د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو د نیویارک په ښار کې د نړیوال سوداګریز مرکز د غبرګو مشهورو ودانیو تر ویجاړولو ورپورته ډېر نور څه ړنګ کړل. ټولټال ۱۰ ودانۍ، چې د نړیوال سوداګریز مرکز د کمپلکس اووه ودانۍ او یوه پلازا په کې وې، په هغې سیمې کې ویجاړې شوې چې په کوز منهاټن کې د ګراونډ زیرو په نوم پېژندل کېږي. د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې په تېرو ۲۵ کلونو کې د بیا رغونې هڅې کابو بشپړې شوې او دا سیمه یې په یو داسې یادګار بدله کړې، چې د تللیو درناوی کوي او داسې نوې ودانۍ چې د سوداګرۍ، پېر او پلور، ترانسپورت، هنري فعالیتونو، زدهکړو او عبادت لپاره خلاقانه ځایونه لري. د امریکا غږ د عکسونو دا چمتو شوې ګالري وګورئ او د ګراونډ زیرو د بدلېدونکي منظر داستان ولولئ.
د متحدو ایالتونو د فدرال د ایمرجینسي د مدیریت څانګې (فیما) په ۲۰۰۲ کې دا نقشه خپره کړه، چې په کې د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو مخکې د نړیوال سوداګریز مرکز د ودانیو او ورڅېرمه ودانیو اصلي ساحې ښکاره کوي. د نیویارک ښار چارواکو او محلي انجینرانو د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو څو اونۍ وروسته د دغو ودانیو ارزوونه وکړه او د ویجاړیو د معلومو لپاره یې دا رنګه ارزوونه وړاندې کړه: تور رنګ د بشپړو ړنګو شویو ودانیو لپاره؛ سور رنګ د جزيي ړنګو شویو ودانیو لپاره؛ ابي رنګ د هغو ودانیو لپاره چې ډېرې ړنګې شوې، زېړ رنګ د متوسطو ړنګو شویو ودانیو لپاره او شین رنګ د هغو ودانیو لپاره چې د پام وړ زیان ورته نه دی رسېدلی.
د نړیوال تجارت لومړی مرکز (کیڼ لور ته) په ۱۹۷۰ کال کې په ۱۱۰ پوړونو سره بشپړ شو او لومړني کرایه کونکي پکې میشت شول. دا له دوو غبرګو برجونو څخه یو دی چې د امریکایي معمار مینورو یاماساکي لخوا ډیزاین او د نیویارک او نیوجرسي د بندر ادارې لخوا جوړ شو چې د دواړو ایالتونو یوه ګډه دولتي اداره ده. دا برجونه په هغه ځای کې چې د منهاتن په کوزه برخه کې د برېښنایی توکو د پلورنځیو له امله مشهور وو، جوړ شوي دی.
د ۱۹۶۶ کال د اګست په ۵مه د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره د جوړولو کار پیل شو او یو نوښتګر تخنیک وکارول شو، چې له مخې یې د هر برج اصلي جوړښت په مربع شکل جوړ او بیا وروسته نور پولادي ګاډرونه په داسې شکل کیښودل شول چې د برج له مرکزي پولادي ګادرونو سره ونښلول شول.
کله چې په ۱۹۷۲ کال کې د نړیوالې سوداګرۍ لومړی مرکز بشپړ شو، دا په ۴۱۷ مترو لوړوالي د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ شوه چې د نیویارک د امپایر سټیټ ودانۍ یې شاته پرېښوده. دا په رسمي توګه د ۱۹۷۳ کال د اپریل په ۴مه د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه. خو په ۱۹۷۴ کال کې په شیکاګو کې د سیرس په نامه د سوداګرۍ لومړي مرکز د ۴۴۳ مترو په لوړوالي خپل لومړی مقام له لاسه ورکړ.
د نړیوال تجارت د لومړي برج ځانګړنه په ۱۰۶ او ۱۰۷ پوړونو رستورانتونه دي چې د "Windows on the World" په نوم پېژندل کیږي، کوم چې د ۱۹۷۶ کال د اپرېل په ۱۹مه پرانیستل شول او د سیلانیانو لپاره په مشهورو ځایونو بدل شول.
په ۱۹۷۹ کال کې د نړیوال تجارت پر لومړي مرکز باندې یو ۱۱۰ متره مخابراتي انټېن نصب شو چې په ټولیز ډول یې لوړوالی ۵۲۷ مترو ته درسید. خو د یوې اسمان څکې ودانۍ په لوړوالي کې انتن نه حسابېږي ځکه چې په نړیواله کچه د ودانیو د معمارۍ د یوې برخې په توګه نه منل کېږي.
د ۲۰۰۱ کال د جولای په ۲۴مه، د بنادرو ادارې د ۳.۲ میلیارده ډالرو په بدل کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز دوه ګونې ودانۍ او شاوخوا نور ټیټې ودانۍ امریکايي سوداګر لیري سلورسټاین ته د ۹۹ کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوې.
لومړی نړیوال سوداګریز مرکز چې د خپل دوهم نړیوال سوداګریز مرکز غبرګونی وو او د شمالي برج په نامه هم پيژندل کیده، د سپټمبر د ۱۱مې په سهار ۸:۴۶ په یرغمل شوې الوتکې ووهل شو. دوهم برج د سهار په ۱۰:۲۸ ونړېد.
د شمالي برج د بنسټ په ساحه کې د اوبو یو انعکاسي حوض د ۲۰۱۱ کال په جولای کې د بشپړېدو په حال کې دی. دا د اسراییل-امریکایي معمار مایکل اراد او امریکایي معمار پیټر واکر لخوا د سپټمبر د ۱۱مې ملي یادګار د یوې برخې په توګه ډیزاین شوی. نوی یادګاري ځای د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د قربانیانو د کورنیو لپاره په یو لړ مراسم کې ځانګړی شو، او په بله ورځ د خلکو پر مخ پرانیستل شو.
شمالي او جنوبي انعکاسي حوضونه په شمالي امریکا کې تر ټولو لوی مصنوعي ابشارونه لري، چې هر یو یې نهه متره ښکته یو مربع ډوله حوض ته راښکته کیږي. اراد وايي دا حوضونه د "غایت شوي څه" استازیتوب کوي، چې اوبه په هغو تشو کې بهیږي چې هیڅکله نه ډکیږي.
د شمالي حوض شاوخوا برونزي دیوال باندې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د قربانیانو، د لومړي سوداګریز مرکز د قربانیانو او د ۱۱ نمبر الوتکې د قربانیانو نومونه هم لیکل شوي دي چې برمته کوونکو په ودانۍ وجنګول. په دې کې د هغو کسانو نومونه هم لیکل شوي چې د ۱۹۹۳ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د شمالي برج لاندې په یوه ترهګریز بمي چاودنه کې ووژل شول.
د نړیوال سوداګریز مرکز دوهم برج په ۱۹۷۱ کال کې په ۱۱۰ پوړونو سره بشپړ شو او لومړنی کرایه کونکي ورننوت. دا په ۴۱۵ مترو لوړوالي د نړۍ دویمه تر ټولو لوړه ودانۍ شوه. د جوړیدو چارې یې په ۱۹۷۳ کال کې بشپړې شوې.
د ۲۰۰۱ کال د جولای په ۲۴مه، د بنادرو ادارې د ۳.۲ میلیارده ډالرو په بدل کې د نړیوالې سوداګرۍ غبرګولي برجونه او ورسره نږدې ټیټې ودانۍ د ۹۹ کلونو لپاره امریکايي سوداګر لیري سلورسټاین ته په اجاره ورکړې.
چپ طرف ته د سوداګرۍ دویم نړیوال مرکز چې د سویلي برج په نوم هم یادیږي، د سپټمبر په ۱۱ د سهار ه ۹:۰۳ دقیقو د یوې تښتول شوې الوتکې له خوا په نښه شو. دا لومړی برج و چې د سهار په ۹:۵۹ بجو راپریوت.
د ۲۰۱۱ کال په جولای کې د جنوبي برج د بنسټ په ساحه کې د اوبو یو انعکاس کوونکی حوض د بشپړېدو په حال کې دی. دا د اسراییل-امریکایي معمار مایکل اراد او امریکایي معمار پیټر واکر لخوا د سپټمبر د ۱۱مې د ملي یادګار د یوې برخې په توګه ډیزاین شوی. نوی یادګار د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د قربانیانو د کورنیو لپاره په یو لړ مراسم کې ځانګړی شو، او په بله ورځ د خلکو پر مخ پرانیستل شو.
شمالي او جنوبي انعکاسي حوضونه په شمالي امریکا کې تر ټولو لوی مصنوعي ابشارونه لري، چې هر یو یې نهه متره ښکته یو مربع حوض ته راښکته کیږي. اراد وايي چې دا حوضونه د "غایب شوي څه" استازیتوب کوي، چې اوبه په هغو تشو کې بهیږي چې هیڅکله نه ډکیږي.
د جنوبي حوض شاوخوا برونزي دیوال د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو ، د دوهم نړیوال سوداګریز مرکز او د یونایټډ ایرلاینز په ۱۷۵ نمبر الوتکه کې د ناستو کسانو نومونه ښي چې تښتونکو الوتکه له ودانۍ سره وجنګوله؛ همدارنګه د لومړنیو مرستندویه کارکوونکي؛ د امرکن ایرلانس د ۷۷ نمبر پرواز د قربانیانو چې په پنټاګون ووهل شوه او هغه کسان چې د یونایټډ ایرلاینز په ۹۳ نمبر پرواز کې وو او د پنسلوانیا په شینکسویل کې راپریوته، هم هک شوي دي.
د نړیوالې سوداګرې درې مرکزونه په ۱۹۸۱ کال کې پرانیستل شول. د ویسټا نړیوال هوټل چې په ۲۲ پوړونو کې ۸۰۰ کوټې درلودې په کوز مانهټن کې لومړی لوی مهشور هوټل شو. د ۱۹۹۳ کال د فبروري په ۲۶مه د نړیوال سوداګریز مرکز د ځمکې لاندې موټرونو تمځای کې یوه بمې چاودنه وشوه چې په پایله کې یې شپږ کسان ووژل شول او د هوټل لاندې سیمې ته زیانونه واوښتل. دا هوټل د ۱۹۹۴ کال په نومبر کې له ترمیم وروسته بیا پرانیستل شو. د ماریوټ انټرنیشنل شرکت په ۱۹۹۵ کال کې د هوټل مدیریت په غاړه واخیست او نوم یې "ماریوټ نړیوال سوداګریز مرکز" ته بدل کړ.
د سپټمبر په ۱۱مه، وروسته له هغه چې تښتول شویو الوتکو پر توین ټاورز برید وکړ، د ماریوټ کارکوونکو سلګونه مېلمانه وایستل. هغوی همدارنګه د هوټل له لابي څخه د شمالي برج د سلګونو میلمنو له ایستلو سره هم مرسته وکړه او د هوټل د سویلي برخې د لیبرټي سړک پر لور یې د وتلو لار وښودله.
