August 16, 2023

د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو دوه کاله پوره شول. دا لومړی ځل ندی چې طالبان پر افغانستان واکمن کیږي. له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د افغانستان ولس سختې ورخې تېرې کړې او اوس هم له ورته برخلیک سره مخامخ دی. امریکا غږ، د دپلوماسۍ او رسمیت پېژندنې، تاوتریخوالي او ترهګرۍ، د رسنیو او مذهبي ازادیو، اقتصاد او بهرنیو مرستو او د ښځو د حقونو په برخو کې د طالبانو تېرو او اوسنیو تګلارو ته ژوره کتنه کړې ده.

دا دویم ځل دی چې طالبان پر افغانستان واکمن کېږي. په لومړي ځل دوی له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې پر افغانستان واکمني لرله. پخوا او اوس د طالبانو تحریک چې ځان 'د افغانستان اسلامي امارات' بولي، په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل کېدو لپاره هڅې کړې دي.

پخوا

په کندهار کې تر واکمنېدو وروسته، طالبانو د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په میاشت کې پلازمېنه کابل ونیو خو د ټول هېواد په نیولو باندې بریالي نه شول.

د هېواد شمال ځتیځې سیمې د طالبانو ضد ائتلاف په کنټرول کې وې. دوی ځان د افغانستان اسلامي دولت باله چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو پورې، د ملګرو ملتونو او ډېرو نورو غړو هېوادونو لخوا په رسمیت پېژندل شوی و.

ځینې استثناوې وې. د طالبانو لومړنی حکومت چې مشري یې ملا عمر کوله او د پاکستان استخباراتي ادارو یې کلک ملاتړ کاوه، د اسلام آباد لخوا په رسمیت پېژندل شوی و. متحده عربي اماراتو هم د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته یې خپل دریځ بدل کړ. سعودي عربستان هم طالبان په رسمیت پېژندلي و. ریاض له هغه وروسته له طالبانو سره اړیکې وشلولې چې ملا عمر د القاعدې د پخواني رهبر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه رد کړه. اسامه په هغه وخت کې د سعودي د سلطنت کلک دښمن و.

طالبانو هم پخپل وار، له روسیې څخه جدايي غوښتونکی د اېچکیریا د چیچن جمهوریت په رسمیت وپېژانده او چیچنیانو هم مخکې له دې نه چې روسیه یې وځپي د طالبانو سره مناسبات جوړ کړل.

همدارنګه، ګاونډي ترکمنستان د طالبانو نه غیررسمي ملاتړ کاوه او د بشري مرستو په رسولو کې یې همکاري کوله. د طالبانو رهبري عموماً له بهرنیو غیرمسلمانو استازو سره د لیدنو کتنو نه ډډه کوله. په پاکستان کې د چین سفیر لو شولین لومړنی ډېپلوماټ و چې په ۲۰۰۰ کال کې د ملا عمر سره په لیدلو بریالی شو.

اوس

په هر لحاظ دا ځل طالبان په بریالي ډول واک ته ورسېدل. په ډېر کم وخت کې یې د هېواد ۳۴ ولایتونه ونیول او د اګست په ۱۵ له کوم مقاومت پرته کابل ته ننوتل.

په هر لحاظ دا ځل طالبان په بریالي ډول واک ته ورسېدل. په ډېر کم وخت کې یې د هېواد ۳۴ ولایتونه ونیول او د اګست په ۱۵ له کوم مقاومت پرته کابل ته ننوتل.

د مقاومت جبهه په پنجشیر کې مورچلې جوړې کړې خو د یوې میاشتې په ترڅ کې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې دغه ولایت هم د طالبانو لاس ته ولوېد. د محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح ځان مؤقت ولسمشر اعلان کړ خو سمدستي اړ شو چې تاجیکستان ته وتښتي. د مقاومت جبهه او نورې ډلې ادعا کوي چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي خو تراوسه پورې د یوې واحدې لیکې په رامنځته کولو او یا هم بهرنی ملاتړ په راجلبولو بریالي شوي ندي.

روسیې او ایران د طالبانو د ۲۰۲۱ کال په عملیاتو کې مرسته وکړه خو اوس یې اړیکې له نوي حکومت سره سړې شوې دي. تراوسه پورې هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.

خو ګڼو هېوادونو طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو په سپارلو او طالب ډېپلوماټانو ته د اعتبارنامو په ورکولو سره د طالبانو سره غیررسمي اړیکې جوړې کړې دي. د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دوي لږترلږه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان استولي دي.

په واک کې د پاتې کېدو سره سره، په تېرو دوو کلونو کې طالبان رسماً د کوم هېواد لخوا په رسمیت ندي پېژندل شوي. ډېر هېوادونه د طالبانو نظام ته د یوه سرپرست حکومت په سترګه ګوري او ورسره تعامل کوي. ددغې ډپېلوماسۍ پرمخ بیول له ځېنو فکټورونو سره تړلي دي. یوه مسله داده چې آیا طالبان د بشري حقونو او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې عملي کوي یا نه.

