د امریکا د ولسمشرانو د ځانګړتیاوو ازموینه

د امریکا د ولسمشرانو په اړه خپل معلومات دلته وازمویئ.

پیل یې کړئ

1. د امریکا لومړنی ولسمشر چې په دغه هېواد کې زېږېدلی و، څوک و؟

x د متحده ایالاتو اتم ولسمشر، مارتین وان بورن د خپلواکۍ د اعلامیې له لاسلیک وروسته زېږېدلی و. تر هغه مخکې اووه ولسمشران، ټول د بریتانیا د استعماري واکمنۍ پر مهال په متحدو ایالتونو کې زېږېدلي وو.

← بله پوښتنه

2. لومړی ولسمشر چې په انتخاباتي حوزو (الکټورل کالج) کې یې په غوڅ اکثریت سره بریا ترلاسه کړه، څوک و؟

x جورج واشنګټن، چې د "امریکا د بنسټ ایښودونکي" په نوم پېژندل کېږي، په ۱۷۸۹ کال کې د انتخاباتي حوزو (الکټورل کالج) ټولې ۶۹ او په ۱۷۹۲ کال کې ټولې ۱۳۲ رایې وګټلې. په شلمه پېړۍ کې هغو ولسمشرانو چې د الکټورل کالج د رایو لویه برخه یې ترلاسه کړه، فرانکلین ډي روزویلټ او رونالډ ریګن وو، خو سره له دې، دوی دواړو په مطلق ډول د انتخاباتي حوزو بشپړ اکثریت نه و ګټلی.

← بله پوښتنه

3. د امریکا کوم لومړی ولسمشر د خپلې دندې پر مهال وفات شو؟

x په ۱۸۴۱ کال کې د متحده ایالاتو نهم ولسمشر ویلیم هنري هریسن یوازې ۳۲ ورځې وروسته له هغه چې ولسمشرۍ ته ورسېد، د سینه و بغل (تور ټوخي) ناروغۍ له امله ومړ.

← بله پوښتنه

4. د امریکا کوم لومړنی ولسمشر و چې د سولې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړه؟

x تیودور روزویلټ د امریکا لومړنی ولسمشر و او لومړنی امریکایی شخص و، چې د سولې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړه. دا جایزه هغه ته د جاپان او روسیې د امپراتوریو تر منځ د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د مرستې له امله ورکړل شوه. وودرو ویلسن، جیمي کارتر، او باراک اوباما د نورو امریکایي ولسمشرانو څخه دي، چې دغه جایزه یې ترلاسه کړې ده.

← بله پوښتنه

5. د امریکا کوم لومړنی ولسمشر و چې د دوکتورا سند یې درلود؟

x وودرو ویلسن د امریکا لومړنی ولسمشر و چې د دوکتورا سند یې د جان هاپکینز پوهنتون څخه ترلاسه کړی و.

← بله پوښتنه

6. د امریکا کوم لومړنی ولسمشر و، چې په سپینه ماڼۍ کې یې ژوند وکړ؟

x د امریکا دویم ولسمشر جان ادمز، د ۱۸۰۰ کال د نومبر په لومړۍ نېټه سپینې ماڼۍ ته ولاړ. په هغه وخت کې د سپینې ماڼۍ ودانۍ لا هم بشپړه شوې نه وه. ادمز له څلورو کلونو کم وخت په سپینه ماڼۍ کې تېر کړ، او وروسته تر هغه، تامس جفرسن په ۱۸۰۱ کال د مارچ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته لاړ.

← بله پوښتنه

7. د امریکا کوم لومړنی ولسمشر د سیاسي یا پوځي تجربې پرته د ولسمشرۍ څوکۍ وګټله؟

x ډونالډ ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر و، چې د سیاسي یا پوځي تجربې پرته دې مقام ته ورسېد. د هغه نه پرته، د امریکا یوازې شپږ ولسمشرانو مخکې په کوم ټاکنیز مقام کې دنده نه درلوده. خو د ټرمپ پرته، ټولو دې ولسمشرانو پوځي خدمت کړی و، چې درې یې - زکری تایلر، یولیسیز ایس ګرانت او دوایت ډي ایزنهاور پوځي جنرالان وو.

← بله پوښتنه

8. د امریکا کوم لومړنی او یوازینی ولسمشر په الوتکه کې یې د لوړې مراسم ترسره کړل؟

x د جان ایف کینیډي له وژل کېدو وروسته، لیندن بي جانسن د ۱۹۶۳ کال د نومبر په ۲۲مه نېټه د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې د امریکا د ولسمشرۍ لوړه ترسره کړه. د لوړې تر مراسمو وروسته، الوتکه د ټکزاس په ډالاس ښار کې، چې څو ساعته وړاندې کینیډي په کې په ډزو وژل شوی و، والوتله او د واشنګټن ډي سي په څنډه کې د اندرو هوايي اډې ته ورسېده.

← بله پوښتنه

9. د امریکا د کوم ولسمشر د لوړې مراسم په ژوندۍ بڼه په انټرنټ خپاره شول؟

x په ۱۹۹۷ کال کې د بل کلنټن د دویمې دورې د ولسمشرۍ لوړې مراسم د لومړي ځل لپاره په انټرنټ خپاره شول. مخکې تر دې د ولسمشر هربرت هوور د لوړې مراسم د لومړي ځل لپاره په راډیو کې او د ولسمشر هري ټرومن د لوړې مراسم په تلویزیون کې په ژوندۍ بڼه خپاره شوي وو.

← بله پوښتنه

10. د امریکا کوم لومړي ولسمشر له ۸۰ میلیونو زیاتې رایې وګټلې؟

x جو بایډن د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې له ۸۰ میلیونو څخه زیاتې رایې وګټلې. د امریکا د ټاکنو په تاریخ کې دا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خلکو تر ټولو پراخ ګډون بلل کیږي. دونالډ ټرمپ په همدې ټاکنو کې د ۷۴ میلیونو رایو په ترلاسه کولو سره دویم نوماند و، چې په امریکا کې یې دومره زیاتې رایې ګټلې وې.

څنګه مو ترسره کړ؟