د فرانس پرس خبري آژانس
د اکتوبر په میاشت کې د غزې تړانګې د جګړې یو کال پوره کېږي. دغه جګړه هغه وخت پیل شوه چې د حماس ډلې، چې متحده ایالات یې یوه ترهګره ډله ګڼي، په ناڅاپي ډول د اسرائیل پر جنوبي پوله برید وکړ. د دې برید وروسته، د پوځي عملیاتو، دپلوماتیکو او سیاسي هڅو سره سره جګړې دوام وموند او د اسرائیل او فلسطین د شخړې په تاریخ کې یې تر ټولو خونړۍ بڼه خپله کړه.
چمتو شوی الکس جنډلر | د امریکاغږ
حماس او فلسطیني وسلهوالو ډلو اعلان وکړ چې دوی د غزې تړانګې د محاصرې د دوام، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د يهودي ښارګوټو د جوړونکو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د فلسطیني وګړو د نیولو په ځواب کې ګډ برید پیل کړی دی. په دې برید کې د غزې له تړانګې څخه د اسرائیل پر لور په زرګونه توغندي وتوغول شول او وسلهوالو د لاریو، بلدوزرونو، کښتیو او پاراګلایډرونو په کارولو سره له جنوبي پولې څخه د اسرائیل خاورې ته ننوتل.
سربیره پر دې د حماس وسلهوالو د اسرائیل د پولیسو پر امنیتي حوزو، پوځي اډو او سرحدي پوستو، په ملکي سیمو، کورونو او د موسیقۍ پر دوو کنسرټونو بریدونه وکړل.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو د حماس وسله والو د ناڅاپي برید په ځواب کې ډېر ژر لاس په کار شول او پراخ ځوابي عملیات یې پیل کړل، چې په پایله کې یې وسلهوال شاتګ ته اړ شول. په ورته وخت کې، اسرائیل بیړنی حالت اعلان کړ، احتیاطي ځواکونه یې تیارسۍ کړل او د غزې سره یې ټولې پولې وتړلې، د خوراکي توکو، انرژۍ او اوبو رسولو لارې یې بندې کړې او د حماس پر شکمونو اهدافو یې هوايي بریدونه پیل کړل.
د اسرائیل کابینې رسماً د حماس پر ضد جګړه اعلان کړه. صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اپوزیسیون له مشر، بیني ګانټز سره په ګډه د ملي یووالي بیړنی حکومت جوړ کړ.
د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل سره، د شمالي غزې شاوخوا یو میلیون ملکي وګړو ته سپارښتنه وشوه چې جنوب ته ولاړ شئ. خو ددې سره سره، د اسرائیل هوايي بریدونه په ټوله غزه کې، حتی په هغو سیمو کې چې د خوندي زون په توګه ټاکل شوي وو، دوام وموند.
د رویټرز خبري آژانس
په لومړیو راپورونو کې ددغه برید پړه د اسرائیل د دفاعي ځواکونو پر غاړه اچول شوې وه، خو وروسته پلټنو وښودله چې دغه برید د فلسطیني وسله والو د ناکامه راکټي برید له امله رامنځته شوې. خو ددې سره سره، د برید او چادونې اصلي لامل لا هم په دقیقه توګه نه دی څرګند شوی.
د رفح سرحدي لاره، چې د اکتوبر له ۹مې راهیسې تړل شوې وه، د مصر په منځګړیتوب د محدودو بشري مرستو د رسولو لپاره بېرته پرانیستل شوه.
د حماس ډلې د ځپلو او د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو په موخه، اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د مخابراتي شبکو د بندولږ ترڅنګ د هوايي او توپچي بریدونو پراخې لړۍ پیل کړې. د اکتوبر تر پایه، د غزې په شمالي برخه کې شاوخوا یو پر درېیمه برخه ودانۍ ویجاړې یا زیانمنې شوې او د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، نږدې ۱۰ زره فلسطینیان ووژل شول.
د جبالیا په څېر ښارونه د اسرائیلي او حماس وسلهوالو ترمنځ د سختو جګړو شاهد وو. په دې حال کې، د اسرائیل دفاعي ځواکونه هغه وخت د نړیوالو نیوکو سره مخامخ شول، چې په ملکي اهدافو بریدونه وشول چې ښکاره یې پوځي موخې نه لرلې، په ګومو اهدافو کې چې د غزې په مرکز کې د استوګنې پر یو بلاک، د غزې ښار د شفا روغتون سره نږدې یو امبولانس او د بېپولې ډاکټرانو په مرستندویه کاروان بریدونه شامل دي. خو اسرائیل، پر ملکي وګړو او اهدافو د برید تورونه رد کړي دي.
سره له دې چې د یو روغتون نیولو نړیوال غبرګونونه راوپارول، خو اسرائیل ادعا وکړه چې ددغه روغتون څخه حماس د قوماندې د مرکز په توګه کار اخیستې او د روغتون لاندې د تونلونو د شتون ویډیويي شواهد یې هم خپاره کړل.
حماس ۱۰۵ یرغمل کسان د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړل. خو د اوربند د غزیدو هڅې هغه وخت ناکامې شوې چې دواړو خواوو پر یو بل د اوربند د موادو څخه د سرغړونې تورونه ولګول او ددې خبرې پر سر چې کوم نور یرغمل کسان باید خوشې شي، اختلاف راپورته شو.