په ۱۹۹۶ او ۲۰۲۱ کلونو کې طالبان په زور او وسله والو شخړو پر افغانستان واکمن شول چې په ترڅ کې یې زرګونه کسان ووژل شول او ګڼ شمېر خلک بېځایه شول. دوي په ګڼو جنګي جرمونو او د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي. له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې اوس هم د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دي.

پخوا

د طالبانو لومړۍ دوره په داسې وخت کې پیل شوه چې په افغانستان کې د شلو کالو لپاره کورنۍ جګړه روانه وه. دوي د هغو جهادي ډلو په ماتې ورکولو بریالي شول چې توانیدلي و د شوروي د ملاتړ څخه برخمن حکومت نسکور کړي. طالبانو به پر ملکیانو بریدونه کول او زندانیان بې اعدامول. په ۱۹۹۵ کال کې په داسې حال کې چې کابل محاصره و د طالبانو په بمباریو کې د کابل ښار لږترلږه ۵۷ اوسېدونکي ووژل شول.

د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په میاشت کې د کابل له نیولو وروسته، طالبانو د افغانستان شمالي ولایتونو ته مخه کړه او د ځېنو سیمو له نیولو وروسته یې خلک قتل عام کړل. سلګونه خلک په بامیان او یکاولنګ کې ووژل شول، استالف او نورو کلي وران شول. د افغانستان څلورم ستر ښار، مزارشریف کې طالبانو څه ناڅه ۴۰۰۰ خلک اعدام کړل چې اکثره قربانیان هزاره ګان و. په وژل شویو کې ۱۰ ایراني ډېپلوماټان او یو خبریال هم شامل و. ایران د پوخي اقدام ګواښ وکړ.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې برید چې لږترلږه ۳۰۰۰ کسان پکې ووژل شول، په افغان خاوره کې د اسامه بن لادن له خوا تنظیم شوی و او د ناټو د پوځي مداخلې لامل شو چې په پایله کې یې طالبان د ټولو لویو ښارونو څخه شاتګ ته اړ شول.

طالبانو پخپلې لومړنۍ څلور کلنۍ واکمنۍ کې له ترهګرو ډلو لکه القاعدې او د ازبکستان اسلامي غورځنګ سره اتحاد وکړ او دغو ډلو ته یې اجازه ورکړه چې د خپلو عملیاتو لپاره د افغانستان له خاورې څخه استفاده وکړي. ترهګرو ډلو د مخالفینو په وژلو پیل وکړ چې پدې جمله کې د شمالي ټلوالې پوځي قوماندان احمد شاه مسعود هم ووژل شو. دغو ملګرتیاوو د ګاونډیو هېوادونو غوسه راپاروله چې د طالبانو په نسکورېدو تمام شو. د سپتمبر د یوولسمې بریدونه چې د افغانستان په خاوره کې د اسامه بن لادن لخوا پلان شوي و، ۳۰۰۰ کسان ووژل. د ناټو په مشرۍ پوځي ائتلاف رامنځته شو او د طالبانو حکومت نسکور شو.

د امریکا په مشرۍ د پوځي اقدام نه وروسته، واشنګټن طالبان د خاص نړیوال ترهګرو په توګه یاد کړل او په انفرادي ډول یې د طالبانو پر رهبرانو بندیزونه ولګول خو د ډلې په توګه یې د بهرنیو ترهګرو ډلو په رسمي لیست کې شامل نه کړ.

اوس

په تېرو شلونو کې طالبان او د دولت ضد نور عناصر د بمونو او چاودنو له کبله د ډېرو ملکي مرګ ژوبلو مسؤل دي. د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی ۷۰۰ ملکیان ووژل.

په نیولو شویو سیمو کې د کورونو د چور تالان او ورانولو سربېره، طالبانو تسلیم شوي سرتیري او هغه کسان چې د تېر حکومت سره د کار کولو شک پرې کېده، ووژل. د عفوې د فرمان سره سره، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپو ورځو کې سل تنه سرتیري او د حکومت چارواکي ووژل شوي یا تري تم شول. شعیه هزاره ګان بیا هم په نښه شول د مالستان ولسوالۍ نه نهه نارینه د ۲۰۲۱ کال د جولاي په میاشت کې وربړول شول او ووژل شول. طالبان له ګاونډیو هېوادونو لکه، ایران، ترکمنستان او حتي پاکستان سره په سرحد کې ونښتل.

شل کلنه وحیده حیدري په کابل کې د هزاره ګانو په یوه ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي برید قرباني شوې او کورنې یې پر قبر ماتم کوي. د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په وروستیو کې په دغه ځانمرګي برید کې د اسوشیټیډ پریس د معلوماتو په اساس ۵۲ تنه ووژل شول. د طالبانو چارواکو د د وژل شویو کسانو شمیر د دې نیمايي ښودلی و. (عکس: اسوشیټیډ پریس)

کاناډا، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او متحده عربي امارات طالبان د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړي دي. د ټرمپ له ادارې سره د سولې له معاملې وروسته، طالبانو ژمنه وکړه چې ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي. خو د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د القاعدې رهبر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د یوې بې پیلوټې الوتکې په برید کې ووژل شو او د طالبانو د ژمنتیا په اړه یو ځل بیا پوښتنې وزېږولې. طالب چارواکو د الظواهري د اوسېدو په اړه ناخبره وښوده. چین هم د نورو اسلام پالو ډلو ترڅنګ په افغانستان کې د ایغور وسله والو د حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په عین وخت کې طالبانو د داعش خراسان څانګې پر ضد یو لړ عملیات ترسره کړل. طالبان، داعش-خراسان خپل دښمن بولي.