د سهار په ۹:۵۹ د جنوبي برج راپریوتو د هوټل په منځ کې یوه لویه تشه رامنځ ته کړه، لکه څنګه چې په عکس کې ښکاري هغه عکس چې د امریکايي تصویر اخیستونکي بل بیګارټ لخوا له ویست واټ څخه اخیستل شوی دی. د سهار په ۱۰:۲۸ د شمالي برج راپریوتو، بیګارت د عکس اخیستلو څخه څو ثانیې وروسته وواژه او د هوټل ډیری پاتې برخې ونړیدې،یوازې د هوټل په جنوبي برخه کې د څو منزولو ځینې برخې پاتې شوې. بیګارټ په دې بریدونو کې یوازینی وژل شوی مسلکي عکاس دی.
د نیویارک ټایمز د یوه تحلیل له مخې چې په ۲۰۰۲ کال خپور شو، په هوټل کې د ماریوټ دوه کارکوونکي او لږ تر لږه ۴۱ اور وژونکي ووژل شول. نیویارک ټایمز د ماریوټ د یوې ویاندې له قوله دا هم ویلي چې د هوټل ۱۱ راجستر شوي مېلمانه لا هم بې درکه دي.
د پخواني ماریوت هوټل ځای د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د یادګار د میدان یوه برخه ګرځي چې د اسراییلي-امریکایي انجینیر مایکل عراد او امریکایي انجنیر پیټر واکر لخوا ډیزاین شوی او د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د قربانیانو د کورنیو لپاره په یو لړ مراسمو کې پرانیستل شو. دا ځای په بله ورځ د خلکو پر مخ پرانیستل شو.
د نیویارک او نیوجرسي سرحدي اداره چې د ځمکې مالکه ده د هوټل پاتې برخې ویجاړې او لاره یې ددې لپاره خلاصه کړي چې دا سیمه د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې د شوي هوکړې له مخې، د ماریوت شرکت د قرار داد څخه خلاصه او د یادګاري ځای لپاره تیاره کړي. دا قرار داد ټاکل شوېده چې تر ۲۰۹۴ کال پورې پاتې شي. دې هوکړې ماریوت هوټل د بل هوټل د جوړیدو له مکلفیت څخه خلاص کړ.
له ۴۰۰ څخه ډېرې ونې د دوو یادګاري انعکاسي حضونو شاوخوا کینول شوي.
د پخواني هوټل په ځای کې دوه وړې ودانۍ هم موقعیت لري. د امریکایي انجینیر پیټر واکر شرکت PWP چې پلازا یې ډیزاین کړی، وايي چې دا دوه ودانۍ په عمده توګه د پلازا لاندې تاسیساتو ته د هوا جریان چمتو کوي. دا شرکت وايي چې په دې ودانیو کې خدمتي ځایونه او د امنیت یو مرکز هم لري.
څلورم نړیوال سوداګریز مرکز، چې یوه نهه پوړیزه دفتري ودانۍ ده، په ۱۹۷۷ کال کې د خپلو لومړنیو کرایه کونکو لپاره پرانیستل شوه. په مهمو لویو کرایه کوونکي کې ډویچه بانک او د نیویارک د سوداګرۍ بورډ شامل دي.
د سپټمبر په ۱۱مه د جنوبي برج په راپرځیدو سره د څلورم نړیوال سوداګریز مرکز ډېره برخه ویجاړه شوه. پاتې شوني یې د ګراونډ زیرو د پاکولو د کار په چوکاټ کې له منځه یوړل شول.
په ۲۰۱۱ کال کې، د سوداګرۍ د څلورم مرکز نوې ودانۍ د اصلي ودانۍ په ځای تر جوړېدو لاندې ده. دا ودانۍ چې د جاپان د ماکي اینډ اسوشیټس انجینیري شرکت لخوا ډیزاین شوې، د سوداګرۍ د نړیوال کمپلکس د بیا رغونې لپاره د امریکایي انجینیر ډینیل لیبسکینډ د ۲۰۰۳ کال د ماسټر پلان یوه برخه ده. شرکت د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۲۶مه د نیویارک او نیوجرسي د بنادرو ادارې څخه د اجارې له مخې د تجارت د څلورم نړیوال مرکز د جوړولو او فعالیته منظوري ترلاسه کړه.
د نړیوال تجارت دریم برج په ۲۰۱۱ کال کې د اصلي ودانۍ د پاتې ځمکې په یوه بله برخه کې تر جوړېدو لاندې دی. دا ودانۍ د برتانیا د راجرز سټرک هاربر او پارټنرز انجینیري شرکت لخوا ډیزاین شوې. دا ودانۍ د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د بیا جوړیدو په اړه د امریکایي انجینیر دانیل لیبسکینډ د ۲۰۰۳ کال د ماستر پلان برخه ده. اړوند شرکت د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۲۶مه د نیویارک او نیوجرسي د بنادرو ادارې څخه د اجارې له مخې د درېیم نړیوال سوداګریز مرکز د جوړولو او فعالیت اجازه ترلاسه کړه.
د ۷۲ پوړونو درلودونکې د سوداګرۍ د څلورم نړیوال مرکز ودانۍ د ۲۰۱۳ کال د نومبر په دیارلسمه پرانیستل شوه. دا د سوداګرۍ د نړیوال کمپلکس په ودانیو کې چې تر اوسه جوړې شوي، د ۲۹۷ مترو په لوړوالي څلورمه جګه ودانۍ ده. انجینیر فومیهیکو ماکي څلورم نړیوال سوداګریز مرکز د "یوې ساده ودانۍ په توګه تشریح کوي چې مناسب شتون، ارامي او وقار څرګندوي
د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د څلورو څخه درې برخې د نیویارک او نیوجرسي د دفتري ساحو په توګه کارول کیږي. په نورو دفتري کرایه کونکو کې د نیویارک ښار (حکومتي اداره)، میډیا ماټ، مورنینګ سټار، سپورټس نیټ نیویارک (SNY)، سپاټیفای، سټرلینګ انټرټینمنټ او زوریخ امریکن د بیمې کمپنۍ شامل دي.
د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په څلورو ودانیو کې درې د ځمکې پر سر او دوه د ځمکې لاندې د هټیو لپاره دوکانونه لري.
د سوداګرۍ دریم نړیوال مرکز چې ۸۰ پوړه دی د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۱ پرانیستل شو. د ۳۲۸ مترو په لوړوالي دا د سوداګرۍ د نړیوال کمپلکس په دله کې د ټولو ودانیو تر جوړیدو وروسته، دریمه لوړه ودانۍ ده.
د سوداګرۍ د دریم نړیوال مرکز ځانګړني د “K” په شکل د پولادو بیروني فرم او په اولسم، شپیتم او شپږ اویایم منزولو کې برنډې دي. په دفترونو کې چې د شرکتونو له خوا کرایه اخیستل شوي اسانا، کاسپر سلیپ، کوزن اوکانر، ډیاګو، ګروپ ایم، هډسن ریور ټریډینګ، آی اي ایکس ګروپ، کیلي ډرای اینډ وارن، مکینزي اینډ کمپني، او اوبر شامل دي. دا ودانۍ د پرچون پلورنې لپاره پنځه پوړونه هم لري.
سلورسټاین پراپرټیز امریکا غږ ته ویلي چې د څلورم نړیوال سوداګریز مرکز ۹۷ سلنه د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې په کرایه ورکړل شوي. د دې ودانۍ تر ټولو لوی پنځه کرایه کونکي د ساحې په لحاظ په لاندې ډول دي: د نیویارک او نیوجرسي بندر اداره، چې د تر ټولو لوی کرایه کونکي په توګه خپل مقام ساتي؛ سپاټیفای، چې په وروستیو کلونو کې یې د فرعي کرایې له لارې خپله ساحه د پام وړ کمه کړې ده؛ د نیویارک ښار حکومت؛ زوریخ امریکن انشورنس؛ او سټب هب، چې په ۲۰۲۴ کال کې له سپاټیفای څخه فرعي کرایه اخلي.
د سلورسټین پراپرټیز شرکت امریکا غږ ته ویلي چې د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې د سوداګرۍ د دریم مرکز د ودانۍ ۸۹ سلنه برخه کرایه شوې ده. د دې تر ټولو لوی پنځه کرایه کونکي د مساحت له مخې په لاندې ډول دي: ډبلیو پي پي میډیا (چې په ۲۰۲۵ کال کې له ګروپ ایم څخه په نوي نوم نومول شوې)، چې د برتانیا د بازارموندنې او اعلاناتو شرکت ډبلیو پي پي یوه امریکایي فرعي څانګه ده؛ د متحده ایالاتو د ټرانسپورټ شرکت اوبر، چې په وروستیو کلونو کې یې خپل شتون څو ځله پراخ کړی؛ فرشفییلډز بروکهاوس ډیرینجراو هډسن ریور ټریډینګ او مکینزي او کمپنۍ.
پنځم نړیوال سوداګریز مرکز، چې یوه نهه پوړیزه دفتري ودانۍ ده، په ۱۹۷۲ کال کې د خپلو لومړنیو کرایه کونکو لپاره پرانیستل شوه. په مهمو کرایه کوونکو کې کریډیټ سویس فرسټ بوسټن او مورګن سټینلي شامل وو.
د سوداګرۍ پنځم نړیوال مرکز د سپټمبر په یوولسمه د سوداګرۍ د دوه ګونو برجونو د نړیدو له امله وسوځید او په کنډواله بدل شو. دا ودانۍ د ګرونډ زیرو د پاکارۍ په ترځ کې له منځه ولاړه او پاتې شونې یې هم لري شول.
په ۲۰۱۱ کال کې، د سوداګرۍ د دوو نویو مراکزو د جوړیدو کار د اصلي ودانیو په شمالي برخه کې روان وو. د نیویارک او نیوجرسي د بندر ادارې، چې د دې ځای مالکیت لري، د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۲۶مه د پراختیا شرکت سلورسټاین پراپرټیز ساختماني پلان منظور کړ.
د بریټانوي انجینیري شرکت فوسټر + پارټنرز لخوا د سوداګرۍ د دویم نړیوال مرکز د ۲۰۰۶ کال اصلي دیزاین ۷۹ پوړیزه ودانۍ چې د ۴۱۱ مترو په لوړوالي د سوداګرۍ په نړیوال کمپلیکس کې دویمه لوړه ودانۍ ده.
د دې ډیزاین خاصه ځانګړتیا د برج څلور ټوټه لرونکي الماسي شکل چتونه دي، چې د ۹/۱۱ یادګار د پلازا هغو انعکاسي حوضونو خوا ته ښکته ځوړند دي، چېرته چې پخوا دوه ګوني برجونه ولاړ وو.
د سوداګرۍ د نړیوال مرکز ترانسپورتي محل Oculus په ۲۰۱۱ کال کې د اصلي ودانیو په ځای کې د رغیدو په حال کې دی
له دې ستیشن څخه به د نیویارک ښار د منتټن سره د نیوجرسي د شمال ختیځ د نښتلو لپاره کار واخیستل شي. نوی سټیشن به د یو نږدې لنډمهاله سټیشن ځای ونیسي چې د ۲۰۰۳ کال د نومبر په ۲۳مه پرانیستل شوی و، او د ښکته منهټن د PATH ستیشن ترانسپورتي خدمات یې چې د سپټمبر د یوولسمې له پیښې سره بند شوي وو، بیرته فعال کړل.
