(اې اېف پي)

په غزه کې جګړه

د اسرائیلو او حماس ترمنځ یو کلنې جګړې ته یو ځغلنده نظر :

د اکتوبر په میاشت کې د غزې په تړانګه کې د ترهګرې ډلې حماس لخوا د اسرائیلو په جنوبي ساحو کې ناڅاپي بریدونو ترسره شول، چې له دې سره د پیل شوې جګړې یو کال پوره شو. له هغه وخت راهیسې، اسرائیلو یو لړ پوځي عملیاتو ترسره کړل، چې ډیر مالې او ځاني زیانونه یې رامینځ ته کړل، ددې جګړې د حل لپاره لا ډیپلوماتیکې او سیاسي هڅې روانې دي.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مي سهار

حماس پر اسرائیلو برید وکړ.

د حماس او فلسطیني اورپکو د یو ګډ برید اعلان وکړ، او لامل یي د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو دوامداره محاصرې، په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو تاوتریخوالي او د فلسطینیانو د بندي کول په ګوته کړل. حماس په زرګونو راکټونه د غزې څخه پراسرائیلو وتوغول، او په همدې مهال وسله والو ډلو د لاریو، بلدوزرونو، کښتیو او پاراګلایډرونو په کارولو سره د اسرائیلو سویلي پولې ته ننوتل.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مه

حماس نږدې ۱۲۰۰ اسرائیلیان او بهرنیان ووژل او شاوخوا ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول.

دوی د اسرائیلو د پولیسو په مرکزونو، پوځي اډو او سرحدي پوستو سربیره، په ملکي ځایونو، کورونو او همدارنګه د موسیقۍ په دوه بهرنۍ کنسرټونو بریدونه ترسره کړل.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷-۹مې پوري

اسرائیلو ددې په ځواب کې غزه محاصره کړه.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (IDF) ډیر ژر ځوابي بریدونه پیل کړل، چې له امله یي وسله وال پرشا تګ ته اړ شول، او په همدې وخت کې اسرئیلو اضطراري حالت اعلان کړ، اسرائیل د غزې ټولې پولې وتړلې، پر غزې یې د خوراکې توکو، انرژۍ او اوبو رسولو مخه ونیوله، او د حماس پر مشکوکو ځایونو یې هوايي بریدونه پیل کړل.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۸-۱۱ مې پوري

دا د کال ۱۹۷۳م کال راهیسې لومړی ځل دی چې اسرائیلو جګړه اعلان کړه.

د اسرائیلو کابینې په رسمي ډول د حماس او نورو تروریستي ډلو پر ضد د جګړې اعلان وکړ. لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اپوزیسیون مشر بیني ګانټیز په ګډه د ملي یووالي بیړني حکومت جوړ کړ.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۳مه

د اسرائیلوهوايي بریدونه په غزه کې په شدت سره زیاتیږي.

د غزې په شمالي سیمو کې له یو میلیون څخه ډیرو ملکي وګړو ته امر کېږي چې سویل ته ووځي ځکه چې اسرائیلي ځواکونو له پولې هاخوا د بریدونه خبرداری ورکړ. اسرائیلو د حماس په نور مشکوکو ساحو بریدونه پیل کړل.

رويټرز

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۱۷مه

د غزې په اهل عرب روغتون کې تر سلو ډیر کسان ووژل شول.

لومړني راپورونه IDF تورنوي چې هوايي برید یې کړی دی خو وروستي جزئیات څرګندوي چې چې دا چاوندنه د یوغلط فلسطیني راکټ په واسطه رامنځ ته شوې وه او د چاودنې اصلی علت لا نه دی معلوم.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۲۱مه

بشري مرستې بیا پیل شوې.

د رفح پوله چې د اکتوبر له نهمې راهیسې تړل شوې وه، د مصر په منځګړیتوب د یوې معاهدې له مخې د محدودو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانستل شوه.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر۲۷مه

اسرائیلو د غزې په تړانګه کې په پراخه کچه ځمکني عملیات پیل کړل.

د حماس ډلې د منځه وړلو او د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو لپاره IDF د غزې ارتباطات د نورې نړی سره قطع کړل، او هوایې بریدونو ته یې دوام ورکړ. د اکتوبر تر پایه، په شمالي غزې کې د ودانیو یو پر دریمه برخه د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویجاړه شوې او له منځه تللې او شاوخوا ۱۰۰۰۰ فلسطینیان ووژل شول.

رويټرز

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱-۱۴مي پوري

جګړې خورا شدت واخیست او جګړه ملکي ساحو ته وغزیده.