طالبان د مذهب سخت تفسیر عملي کوي. د دوي مذهبي تفسیر د رسنیو ډېر ډولونه، او هنرونه، لکه موسیقي او انځورګري مردوده ګڼي. خو د وخت په تېرېدو سره دا قیودات د پام وړ توګه بدل شول چې دا نه یواځې په نړیواله کچه بلکې په افغانستان کې هم تغییرات منعکس کوي.

پخوا

ان د طالبانو د واک ته رسېدو وړاندې حکومتونو پر مهال افغانستان یواځې یوه دولتي رادیو درلودله، او په افغانستان کې د بیان ازادي ډېره محدوده وه. دا حالت د کورنۍ جکړې پر مهال لاپسې خراب شو. پدغه کورنۍ جګړه کې د افغانستان د زېر بنا زیاته برخه ویجاړه شوه او مسلکي خلک له هیواده وتښتېدل. واک ته له رسېدو وروسته طالبانو له رادیو پرته پر ټولو رسنیو بندیز ولګولو. دوی پر دولتي رادیو د شریعت غږ نوم کېښود او دغه رادیو یې د مذهبي خبرتیاوو او حکومتي اوامرو د خپرولو لپاره کاروله.

د طالبانو یو سرتیري (چپ) د ۱۹۹۶ کال د اکتوبر په ۴ مه د پل خشتي په جومات کې د جمعې د لمانځه امنیت نیولی. طالبانو د کابل له نیولو وروسته د ښار اوسېدونکي مجبورل چې د لمانځه دپاره جوماتونو ته لاړ شي. د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې نارینه د خپلو ږیرو د خریلو څخه منع شوي و او ښځې مجبورې وې له کور څخه دباندې چادري په سر کړي. (عکس: فرانس پریس)

دغه مهال په افغانستان کې پر موسیقۍ سخت بندیز وو. د موسیقي الات له منځه وړل کېدل، او ویډیويي او اډیويي فیتې یا کیسټونه ضبط کېدلې. د دې سره سره چې د ملي رایدو سټیشن ثبت شوي مواد له منځه یوړل شول، خو د راديو مامورینو د ارشیف یوه برخه په پټه سره خوندي کړه. طالبانو همدارنګه د خلکو په کورونو کې د دوي تلویزیونونه له منځه یوړل، خو یو تلویزیوني کانال د طالبانو له سیمې د باندې فعال وو.

سره لدې چې په جګړه ځپلي هیواد کې انټرنیټ نه وو، بیا هم د انټرنیټ پر کارونه هم رسمي بندیز وو. د طالبانو د بنسټپاله مفکورې له مخې د انسانانو او حیواناتو انځور جوړونه ممنوع وه، هغه ورځپاڼې چې فعالې وې، هغوی پرته له انځورونو نشرېدلې. طالب چارواکي رسنیو کې ډېر کم ښکارېدل، مطبوعاتي ناستې یې نه کولې او اعلامیې یې هم نه خپرولې.

د طالبانو لومړنی حکومت د نه برداشت او د لږکېو په ځپلو مشهور وو. د شیعه هزاره ګانو په پراخه کچه د هدف ګرځولو سره سره، طالبانو د مسلمانانو پرته د نورو ادیانو پیروانو ته د مسلمانانو سره په کورونو کې د ګډو اوسېدو، او د خپلو نويو عبادتځایونو د جوړولو اجازه نه ورکوله، او دوي یې په عامه ځایونو کې د ګرځېدلو پر مهال د ځانګړو نښانونو پر اغوستلو مکلف کړی وو. طالبانو په شپږمه میلادي پېړۍ کې د جوړیو شویو د بدا د دوو سترو مجسمو په نړولو سره نړیوال حیران کړل.د طالبانو دا کار ان د دوي ملاتړو لکه پاکستان هم محکوم کړ.

یو افغان د ۲۰۰۳ کال د سپتمبر په ۱۱ مه په کابل کې د موسیقۍ سي ډي ګانې اخلي. په امریکا باندې د سپټمبر د ۱۱ نیټې له بریدونو په پایله کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، افغانان له نویو آزادیو څخه برخمن شول. (عکس: رویټرز)

اوس

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له راستنېدو وړاندې، له شپږو سوو څخه د زیاتو رسنیو په درلودلو سره، افغانستان یو فعال او پرمختللی رسنیز چاپیریال درلود. دغه مهال د ۱۹۹۰ یمې په پرتله زیات تلویزیونونه فعال وو. تر اوسه طالبانو تلویزیونو ته د فعالیت اجازه ورکړې او تلویزیونونو سره مرکې هم کوي.

