هندوستان،‌ پاکستان او بنګله دېش ۷۵کاله وروسته

د سمت پانډې لخوا
د چاپ نېټه، ۱۴ اګست ۲۰۲۲

په برصغیر هند د دواو سوو کالو نه د زیاتې واکمنۍ وروسته برتانیې د ۱۹۴۷ کال په اګست میاشت کې واک اختیار ځايي خلکو ته پریښودو.‌ سږ کال د برتانیې د وتلو ۷۵ کاله پوره کیږي. په دې کېسه کې مونږ د برتانیې د وتلو وروسته، د جوړ شوو دریو هېوادونو د پرمختیا معلومولو لپاره نهه مثالونه کاروو.