۲۵ کلن ډسټین انډریو د کیسې په نامه جنرل سټور ته راغلی. دا سټور او ورسره د تیلو پمپ په اصل کې ډنلیسن سیمې ته د ننوتو په دروازه کې دی چې کولچې او نور خوراکي توکو د رانیولو لپاره ورته مسافر دریږي.
دی وايي زه یواځې اته کیلومټره لیرې له دې ځایه اوسیږم نو ځکه زما لپاره دا اسانه وي چې دلته راشم او خپله د اړتیا وړ توکي راونیسم.
ډنلیسن لکه د نورو وړو ښارونو په څیر یو څو واړه سټورونه لري او په ویکنډ کې د ماښام سره سم ټول دوکانونه تړل کیږي.
یواځې دا جنرل سټور یې استثنی وي.
انډریو د فورټ مډیسن په نامه یوې کارخانه کې کار کوي خو خوښیږي یې چې په اطراف کې ژوند وکړي.
هغه وړاندې وویل کله چې له ښونځي څخه فارغ شو نو له هاغو ستونزو سره مخ شو لکه چې په فارم باندې نور ستر شوي ماشومان پرې را لوی شوي دي.
کرنیزه ځمکه زیاته ده خو تول کارونه ماشیني دي نو ځکه مزدور ته پکې اړتیا کمه لیدل کیږي.
د کارخانو دندې
د انډریو په کارخانه کې مزدورانو ته په یوه ساعت کې له شلو ډالرو څخه زیات ورکول کیږی. انډریو له فراغت سره سم دغلته کار پیل کړ خو فارم یې هم په بشپړه توګه نه وه پرې ایښې. ده له خپل تره سره په فارم کې کار کاوه چې شل غواګانې او یو غوايي یې پکې ساتلي وه.
دی وايي مونږ دا غواګانې تر هغې ساتو چې وزن یې ۳۶۰ کیلوګرامو ته ورسېږي او بیا يې خرڅوو او پرځای یې نورې غواګانې راوړو.
خو دی وايي چې اقتصادي بازار ورسره یاري نه کوي ځکه د ځمکو بیې پورته شوي او عصري فارمونو سیالي زیاته شویده.
د متحده ایالاتو د کرنې د وزارت د ۲۰۱۲ کال په راپور کې راغلي دي چې پدغه برخه کې په اوسط ډول زیات هغه کسان کار کوي چې عمرونه یې ۵۸ کاله وي.
دا پدې معنې چې د نویو بزګرانو په شمیر کې ۲۰ فیصده کموالی راغلی.