خو په تلویزیونونو کې د خارجي فلمونو او هغو موادو، چې د طالبانو له نظره له اسلام سره په تضاد کې دي، سره سره پر موسیقي او تفریحي پروګروامونو بندیز دی. لدې برسېره د مظاهرو او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرونه د سخت سانسور سره مخ کېږي. د دې سره سره چې طالبان وايي چې د دوی له واک ته رسېدو وروسته هیڅ خبریال ندی وژل شوی، د افغانستان د خبریالانو د مرکز اسناد د خبریالانو د بندي کولو او ورسره د تاوتریخوالي له ۱۳۰ څخه زیات موارد ښيي.

د بې سرحده خبريالانو د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو مياشتو کې د هېواد نږدې نيمايي رسنۍ بندې شوې، ٥٠ سلنه نارينه او ٨٠ سلنه ښځينه خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

ښځېنه خبریالانې تر ټولو زیاتو بندیزونو سره مخ دي. دوی اوس اړې دي چې د تلویزیون په پردې د راښکاره کېدو پر مهال خپل مخونه پټ کړي. دې ټولو بندیزونو د رسنیو لپاره فعالیت ستونزمن کړیدی. د بې پولې خبریالانو سازمان د معلوماتو له مخې، د طالبانو د واک په لومړيو میاشتو کې شا او خوا نیمايي رسنۍ تړل شوي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د رسنیو د تړل کېدو له امله له ۵۰ سلنې زیاتو نارینه او ۸۰ سلنه ښځېنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې افغانستان ۳۰ درجې ښکته تللی، او د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ پورې په ۱۸۰ هېوادونو کې له ۱۲۲ مقام څخه ۱۵۲ مقام ته لوېدلی دی.

د خپلې شل کلنې جګړې پر مهال، طالبانو له انټرنیت څخه ګټه واخیستله او د تبلیغاتو لپاره د ټولنیزو رسنیو په کارونې کې یې مهارت ترلاسه کړ. په۱۹۹۰مې لسیزې کې پر رسنیو د جدي بندیزونو په پرتله، د طالبانو د ۲۰۲۱ کال واک د ټویټونو، سیلفیانو او پر ژوندۍ بڼه پر انټرنیټ د راتللو سره مل وو. په ځانګړیو مواردو کې پر اڼترنیټ د محدودو بندیزونو پرته، طالبانو په مجموع کې په افغانستان کې د انټرنېټ د پراختیا او ودې هڅه کړې ده.

طالبانو د افغانستان مخکنی اساسي قانون، چې د مطبوعاتو او مذهب ازادي یې تضمین کړې وه، لغوه کړ. پداسې حال کې چې د افغانستان زیاتره لږکي د طالبانو د پرمختګونو پر مهال لدغه هیواد څخه وتښتېدل، خو بېا هم د طالبانو مشرتابه داسې هڅې کوي، چې د اقلیتونو خوندیتوب یقیني کړي. لیکن ځیني لږکي لکه شیعه ګان د توکمیز تاوتریخوالي سره مخ شوي. احمدي، بهايي او له اسلام څخه عیسویت ته اوښتي کسان هم د تاوتریخوالي سره مخ دي. د ټولو هغو خلکو لپاره چې مسلمانان ندي، نورو ته د مذهب تبلیغ منع دی.

د دې سره سره چې افغانستان طبیعي زېرمې او د سترو لارو په منځ کې یو سټراټيژیک موقعیت لري، خو له ډېر پخوا راهیسې بېوزله او د سیمې یواځینی هیواد دی، چې د ملګرو ملتونو د تر ټولو کم پرمختلليو هېوادونو په لیست کې شامل دی.

د نفوس لږترلږه دوه پر درې برخه په کرکیله بوخت دي. بزګران له همدې لارې د ژوند ابتدايي اړتیاوې پوره کوي او د سختو وچکالیو له امله وخت په وخت زیانګالي کېږي. د لسګونو کلونو جګړې د افغانستان زیر بنا ویجاړه کړې. پداسې حال کې چې فاسدې او بې ثباته حکومتدارۍ په افغانستان کې د پانګې اچونې مخه نېولې او د افغانستان د نفوس زیاته برخه پر باندنیو مرستو متکي ده.

پخوا

د طالبانو لومړني رژیم ته یو کمزوری اقتصاد په میراث پاتي شو. د افغانستان د پخواني کمونست حکومت د شوروي اتحاد پر مرستو تکیه وو. په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي له سقوط وروسته، افغانستان یې له مرستو محروم شو. د کورنۍ جګړې په کلونو کې هر کال د افغانستان اقتصاد ۲۵ سلنه کم شو، چې په ۱۹۹۶ کې د افغانستان اقتصاد یواځې ۳.۱ میلیارده ډالرو ته راټيټ شو.