د پات (PATH) سټیشن مسوولینو، د نیویارک او نیوجرسي بندرې ادارې، د ۲۰۰۴ کال په جنوري کې د هسپانوي انجینیر سانتیاګو کالاتراوا لخوا د نوي سټیشن ډیزاین تصویب کړ، چې پرانیسته یې په ۲۰۰۹ کال کې ټاکل شوې وه. خو په ډیزاین کې بدلونونو ددې ستیشن د پورته جوړښت د جوړولو د چارو پیل د ۲۰۰۸ کال تر جولای پورې وځنډاوه.
د نړیوال سواګریز مرکز د دویمې ودانۍ لاندینی پوړ د ۲۰۱۲ د ډسمبر په میاشت کې بشپړ شو.
ودانیزې چارې په ۲۰۱۳ کال کې د سیلورسټاین د املاکو شرکت لخوا تر هغه وخته پورې ودرول شوې څو چې د نوي برج لپاره اساسي کرایه کونکي پیدا شي او د ودانۍ ساحه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې هم غیر فعاله پاتې وه.
په ۲۰۱۵ کال کې جوړوونکي د نیوز کورپ او ۲۱مې پیړۍ فاکس کمپنیو سره د یوې لومړنۍ معاملې د یوې برخې په توګه چې له مخې یې دا کمپنۍ د برج د دفترونو نږدې نیمایي برخه په کرایه نیسي، د نړیوال سوداګریز مرکز ۲ لپاره د یو نوي ډیزاین اعلان وکړ.
د ډنمارک د بجارک اینګلس ګروپ (BIG) ډیزاین، د اوو بکسونو په ډول یوه ودانۍ انځوروي چې یو پر بل پرتې دي او لوړوالی یې د فوسټر + پارټنرز له اصلي ډیزاین سره ورته دی.
وروسته له هغې چې د امریکا دوو سترو رسنیزو شرکتونو د نړیوال سوداګریز مرکز-۲ د اجارې اخیستلو له پلان څخه د لاس اخیستو پرېکړه وکړه، سلورسټاین پراپرټیز د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې له فوسټر + پارټنرز څخه وغوښتل چې خپل د ۲۰۰۶ کال ډیزاین په پراخه توګه بدل کړي.
د املاکو شرکت امریکا غږ ته وايي چې د فوسټر + پارټنرز د بیا ډیزاین پروسه د سپټمبر د ۱۱مې د شلمې کلیزې په ورځو کې روانه ده او عامو خلکو ته د نړیوال سوداګریز مرکز- ۲ د نویو انځورونو د ښودولو لپاره کومه نېټه تراوسه نشته.
د نړیوال سوداګریز مرکز-۲ د غیر فعالې ودانۍ په شاوخوا کې فلزي استر د سیلانیانو لپاره یو مشهور ځای ګرځېدلی دا ځکه چې په باندنۍ برخه کې یې رنګین انځورونه لګول شوي دي.
د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې د سیلورسټین پراپرټیز او د نیویارک او نیوجرسي د بندرونو د ادارو لخوا دنده وسپارل شوه چې نقاشان دې سیمه په ښکلو انځورونو رنګین کړي او د همدغه کال په سپټمبر کې دغه پروژه بشپړه کړي. د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې په چرچ واټ کې پروت د ساحې په یو اړخ کې د اوکیولس بیر دېره جوړېږي.
د سوداګریز مرکز اوکولس ټرانسپورټي مرکز د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۳مه نېټه د خلکو پر مخ پرانیستل کیږي. پرچون پلورنځي او واټ ته څېرمه دروازې لاتراوسه پرانېستل شوې نه دي.
د تمځای ځانګړی سپین چت دوه وزرو ته ورته جوړ شوی چې پر دوو قوسونو ولاړې دي. د معمار، کالاتروا په وینا موخه دا ده چې د یو ماشوم له لاسه خوشې شوې کبوتر ښکاره شي. د قوسونو ترمنځ د رڼا یو ځای شته چې په معتدلې هوا کې او هر کال د سپټمبر په ۱۱مه پرانیستل کیږي.
په ټرانسپورټي مرکز ۴ میلیارده ډالره لګښت راغلی او دا د متحدو ایالتونو د ریل ګاډي تر ټولو عصري او مدرن تمځای دی چې د اصلي ۲.۲ میلیارده ډالرو بودیجې نږدې دوه چند جوړوي. د دې تمځای په بشپړېدو هم د پلان شوي وخت په پرتله اوه کاله ډېره موده لګېږي.
د تمځای په دوه پوړونو کې چې د سړک له سطحې څخه ښکته دي د ویسټفیلډ ورلډ ټریډ سنټر دوکانونه موقعیت لري چې د فرانسوي سوداګریزو املاکو شرکت یوني بال- روډامکو-ویسټفیلډ (URW) لخوا اداره کیږي. دا د اصلي نړیوال سوداګریز مرکز په لاندني پوړ کې د هغه سوداګریز مرکز ځای نیسي چې د سپټمبر په ۱۱مې نېټې ویجاړ شوی و.
د اوکولس سوداګریز مرکز او د سړک د غاړې پاتې دروازې د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۱۶مه پرانیستل شو.
اوکولس د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۰مه وروسته له هغې چې د بندر ادارې د خپلو برېښنايي شبکو انرژۍ سپموونکي او رنګ بدلوونکي LED څراغونه نوي کړل، د لومړي ځل لپاره په سور، سپین او آبي رنګونو روښانه شو څو د پخوانیو سرتېرو د ورځې رخصتي ولمانځي. ویل کیږي چې په اوکولس او د نړیوال سوداګریز مرکز په نورو برخو کې د ۱۳۰۰۰ ایل اي ډي څراغونو نصبول به د کاربن خپریدل کم کړي او په لومړي کال کې به ۷۰۰۰۰۰ ډالره سپما کړي.
۱۳ کاله وروسته له هغې چې د سړک په سطحه، د نوي نړیوال سوداګریز مرکز د جوړولو کار وځنډول شو، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۵مه د یو لوی پرمختګ خبر ورکړل شو. د نیویارک ایالت والي کیتي هوکول وايي چې د متحدو ایالتونو د مالي خدماتو شرکت امریکن ایکسپریس موافقه کړې چې نوی برج به خپل نوی نړیوال مرکز وګرځوي او یوازینی مالک او استوګن به یې شي.
هغه وايي چې د امریکن ایکسپریس نوې ودانۍ به د سلورسټین د املاکو شرکت لخوا د نیویارک او نیوجرسي د بندرونو د ادارې په ملکیت کې جوړه شي. د دې ځای اوږدمهاله اجاره د بندر ادارې لخوا د منظور شوي تړون له مخې له جوړونکي څخه امریکن ایکسپریس ته لیږدول کیږي.
دا نوی برج چې د فوسټر + پارټنرز لخوا ډیزاین شوی، ۵۵ پوړونه به ولري او لوړوالی به یې ۳۷۳ متره وي. ټاکل شوې چې د جوړېدو چارې یې په ۲۰۳۱ کال کې بشپړې شي او دا به د نړیوال سوداګریز مرکز تر ټولو دویم لوړ برج شي.
د ځايي خبري وېبپاڼې نیویارک YIMBY سیمه ییزې رسنۍ لخوا د خپرو شویو عکسونو له مخې، چارواکو د ۲۰۲۶ کال د په مارچ میاشت کې د نړیوال سوداګریز مرکز-۲ ساختماني ساحې شاوخوا سیمو کې د سپینو کټارو د لګولو کار پیل کړی دی. په نور عکسونو کې چې د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په لومړیو کې خپاره شوي لیدل کېږي چې کاري وسایط په ساحه کې ځاي پرځاي شوي دي.
د اوکولس بییر موسمي باغ چې د ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۵ کاله پورې د نړیوال سوداګریز مرکز-۲ ساحې د چرچ واټ په یوې څنډې کې جوړ شوی و، د ساختماني چارو له وجې په سترګو نه لګېږي.
امریکن ایکسپریس د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۹مه د دویم نړیوال سوداګریز مرکز د بنسټ اېښودولو د مراسمو کوربه توب کوي چې په کې د کارکوونکو، حکومتي چارواکو او د پروژې شریکانو په ګډون سلګونه کسان برخه اخلي. د بندر ادارې اجراییوي رییسې کیتیرین ګارسیا ګډونوالو ته وویل: "لکه څنګه چې موږ د سپټمبر د ۱۱مې ۲۵مه کلیزې ته نږدې کیږو، د نړیوال سوداګریز مرکز د دویمې ودانۍ د جوړولو پیل یوازې د کوز منهاټن لپاره یو مهم پرمختګ نه دی، بلکې دا د ستونزو په وړاندې د نیویارک د ځواک او استقامت یوه الهام بښونکی کیسه هم ده."
د نړیوال سوداګریز مرکز د اوکیولس ویسټفیلډ سوداګریز بازار د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې خپله لسمه کلیزه په لسو ورځنیو جشنونو لمانځي چې پرانېستغونډه یې د اګست په ۷مه د "ټېن اېن بلوم" (Ten in Bloom) په نوم د ګلانو د کېنولو په مراسمو او د پټۍ په پرې کولو پیل کیږي. دا جشنونه به په ژوندۍ موسیقۍ، هنري اثارو، او د اوکیولس له ۷۰ څخه د زیاتو دوکانونو او رستورانتونو لخوا د ډالیو او ځانګړو تخفیفونو سره دوام ومومي.
د بندر ادارې په یوې معلوماتي پاڼې کې لیکل شوي چې هره ورځ ۲۰۰۰۰۰ کسان د اوکیولس له لارې تېرېږي چې ډیری یې هغه مسافران دي چې د نیویارک ښار د ریل ګاډي د دولسمې کرښې او د PATH (د بندر ادارې ټرانز-هاډسن) ریل شبکې ته د لاسرسي لپاره یې کاروي، کومه چې منهاټن د شمال ختیځ نیو جرسي سره نښلوي.
د دویم نړیوال سوداګریز مرکز انځورونه چې د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې خپاره شوي، یو نوی ډیزاین ښکاره کوي چې له مخې يې دا برج له یو مستطیل ډوله بنیاد څخه پورته کیږي چې او وروسته په نورو پوړونو کې نرۍ کیږي، پرخای ددې چې د یو واحد او عمودي ډوله بلاک په توګه ودانه شي. دغه ډیزاین به درې برنډې او شپږ کونجي باغونه ښکاره کړي چې د ودانۍ ټوله ارتفاع به وپوښي.
امریکن ایکسپریس وايي چې د دوی نوی مرکزي دفتر به "انعطاف منونکي او عصري کاري ځایونه او د نړۍ په کچه اسانتیاوې" چمتو کړي چې د همکارانو لپاره د نوښت، همکارۍ او هوساینې د ودې په موخه ډیزاین شوي دي. دا شرکت وايي چې د دې برج خاصه ځانګړتیا به پراخ بهرني ځایونه وي چې له شنو برنډو او باغونو ډک دي او موخه یې د کاري چاپېریال سره د طبیعت اشنا کول دي.