د جبالیا په څیر ښار د اسرائیلو او حماس ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې ښکار شوو. اسرائیلې ځواکونه د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ شول چې دوی ملکي ځایونه، د غزې په مرکزي برخو کې ودانۍ، د غزې ښار شفا روغتون ته نږدې یو امبولانس، او په ښکاره توګه پیژندل شوي د Médecins Sans Frontières ( بې سرحده ډاکټرانو ) د مرستې کاروان چې هیڅ ښکاره نظامي تړاو یې له تروریستي ډلو سره نه درلود تر برید لاندې راوستل، خو اسرائیل دا تورونه ردوي.

رويټرز

د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۱۵مه

اسرائیلي ځواکونو د شفا پر روغتون برید وکړ.

په شفا روغتون برید نړیواله غوسه راپاروله، اسرائیل ادعا کوي چې ودانۍ د حماس د قوماندې د مرکز په توګه کارول کیده او د کمپلیکس لاندې د ټونلونو ویډیویي شواهد یې خپاره کړل.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۴-۳۰مي پوري

لنډمهاله اوربند د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب پیل شو.

حماس د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کې ۱۰۵ تنه یرغمل شوي کسان خوشي کړل. د اوربند د غځولو هڅې په داسې حال کې کېږي چې دواړه خواوې یو بل د شرایطو په سرغړونې تورنوي او په دې اړه اختلاف لري چې نور یرغمل شوي کسان خوشې شي.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۳ کال د دسمبر میاشت

اسرائیلي ځواکونه د غزې په مرکزي او جنوبي سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

ښارونه لکه د خان یونس په څېر تر ټولو سختې جګړې سره مخ کېږي. د دسمبر میاشتې تر پایه، د غزې د روغتیا وزارت د ۲۰،۰۰۰ فلسطینیانو د وژل کیدو خبر ورکوي – په اسرائیلو کې د ۱٪ ولس غوصه هغه وخت راپاريږي کله چې د اسرائیلو پوځیانو په غلطۍ سره هغه درې یرغمل تنان ووژني چې د سپین بیرغونه يي په لاس کې وه او کومک یي غوښتی

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۲۲ مه

IDF په یوه ورځ کې ترټولو لوی زیانونه ګوري.

د غزې و جنوب ختیځ پولې ته څېرمه د ودانیو د نړولو په هڅه کې ۲۱ تنه محافظین وژل کيږي. په ورته وخت کې اسرائیل راپور ورکوي چې د غزې په شمالي برخه کې یې د حماس پوځي وړتیاوې له منځه وړي، خو وسله وال د بیا یو ځای کيدو نښې څرګندوي.

رويټرز

د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۲۶ مه

اسرائیل د نړیوالو ادارو له غبرګونونو سره مخ شول.

د سویلي افریقا لخوا راوړل شوې د یوې قضیې په ځواب کې ، د عدالت نړیواله محکمه (ICJ) پریکړه کوي چې اسرائیل باید د نسل وژنې مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي خو د اوربند امر کولو څخه ډډه وکړه. په همدې ورځ، اسرائیلو د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) کارکونکي د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې په لاس لرلو تورن کوي، چې امریکا او نور مرستندویه هیوادونه یې د مرستو د ځنډولو لامل کېږي.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۴ کال د فروري۲ مه

اسرائیلو اعلان کړه، چې دوی د جنوبي ښار رفح پر لور حرکت پیل کړ.

دې اعلان د نړیوالو اندیښنې راوپارولې، ځکه چې دا ښار یو مهم سرحد لري او د غزې له نورو برخو څخه د بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره په پناه ځای بدل شوی وه.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۴ کال د فروري۲۹ مه

د بشري مرستو ترلاسه کولو په مهال تر ۱۰۰ ډېر فلسطینیان قتل عام شول.

دا پیښه هغه وخت رامنځته کیږي چې اسرائیلي سرتیري د بشري مرستو د یوې لارۍ په شاوخوا کې په خلکو ډزې کوي. IDF ادعا کوي چې دوی یوازې د خبرداري ډزې کړي او ډیری تلفات د زیات ازدهام له وجهي رامنځ ته شوي دي.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۴ کال د مارچ مېاشت

د قحطۍ په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو کېږي.

امریکا اعلان کوي چې دوی به د سمندر له لارې د مرستې رسولو لپاره یو بندر جوړ کړي. په ورته وخت کې، د عدالت نړیواله محکمه ICJ خپل حکم تازه کوي او واسرائیلو ته امر کوي چې د خوړو او طبي مرستو چمتو کول ډاډ ور کړي.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۴ کال د اپریل د ۱-۴ مي پوري

د بشري مرستو اداري د لوی زیان سره مخ کيږي.