یو افغان د ۲۰۰۱ کال د اګست په څلورمه په پلازمینه کابل کې یوې سوالګرې ته خیرات ورکوي. د کلونو جګړو وروسته سوالګري د افغانانو په منځ کې زیاته شوې.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، افغانستان په نړۍ کې د هغو هیوادونو په لست کې و چې د ماشومانو مړینه پکې په لوړه کچه وه. په هغه وخت کې په هرو ۱۰۰۰ نویو زیږېدونکو کوچنیانو کې ۱۰۱ یې مړه کیدل. په افغانستان کې په هرو شپږو کوچنیانو کې یو یې له پنځه کلنۍ مخکې مړ کېده. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې عملآ هیڅ اقتصادي پرمختګ نه وو. هغه اقتصادي بندیزونو چې پر طالبانو په ۱۹۹۹ کال کې امریکا ته د اسامه بن لادن د نه حواله کولو له امله پر دوی ولګېدل، او په افغانستان کې د تاریخ د یوې سختې وچکالۍ، اقتصادي حالت لا پسې خراب او یو بشري ناورین یې رامنځته کړ.

په افغانستان کې د پراخ تاوتریخوالي او د طالبانو د محدودیتونو له امله د نړیوالو مرستندویو هیوادونو لپاره پدغه هیواد کې فعالیت ستونزمن وو. د طالبانو په تېره واکمنۍ کې دغه هیواد د کال یواځې ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کوله. ملګرو ملتونو طالبان تورنول چې هغو سیمو ته د مرستو مخنیوی کوي چې اقلیتونه پکې میشت دی او یا د دوی له واک څخه بهر دي.

افغانستان کې د کوکنارو کښت چې د نړۍ له ۹۰ سلنې زیات هیروین جوړوي، له ډېر پخوا د ناقانونه پیسو تر لاسه کولو یوه ستره سرچینه وه.

افغانستان کې د تریاکو تولید چې د نړۍ له ۹۰ سلنې زیات هیروین جوړوي، له ډېر پخوا د ناقانونه پیسو تر لاسه کولو یوه ستره سرچینه وه. یواځې په ۱۹۹۹ کې په افغانستان کې ۴۶۰۰ میټرک ټنه تریاک، چې ۲۵۱ میلیونه ډالره ارزښت یې درلود، او د افغانستان د ټول ملي عاید شا او خوا لسمه برخه وه، تولید شول. د دې سره سره چې طالبانو په ۲۰۰۰ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګوه، د دغه بندیزونو له امله د تریاکو نرخ لوړ شو او هغو طالب مشرانو او د دوی متحدینو ته یې ګټه ورسوله چې د تریاکو په کاروبار کې لتاړ و.

اوس

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته اقتصادي وده او باندنۍ مرستې بېا له سره شوې. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له یېا واکمنېدو وړاندې، افغانستان ۷۷ میلیارده ډالر نړیواله مرسته ترلاسه کړه، او د افغانستان داخلی ناخالص عواید شل میلیارده ډالرو ته ورسېدل. په افغانستان کې د ژوند کچې او روغتیايي خدماتو وده وکړه. د دې سره سره په افغانستان کې د نويو زیږېدونکو کوچنیانو مړینه راکمه، او په هرو ۱۰۰۰زیږېدونکو کوچنیانو کې ۵۰ ته راټېټه شوه.

خو د افغانستان په حکومت کې اختلاس، سیاسي بې ثباتي او دوامداره جګړه د دې لامل شوه، چې افغانستان لا هم د نړۍ یو تر ټولو بېوزله هیواد پاتي شي. په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بېا ځلې واک ته رسېدلو اقتصادي ناوړه پایلې درلودلې، او د افغانستان داخلي ناخالص عواید شل سلنه راکم شول. پر طالبانو د اقتصادي بندیزونو له امله په بهر کې زېرمه شوې د افغانستان اووه میلیارده ډالر کنګل شول. له دې سره سره د افغانستان سره باندنۍ مرستې کې، چې د دې هیواد د عاید ۴۳ سلنه او د لګښتونو ۷۵ سلنه یې جوړوله، دوه میلیارده ډالر کمښت راغی.

د طالبانو واک ته رسېدو، او همدا رنګه د کرونا اغېزو او سختې وچکالۍ په ګډه هغه څه چې ملګرو ملتون د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین په نوم یاد کړی، رامنځته کړ.

د طالبانو واک ته رسېدو، او همدا رنګه د کرونا اغېزو او سختې وچکالۍ په ګډه هغه څه چې ملګرو ملتون د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین په نوم یاد کړی، رامنځته کړ. د دې له امله د هغو هغو افغانانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، په ۲۰۲۱ کې له ۱۸ میلیونو څخه پّ ۲۰۲۳ کې ۲۸ میلیونو ته لوړ کړی چې دا شمېر د افغانستان درې پر څلور برخه نفوس جوړوي. په ورته وخت کې په کوچنیانو کې خوارځواکي دوه برابره، او ۳.۸۸ میلیونو کوچنیانو ته لوړه شوې ده.

د دې سره هممهاله د طالبانو ځپنو او بندیزونو یو ځل بېا د بشري مرستو د ویش مخه نیولې. د کوچنیانو د ژغورنې سازمان (سیو د چلډرن) او د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام پر ښځینه کارمندانو د بندیز له امله خپل عملیات درولي دي.