شپږم نړیوال سوداګریز مرکز، یوه اته پوړیزه ودانۍ چې د امریکا د ګمرکونو د دفتر په نوم پېژندل کېږي، په ۱۹۷۴ کال کې پرانیستل شوه. په دې ودانۍ کې تر ډېره بریده، د فدرال حکومت ادارې شته چې په کې د کرنې، سوداګرۍ او کار وزارتونه او د الکولو، تمباکو او وسلو اداره شامل دي.
د سپټمبر پر ۱۱مه د شمالي برج په راپریوتو سره د شپږم نړیوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې ژورې کندې رامنځته شوې. دا د ګراونډ زیرو سیمې د پاکولو په لړ کې ویجاړه شوه.
په ۲۰۱۱ کال کې د اصلي ودانۍ د پخوانۍ ساحې په لوېدیځه برخه کې د نړیوال سوداګریز مرکز لپاره یوه نوې ودانۍ د جوړېدو لاندې ده.
لومړی پرې د "آزادۍ برج" نوم اېښودل شوی و، جوړوونکې، د نیویارک او نیوجرسي بندري ادارې، د ۲۰۰۵ کال د جون میاشتې د یوې طرحې له منظورۍ وروسته، چې د سکیډمور، اووینګز او میرل شرکتونو امریکایي معمار ډیویډ چایلډز لخوا جوړه شوې وه، د ۲۰۰۶ کال د اپریل په ۲۷مه نېټه یې په جوړولو پیل وکړ.
د ودانیو جوړوونکي لیري سلورسټین د ۲۰۰۶ کال د اپریل په ۲۵مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هغه د ازادۍ برج (Freedom Tower) د جوړولو خپل حق د بندر ادارې ته سپارلی دی، له کومې ادارې څخه چې هغه د ۲۰۰۱ کال په جولای کې نړیوال سوداګریز مرکز په اجاره نیولی و. په بدل کې، هغه د بیا رغونې د پلان د یوې برخې په توګه د خپل شرکت لپاره د نړیوال سوداګریز مرکز د ۲، ۳ او ۴ برجونو د جوړولو حقونه له ځانه سره خوندي ساتلي دي.
د ماشومانو د ازادۍ برج ډیزاین د امریکایي معمار ډینیل لیبسکینډ د ۲۰۰۲ کال له هغه ډیزاین څخه د پام وړ توپیر لري چې په ۲۰۰۳ کال کې د بر منهاتن د پراختیا ادارې لخوا د نړیوال سوداګریز مرکز د بیا رغونې لپاره د لیبسکینډ د ماسټر پلان د یوې برخې په توګه منظور شوی و. خو د ماشومانو د برج پلان د لیبسکینډ د لیدلوري یوه مهمه برخه جوړوي چې له مخې یې د ازادۍ برج باید ۵۴۲ متره یا ۱۷۷۶ فوټه لوړوالی ولري، دا رقم د امریکا د خپلواکۍ کال ته د درناوي په لپاره ټاکل شوی.
د بندر ادارې د ۲۰۰۹ کال د مارچ په ۲۷مه د ازادۍ برج یا فریډم ټاور نوم په لومړی نړیوال سوداګریز مرکز بدل کړ. په نیویارک ښار کې د سوداګریزو املاکو کمپنۍ، ډرسټ سازمان، د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۷مه د لومړی نړیوال سوداګریز مرکز شریک جوړونکې په توګه د بندر ادارې سره یوځای شوه.
جوړوونکي د ۲۰۱۱ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د پلان شوي ۱۰۴ پوړیز برج ۸۰م پوړ ته ورسېږي.
د بندر ادارې ټرانس-هاډسن (PATH) د شبکې لپاره یو لنډمهال رېل ګاډی چې د نیویارک ښار منهاتن سیمه د شمال ختیځ نیو جرسي سره نښلوي، د ساحې په ختیځه برخه کې جوړ شوی. دا د ۲۰۰۳ کال د نومبر په ۲۳مه پرانیستل کیږي، او په بر منهاتن کې هغه خدمات بیا پیلوي چې د سپټمبر له ۱۱مې راهیسې ځنډول شوي وو.
موقت تمځای (د انځور ښي اړخ ته) به بالاخره د نوي هنري مرکز د جوړولو لپاره ونړول شي. د بر منهاتن د پراختیا شرکت چې د نیویارک ایالت او ښار یو ګډ شرکت دی او د سپټمبر د ۱۱مې پېښې وروسته د دې سیمې د بیارغونې دنده یې پر غاړه ده، د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د دغه کمپلیکس د ډیزاین او جوړولو لپاره یې د امریکا او ناروې معماري شرکتونه، ګیري پارټنرز او سنوهیټا، غوره کړي دي. خو تر ۲۰۱۱ کال پورې، د وروستي ډیزاین په اړه لا هم ډاډ نشته ځکه چې د دې په اړه شخړې روانې دي چې دا مرکز به کوم ډول پروګرامونه پرمخ وړي، او همدارنګه د PATH د ریل ګاډي پر سر او د ځمکې لاندې موټرو تمځایونو په جوړولو کې د لوړ لګښت په اړه اندېښنې شته.
لومړی نړیوال سوداګریز مرکز د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۳مه د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شو چې لومړنی کرایه کوونکی یې د چاپ لوی شرکت کونډي نست و او د ۲۰م پوړ څخه تر ۴۴ پوړه پورې یې خپل دفترونه جوړ کړي وو. د دې برج ۵۴۲ متره لوړوالی چې په چت باندې یې ۱۲۴ متره لوړه نیزه یا انتن هم شته، لدې تعمیر نه په لوېدیځه نیمه کره کې تر ټولو لوړه ودانۍ جوړه کړې. د ۱.۹ میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی، د لومړي نړیوال سوداګریز مرکز بې ساري بڼه له یو مکعب ډوله بنسټ څخه جوړه ده، چې له هغه څخه اته شیشه يي مساوي اضلاع جوړېږي څو په نیمایي برخه کې یو اته ضلعي او په چت کې یې یوه بله مربع ډوله بنه جوړه کړي او پدې سره برج په تاوېدونکي بڼه ښکاري.
له دوهم څخه تر نولسم پوړونو چې د برج بنسټ جوړوي، او له نويم څخه تر نهه نویم پوړونو پورې میخانیکي ځایونه آباد شوي چې کرایه کوونکي پکې نشته.
د لومړي نړیوال سوداګریز مرکز لویه سیاحتي جاذبه، د نړۍ یو مشاهداتي مرکز، د ۲۰۱۵ کال د مې په ۲۹مه په ۱۰۰-سلم او یو سلو دویم پوړونو کې د خلکو پر مخ پرانیستل کیږي چې لدې ځایه تر ۷۲ کیلومترو پورې د نیویارک ښار ۳۶۰ درجې منظره لیدل کېږي. د دې برج په ۷۱ لفټونو کې پنځه ګړندي لفټونه هم شامل دي چې د مشاهداتي مرکز لیدونکي له ځمکې څخه ۱۰۲م پوړ ته په ۴۷ ثانیو کې رسوي.
د لومړي نړیوال مرکز د ۲۷۰ زره مربع متره دفتري ځایونو څخه د دوه یا ډیرو پوړونو اجاره کوونکي په لاندې ډول دي: د متحدو ایالتونو د فدرال حکومت ادارې لکه د ګمرکونو او پولو د ساتنې اداره، د بېړنیو حالاتو د مدیریت فدرالي اداره او د عمومي خدماتو اداره؛ او شرکتونه لکه DAZN ډله، د موډي د پانګونې خدمتونه او د سټیجویل او ونډرکاینډ کمپنۍ چې پخوا بونیس اېکس یادېدله.
د ډرسټ سازمان چې د لومړي نړیوال سوداګریز مرکز (1 WTC) مدیریت کوي، د امریکا غږ ته ویلي چې د دې برج دفتري ځای د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ۹۰ سلنه په کرایه نیول شوی و..
تر ځمکې لاندې، د ښکلو هنرونو د مرکز جوړول د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۳مه د PATH د لنډمهاله تمځای له تړل کېدو وروسته په ۲۰۱۸ کال کې پیل شول او په ۲۰۱۷ کال کې په دې ځای کې د موټرو لپاره د پارکېنګ کار هم پيل شو.
د مرکز مشرتابه د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د نیویارک د معمارۍ شرکت REX چې مشري یې جوشوا رامس کوي، د دې تاسیساتو د بیا ډیزاین کولو لپاره وټاکه چې اصلي ډیزاین یې د ګیري پارټنرز او سنوهیټا لخوا شوی و او لغوه شو. وروسته مرکز د ۲۰۱۶ کال په جون کې پروژې ته د هغه د ۷۵ میلیونه ډالرو مرستې په درنښت، امریکایی ملیاردر سوداګر رونالډ او. پیرلمان هم شامل کړ. د نیویارک او نیوجرسي د بندر ادارې چې د دې ځای مالکیت لري، د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې مرکز ته د ۹۹ کلونو لپاره د اجارې اجازه ورکړه.
د مرکز پر ځمکه د کارونو لړۍ د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۰مه د فولادي ګاډرونو په رارسېدو سره پیل او د ۲۰۲۱ کال پورې دوام کوي. د جون په ۲۳مه د ودانۍ د پوړونو د بشپړېدو مراسم ترسره شول.
د لومړی نړیوال سوداګریز مرکز شریک جوړونکی او مدیر، د ډرسټ سازمان وايي چې د دې برج د کرایه شویو دفترونو کچه د ۲۰۲۴ کال تر نومبر میاشتې پورې، چې د پرانیستلو لسمه کلیزه ده، ۹۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
د ډرسټ سازمان W Media رسنۍ د نوې کرایه کونکې په توګه منلې او د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې یې د موجوده کرایه کونکې کمپنۍ انرژي کپيټل پارټنرز دفتري ساحه پراخه کړې او پدې توګه د لومړي نړیوال سوداګریز مزکز ۹۷٪ برخه په کرایه ورکړل شوه.
ډرسټ سازمان، لومړی نړیوال سوداګریز مرکز په نیویارک ښار کې "یو له تر ټولو ډېرو جذابو دفتري ادرسونو" څخه بولي چې پکې د ټکنالوژۍ، اعلانونو، رسنیو او معلوماتو ("TAMI") شرکتونه او د مالي او حقوقي شرکتونو دفترونه موجود دي.
د شپږم نړیوال سوداګریز مرکز د نوي پیرلمن د ښکلو هنرونو د څانګې د جوړولو کار د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې نور هم پرمختګ کوي. د نیویارک یمبي (New York YIMBY) د خبري وېبپاڼې لخوا خپاره شوي انځورونه ښیي چې د ۴۲ مترو په لوړوالي د مکعب ډوله ودانۍ د یوې برخې د مرمر لګولو کار بشپړ شوی دی.
مرمر داسې ډیزاین شوي چې په شپه کې روښانه شي، چې له امله یې دا مکعب جوړښت داسې ښکاري لکه له ځمکې څخه پورته چې ولاړ وي. دننه په تعمیر کې درې سینماګانې شته چې جلا او یا په ګډه ترې کار اخېستل کیدای شي او له ۹۰ څخه ۹۵۰ پورې څوکۍ لري.