تر ټولو سختې نښتې د خان یونس په څېر ښارونو کې وشوې. د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د دسمبر تر پایه په جګړه کې ۲۰ زره فلسطینیان ووژل شول، چې دا د غزې د ټول نفوس یوه سلنه جوړوي. بلخوا، د اسرائیلي ځواکونو لخوا په تېروتنې سره د هغو درې یرغمل شویو کسانو وژنه، چې د سپین بیرغ په ښودلو د دوی پوستې ته ورنږدې شوي وو، په اسرائیل کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د غزې په جنوب ختیځ سرحد کې، چېرې چې د اسرائیلي ځواکونو عملیات روان وو، د ودانیو د نړولو پر مهال ۲۱ احتیاطي سرتېري ووژل شول. په ورته وخت کې، اسرائیل ادعا وکړه چې د غزې په شمال کې یې د حماس پوځي وړتیاوې ځپلې دي، خو له دې سره سره، د وسلهوالو د بیا تنظیمېدو نښې هم ښکاره شوې.
د جنوبي افریقا له خوا د یوې وړاندې شوې قضیې په غبرګون کې د عدالت نړیوالې محکمې (ای جي سي) پرېکړه وکړه چې اسرائیل باید د نسلوژنې د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي، خو دغه محکمې د اوربند امر ونکړ. په همدې ورځ، اسرائیل د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یونوار) کارکوونکي د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل، چې له امله یې امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو دې ادارې ته خپلې مرستې وځنډولې.
دغه اعلان نړیوالې اندېښنې را وپارولې، ځکه نه یوازې د رفح ښار څخه مهمې سرحدي لارې تېرېږي، بلکې دا ښار د غزې له نورو سیمو څخه د بېځایه شوو فلسطینیانو لپاره پناه ځای هم ګرځېدلی دی.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې اسرائیلي ځواکونو د بشري مرستو پر یوه لارۍ راټول شوي ګڼ شمېر ملکي وګړي په نښه کړل. د اسرائیل دفاعي ځواکونو ادعا کړې چې دوی یوازې د خبرداري ډزې کړې وې او ډېر قربانیان د رامنځته شوې ګډوډۍ او تېښتې له امله وژل شوي دي.
د اسوشېټید پرس خبري آژانس
متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې غزې ته د سمندر له لارې د مرستو د رسولو په موخه به د غزې په ساحل کې یو موقتي بندر جوړ کړي. په ورته وخت کې، د عدالت نړیوالې محکمې د خپل مخکني پریکړه لېک په تعقیب، اسرائیل ته سپارښتنه وکړه چې د خوراکي توکو او طبي مرستو رسول تضمین کړي.
د "نړۍ مرکزي آشپزخانې" مرستندویه ادارې اووه کارکوونکي، چې د امریکا، کاناډا، پولنډ، استرالیا او بریتانیا اتباع پکې شامل وو، هغه مهال ووژل شول، کله چې موټریز کاروان یې د اسرائیلي ځواکونو د راکټي برید هدف وګرځېد. له دې پېښې وروسته، ګڼو مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه وځنډول.
د دې اعلان وروسته لنډمهاله کراري رامنځته شوه، خو له هغې وروسته هوايي بریدونو بیا زور واخیست، ځکه چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د رفح د برید لپاره چمتووالی نیوه
پر رفح د برید لومړنی پلان په بشپړ یرغلیز ډول جوړ شوی و، خو د امریکا د مخالفت له امله دا پلان په کلابندۍ او ځانګړو بریدونو بدل شو. په ورته وخت کې د عدالت د نړیوالې محکمې هغه پرېکړه، چې ددغه برید د درولو غوښتنه یې کړې وه، د اسرائیل حکومت له خوا رد شوه
په دې عملیاتو کې، چې ویل کېږي د امریکا استخباراتي معلوماتو په مرسته ترسره شول، له ۲۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول.
د ښوونځیو او د کډوالو د کمپونو په ګډون پر ګڼو سیمو د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون لسګونه فلسطینیان ووژل شول. د اسرائیل دفاعي ځواکونو ادعا کړې چې دغه سیمې د حماس د وسلهوالو پټنځایونه دي. په ورته وخت کې، د غزې ښار کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (یونوار) مرکزي دفتر هم ویجاړ شو.
د دغه وژنې پړه په پراخه کچه پر اسرائیل اچول کېږي، که څه هم د اسرائیل حکومت په رسمي توګه د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی
له هغه وروسته چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په غزه کې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه، دواړو خواوو په ځانګړو سیمو کې د اوربند پر مراعتولو موافقه وکړه، ترڅو د ماشومانو لپاره د پولیو واکسیناسیون پراخ کمپاین ترسره شي. په دې کمپاین کې ۹۰ سلنه فلسطیني ماشومانو ته د پولیو لومړۍ دوز واکسین تطبیق شو.
هغه فلسطینیان چې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزه کې وژل شوي دي.
۵۰۰۰۰
۴۰۷۳۸
۴۰۰۰۰
۳۰۰۰۰
20,000
۱۰۰۰۰
۰
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشت
د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشت
د ۲۰۲۴م کال د اپریل میاشت
د ۲۰۲۴م کال د اګست میاشت
سرچینه : د غزې د روغتیا وزارت
د یو کال جګړې وروسته اسرائیلي دفاعي ځواکونه ادعا کوي چې د حماس پوځي وړتیاوې یې له منځه وړي، خو لا هم اوربند ته لاسرسی ناشونی ښکاري. په ورته وخت کې، په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمن حزبالله او په یمن کې حوثي ډلې سره شخړې زیاتې شوي، چې د غزې له پولې بهر د جګړې د پراخېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
سرچینه: د وسلوالو نښتو او پېښو معلومات