د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱۵ مه په کابل کې تر یو پله لاندې په سلګونو په نشيي موادو روږدي کسان زیاتره د هیروینو او میتامفیتامینو د استعمال دپاره راټول شوي. په افغانستان کې چې د نړۍ په کچه د تریاکو او هیروینو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی، په نشه یي توکو روږدي کیدل له ډیرې مودې راهیسې یوه ستونزه ده. اقتصادي مشکلاتو او بې وزلۍ په مخدره موادو د روږدو شمېر زیات کړی دی. (عکس: اسوشیټد پریس)

د تریاکو تولید د طالبانو د جګړې د تمویل لپاره وکارول شو او د وروستیو کلونو په ګډوډیو کې د تریاکو تولید زیات وده وکړه. په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ۵۶۰۰ میټریک ټنه تریاک وکرل شول او په بې ساري ډول ورڅخه ۱.۴ میلیارد ډالر تر لاسه شول. پداسې حال کې چې طالبانو د کوکنارو پر کر رسما بندېز لګولی، خو قاچاق یې دوام لري، او طالب مشران د بزګرانو لپاره د ښه عاید د دغه فصل د تعویض لپاره نړیواله مرسته اړینه ګڼي.

په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې له نړیوالو څخه ۳.۲۳ میلیارده ډالر وغوښتل، چې تر اګست میاشتې یواځې ۸۰۰ میلیون یې راټول شویدي. د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت په ګډون د نړۍ حکومتونه، پرته لدې چې طالبانو سره مرسته وکړي، او یا هم دوی مشروع وګرځوي، د افغانانو سره د مرستو کولو لارې چارې لټوي. ځنې بندیزونه لیرې شوي، او د افغانستان د کنګل شوي سرمايي نیمايي یې د لګښتونو لپاره ازاده شوې. خو د بشر د حقونو سازمانونو د بېړنیو حالاتو سره د چلند لپاره د ژورې همکارۍ غږ کړی.

افغانستان کې د میرمنو وضعیت د پخوا راهیسې د بنسټیزو اسلامي نظریو ، مردسالارې ټولنې او سیمه ایزو دستورونو له کبله یوه جنجالي موضوع ده. سره لدې چې په شلمې پیړۍ کې په کابل کې مرکزي حکومتونو د دې ستونزې د حل کولو لپاره یو لړ اصلاحات وکړل خو دا اصلاحات یوازې تر کابله محدود و او په ولایتونو کې ستونزې پخپل حال وې. خو وروسته داسې رژیمونه حاکم شول، چې دا وضعیت یې بدل کړ او همدا قصه تر نن پورې روانه ده.

پخوا

افغان میرمنو ته د ۱۹۶۴ میلادي کال د اساسي قانون له مخې د انتخاب او برابرۍ حقوق ورکړل شول. همدې لړۍ د جمهور رئیس داود خان او تر هغه وروسته د کمونیستي حکومتونو په دورو کې هم دوام وموند. د ۱۹۷۰ په لسیزه کې په ټول افغانستان کې څه باندې ۴۰۰ زره نجونې ښوونځیو ته تللې او په پوهنتونونو کې د محصلینو نیمایي نجونې وې. خو په ولایتونو کې بیا د سیمه ایزو دودونو له کبله میرمنې محدودې وې. د سیمې خلکو دا ډول پرمختګونه غربي فساد باله او اسلامي یاغي ډلو د همدې نظریو څخه په ګټې اخیستو ولسي ملاتړ تر لاسه کاوه.

په کابل کې د کمونیستي رژیم تر ړنګیدو وروسته، د مجاهدینو یو شمیر ډلو د میرمنو په حقونو بریدونه پیل کړل، دوی میرمنې وتښتولې او جنسي تیري یې پرې وکړل. خو د افغان میرمنو د برابرۍ حقوق وروسته له هغه نور هم پایماله شول چې طالبانو د لومړي ځل لپاره کابل ونیو او د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یې جوړ کړ.

دوه افغانې ښځې په کابل کې د دفاع وزارت ته څېرمه د وسله والو طالبانو له څنګه تیریږي. طالبانو ښځې اړې کړې وې چې په له کور څخه دباندې حجاب وکړي. (عکس: فرانس پریس)

میرمنې مجبورې وې چې چادرۍ په سر کړي، یوازې کونډو میرمنو د محرم پرته د کور څخه د باندې د وتلو او کار کولو حق درلود، تر اتو کالونو پورته د ټولو نجونو لپاره ښوونځي بند و، او ځینو نجونو په کور کې دننه په پټه زده کړې کولې.

دا چې په افغانستان کې په هغه وخت کې ډیری ډاکټرانې او ښوونکې میرمنې وې او طالبانو یو دم د هغوی په کار کولو بندیز ولګاوه، دې کار د ټول افغان ولس په روغتیا او تعلیم ناوړه اغیز وکړ. خو د سره صلیب د منځګړتوب له کبله طالبانو یو محدود شمیر میرمنو ته د روغتیا په برخې کې زده کړې کولو ته اجازه ورکړه. دې کار د خیریه مؤسسو په کارونو هم ناوړه اغیزه درلوده ځکه هغوی نشوای کولی چې میرمنې د کار کولو لپاره وګماري.

