افغانستان

د جګړې بیه

ټاکل شوې چې متحده ایالات خپل ټول ځواکونه د اګست د میاشتې تر پایه له افغانستان څخه وباسي او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي. Illustration of a helicopter flying away. Illustration of a broken tank with a U.S. flag icon. Illustration of a row of red poppy flowers.

(براین ویلیمسن، امریکا غږ)

متحده ایالاتو د پوځیانو د مرګ ژوبلې، د ځواکونو د سوق او لیږدولو او مالي لګښت له اړخه د افغانستان په جګړه کې ستره بیه ادا کړې ده.

د متحده ایالاتو تر ټولو اوږده جګړه

منابع د امریکا د پخوانیو پوځیانو د چارو وزارت او د دفاع وزارت

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو وروسته چې په نیویارک، واشنګټن ډي سي او پنسلوانیا کې د نژدې ۳۰۰۰ امریکایانو د وژلو سبب شول، متحده ایالاتو په افغانستان برید وکړ.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د وسله والو پوځونو منسوبین او د امریکا د دفاع وزارت قراردادي کارکونکي

په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په اوج کې نژدې ۱۰۰ زره امریکایي سرتیري په هغه هیواد کې میشت وو.

امریکایي پوځیان
امریکایي قراردادیان
بهرني قراردادیان

منابع د کانګرس د تحقیقاتي خدمتونو اداره، د امریکا د دفاع وزارت
نوټ: د ۲۰۱۷ مالي کال وروسته د امریکا د دفاع وزارت د قواو د شمیر په اړه د معلوماتو له خپرولو ډډه وکړه

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو مرګ ژوبله

د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه په افغانستان کې ۲۴۴۲ امریکایي پوځیان وژل شوي. د متحده ایالاتو د براون پوهنتون څیړونکي اټکل کوي چې پدې موده کې د افغانانو مرګ ژوبله د امریکایي پوځیانو په پرتله ۷۰ ځلې زیاته ده. په دوو وروستیو لسیزو کې یواځې ۴۷ زره ملکي افغانان وژل شوي دي.

ټول وژل شوي

171336

منابع براون پوهنتون, د دفاع وزارت

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو د ۲۰۰۱ کال راهیسې ۸۲۴.۹ میلیارډ ډالر لګیدلي دي. د براون پوهنتون څیړونکي اټکل کوي چې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا په پوځي عملیاتو نژدې ۲.۳ تریلیون ډالره لګیدلي دي.

زماني جدول

په افغانستان کې د امریکا د شتون په ترڅ کې سترې پیښې

په افغانستان کې د شوروي اتحاد جګړه

د ۱۹۷۹ د دسمبر ۲۴

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو یرغل

پخواني شوروي اتحاد د کمونیست پلوه حکومت د ملاتړ لپاره په افغانستان یرغل وکړ. د شوروي اتحاد پوځیان نژدې یوه لسیزه په افغانستان کې پاته شول.

 

۱۹۸۰ لسیزه

د جهادي تنظیمونو سره د متحده ایالاتو مالي مرستې

متحده ایالاتو د کمونیزم سره د مقابلې په هڅه کې د پاکستان له لارې د افغانستان مجاهدینو ته پیسې او وسلې برابرې کړې.

 

د ۱۹۸۶ سپتمبر

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

مجاهدینو ته د الوتکو ضد په اوږې ایښونکي میزایلو ورکړه

د افغانستان په جګړه کې د پام وړ ټکی، د افغانستان مجاهدینو ته د الوتکې ضد په اوږې ایښودونکي میزایلو ورکول دي چې هغوی وتوانیدل د سرو لښکرو د هوایي ځواکونو وړتیا محدوده کړي

۱۹۸۹ د فبرورۍ ۱۵

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

د شوروي اتحاد د سرو لښکرو وتل

د شوروي اتحاد وروستی عسکر له افغانستان څخه ووت

۱۹۹۲

د مجاهدینو د اتحاد رامنځته کیدل او بیا له منځه تلل

د اوو جهادي تنظیمونو مشرانو یو ایتلاف رامنځته کړ چې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، خو دغه ایتلاف ژر له منځه ولاړ او د کلونو تنظیمي جګړې سبب شو.

 

د ۱۹۹۵ سپتمبر

طالبانو هرات ونیو

د طالبانو نوې رامنځته شوې ډلې د هرات ولایت ونیو او خپل پرمختګ ته یې دوام ورکړ.

د ۱۹۹۶ سپتمبر

طالبانو کابل ونیو

طالبانو د کابل ښار ونیو او د افغانستان د مجاهدینو د یو بنسټ ایښوونکي برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت یې له کابل څخه وشړه. د طالبانو مشرانو په ټول افغانستان کې سخت دریځه اسلامي مقررات پلي کړل.

د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱

د القاعده غړو په متحده ایالاتو باندې د سپتمبر په ۱۱ بریدونه وکړل او امریکا د طالبانو سره جګړې ته داخله شوه، ځکه طالبانو د القاعده مشر بن لادن ته پناه ورکړې وه.