دا مرکز چې نوم یې لنډ شوی او اوس (PAC NYC) بلل کیږي، د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي. د پټۍ پرې کولو مراسم یې د سپټمبر په ۱۳مه کېږي او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۱۴مه د مهمو شخصیتونو (VIPs) په حضور کې يې غونډه جوړېږي چې په کې به د برېټانیا سندرغاړې او اداکارې سینتیا ایریوو او امریکايي اوپرا سندرغاړي انتوني روت کوسټانزو په ګډون د مشهور هنرمندان پکې اجرا لري.
PAC NYC به د سپتمبر په ۱۹مه عامو خلکو ته په پنځه ورځنيو کنسرتونو پرانیستل کیږي. په پرانیستونکي کنسرت کې چې "ټپیسټري: کور د پناه ځای" نومېږي، هغه امریکايي او نړیوال هنرمندان برخه اخلي چې نیویارک خپل هنري کور یا "پناه ځای" بولي.
د پرانیستلو څخه درې میاشتې مخکې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د PAC NYC له مشر، د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبرګ په حواله ویلي چې هغه د مرکز د جوړولو لپاره ۱۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې چې دا د سوداګر رونالډ او. پیرلمن لخوا په ۲۰۱۶ کال کې د د ځنډېدلې پروژې د بیا پیلولو لپاره د ورکړل شوې ۷۵ میلیونه ډالرو له لومړنۍ مرستې څخه خورا زیاته ده.
د نیویارک ښار خبري رسنۍ وايي چې دغه مرکز د کوز منهاټن پرمختیایي ادارې څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره دولتي بودیجه هم ترلاسه کړې ده.
د سپټمبر د ۱۴مې په ځانګړې غونډه کې پر سټیج د خبرو پر مهال، پیرلمن وویل چې په پیل کې د دغه مرکز د جوړولو لګښت له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو اټکل شوی و، خو په پای کې یې لګښت شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېد. هغه د دې مالي تشې د ډکولو لپاره د بلومبرګ د مرستو ستاینه وکړه.
پک اېن وای سي (PAC NYC) وايي چې د دوی انعطاف منونکي ځایونه به د پراخو هنري پروګرامونو کوربه توب وکړي چې په کې به کمېشنونونه، نړیوالې نمایشات او نورې نندارې شاملې وي، لکه تیاتر، نڅا، موسیقي، اوپرا، فلم او نور ډېر څه..
د اووم نړیوال سوداګریز مرکز دفتري ودانۍ چې ۴۷ پوړونه لري په ۱۹۸۷ کال کې پرانیستل شوه. دا ودانۍ د املاکو د امریکايي سوداګر لیري سلورسټین لخوا د نیویارک او نیو جرسي د بندر ادارې څخه په اجاره اخیستل شوې ځمکې باندې جوړه شوې ده. د اووم نړیوال سوداګریز مرکز په زیرخانه کې د کون اډیسن برېښنا سټېشن دی چې کوز منهاتن ته برېښنا رسوي. د سالومون سمېت بارني پانګونې بانک یې اصلي کرایه کونکی دی. په نورو کرایه کونکو کې امریکن ایکسپریس نړیوال بانک، د آی ټي ټي هارټفورډ د بيمې ډله، د تضمیناتو او تبادلې کمیسیون او سټنډرډ چارټرډ بانک شامل دي.
د سپټمبر د ۱۱مې په سهار د اووم نړیوال سوداګریز ودانۍ تشېږي. کله چې شمالي برج راپریوځي، د نړېدلي برج ټوټې د اووم نړیوال سوداګریز په جنوبي برخه لګیږي او یو لوی اور بلوي. د دوه ګوني برجونو ټوټې د اوبو یو اصلي پایپ لاین هم زیانمن کړی چې د اووم نړیوال سوداګریز مرکز د اور وژنې سیسټم ته اوبه رسوي او له ورانۍ سره یې د اور کابو لپاره له اوبو بې برخې کوي. اور نږدې اوه ساعته بې کنټرول بل و تر هغه چې د سپټمبر د یوولسمې د مازدیګر په ۵:۲۰ بجو اووم نړیوال سوداګریز مرکز ونړېد. د ودانۍ د نړېدو له امله هیڅ څوک نه دي وژل شوي.
د امریکا د سټنډرډونو او ټکنالوژۍ ملي انسټیټیوټ،NIST، په ۲۰۰۸ کال کې وویل چې د نړیوال سوداګریز مرکز اوومه ودانۍ (7 WTC) لومړنۍ پېژندل شوې لوړه ودانۍ وه چې تر ډېره د نه کنټرول شوي اور له امله ونړېده. د NIST په وینا، اور ډېر شو او د ودانۍ فولادي برخې تودوخې یې پراخې کړې. دې حالت د ودانۍ یو مهم ستن کمزوری او بالاخره له کاره وغورځاوه. د همدې ستن له خرابېدو وروسته د ودانۍ نورې برخې هم یو په بل پسې ونړېدې او په پای کې ټوله ودانۍ راولوېده.
د نړیوال سوداګریز مرکز نوې اوومه ودانۍ (7 WTC) د ۲۰۰۶ کال د مې په ۲۳مه پرانیستل شوه. د دې ودانۍ د جوړولو چارې د ۲۰۰۲ کال په نومبر کې پیل شوې وې.
لاري سلورسټین، چې د نړیوال سوداګریز مرکز پخوانۍ اوومه ودانۍ یې جوړه کړې وه، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو څو میاشتې وروسته له امریکايي معمار ډیویډ چایلډز څخه وغوښتل چې نوې ودانۍ ډیزاین کړي. سلورسټین نیویارکر مجلې ته ویلي وو: «پخوانۍ اوومه ودانۍ له ډبرو جوړه، درنه او لویه وه. دا ځل به داسې ودانۍ جوړه کړو چې ډېره سپکه او عصري ښکاره شي.»
چایلډز یوه نرۍ، ۵۲ پوړیزه ښیښهیي ودانۍ ډیزاین کړه، چې په لاندې برخه کې یې د برېښنا یو کوچنی مرکز هم جوړ شو. ودانۍ داسې ډیزاین شوه چې د ګرینویچ سړک هغه برخه بېرته پرانیستل شي چې پخوانۍ ودانۍ تړلې وه.
د نړیوال سوداګریز مرکز نوې اوومه ودانۍ (7 WTC) په نیویارک ښار کې لومړنۍ ودانۍ شوه چې د چاپېریال ساتنې او انرژۍ د سپما کولو په برخه کې یې د امریکا د شنو ودانیو شورا (LEED) طلایی درجه ترلاسه کړي.
په دې ودانۍ کې یو شمېر لوی شرکتونه او ادارې دفترونه لري، چې په هغو کې BMI، Jeffrey Beers International، Mansueto Ventures، Moët Hennessy USA، Moody’s Corporation، د نیویارک د علومو اکاډمي، Silverstein Properties، WilmerHale او Zola شامل دي.
سلورسټین فامیلي پارک، چې مثلثي بڼه لري، د پخوانۍ اوومې ودانۍ (7 WTC) د ځای په ختیځه برخه کې جوړ شو او په ۲۰۰۴ کال کې بشپړ شو.
دا ۱۳۹۰ مربع متره پارک د نیویارک د منظرې معمار، کین سمیت، له خوا ډیزاین شوی دی. په پارک کې یوه ګردۍ فواره ده چې شاوخوا یې ونې او بوټي کرل شوي دي. دا پارک د دفترونو کارکوونکو، د سیمې اوسېدونکو او سیلانیانو لپاره د ارام او دمې ځای په توګه جوړ شوی دی.
په پیل کې د پارک د فوارې په منځ کې د امریکايي هنرمند جیف کونز یوه سره مجسمه، چې «بالون فلاور» نومېږي، نصب شوې وه. دا ۲ اعشاریه ۷ متره لوړه مجسمه له فولادو جوړه شوې وه او وروسته د پارک په یوه نښه بدله شوه. مجسمه د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د ترمیم لپاره لرې شوه، په داسې حال کې چې فواره هم ترمیمېده. وروسته فواره بېرته فعاله شوه، خو سلورسټین پراپرټیز د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکا غږ ته وویل چې د مجسمې د ترمیم چارې لا هم په اروپا کې روانې وې.
سلورسټین پراپرټیز امریکا غږ ته ویلي چې د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې د نړیوال سوداګریز مرکز د اوومې ودانۍ (7 WTC) ۹۵ سلنه برخه په کرایه ورکړل شوې ده. دا ودانۍ ۲۰ کاله مخکې پرانیستل شوه او د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د نوي نړیوال سوداګریز مرکز لومړنۍ بشپړه شوې ودانۍ وه. په دې ودانۍ کې پنځه تر ټولو لوی شرکتونه او ادارې دا دي: د امریکا مالي خدماتو شرکت Moody’s Corporation، حقوقي شرکت WilmerHale، مالي شرکت MSCI Inc.، د معمارۍ شرکت Skidmore, Owings & Merrill چې د دې ودانۍ ډیزاین یې کړی، او د فرانسوي شرابو او مشروباتو شرکت Moët Hennessy امریکايي څانګه.
موډیز د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۷ کال کې به له 7 WTC څخه ووځي او د لګښتونو د کمولو د پروګرام په ترڅ کې به نږدې بروکفیلډ پلیس کې یوه کوچني دفتر ته کډه شي. سلورسټین پراپرټیز امریکا غږ ته ویلي چې په 7 WTC کې د موډیز اوسني ۷۳۵ زره مربع فوټه دفتر د نیولو لپاره یو شمېر نورو شرکتونو ډېره لېوالتیا ښودلې ده.
د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د 7 WTC په ۴۰م پوړ کې د دې ودانۍ د هنري تاریخ په اړه یو خصوصي نندارتون جوړ شوی دی. دا نندارتون د ودانۍ د جوړوونکي شرکت له خوا ترتیب شوی او امریکا غږ هم لیدلی دی. په دې نندارتون کې د پخوانۍ 7 WTC ودانۍ د هغو اصلي هنري اثارو عکسونه او بیا جوړې شوې نمونې شاملې دي چې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې له منځه تللي وو. همدارنګه، هغه نوي هنري اثار هم پکې نندارې ته وړاندې شوي چې په بیا رغول شوې 7 WTC ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
د پخوانۍ مجسمې له لرې کېدو درې کاله وروسته، د سلورسټین فامیلي پارک په فوارې کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۲مه یوه نوې مجسمه نصب شوه. د 7 WTC مالک لاري سلورسټین د نیویارک د هنرمند فرانک سټېلا هنري اثر، «Jasper’s Split Star»، واخیست څو د فوارې د پخوانۍ «Balloon Flower (Red)» مجسمې ځای ونیسي. پخوانۍ مجسمه د هنرمند جیف کونز له خوا په پور ورکړل شوې وه او په ۲۰۰۶ کال کې د ودانۍ له پرانیستل کېدو څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په دې فواره کې نندارې ته اېښودل شوې وه.
