د اسرایل ګاونډیان
د اسرایل او د هغه شاوخوا پرتو قامونو ترمنځ د لسیزو د تاوتریخوالي څېړنه
د اسرایل او حماس ترمنځ د لسیزو نه روانه شخړه د اکتوبر د پیل راهیسې یو خطرناک نوي پړاو ته ننوتلې ده. د حماس وسله والو د اسرایل په تاریخ کې ترټولو خونړی برید وکړو چې په ځواب کې يې اسرایل د غزې په پټۍ کې د حماس په هدفونو ویجاړونکي بمبارۍ پیل کړې. خو څنګه چې په غزه کې بشري ناورين ډېرېږي او په غربي غاړه کې بدامني او ګډوډي زیاتېږي، داسې خطرې شته جګړه هغه ریاستونه هم اغیزمن کړي چې د اسرایل او د فلسطین خاورې سره پولې لري.

مصر
مصر او اسرایل په خپله ګډه پوله څو ځله جنګونه کړي دي. مصر په غزه پټۍ د 1948م کال نه تر 1967م کال پورې قبضه لرله، خو بیا1967م کال د شپږ ورځنۍ جنګ وروسته اسرایل د غزې پټۍ کنټرول ترلاسه کړو او د مصر سېناۍ ټاپو سیمه یې قبضه کړله . د 1973م کال یوم کېپور یا د کیپور ورځې جنګ په اخر کې د سولې تړون وشولو او په نتیجه کې يې مصر وړومبی عربي هېواد وګرځېدچې د اسرایل رياست په رسمیت وپیژني. اسرایل په 1979م کال کې د سېناۍ ټاپو څخه ووتلو او له هغه وخت راهیسې مصر په سیمه کېد اسرایل یو مهم امنیتي اتحادي دی.
د مصر او اسرایل اړیکې هغه وخت د امتحان نه تېرې شوې کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د اوږدې مودې راهیسې د مصر صدر حسني مبارک د یو انقلاب په نتیجه کې د واک نه لېرې کړل شو او یو داسې حکومت منتخب شو چې اخوان المسلمین ملاتړ ورته ترلاسه و. حماس اخوان المسلمین ډلې ته ورته اسلامي نظریات لري. که څه هم په 2013 م کال کې شوې پوځي کودتا اخوان المسلمین ګوند له واکهلېرې کړو خو د مصر په سینایۍ سیمه کې د اسلامپالو یاغیتوب دواړه هېوادونه د ستونزو سره مخ کړي دي.

په دغه عکس کې چې د 2012 م کال د جون په 18مه اخیستل شوی د اسرایل یو عسکر د مصر پولې سره نزدې سیمه خوندی کوي ( ای پي)
د مصر سره د اسرایل اوسنۍ پوله د پنځو نه تر اتو ميټرو پورې لوړه ده او د سور سمندر د ساحلي ښار ایلات نه ترغزې پورې 245 کیلومیټره اوږدوالی لري. دا پوله اغزن تار لري او په لوړه ټیکنالوجۍ سمباله ده. مصر د غزې پټۍ سره خپله پوله کنټرولوي. په دې کې غزې ته د ننوتلو او ترې د وتلو یوازینۍ لار ده چې د اسرایل په واک کې نه ده.
مصر د اسرایل په غزه کې د حماس حکومت محاصره د پلي کولو د یوې برخې په توګه، او د پولې په اوږدو کې د وسلو، وسلوالو او بې اسنادو کډوالو د تګ راتګ په اړه د خپلو امنیتي اندیښنو له امله د رفح پولې لار په کلکه د څار لاندې ساتلې ده.

اردن
اردن په 1948م کال کې د اسرایل او عربو ترمنځ شوي جنګ کې برخه اخېستې وه او وروسته یې په غربي غاړه او ختیځ بیت المقدس قبضه وکړه. اسرایل بیا په 1967م کال د شپږ ورځنۍ جنګ وروسته د دغه سیمې کنټرول ترلاسه کړو. که څه هم اردن دغه سیمو ته ځینې انتظامي خدمات ورکول جاري ساتلي وو، خو په 1988م کال کې يې دغه خدمات ختم کړه او په دغه سیمو یې خپلې دعوې هم ختمې کړې.