2606

تنه د سوداګرۍ په نړیوال مرکز کې ووژل شول

125

تنه په پنتاګون کې ووژل شول

265

تنه د الوتکې د لویدلو په پیښه کې ووژل شول

۲۰۰۱ د اکتوبر ۷

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

امریکایي پوځیانو په طالبانو باندې هوایي بریدونه پیل کړل چې د نړۍ ۱۳۶ هیوادونه یې ملاتړ کاوه.

۲۰۰۲ د اپریل ۱۷

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د افغانستان د بیا رغاونې لپاره میلیاردونه ډالر مرسته وغوښتله.

۲۰۰۵ د مۍ ۲۳

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

د افغانستان نوي ټاکل شوي ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ولسمشر جورج بوش، سره یوه موافقه لاسلیک کړه او د افغانستان پوځي تاسیساتو ته یې د امریکایي پوځیانو لاسرسي ته زمینه برابره کړه.

۲۰۰۶ جولای

په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی بیا راوټوکید او ځانمرګي بریدونه او د ریموت کنترول بمونو چاودنې زیاتې شوې.

۲۰۰۹ د فبرورۍ ۱۷

ولسمشر باراک اوباما د ځواکونو د زیاتیدو امر وکړ

د امریکا د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما، افغانستان ته د ۱۷ زره نورو امریکایي ځواکونو د استولو طرحه اعلان کړه.

دسمبر لومړۍ نیټه

ولسمشر اوباما یو ځل بیا په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو امر وکړ او په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر شاوخوا ۱۰۰ زرو ته ورسید.

۲۰۱۱ د مۍ اول

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

بن لادن امریکایي ځواکونو وواژه

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن، چې د سپتمبر د ۱۱ بریدونو مسول و، په پاکستان کې د امریکایي ځواکونو په واسطه ووژل شو.

۲۰۱۴ مۍ ۲۷

ولسمشر اوباما د ۲۰۱۶ کال تر پایه د افغانستان څخه د زیات شمیر امریکایي سرتیرو د ایستلو لپاره نیټه اعلان کړه.

۲۰۱۷ اپریل ۱۳

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

متحده ایالاتو د بمونو مور بم استعمال کړ

متحده ایالاتو تر ټولو ستر غیر اټومي بم چې “د بمونو مور” نومیږي، د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت یا داعش په مورچلو استعمال کړ.

۲۰۱۷ اګست ۲۱

ولسمشر ټرمپ ځواکونه زیات کړل

د امریکا د وخت نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو شمیر له ۸۵۰۰ څخه ۱۴۰۰۰ ته زیات کړ.

۲۰۱۸ سپتمبر ۴

پخوانی امریکایي دپلومات زلمی خلیلزاد، د افغانستان د مصالحې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو.

۲۰۱۹ سپتمبر ۷

ولسمشر ټرمپ په ټویټر اعلان وکړ چې د سولې د موافقې د نهایي کولو لپاره یې کمپ ډیویډ ته د طالبانو د مشرانو او د افغانستان د ولسمشر پلان شوی سفر لغو کړی دی. ښاغلي ټرمپ د طالبانو په برید کې په کابل ښار کې د یو امریکایي سرتیري او ۱۱ تنو نورو د وژنې په غبرګون کې وویل چې د طالبانو سره د سولې مذاکرات ځنډیږي.

۲۰۰۲ فبرورۍ ۲۹

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

امریکا او طالبانو د دوحې موافقه لاسلیک کړه

متحده ایالاتو او طالبانو د قطر په پلازمینه دوحه کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې د افغانستان څخه د ۱۳ زرو امریکایي سرتیرو د وتلو لپاره چې لا هم په افغانستان کې میشت وو، موده مشخصه شوه. ددې موافقې په اساس طالبانو ژمنه وکړه چې په امریکایي پوځیانو باندې خپل بریدونه بندوي.

د ۲۰۲۰ سپتمبر نه تر ۲۰۲۱ فبرورۍ پورې

په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو د زیاتو هڅو سره سره پرمختګ ونکړ. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو وړاندیز رد کړ.

۲۰۲۱ اپریل ۱۴

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱ پورې دې په افغانستان کې ټول میشت امریکایي سرتیري د هغه هیواد نه ووځي.

د ۲۰۲۱ له مۍ تر اوسه

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې ساحو زیاتیدل

طالبانو چټک پرمختګ وکړ او د څو اونیو په ترڅ کې یې د افغانستان د شاوخوا نیمایي ولسوالیو د مرکزونو کنترول ترلاسه کړ.

جولای دوهمه

امریکایي هیلیکوپتر لرې واټن ته الوتنه کوي او د طالبانو یو جنګیالی په یو تخریب شوي امریکایي ټانک ناست دی او شاو خوا یې د کوکنارو سره ګلان غوړیدلي دي.

امریکا د بګرام هوایي اډه د افغانستان حکومت ته وسپارله

د وروستي امریکایي سرتیري له وتلو وروسته متحده ایالاتو د بګرام د هوایي اډې کنترول د افغانستان حکومت ته وسپاره. متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل نژدې ۹۰ فیصده بشپړ شوي او ټاکل شوې چې دغه بهیر د اګست په ۳۱ بشپړ شي.

ځنې دغه معلومات د اسوشیتیدپرس او د فرانسې د خبري اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.