د امریکا د ولسمشرانو لومړنۍ ځانګړتیاوې

لومړی امریکايي ولسمشر چې په سپینه ماڼۍ کې یې برېښنا فعاله کړه، څوک و؟ کوم ولسمشر د دوکتورا سند درلود؟ او کوم ولسمشر خپله د لوړې مراسم د انټرنټ له لارې خپاره کړل؟ د امریکا په تاریخ کې یو شمېر ولسمشران په بېلابېلو برخو کې د لومړيتوب ویاړ لري. دلته د دغو ځانګړتیاوو په اړه لنډ معلومات وړاندې شوي دي.

۱

جورج واشنګټن

د ۱۷۸۹ د اپریل له ۳۰مې څخه د۱۷۹۷ د مارچ تر څلورمې نېټې پورې

لومړنی او یوازینی ولسمشر چې په مطلق اکثریت د انتخاباتي حوزو (الکټورل کالج رایو) ګټونکی شو.

——————————

۲

جان ادمز

د ۱۷۹۷ د مارچ له ۴مې څخه د۱۸۰۱ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې په سپینه ماڼۍ کې یې ژوند وکړ.

د امریکا لومړي ولسمشر، جان ادمز، سپینې ماڼۍ ته تر تګ یوه ورځ وروسته خپلې مېرمنې ابیګیل ته په یو لیک کې ولیکل: "دعا کوم چې دې کور ته او ټولو هغو کسانو ته چې په کې ژوند کوي، خیر او برکت په نصیب شي. هيله ده چې یوازې ریښتیني او هوښیار خلک د دې کور تر چت لاندې ژوند وکړي."

——————————

۵

جیمز مونرو

د ۱۸۱۷ د مارچ ۴مې څخه د۱۸۲۵ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې د بخار په انرژۍ چلېدونکي کښتۍ کې یې سفر وکړ.

Portrait of جیمز مونرو

——————————

۶

جان کوینسي ادمز

د ۱۸۲۵ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۲۹ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی او یوازینی ولسمشر چې په روانه توګه یې په اتو بهرنيو ژبو یې په خبرې کولای شول

Portrait of جان کوینسي ادمز

——————————

۸

مارتین وان بورن

د ۱۸۳۷ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۴۱ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې په متحده ایالاتو کې او د خپلواکۍ د اعلامیې تر لاسلیک وروسته زیږېدلی و

Portrait of مارتین وان بورن

"د ولسمشرۍ په اړه، زما د ژوند تر ټولو نېکمرغه ورځې هماغه دوې ورځ وې، چې د جمهوري ریاست دفتر ته داخل شوم او بله ورځ چې د دغه دفتر چارې مې وسپارلې. "

——————————

۹

ویلیم هنري هریسن

د ۱۸۴۱ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۴۱ د اپریل تر ۴مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر چې تر ټاکل کېدو یوازې ۲۳ ورځې وروسته د دندې پر مهال وفات شو او د ولسمشرۍ تر ټولو لنډه دوره یې درلوده.

Portrait of ویلیم هنري هریسن

——————————

۱۳

میلارد فیلمور

د ۱۸۵۰ د جولای لسمې څخه د ۱۸۵۳ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې د ولسمشرۍ دورې د پای ته رسېدو پر مهال یې هېڅ شخصي جايداد او شتمني نه لرله.

Portrait of میلارد فیلمور

——————————

۱۶

ابراهام لینکن

د ۱۸۶۱ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۶۵ د اپریل تر ۱۵مې نېټې پورې

د امریکا لومړنی ولسمشر چې د دندې پر مهال ترور شو.

——————————

۱۸

یولیسیز ایس ګرانټ

د ۱۸۶۹ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۷۷ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې له ویست پاینت پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی او د امریکا په کورنۍ جګړه کې یې برخه اخیستې وه.

Portrait of یولیسیز ایس ګرانټ

" ضرور دی چې په اینده کې د سولې ساتلو لپاره، جګړې ته چمتو واوسو. "

——————————

۲۱

چستر آرتور

د ۱۸۸۱ د سپتمبر ۲۰مې څخه د ۱۸۸۵ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې د کډوالۍ په اړه یې د فدرال عامه قانون نافذ کړ او متحده ایالاتو ته یې د بېوزلو، جنایتکارانو او رواني ناروغانو د ورتګ مخه ونیوله.