د 2019 کال د نومبر 13مه، فائل فوټو کې، د اردن د بقوره سیمې څخه د اغزن تارونو له لارې د اسرایل - اردن د پولې یوه برخه لیدل کیږي.. ((ای پي)

د 1967م کال، د جون 22مه فائل فوټو کې، فلسطیني کډوال د اسرایلو په قبضه کې د اردن سیمې نه په اردن سېند د ویجاړ شوي اېلنبای پل څخه د تیریدو لپاره خپل سامانونه لیږدوي. د 1967م کال د شپږ ورځنۍ جنګ وروسته، اسرایل غربي غاړه او غزې پټۍ سیمې ونیولې، درې لکه فلسطینیان کډوال شول چې زیاتره یې اردن ته لاړل.. (ای پي)
اردن او اسرایل په 1994م کال کې د سولې تړون د لاسلیک کولو او ټولې سرحدي ستونزی د حل کولو وروسته په لویه کچه اقتصادي اوامنیتي همکاري روانه ساتلې ده. اردن اسرایل سره 482 کیلوميټره پوله ده او په دغه پوله د دوی ترمنځ د تګ راتګ درې لارې لري. د دواړو هېوادونو دغه ګډه پوله د غربي غاړې د ناحل شوي وضعیت باوجود ترټولو خوندي ګڼل کیږي. د اېلنبای پل یا شاه حسين پل باډرکراسنګ د اسرایل نه بهر د غربي غاړې یوازینۍ لار ده او هغه فلسطینیان يې کاروي چې بهر ته سفرونه کوي.

شام
په 1949م کال کې ارمسټېس « د مخالفینو تر منځ په موقتي ډول د جګړې ودریدلو» او د عربو او اسرایل ترمنځ د جنګ د ختمیدو وروستهد اسرایل او شام یا سوریا ترمنځ غېر پوځي سرحدي سیمې لانجمنې پاتې دي، او په ځانګړې توګه د اوبو حقونو له کبله د ګېلېلي سیمه. د 1967م کال د شپږ ورځنۍ جګړی په نتیجه کې اسرایل د ګولان په غونډیو کنټرول ترلاسه کړو او دغلته د اوسېدونکې دروز لږکۍ ټولنې دخلکو پرته اکثريت مصريان يې وویستل.
اسرایل اوس هم په سټراټیجیکي توګه په ګولان غونډیو قبضه لري، او د ملګرو ملتونو 242م قرارداد د خپل تشریح ترمخه په دغه سیمه خپله دعوه کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په 1981م کال کې د اسرایل دغه دعوه رد کړه. په 2019م کال کې امریکا د صدر ټرمپ په انتظامیه کې په ګولان غونډیو د اسرایل قبضه په رسمیت تسلیم کړه، خو د نړیوالې ټولنې یوه لویه برخه دغه سیمه د شام خاوره مني.

د 2019 په مارچ کې اخېستل شوي عکس کې د ګولان غونډیو اوسیدونکي چې د شام او دروز لږکيو بیرغونه یې په لاسونو کې دي د شام د صدر بشارالاسد د عکس مخې ته راټول شوي دي او د امریکا لخوا پر ګولان غونډیو د اسرایل د ملاتړ پرضد احتجاج کوي. (ای پي)
دغه سیمه د شام د کورنۍ جګړې نه هم اغېزمنه شوې ده . د شام په کورنۍ جګړه کې صدر بشارالاسد ته د ایران او د شیعه وسله والېډلې حزب الله لخوا د سني یاغیانو پرضد په عملیاتو کې ملاتړ ترلاسه وو. د دې له کبله د حماس سره د شام او ایران اتحاد مات شو. حماس یوه سني ډله ده چې د صدر بشارالاسد پرضد د بغاوت یې ملاتړ کولو. خو په 2018 م کال کې د دوی اړیکې یو ځل بیا پرځاې شولې. اسرایل د شام په کورنۍ جګره کې بې پلوه پاتې شوی دی، خو په شامکې یې د ایران او د حزب الله جنګیالو پرضد یو شمېر حملې کړې دي.