د نړیوال مرکزي اشپزخانې اوه مرستندویه کارکونکي،چې د امریکا، کاناډا، پولنډ، آسټرالیا او انګلستان اتباع دي، د IDF د توغندیو په بریدونو کې ووژل شول، چې دا برید د ډیری مرستندویه ادارو د عملیاتو ځنډولو لامل شول. د امریکا په هڅو، د غزې په شمالي پوله کې د ایرز بندر د جګړې پرمهال د لومړي ځل لپاره پرانستل شو.

د ۲۰۲۴ کال د اپریل د ۷-۲۴ مي پوري

اسرائیلي پوځیان د غزې له جنوبي سیمو څخه ووتل.

د اعلان څخه وروسته د آرامۍ یوه لنډه موده وروسته د شدیدو هوایی بریدونو څخه پیل شوه. دا هغه مهال وه چې IDF په رفح برید کولو تیاری نیوه.

د ۲۰۲۴ کال د می میاشت

اسرائيل د رفح د عملياتو منظوري ورکړه.

د اسرائیلو لومړنی پلان د بشپړې کچې د یرغل غوښتنه وه ، خو د امریکا د مخالفت له امله ، دا د محاصرې او هدفی بریدونو پورې محدوده شوه. د ICJ هغه حکم چې د بریدونو د درولو حکم کړی وه، د اسرائیلي حکومت لخوا رد شو.

رويټرز

د ۲۰۲۴ کال د جون ۸ مه

د نصرات د کډوالو په کمپ کې د اسرائیلي ځواکونه برید په پایله کې څلور یرغمل شوي کسان وژغورل شول.

په دغو عملیاتو کې چې ویل کېږي د امریکا د استخباراتو په مرسته ترسره شوي وه، تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شول.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشت

په داسې حال کې چې د IDF ځواکونو پوځي عملیاتو ته دوام ورکاوه، د ملکي تلفاتو کچه لوړه روانه وه.

. په لسګونو فلسطینی مېرمني او ماشومان چې په ښوونځیو او د کډوالو په کمپونوکې پناه اخستې وه په بریدونو کې وژل کیږي، د اسرائیلو لخوا ویل شوي چې هغوی د حماس وسله والو ته پناه ورکړې وه، او همدې مهال د غزې په ښار کې د UNRWA مرکزي دفتر هم ویجاړ شو.

(اې اېف پي)

د ۲۰۲۴ کال د جولای ۳۱مه

د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تهران ته د سفر پر مهال ووژل شو.

دا وژنه په پراخه کچه اسرائیلو ته منسوبیږي، که څه هم د اسرائیلو حکومت په مستقیمه توګه مسؤلیت نه مني.

رويټرز

د ۲۰۲۴ کال د اګست ۳۱مه

د پولیو واکسین لپاره د محدوده وخت لپاره موافقه کیږي.

وروسته له هغه چې په 25 کلونو کې په غزه کې د پولیو لومړۍ پیښې راپوریږي، دواړه خواوې موافقه کوي چې په ځانګړو سیمو کې د اوربند څارنه به وکړي ترڅو د پولیو واکسین کمپاین وشي. دغه کمپاین په غزه کې ۹۰٪ فلسطینی ماشومانو ته د واکسین لومړني ډوز په رسولو کې بریالی کیږي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې فلسطینیان ووژل شول

50,000

۴۰۷۳۸ وژل شوي

40,000

30,000

20,000

10,000

0

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشت

کال ۲۰۲۴ د جنوري میاشت

د ۲۰۲۴ کال د اپریل میاشت

د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشت

سرچینه: د غزي د روغتیا وزارت

د سیمه ایزې جګړې په زیاتیدو سره د فلسطینیانو تلفات له ۴۰ زرو څخه واوښتی.

د یو کال جګړې وروسته، IDF ادعا کوي چې د حماس پوځي وړتیاوې له منځه تللي، خو د اوربند موافقه لا هم پر ځای پاتې ده. په ورته وخت کې، په لبنان کې د ایران ملاتړی حزب الله او په یمن کې د حوثیانو سره تاوتریخوالی دوام لري ځکه چې جګړه له غزې هاخوا د خپریدو له خطر سره مخ ده.

د اکتوبر په ۷ مه د حماس برید

د عام ولس ځورونه
چاودني او په لري پرتو سيمو کې تاوتریخوالی
جنګونه

سرچینه: اې سي ایل اي ډي

د اکتوبر په میاشت کې د ۷-۹ نېټي پوري د اسرائیلو جواب

چاودني او په لري پرتو سيمو کې تاوتریخوالی
د عام ولس ځورونه

سرچینه: اې سي ایل اي ډي

چاودني او په لري پرتو سيمو کې تاوتریخوالی

سرچینه: اې سي ایل اي ډي