Portrait of چستر آرتور

——————————

۲۲ و ۲۴

ګروفر کلفلند

لومړي دوره: د ۱۸۸۵ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۸۹ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې دویمه دوره: د ۱۸۹۳ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۹۷ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی او یوازینی ولسمشر چې په دوو جلا دورو کې یې د امریکا د ولسمشرۍ چارې پر مخ یوړلې.

Portrait of ګروفر کلفلند

——————————

۲۳

بنجامین هریسن

د ۱۸۸۹ د مارچ ۴مې څخه د ۱۸۹۳ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې په سپینه ماڼۍ کې یې د بریښنا سیسټم نصب کړ

Portrait of بنجامین هریسن

——————————

۲۵

ویلیم مک‌کینلي

د ۱۸۹۷ د مارچ ۴مې څخه د ۱۹۰۱ د سپتمبر تر۱۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې د تاکنیزو مبارزو لپاره یې له ټیلیفون څخه ګټه اخیستې وه.

Portrait of ویلیم مک‌کینلي

——————————

۲۶

تیودور روزولت

د ۱۹۰۱ د سپتمبر ۱۴مې څخه د ۱۹۰۹ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر او لومړنی امریکایی چې د روسیې او جاپان امپراتوریو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په خاطر یې د نوبل د سولې جایزه وګټله.

Portrait of تیودور روزولت

——————————

۲۸

وودرو ویلسن

د ۱۹۱۳ د مارچ ۴مې څخه د ۱۹۲۱ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی او یوازینی ولسمشر چې په سیاسي علومو کې یې له جان هاپکینز پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړی و.

Portrait of وودرو ویلسن

——————————

۲۹

وارن جي هاردینګ

د ۱۹۲۱ د مارچ ۴مې څخه د ۱۹۲۳ د اګست تر دویمې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر چې د امریکا د کورنۍ جګړې وروسته زیږېدلی او لومړنی ولسمشر چې د ښځو د رای ورکولو د حق تر ترلاسه کولو وروسته بریالی شو.

Portrait of وارن جي هاردینګ

——————————

۳۱

هربرټ هوور

د ۱۹۲۹ د مارچ ۴مې څخه د ۱۹۳۳ د مارچ تر ۴مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې د مسیسیپي سیند لویدیځې سیمې کې زیږېدلی و.

Portrait of هربرټ هوور

——————————

۳۲

فرانکلین ډي روزویلټ

۱۸۳۳ د مارچ ۴مې څخه د ۱۹۴۵ د اپریل تر ۱۲مې نېټې پورې پورې

لومړنی ولسمشر چې څلور ځله وټاکل شو او لومړنی ولسمشر چې د راډیو له لارې یې خلکو ته وینا وکړه.

موږ باور لرو چې راتلونکي نسلونه به په دې پوه شي چې دلته د شلمې پېړۍ په منځ کې داسې وخت راغی چې نیک او صالح کسانو د یووالي لاره وموندله او د بغاوت، نه زغم، مریتوب او جګړې د له منځه وړلو لپاره یې مبارزه وکړه او دا هدف یې ترلاسه کړ. "

——————————

۳۳

هري ترومن

د ۱۹۴۵ د مارچ ۴مې څخه د ۱۹۵۳ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

لومړنی او یوازینی ولسمشر چې د بل هېواد پر ضد یې د اټوم بمب کارولو اجازه ورکړه.

——————————

۳۴

دوایټ ډي آیزنهاور

د ۱۹۵۳ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۱۹۶۱ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

لومړنی او یوازینی ولسمشر چې په دواړو نړیوالو جګړو کې یې دنده ترسره کړه.

Portrait of دوایټ ډي آیزنهاور

——————————

۳۵

جان اف کنیډي

د ۱۹۶۱ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۱۹۶۳ د نومبر ۲۲مې نېټې پورې

لومړنی کاتولیک او یوازینی ولسمشر چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ټپي کېدو له امله د "ارغواني زړه" نښان ترلاسه کړ.