د سېنټ نیکولاس یوناني ارتودوکس کلیسا په ۱۹۱۶ کال کې د هغو یوناني کډوالو له خوا جوړه شوه چې د اېلېس ټاپو له لارې امریکا ته تر راتګ وروسته د منهاټن په ښکتنی برخه کې مېشت شوي وو.
هغوی کلیسا په یوه کتار کې په هغه کور کې جوړه کړه چې شاوخوا ۱۸۳۰ کال کې د شخصي استوګنې لپاره جوړ شوی و او وروسته یې په ۲۵ زره ډالرو وپېره. د کلیسا ډېری بنسټګر د بېړیو او سمندري ترانسپورټ کارکوونکي وو. هغوی د سېډر سړک په ۱۵۵ شمېره کې دا کور په عبادتځای بدل کړ او د سمندري مسافرو او بېړۍ چلوونکو د مذهبي ساتونکي سېنټ نیکولاس په نوم یې ونوماوه.
د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د نړیوال سوداګریز مرکز د جنوبي برج په نړېدو سره د سېنټ نیکولاس کلیسا په بشپړه توګه ویجاړه شوه. هغه مهال په کلیسا کې هېڅوک نه وو. سېنټ نیکولاس یوازینی عبادتځای و چې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې ویجاړ شو. وروسته د سیمې د پاکولو پر مهال د کلیسا یو شمېر مذهبي توکي وموندل شول، چې په هغو کې یوه کوچنۍ زنګوله او پر کاغذ جوړ شوی مذهبي انځور هم شامل وو.
د سېنټ نیکولاس کلیسا د ځای د راتلونکې په اړه له څو کلونو خبرو اترو وروسته، سیمهییزو او ایالتي چارواکو د ۲۰۰۸ کال په جولای کې د امریکا د یوناني ارتودوکس کلیسا له مشرتابه سره یوه لومړنۍ موافقه وکړه. د موافقې له مخې، ټاکل شوې وه چې کلیسا د خپل پخواني ځای څخه یو بلاک ختیځ لور ته، په یوه راتلونکي پارک کې، له سره جوړه شي. همدارنګه، د یوناني ارتودوکس کلیسا مشرتابه باید د ویجاړې شوې کلیسا د سېډر سړک ۱۵۵ شمېره ځمکې حقوق د نیویارک او نیوجرسي بندر ادارې ته وسپاري. په دې سره به یادې ادارې ته اجازه ورکړل شي چې په دې ځای کې کیندنې پیل کړي او د نوي نړیوال سوداګریز مرکز لپاره تر ځمکې لاندې د نقلیه وسایطو امنیتي مرکز جوړ کړي.
د ځمکې د سپارلو په بدل کې، د نیویارک او نیوجرسي بندر ادارې ومنله چې د کلیسا د بیا جوړولو لپاره به د امریکا د یوناني ارتودوکس کلیسا مشرتابه ته ۲۰ میلیونه ډالر ورکړي. نوې کلیسا به په نوي ځای کې پر یوې لویې ځمکې جوړه شي. د بندر ادارې همدارنګه ومنله چې له ۲۰ تر ۴۰ میلیونه ډالرو نور به د یوه داسې بنسټ یا پلېټفارم پر جوړولو ولګوي چې نوې کلیسا به پرې، د نقلیه وسایطو د امنیتي مرکز د پاسه، جوړه شي.
خو د دې موافقې د وروستي کولو خبرې د ۲۰۰۹ کال په مارچ کې ناکامې شوې. د نیویارک او نیوجرسي بندر ادارې د ۲۰۱۰ کال په نیمايي کې د پخوانۍ کلیسا په ځای کې د کیندنې چارې پیل کړې. ادارې وویل، نور انتظار نه شي کولی، ځکه باید د نقلیه وسایطو امنیتي مرکز جوړ کړي، چې د بیا جوړ شوي نړیوال سوداګریز مرکز لپاره به تر ځمکې لاندې د تګ راتګ یوه مهمه لار وي. د امریکا د یوناني ارتودوکس کلیسا مشرۍ د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې د بندر ادارې پر ضد دعوه وکړه او تور یې پورې کړ چې د کلیسا ځمکې ته یې له اجازې پرته ننوتلې او د ځمکې د لومړنۍ موافقې شرایط یې مات کړي دي.
د نیویارک والي اندرو کومو د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۱۴مه د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب وکړ او وروستۍ موافقه وشوه. دې موافقې د امریکا د یوناني ارتودوکس کلیسا مشرۍ ته لاره هواره کړه چې د نوې کلیسا د ډیزاین چارې پیل کړي.
د آزادی پارک یا لیبیریتي پارک، چې شاوخوا ۴۰ زره مربع متره شنه او تفریحي ځای دی او د لېبرټي یا آزادی سړک څخه ۷ متره لوړ جوړ شوی، د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۹مه د خلکو پر مخ پرانیستل شو. دا مستطیل ډوله پارک د نقلیه وسایطو د امنیتي مرکز پر چت جوړ شوی دی. په دغه امنیتي مرکز کې هغه لارۍ او بسونه پلټل کېږي چې د نړیوال سوداګریز مرکز تر ځمکې لاندې برخې ته ننوځي.
دا پارک، چې د فنیویارک او نیوجرسي بندر ادارې ملکیت دی، د امریکايي منظرې معمار جوزف ای براون له خوا ډیزاین شوی دی. د پارک ډیزاین په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې شو او د دې ۵۰ میلیونه ډالري پروژې د جوړولو چارې یو کال وروسته پیل شوې.
د پارک له بشپړېدو وروسته، دوه مشهورې او تاریخي مجسمې د پارک په لوړه برخه کې ځای پر ځای شوې.
یوه یې د جرمني هنرمند فریتز کونیګ مشهوره مجسمه «The Sphere» ده. دا مجسمه په اصل کې د نړیوال سوداګریز مرکز د آسټین جي ټوبین پلازا په منځ کې ولاړه وه، خو د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د دوو برجونو د نړېدو له امله زیانمنه شوه. دا اووه متره لوړه د برونزو مجسمه د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۱۱مه بېټري پارک ته نږدې بیا د خلکو نندارې ته وړاندې شوه او تر ۲۰۱۲ کال پورې هلته پاتې وه. وروسته د پارک د بیارغونې له امله مجسمه له هغه ځایه لرې او په ګودام کې وساتل شوه. وروسته خلکو یو کمپاین پیل کړ او غوښتنه یې وکړه چې The Sphere مجسمه بېرته نړیوال سوداګریز مرکز ته راوړل شي او د خلکو لپاره نندارې ته کېښودل شي. د دې مجسمې جوړوونکی فریتز کونیګ د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۲مه مړ شو. د هغه له مړینې وروسته، دا مجسمه د همدې کال د سپټمبر په ۶مه لېبرټي یا ازادۍ پارک ته ولېږدول شوه. The Sphere مجسمه بیا د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲۹مه په یوه رسمي مراسمو کې په لېبرټي پارک کې پرانیستل شوه.
بله مجسمه د امریکايي هنرمند ډووي بلومبرګ اثر دی، چې «د امریکا د غبرګون یادګار» (America’s Response Monument) نومېږي.
دا څلور متره لوړه د برونزو مجسمه د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری ښيي چې پر آس سپور دی. دا مجسمه د هغو امریکايي سرتېرو د درناوي لپاره جوړه شوې چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانستان ته واستول شول. د افغانستان د جګړې په لومړیو کې دغو امریکايي ځواکونو د افغان جنګیالیو له متحدینو سره یوځای پر آسونو سفر کاوه او د طالبانو پر ضد یې جګړه کوله، هغه طالبان چې القاعده ته یې پناه ورکړې وه. هنرمند بلومبرګ د دې مجسمې د جوړولو مفکوره د امریکا د حکومت له هغو عکسونو اخیستې چې د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې امریکايي سرتېري له خپلو افغان متحدینو سره پر آسونو سپاره ښيي، څو د افغانستان له سختو غرنیو سیمو تېر شي.
د «د امریکا د غبرګون یادګار» (America’s Response Monument مجسمه لومړی د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۱۱مه، ګراونډ زیرو ته څېرمه، د One World Financial Center د وېسټ سټریټ په تالار کې نندارې ته وړاندې شوه. د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۱۹مه دا مجسمه بل ځای ته ولېږدول شوه او دا ځل د Vesey Street په یوه پرانیستي ځای کې، د لنډمهاله PATH اورګاډي تمځای دروازې او د جوړېدو په حال کې د One World Trade Center ودانۍ ته نږدې، بیا پرانیستل شوه. په پای کې دا مجسمه لېبرټي یا ازادۍ پارک ته ولېږدول شوه او د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په ۱۳مه د درېیم ځل لپاره د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د نړیوال سوداګریز مرکز د وسایطو د امنیت مرکز د عامه استعمال لپاره دی، چې په کې د نړیوال سوداګریز مرکز د کرایه کونکو د پارسلونو رسول هم شامل دي، د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر ۳۱مه، د نړیوال سوداګریز مرکز تر رسمي افتتاح درې ورځې مخکې. د وسایطو د امنیت مرکز د استقلال سړک دروازه له مخکې د تاید شویو موټرونو او لاریو د سکرینینګ او د نړیوال سوداګریز مرکز د کمپلکس مختلفو ودانیو، لارو، د ځمکې لاندې شبکو، موټرو تمځایونو او نورو ځایونو ته دخولي لاره ده.
د نیویارک او نیوجرسي د بندرونو ادارې، چې د وسایطو د امنیت مرکز یې ملکیت دی، د ۶۶۷ میلیون ډالرو د پروژې اجازه ورکړه او د ۲۰۱۰ کال په نیمایي کې کېندنې پیل شوې. د وسایطو د امنیت د یوې پوړېزې ودانۍ د چت د کانکریټ کارونه په ۲۰۱۳ کې بشپړ شول او ورسره د ازادۍ د پارک د رغونې چارو ته لاره اسانه شوه.
د VSC د ننوتلو د لارې یوه ځانګړې برخه، د بوټو ۹۱ متره اوږد شین دیوال دی، چې د بام له پارک څخه د سړک تر کچې پورې غځېدلی دی.
په ۱۹۷۴ کال کې د ۱۳۰ لېبرټي سټریټ په پته د امریکا د بانکدارۍ شرکت Bankers Trust اړوند یوه ۴۰ پوړیزه اداري ودانۍ او لوړ جوړ شوی میدان پرانیستل شو. دغه د فولادو برج چې د Bankers Trust Plaza په نوم پېژندل کېده، مخ یې له تور المونیم او تیاره ښیښې جوړ شوی و. په ۱۹۹۹ کال کې، وروسته له هغې چې د جرمني Deutsche Bank، Bankers Trust وپېره، د دې ودانۍ نوم Deutsche Bank Building کېښودل شو.
