د کلي په یوه سړک روان وم، سترګې مو په یوه سړي ولګیدې چې په خپل ګراج کې یې په یوې څوکۍ باندې کار کاوه.
۵۷ کلن سړي راته وویل چې دا ددې لپاره کوي چې زهن او لاسونه یې ورسره بوخت وي.
هغه د ماتو شویو سامانونو د وسپنې له خرڅولو سره لږې پیسې ګټي خو دا دومره زیاتې نه دي.
تر دوه کاله دمخه پورې هغه د څارویو یو فارم درلود چې ۲۴ شیدې ورکونکې غواګانې پکې وې خو د سترو فارمونو سره ورته سیالي اسانه نه وه.
ده دا هم وویل چې د روغتیا په برخه کې د اوباما کیر په نامه د بیمې پروګرام ورته ګران هم وه او ددوي په ګټه هم نه وه.
ده وړاندې وویل چې حکومت ددغه پروګرام په اړه ډیرې خبرې کړې وې چې له ده سره به د امریکایانو ژوند بهتره شي.
ده وویل چې د سیمې خلکو یې دا ځل ولسمشر ټرمپ ته رایه ورکړه او تر دې مخکې یې ولسمشر اوباما ته ورکړې وه او دا مهال نور په سیاسي خلکو باندې ددوي باور ختم شویدی.
ده وړاندې وویل چې ټولې پیسې ښارونو ته ځي او د کلي خلک سر ټکوي چې کافي پیسې ورته نه رسیږي.
ده وویل ټرمپ ته یې یواځې د اوباما کیر پرضد رایه ورکړې وه او زیاتوي چې پرځای پریکړه یې کړې وه.
دوه کاله مخکې نوموړي د پښې عملیات درلوده ځکه پښه یې مکروبي شوې وه او کار یې نه شو کولای.
دا مهال دده ټول عاید د حکومت لخوا ده ته د معیوبیت پیسې دي او بس.
ده وویل ما هم په لومړیو کې د دوو اونیو لپاره اوباما کیر درلود.
دغه پخوانی بزګر وايي دی هم د وسکانسن د ایالت د هغو دوو لکو کسانو له ډلې څخه وه چې روغتیايي بیمه یې نه درلوده خو اوس یې لري او د حکومتي شمیرو له مخې تر دوه میلیونه زیات کسان اوس اضافي ګټې هم لري.
ده دا هم وویل تقریبا ټول هغه کسان چې روغتیايي بیمه یې اخیستې وه ناروغ شوي نه دي او نه هم ژوبل شویدي خو ټول هره میاشت پدې برخه کې زیاتې پیسې لګوي.
خو بیا هم که وغواړم چې واخلم یې نو دا به زما خپله خوښه وي نه د حکومت لخوا یو امر.
زمونږ په کلي کې که چا درته وویل چې ټرمپ ته یې د روغتیايي بیمې نه پرته د بل هدف لپاره رایه ورکړې ده نو باور پرې مه کوه.
ده وویل غلې دانې او څاروي اوس دومره ارزښت نه لري نو کله چې د خوراکي توکو بیې ټیټیږي نو دلته بزګرانو ته یې زیان زیات وي او پداسې وخت کې بیا له مونږ غواړي چې روغتیايي بیمه هم واخلو؟