۍ“ سبب کیږي.

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د طالبانو محلي مقامات له خبریالانو غواړي چې د خبرونو او رپوټونو د برابرولو او خپرولو دمخه خپله موضوع او سوژه د طالبانو سره شریکه کړي.

د پژواک مجرب خبریال قطب‌الدین کوهي وویل: ”دا کار د رسنیو او خبریال ازادي تر پوښتنې لاندې راوړي او هغوی د خپل ځان سانسورولو ته مجبوروي.“

نو پدې خاطر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې راپور ورکول په یو داسې عمل اوښتي چې ډیر ترتیب او تنظیم ته اړتیا لري او په دې اړه خطا او تیروتنه ډیره خطرناکه کیدای شي.

کوهي وایي ازاد دی چې د فقر او بیکارۍ په اړه راپور ورکړي، خو د پخواني حکومت د مقاماتو څخه د طالبانو د پلټنو په هکله په راپور ورکولو کې دا ازادي نلري.

هغه وویل: ”نشو کولای پدې اړه څه ولیکو، ځاني امنیت مو له خطر سره مخامخ کیږي.“

مخکښ خبریالان مسعود فریور
مخکښ اډیټور د امریکاغږ د رسنیو د ازادۍ د څانګې اډیټره جسیکا جریت
اډیټور هولي فرانکو
طراح براین ویلیمسن