لبنان
اسرایل د لبنان د مختلفو مذهبي او سیاسي ډلو سره پیچلی تاریخ لري. لبنان د 1948م او 1967م په جنګونو کې ډېره لږه برخهاخیستلې وه او د 1973م کال د یوم کیپور جنګ کې یې برخه نه وه اخیستې. خو د 1960 لسیزې په وروستیو کلونو کې چې د فلسطینیاغیانو ډلو د سویلي لبنان سیمه د مرکزونو په توګه کارول پیل کړه نو اسرایل د لبنان په خاوره غچ اخیستونکي بریدونه وکړل او په لبنانکې د فلسطینیانو قتل عام کوونکو عیساي ملیشو سره یې ملګرتیا پیل کړه.

Iد 1982م کال د 28م ستمبر فایل فوټو کې د اسرایل ټينکونه د بیروت د بندر سیمې نه د وتلو وروسته د غربي بیروت په کوڅو کې لیدل کیږي (ای پي)
په 1982م کال کې د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرایل له حملې او قبضې وروسته شیعه وسله واله ډله حزب الله جوړه شوه، چې په سیمهکې یې د اسرایل پر دفاعي ځواکونو او د هغه پر اتحادیانو بریدونه کول. اسرایل په 2000م کال کې د ملګرو ملتونو لخوا تسلیم شوی بلیولاین سرحد ته واپس وګرځید خو د شیبا فارمونو په نامه سیمې کنټرول یې وساتلو. که څه هم دا د شام نه د ګولان غونډیو د نيولو په وختاسرایل نیولې سیمه ده، خو لبنان دعوه کوي چې د شیبا فارمونو سیمه تل د لبنان خاوره وه.

د 2023م کال د اکتوبر په 14مه، اخېستل شوي عکس کې د لبنان په کفار چوبا کلي کې د اسرایل د بمبارۍ وروسته لوګی پورته کیږي. دغه بمباري د لبنان د اسرایل سره د شام نه نیول شوي د ګولان غونډیو سره د حزب الله جنګیالیو او اسرایلي پوځیانو ترمنځ د ډزو په تبادله کې وشوه. (ای پي)
حزب الله د فارمونو پر سر لانجه د ډېرو بریدونو لپاره د دلیل په توګه کاروي، کوم چې د ایران او د شام د ملاتړ له وجې د اسرایل یو قوي اوپه ښه وسلو سمبال قوي حریف جوړ شوی دی. د 2006م کال د یو برید وروسته د اسرایل غچ اخېستونکې حملې او د بمبارۍ کمپاینپیل شو چې پسې په راتلونکو کلونو کې په پوله نښتې شوي دي.
د روان کال په اووم اکتوبر د اسرایل په جنوبي سرحد د حماس د ناڅاپي حملې وروسته، حزب الله ډلې د بلیو لاین سرحد سره په اسرایلراکټې ویشتي دي او د اسرایل دفاعي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې ښکیل ده. که څه هم ایران په رسمي توګه په دې حملې کې لاسلرل ردوي، خو ځینې رپوټونه ښيي د حماس حمله ممکن د حزب الله او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډز ځواکونو دواړو سره په همغږۍشوی وي.
کړکیچ زیاتیږي
د ډیرو نا حل شوي ځمکنیو دعوو او په پراخه کچه د پوځي سیمو سره سره د اسرایل او د فلسطین سیمې او سرحدونه د وروستي تشدد نه وړاندې د تاو تریخوالي ځایونه وو. خو څنګه چې امریکا په سیمه کې خپل پوځي شتون زیاتوي، خو اندیښنه ښودل کیږي چې د دې په یو پراخه سیمه اییز جنګ کې د بدلېدو مخه ونیول شي.