سره لدې چې طالبانو په میرمنو دا بندیزونه موقتي بلل خو خپلې دا وعدې یې هیڅکله عملي نکړې چې ویلي یې و میرمنې به د شرعیت له مخې د کار او تعلیم کولو حق ولري. هغوی دا ژمنه هم کړې وه چې میرمنې به خوندي وي، خو د طالبانو غړیو او د القاعده شبکې ملګرو یې د سلګونو ځوانو نجونو په تښتولو او ورباندې په جنسي تیري کې لاس درلود.

  1. ۱۹۹۰ لسیزه
    • په ۱۹۹۰ یمو کلنو کې، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښځو لپاره حجاب اجباري‌ و.
  2. ۱۹۹۰ لسیزه
    • ښځو باید چادرۍ په سر کړي وای
  3. ۱۹۹۰ لسیزه
    • طالبانو ښځو ته اجازه نه ورکوله چې د محرم بغیر د کور نه دباندې ووځي
  4. ۱۹۹۰ لسیزه
    • نجونو او ښځو ته ښوونځیو او پوهنتونو ته د تګ اجازه نه وه
  5. ۱۹۹۰ لسیزه
    • د ښځو د کار حق نه درلود. کله چې طالبان کابل ته ورسیدل ښځو تشویش درلود چې طالبان به یې د کار څخه منع کړي ځکه چې زیاتره هغه ښځې چې تحصیل یې کړی و په کابل کې ژوند کاوه.
  6. ۱۹۹۰ لسیزه
    • طالبانو د کبل د نیولو نه څو ساعته وروسته په راډیو اعلان وکړ چې تر امر ثاني پورې دې هغه ښځې د کور څخه نه راوځي چې د کور نه دباندې یې کارونه کول.
  7. ۱۹۹۰ لسیزه
    • طالبانو تل دا ویل چې هر وخت چې جګړه ختمه شې نو ښځي به د شریعت په چوکاټ کې د تعلیم او کار حق ولري خو د دوی په لومړی دور کې هیڅ هم تغیر و نه خوړل.

اوس

په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې وړاندې تر دې چې طالبان د دویم ځل لپاره واکمن شي، شاوخوا ۳.۵ میلیونه نجونې په لومړنیو ښوونځیو کې وې. د ۴۵۰ زرو زده کوونکو د جملې څخه ۳۳ سلنه یې نجونې وې چې په لیسو کې په زده کړو بوختې وې. ۳۰ په سلو کې ښځو ملکي خدمات کول، ۲۸ په سلو کې د پارلمان غړې، ۲۱ په سلو کې ملکي مامورینې او ۶۳۰۰ ښځې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې په کار بوختې وې.

سره له دې چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال دسې انګېرنه موجوده وه چې دوی به دا ځل د میرمنو د حقونو درناوی کوي او پدې برخې کې به د منځلاریتوب څخه کار اخلي، خو هغوی د میرمنو د حقونو محدود کولو لپاره ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړل چې پدې برخه کې د شلو کلونو لاسته راوړنې یې حذف کړې.

سره له دې چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال دسې انګېرنه موجوده وه چې دوی به دا ځل د میرمنو د حقونو درناوی کوي او پدې برخې کې به د منځلاریتوب څخه کار اخلي، خو هغوی د میرمنو د حقونو محدود کولو لپاره ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړل. طالبانو ویلي چې میرمنې د سړیو سره یو ځای درس نشي ویلی، او کله چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې تعلیمي کال پیل شو تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ څخه منع شوې. طالبانو همدارنګه د ښځو چارو وزارت بند او پر ځای یې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له سره تاسیس کړ.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې وویل چې میرمنې د محرم پرته یوازې تر ۴۵ میلو پورې د سفر کولو اجازه لري او د موټرو چلوونکو ته یې امر وکړ چې هغه میرمنې دې په موټرو کې نه سپروي چې حجاب یې نه وي کړی. په ۲۰۲۲ کې پر ښځو نور محدودیتونه هم ولګېدل، پارکونو ته له تللو منع شوې، د پوهنتونونو دروازې یې پر مخ وتړل شوې او تلویزیونونو ته امر وشو چې خبریالانې باید په پردې د ښکاره کیدو لپاره خپل مخونه وپوښي.

نړیوالې خیریه نادولتي موسسې هم د مشکلاتو سره مخامخ شوي. ځینو یې د دې پرځای چې په خپلو افغانو ښځینه کارکوونکو باندې د طالبانو بندیزونه ومني، دې ته ترجیح ورکړه چې خپل فعالیت وځنډوي.

طالبانو په تازه اقدام کې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې سنګارتونونه هم بند کړل.