د ډویچه بانک ودانۍ (Deutsche Bank Building) د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو پر مهال نږدې په بشپړه توګه تخلیه شوه، کله چې د جنوبي برج (South Tower) د نړېدو له امله راپرېوتو ټوټو د ودانۍ په شمالي مخ کې یو لوی درز او ژور زیان رامنځته کړ. فرانسیسکو بوردیر (Francisco Bourdier)، هغه امنیتي ساتونکی چې د خلکو په تخلیه کې یې مرسته کوله، ووژل شو. دغه برج د نړیوال سوداګریز مرکز (World Trade Center – WTC) له سیمې څخه په خپرو شویو زهرجنو دوړو ککړ شو. همدارنګه، د ماتو کړکیو له لارېد باران اوبه د ودانۍ په داخل کې د پوپنک (mold) د رامنځته کېدو لامل شو. وروسته ودانۍ په تورې جالۍ (black netting) وپوښل شوه، څو له هغې څخه د ودانیزو ټوټو د غورځیدو مخه ونیول شي.
په ۲۰۰۲ کال کې ډویچه بانک (Deutsche Bank) اعلان وکړ چې دغه برج نور د اوسېدو او کارولو وړ نه دی او په بشپړه توګه زیانمن شوی دی. بانک له خپلو بیمهکوونکو شرکتونو څخه د ۱.۷ میلیارد ډالرو تاوان غوښتنه وکړه. خو د بیمې دوو شرکتونو، الیانز (Allianz) او اکسا (AXA)، له دې ادعا سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې ودانۍ پاکېدای او بېرته د کارولو وړ ګرځېدای شي. د ۲۰۰۳ کال په اګست کې حقوقي شخړه هغه مهال پیل شوه چې ډویچه بانک (Deutsche Bank) د الیانز (Allianz) او اکسا (AXA) پر ضد دعوه وکړه، څو هغوی اړ کړي چې د بیمې بشپړ تاوان ورکړي.
د سپټمبر د ۱۱مې (9/11) له بریدونو نږدې یوه لسیزه وروسته، چې د ډویچه بانک ودانۍ (Deutsche Bank Building) یې د کارولو وړ نه وه پرېښې، د دې ودانۍ د نړولو چارې د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې هغه مهال بشپړې شوې، چې د ودانۍ د پرانیستلو او نړولو کارکوونکي د زیرخانې (basement) تر کچې ورسېدل.
د برج د نړولو پر لور د لومړي ګام په توګه، د لوور منهاتن د پراختیا ادارې (Lower Manhattan Development Corporation – LMDC)، چې د نیویارک ایالت او ښار ګډه اداره ده او د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د سیمې د بیا رغونې دنده ورسپارل شوې وه، د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ د یوې هوکړې له مخې ژمنه وکړه چې دا ملکیت به له ډویچه بانک (Deutsche Bank څخه په ۹۰ میلیون ډالرو واخلي او د ودانۍ د نړولو لګښت به هم ورکړي. دغه هوکړه د امریکا د سنا د پخواني اکثریت مشر جورج مېچل (George Mitchell) په منځګړیتوب وشوه. د هوکړې له مخې، ډویچه بانک (Deutsche Bank) ته به د بیمې شرکتونو له خوا نور ۴۰ میلیون ډالر هم ورکول کېدل، چې په دې سره د برج د زیان په اړه د دوی حقوقي شخړه پای ته ورسېده. د هوکړې په بله برخه کې ویل شوي وو چې د ودانۍ له نړولو وروسته به د هغې د ځمکې یوه برخه د موټرو د امنیت مرکز (Vehicle Security Center – VSC)د جوړولو لپاره وکارول شي، څو د نړیوال سوداګریز مرکز (World Trade Center – WTC)کمپلکس ته خدمات وړاندې کړي. د ځمکې پاتې برخه د نړیوال سوداګریز مرکز د پنځم برج (Five World Trade Center – 5 WTC)د وړاندیز شوې ودانۍ لپاره ځانګړې شوه. د دې برج په جوړېدو سره به د نړیوال سوداګریز مرکز اصلي ساحه د جنوب لور ته تر الباني سټریټ (Albany Streetپورې پراخه شي.
د ۲۰۰۴ کال د اګست په ۳۱مه، د منهټن د بیارغونې ادارې (LMDC د ۱۳۰ لیبرټي سټریټ یا د آزادی سړک د ودانۍ ملکیت په رسمي ډول ترلاسه کړ. خو په راتلونکو کلونو کې د ودانۍ د ژر نړولو پر وړاندې ګڼ خنډونه رامنځته شول. چارواکو په ودانۍ کې تر اټکل ډېر زیانرسوونکي او خطرناک مواد وموندل. دې مسئلې د سیمې د اوسېدونکو، دولتي ادارو او قراردادیانو ترمنځ د ودانۍ د پاکولو او نړولو د خوندي بهیر په اړه چاپېریالي او مالي شخړې رامنځته کړې. همدارنګه، کارګرانو په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو کې د ودانۍ پر بام د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو د هډوکو ټوټې وموندلې، چې د نړیوال سوداګریز مرکز د جنوبي برج د نړېدو پر مهال هلته غورځېدلې وې. له همدې امله د ودانۍ د نړولو چارې وځنډول شوې، څو د نورو انساني پاتې شونو د موندلو لپاره پلټنې وشي. په دغو پلټنو کې له ۷۰۰ څخه ډېرې د هډوکو ټوټې وموندل شوې.
د ودانۍ د نړولو چارې بالاخره د ۲۰۰۷ کال د مارچ په ۱۹مه پیل شوې، او کارګرانو لومړی د ودانۍ ۴۰م پوړ پر برخو وېشل پیل کړل. په راتلونکو څلورو میاشتو کې ۱۳ نور پوړونه هم ونړول شول. د نړولو بهیر په ډېر احتیاط ترسره کېده، ځکه هر پوړ باید تر نړولو مخکې په بشپړه توګه له خطرناکو او ککړو موادو پاک شوی وای.
د ۲۰۰۷ کال د اګست په ۱۸مه په ودانۍ کې لوی اور ولګېد چې له ۱۳م تر ۱۸م پوړونو یې زیانمن کړل. تر هغه وخته د ودانۍ د نړولو چارې تر ۲۶م پوړ پورې رسېدلې وې. اور وژونکو د اور په مړه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ شول، ځکه په زیرخانه کې د اوبو اصلي پایپ مات شوی و او کافي اوبه نه رسېدې. همدارنګه، د قراردادیانو له خوا جوړو شویو موقتي دېوالونو او پوښونو د اور وژونکو د وتلو لارې بندې کړې وې. په دې پېښه کې دوه اور وژونکي د لوګي د تنفس له امله مړه شول او له پېښې وروسته د ودانۍ د نړولو ټولې چارې ودرول شوې.
د ۲۰۰۸ کال په مې میاشت کې وروسته له هغې چې ودانۍ له ساختماني پلوه خوندي وبلل شوه او د اور خوندیتوب تدابیر پیاوړي شول، د ودانۍ له ککړو او خطرناکو موادو د پاکولو چارې بیا پیل شوې. دغه بهیر بالاخره د ۲۰۰۹ کال په سپټمبر میاشت کې بشپړ شو.
د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې، د منهټن د بیارغونې ادارې LMDC د ودانۍ د نړولو چارې بیا پیل کړې. د فدرالي حکومت د مالي مرستو په ګډون، د نږدې شپږ کلن نړولو بهیر لګښت له ۲۶۰ میلیون ډالرو واوښت. LMDC بالاخره د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې د نړولو چارې بشپړې کړې. وروسته یې د پخوانۍ ډویچه بانک ودانۍ د ساحې د شمالي برخې کنټرول د نیویارک او نیوجرسي بندرونو ادارې ته وسپاره، څو د نړیوال سوداګریز مرکز WTC لپاره د موټرو د امنیتي مرکز Vehicle Security Center د جوړولو په موخه د ځمکې د کیندلو چارې پیل کړي.
لس کاله وروسته له هغې چې چارواکو د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د زیانمنې شوې ډویچه بانک ودانۍ د نړولو چارې بشپړې کړې، په ۲۰۲۱ کال کې لا هم د دې ودانۍ د پخوانۍ ساحې جنوبي برخه ناآباده پاتې وه. په دې ځای کې د راتلونکي ۵ نړیوال سوداګریز مرکز (Five World Trade Center) د برج د جوړولو پلانونه د څو دولتي ادارو تصویب ته په تمه وو. د منهټن د بیارغونې ادارې (LMDC) د «سایټ ۵» په نوم د دې ځمکې ملکیت له ځان سره ساتلی و. دا ساحه د واشنګټن او الباني سړکونو ترمنځ پرته ده.
وروسته له هغې چې د سپټمبر د ۱۱مې ملي یادګار میدان د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې د خلکو پر مخ پرانیستل شو، د منهټن د بیارغونې ادارې (LMDC) اجازه ورکړه چې د سایټ ۵ جنوبي برخه یادګار ته د ټکټ لرونکو لیدونکو لپاره د انتظار ځای په توګه وکارول شي. په هغه وخت کې د یادګار میدان په کټاره راچاپېر شوی و. د ۲۰۱۴ کال د مې په ۱۵مه، د سپټمبر د ۱۱مې ملي موزیم د پرانیستې او ځانګړې مراسمو پر مهال، په سایټ ۵ کې د انتظار دغه ځای وتړل شو. همدارنګه د یادګار میدان شاوخوا کټاره لرې شوه او لیدونکو د لومړي ځل لپاره وکولای شول چې پرته له ټکټ څخه په ازاده توګه یادګار میدان ته ننوځي.
د منهټن د بیارغونې ادارې (LMDC) پرېکړه وکړه چې د سایټ ۵ تشه شوې جنوبي برخه په یوه موقتي پارک بدله کړي. دا پروژه د ډاونټاون الاینس (Downtown Alliance) په نوم له یوې غیرانتفاعي ادارې سره په ګډه ترسره شوه، چې د منهټن د جنوبي برخې د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي. دغه پارک د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۲مه د خلکو پر مخ پرانیستل شو او د الباني سټریټ پلازا (Albany Street Plaza) نوم ورکړل شو. په دې پارک کې د ناستې څوکۍ، ونې او یو رنګین دېوالي انځور جوړ شوی و. دغه انځور پر هغه دېوال و چې پارک یې د پولیسو له قوماندې مرکز څخه جلا کاوه.
په ۲۰۱۴ کال کې، د منهټن د بیارغونې ادارې (LMDC) د نیویارک او نیوجرسي بندرونو ادارې ته اجازه ورکړه چې د سایټ ۵ په شمالي برخه کې موقتي ودانۍ یا ټرېلرونه جوړ کړي. په دغو موقتي ودانیو کې د بندرونو ادارې د پولیسو د نړیوال سوداګریز مرکز د قوماندې دفترونه ځای پر ځای شول. د پولیسو قومندانۍ د هماغه کال د اپرېل په ۲۴مه دې موقتي مرکز ته ولېږدول شوه.
د ۵ نړیوال سوداګریز مرکز (5 WTC) د برج د جوړولو د پلان د عملي کېدو پر لور په یوه مهم ګام کې، د نیویارک والي اندریو کومو، د منهټن د بیارغونې ادارې (LMDC) او د نیویارک او نیوجرسي بندرونو ادارې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲۶مه له پراختیايي شرکتونو څخه د طرحو غوښتنه وکړه. له پراختیايي شرکتونو وغوښتل شول چې د دې ساحې د اجارې یا پېرلو او هلته د یوې سوداګریزې یا ګډې کارونې ودانۍ د جوړولو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.