Portrait of جان اف کنیډي

کینیډي دې پوښتنې ته چې څنګه اتل شو، ځواب ورکړ: "دا ناڅاپي وو. هغوی زما کښتۍ ډوبه کړه. "

——————————

۳۶

لیندن بي جانسن

د ۱۹۶۳ د نومبر ۲۲مې څخه د ۱۹۶۹ د جنورۍ تر ۴دویمې نېټې پورې

لومړنی او یوازینی ولسمشر چې د جان اېف کینیډي تر ترور وروسته یې د امریکا د ولسمشر ځانګړې الوتکې دننه د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

" دا د ټولو خلکو لپاره یوه خواشینوونکې شیبه ده. موږ داسې یو زیان ګاللی چې اندازه کول یې زښت ګران کار دی. شخصاً زما لپاره، دا یوه ژوره غمیزه ده. زه پوهېږم چې نړۍ د کینیډي مېرمن او د هغې د کورنۍ سره په دې غمیزه کې شریکه ده. زه به خپله ټوله هڅه وکړم. دا هغه څه دي چې زه یې کولی شم. په دې لاره کې ستاسو او د خدای مرستې ته اړتیا لرم. "

——————————

۳۷

ریچارد نکسن

د ۱۹۶۹ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۱۹۷۴ د اګست تر نهمې نېټې پورې

لومړنی او یوازینی ولسمشر چې د واټرګیټ د قضیې د رسوایۍ له امله د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا ورکړه.

——————————

۳۹

جیمي کارټر

د ۱۹۷۷ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۱۹۸۱ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر چې د خپلې ولسمشرۍ له دورې وروسته ۱۰۰ کلنۍ ته رسېدلی.

Portrait of جیمي کارټر

——————————

۴۰

رونالد ریګن

د ۱۹۸۱ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۱۹۸۹ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر چې له خپلې مېرمنې څخه جلا شو او یوه ښځه یې د امریکا د سترې محکمې د قضائیه استازو څوکۍ ته معرفي کړه.

Portrait of رونالد ریګن

——————————

۴۱

جورج هربرت واکر بش

د ۱۹۸۹ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۱۹۹۳ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی او یوازینی ولسمشر چې د امریکا په استازولۍ یې په ملګرو ملتونو کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

Portrait of جورج هربرت واکر بش

——————————

۴۲

بل کلنټن

د ۱۹۹۳ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۲۰۰۱ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

لومړنی ولسمشر چې د لوړې مراسم یې په ژوندۍ بڼه په انټرنټ خپاره شول.

"موږ په ګډه دا وړتیا لرو چې په دقیقه توګه دا مشخصه کړو چې انټرنټ څه شي ته بدل شي... زموږ د اتباعو د نژاد، عاید او جغرافیې له کتو پرته، په امریکا کې د زده‌کړې، پوهې، اقتصادي پرمختګ او د ټولنې د رغونې یوه وسیله شي. "

——————————

۴۳

جورج ډبیلو بوش

د ۲۰۰۱ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۲۰۰۹ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر چې په سوداګریزو چارو کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی و.

Portrait of جورج ډبیلو بوش

——————————

۴۴

باراک اوباما

د ۲۰۰۹ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۲۰۱۷ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر چې په اندونیزیایي ژبه یې خبرې کولای شول، ځکه هغه په کوچنیوالي کې یوه موده په جاکارتا کې اوسېدلی و.

Portrait of باراک اوباما

——————————

۴۵

ډونالډ ترمپ

د ۲۰۱۷ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۲۰۲۱ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر چې نه یې سیاسي او نه هم پوځي تجربه لرله او لومړنی ولسمشر چې په ځینو جرمونو مجرم وپېژندل شو.

Portrait of ډونالډ ترمپ

——————————

۴۶

جو بایډن

د ۲۰۲۱ د جنورۍ ۲۰مې څخه د ۲۰۲۵ د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې

د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر چې په ټاکنو کې یې له ۸۰ میلیونو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې

Portrait of جو بایډن

——————————

راتلونکي ولسمشر به کوم لومړني ځانګړتیاوې ولري؟ که کاملا هریس د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ګټونکې شي، نو هغه به د امریکا لومړنۍ ښځینه ولسمشره او د جنوبي اسیايي اصله لومړنۍ شخص وي چې دې مقام ته رسېږي. که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټي، نو هغه به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوړ عمر لرونکی ولسمشر او د ګروور کلیفلنډ وروسته، یوازینی ولسمشر وي چې په دوو جلا دورو کې واک ته رسېږي.