افغان میرمنې په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا د نقدي مرستو ترلاسه کولو ته انتظار باسي. نومبر ۲۰، ۲۰۲۱ (عکس: اسوشیټډ پریس)

طالبانو د ټولشموله حکومت ژمنه هم کړې وه خو یوه سرپرسته کابینه یې اعلان کړه چې ټول غړي یې نارینه دي. دوی همدارنګه هغه میرمنې او خبریالان وهلي او ډبولي دي چې د بندیزونو خلاف یې په اعتراض لاس پورې کړی. د پارلمان ۲۸ پخواني ښځینه غړي له هېواده تېښتېدلي او په بهر کې د ښځو د حقونو دپاره مبارزه کوي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې د میرمنو سره د طالبانو کړه وړه ښایي د بشریت ضد جنایت وبلل شي.

د ښځو په اړه د طالبانو امرونه او فرمانونه

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له بیاواکمنېدو وروسته طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښځو ځپونکي محدودیتونه ولګول. خو دا ځل دا بندیزونه په تدریجي ډول لګول شوي.

د طالبانو د حکومت بیا راتګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو دوه لسیزې لاسته راوړنې له منځه یوړې. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې:

  • شاوخوا ۳.۵ میلیونه نجونې ښوونځیو ته تلې
  • په پوهنتونونو کې د ۴۵۰ زره محصلینو ۳۳ سلنه ښځینه وې
  • د ملکي مامورینو ۳۰ سلنه ښځې وې
  • د پارلمان ۲۸ سلنه ښځې وې
  • ۲۱ سلنه ملکي کارکوونکې ښځې وې
  • د ۳۰۰ زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ۶۳۰۰ ښځو کار کاوه
  1. ۲۰۲۱ اګسټ
    • ښځو ته امر وشو چې تر امر ثاني پورې په کور کې پاتې شي، ځکه چې طالب وسله وال د ښځو د حقونو د درناوي لپاره نه دي روزل شوي.
  2. ۲۰۲۱ اګسټ
    • د نارینه او ښځینه زده کوونکو په ګډو زده کړو بندیز ولګېد او نارینه ښوونکي نجونو ته له تدریس څخه منع شول.
  3. ۲۰۲۱ سپټمبر
    • نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تللو منع شوې
  4. ۲۰۲۱ سپټمبر
    • د ښځو د چارو د وزارت پر ځای د امر باالمعروف و نهی عن المنکر وزارت جوړ شو
  5. ۲۰۲۱ ډسمبر
    • له محرم پرته د ښځو له ۴۵ میله زیات سفر باندې بندیز ولګول شو
  6. ۲۰۲۱ ډسمبر
    • موټر چلوونکو ته امر وشو داسې ښځې په موټر کې سپرې نکړي چې حجاب نلري
  7. ۲۰۲۲ فبروري
    • پوهنتونونو ته امر وشو چې د نجونو او هلکانو مختلط ټولګي ختم کړي
  8. ۲۰۲۲ اپریل
    • طالبانو نارینه او ښځو ته پارکونو ته د تللو دپاره جلا جلا ورځې اعلان کړې
  9. ۲۰۲۲ اپریل
    • طالبانو په پوهنتونونو کې د نارینه او ښځینه محصلینو لپاره د اونۍ مختلفې ورځې اعلان کړې
  10. ۲۰۲۲ می
    • طالبانو د تلویزیون ښځینه خبریالانو ته امر وکړ چې پر پرده د ښکاره کېدو پر وخت مخونه وپوښي
  11. ۲۰۲۲ نومبر
    • طالبانو ښځې او نجونې پارکونو او ورزشي کلبونو ته له تللو منع کړې
  12. ۲۰۲۲ نومبر
    • ملګرو ملتونو وویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه ښايي د بشریت ضد جرم وي
  13. ۲۰۲۲ ډسمبر
    • طالبانو ښځې پوهنتونونو ته له تللو څخه منع کړې
  14. ۲۰۲۲ ډسمبر
    • طالبانو نړیوالو او داخلي نادولتي موسسو ته امر وکړ چې محلي ښځینه کارکونکي له کاره لیرې کړي
  15. ۲۰۲۳ جولای
    • طالبانو د ښځو سینګارتونونو ته امر وکړ چې په یوې میاشتې کې خپل کارونه وتړي

سرچینې:

پایله

سره له دې چې داسې هیله کیده چې د طالبانو نوی حکومت به د دوی د تیر حکومت په پرتله ډیر اعتدال ولري خو دې ډلې د هرې ورځې په تیریدو سره د افغانانو د ژوندانه د چارو محدود کولو لپاره ځپونکي اقدامات کړي. لا معلومه نده چې په افغانستان کې به د طالبانو واکمني تر کومه وخته وي خو نړیواله ټولنه پدې کې ګیر پاتې ده چې آیا د افغان ولس سره د مرستې کولو لپاره باید د طالبانو رژیم سره چې د افغان ولس د روان وضعیت مسول دی، تعامل وکړي که نه.

Credits

Writer/Producer: Alex Gendler, Roshan Noorzai

Script Editors: Megan Duzor, Sharon Shahid

Illustrations and Graphics: Sashko Danylenko, Walid Haddad, Mark Sandeen

Executive Producer: Yass Monem

Data Analysis: Ryan Damron

Special Thanks: Ayesha Tanzeem, John Featherly, Hasib Danish Alikozai

Web Design and Development: Stephen Mekosh, Dino Beslagic