د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۱۱مه، د منهټن د بیارغونې ادارې (LMDC) او د نیویارک او نیوجرسي بندرونو ادارې پرېکړه وکړه چې د پراختیايي شرکتونو له یوې ګډې ډلې سره ځانګړې خبرې اترې پیل کړي. دغې ډلې وړاندیز کړی و چې دا ساحه په اجاره واخلي او هلته یوه داسې لوړه ودانۍ جوړه کړي چې ډېره برخه یې د استوګنې لپاره وي. د ۹۹ کلنې اجارې له مخې به پراختیايي شرکتونه د ځمکې کرایه په مستقیم ډول د نیویارک او نیوجرسي بندرونو ادارې ته ورکوي.
د پراختیايي شرکتونو د دې ګډې ډلې مشري امریکايي شرکت سلورسټین پراپرټیز (Silverstein Properties) او د کاناډا تر مالکیت لاندې بروکفیلډ پراپرټیز (Brookfield Properties) کوي. په دې ډله کې د نیویارک دوه نور کوچني شرکتونه، اومني نیویارک (Omni New York) او دابار ډیولپمنټ پارټنرز (Dabar Development Partners) هم شامل دي.
د نیویارک او نیوجرسي بندرونو ادارې امریکا غږ (VOA) ته ویلي چې د راتلونکي ۵ نړیوال سوداګریز مرکز (5 WTC) لپاره د اجارې د تړون د وروستي کولو په موخه له دې ګډې پراختیايي ډلې سره خبرې اترې د اګست تر میاشتې پورې روانې وې. خو تر اوسه نه دي ویل شوي چې دا خبرې اترې به کله پای ته ورسېږي.
نږدې شل کاله وروسته له هغې چې اصلي کلیسا د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې ویجاړه شوه، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په یوه نږدې سیمه کې د نوي سېنټ نیکولاس یوناني ارتودوکس کلیسا او ملي زیارت د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې. دا نوې کلیسا هسپانوي معمار سانتیاګو کالاتراوا (Santiago Calatrava) ډیزاین کړې ده. د امریکا د یوناني ارتودوکس کلیسا مشرې ادارې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې هغه ته د نوې ودانۍ د طرحې جوړولو دنده سپارلې وه.
د کالاتراوا طرحه، چې په ۲۰۱۳ کال کې خپره شوه، د سپین مرمر یوه ګنبدي ودانۍ انځوروي چې څلور ستنې ترې راچاپېرې دي. د دې کلیسا په ډیزاین کې د استانبول له ایا صوفیې (Hagia Sophia) او په خورا کې د مقدس ژغورونکي کلیسا (Church of the Holy Savior in Chora) څخه الهام اخیستل شوی. دا دواړه تاریخي ودانۍ پخوا د یوناني ارتودوکس کلیساوې وې او تر هغه وروسته چې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې یې کارونه بدل شوي وو، ترکي چارواکو په ۲۰۲۰ کال کې بېرته په جوماتونو بدلې کړې. نوې کلیسا د نړیوال سوداګریز مرکز د نوي لیبرټي پارک په ختیځه برخه کې، په ۱۳۰ لیبرټي سټریټ کې موقعیت لري. د دې پروژې اټکلي لګښت شاوخوا ۲۰ میلیون ډالر و. د جوړولو چارې یې د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۸مه د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو سره پیل شوې. د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۲۹مه د ودانۍ ساختماني چارې مهم پړاو ته ورسېدې او د کلیسا د ګنبد پر فلزي چوکاټ یو موقتي صلیب کېښودل شو.
د نیویارک او نیوجرسي بندرونو ادارې، چې د ۲۰۱۱ کال د ځمکې د تبادلې د تړون له مخې یې د یوناني ارتودوکس کلیسا ادارې ته اجازه ورکړې وه چې په ۱۳۰ لیبرټي سټریټ کې کلیسا بیا جوړه کړي، د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۱مه یو بل تړون هم لاسلیک کړ. د نوي تړون له مخې، دا ساحه د ۱۹۸ کلونو لپاره د کلیسا ادارې ته په اجاره ورکړل شوه. د کلیسا او ملي زیارت کلنۍ کرایه یوازې یو ډالر وټاکل شوه. دغه تړون کلیسا ادارې ته دا حق هم ورکوي چې د اجارې په موده کې هر وخت دا ځمکه په یوه سمبولیکه بیه وپېري. کلیسا ادارې ومنله چې د ځمکې ملکیت به د بندرونو له ادارې سره پاتې وي، څو دغه دولتي اداره د کلیسا د جوړولو پر مهال د اړینو جوازونو او قانوني تصویبونو د ترلاسه کولو مسؤلیت پر غاړه ولري.
خو د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د کلیسا د جوړولو چارې ودرېدې، وروسته له هغې چې سویډني ساختماني شرکت سکانسکا (Skanska) وویل چې د یوناني ارتودوکس کلیسا اداره ورته د کار پیسې نه ورکوي. د کلیسا ادارې څو میاشتې مخکې څرګنده کړې وه چې له سخت مالي کسر سره مخ ده، چې د کلونو په اوږدو کې زیات شوی و. د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې دې ادارې پرایس واټرهاوس کوپرز (PricewaterhouseCoopers) وګماره، څو د کلیسا او ملي زیارت د پروژې مالي چارې او د لګښتونو د پام وړ زیاتوالی وڅېړي.
څېړونکو د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې دې پایلې ته ورسېدل چې د کلیسا ادارې د غړو له خوا د درغلۍ یا د پروژې د پیسو د ناسمې کارونې هېڅ شواهد نه دي موندل شوي. د کلیسا ادارې د څېړونکو هغه وړاندیز هم ومانه چې د «سېنټ نیکولاس ملګري» (Friends of Saint Nicholas) په نوم یوه نوې او خپلواکه اداره جوړه شي، څو د درېدلې پروژې د بشپړولو لپاره مالي مرستې راټولې کړي.
د «سېنټ نیکولاس ملګري» (Friends of Saint Nicholas) ډلې د خصوصي بسپنو له لارې میلیونونه نور ډالر راټول کړل، چې له امله یې د کلیسا د جوړولو چارې د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۳مه بېرته پیل شوې. د ۲۰۲۱ کال تر جون پورې د راټولو شویو پیسو ټولیزه اندازه ۹۵ میلیون ډالرو ته ورسېده، چې د کلیسا د بیارغونې له لومړني اټکل شوي لګښت څخه نږدې پنځه برابره زیاته وه.
د دې کلیسا بهرنۍ برخه بشپړه شوه او د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۱۰مه نېټه، چې د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې د شلمې کلیزې له ورځې یوه ورځ مخکې وه، روښانه شوه. نږدې دوه میاشتې وروسته، د نړۍ د ختیځو ارتودوکس عیسویانو روحاني مشر، ایکومینیکل پټریارک بارتولومیو، د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲مه نېټه د دې ودانۍ د دروازې د پرانیستلو په مراسمو کې مشري وکړه
د سینټ نیکولاس یوناني ارتودوکس کلیسا او ملي زیارت د نړیوال سوداګریز مرکز په کمپلیکس کې یوازینۍ مذهبي ودانۍ ده. د هغې اصلي برخه د یوناني ارتودوکس دعا خدماتو لپاره کارول کیږي، پداسې حال کې چې پورتني پوړونه یې د غمرازۍ ځای او د غیر مذهبي او بین المذاهب یادونو، تعلیمي او کلتوري پروګرامونو لپاره یو ټولنیز تالار لري.
د آرتودوکس (Archdiocese) چارواکي وايي چې دا ملي زیارت (National Shrine) د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د وژل شویو کسانو لپاره یو یادګاري بنا او د امریکا د مذهبي ازادۍ او "په تیارو باندې د رڼا د بریا" نښه ده. د دې ودانۍ اجرایوي رییس انډریو وینیوپولوس امریکا غږ ته وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د دې کلیسا-زیارت له پرانیستل کېدو راهیسې، تر ۶۰۰،۰۰۰ ډېر خلک ورغلي او هلته یې عبادت کړی دی، او هره یکشنبه په مذهبي مراسمو کې په اوسط ډول ۱۴۰ کسان ګډون کوي.
د کلیسا-زیارتګاه د وقف کولو یوه جشنې مراسم د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۴مه نېټه، د لویې کلیسایی سیمې (archdiocese) د سلمې کلیزې د لمانځلو په موخه ترسره کیږي. دا ځای تر اوسه د عامو خلکو پر مخ نه دی پرانیستل شوی.
د کلیسا مرکزي اداره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۵مه او ۶مه نېټه، د سیمه ییزې ټولنې لپاره د عبادت ټاکل شوې مراسم بیا پیلوي؛ دا نېټه د "سېنټ نیکولاس" (Saint Nicholas) چې د همدې کلیسې ځانګړی سرپرست او مقدس شخصیت دی د یادښت له ورځې سره سمون لري. دغه مراسم د کلیسا او زیارت د هغې برخې له پرانیستلو سره هممهاله ترسره کیږي چې غیر عبادت کوونکو ته د لیدنې لپاره ځانګړې شوې ده؛ دا پرانیستنه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې (۹/۱۱) په پېښه کې د اصلي کلیسا له ویجاړېدو ۲۱ کاله وروسته ترسره کیږي
اکومینیکل پټریارک بارتولومیو د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د کلیسا-زیارت ځای ته راستنیږي، چې هلته به د عبادت مراسم ترسره کړي، د ټولنې له غړو سره به وګوري او د سپتمبر د یوولسمې (۹/۱۱) د پېښې د قربانیانو په یاد به د ګلونو ګېډۍ کېږدي.
د کلیسا او زیارت د ځای د پېرلو په اړه د لویې کلیسایي سیمې (archdiocese) د اختیار په تړاو، وینیوپولوس امریکا غږ ته وايي: "موږ د بندر له ادارې سره د خپلې اجارې له تړون څخه ډېر خوښ یو او له هغوی سره خورا ښې کاري اړیکې لرو."
هغه ځمکه چې د "5 WTC" ودانۍ د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه، د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې هم لا نه ده رغول شوې؛ دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر د یوولسمې (۹/۱۱) په پېښه کې زیانمنې شوې "ډویچ بانک" (Deutsche Bank) ودانۍ له نړولو او پاکولو وروسته پنځلس کاله تېر شوي دي.
وروسته له هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې د "منهاټن د کوزې برخې یوپراختیايي شرکت" او د نیویارک او نیو جرسي د بندري ادارې (Port Authority) د یوې سیمې د اجارې او پر هغې د سوداګریزو او استوګنځایونود جوړولو لپاره د پراختیايی شرکتونو له یوې ډلې سره ځانګړې خبرې اترې پیل کړې، د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د "نړیوال سوداګریز مرکز" د پروژې په اصلي عمومي پلان کې يې بدلون راوستل تصویب کړل، ترڅو هلته د ګډې کارونې (سوداګرۍ او استوګنې ) پروژې د جوړولو اجازه ترلاسه شي.
کوز مانهټن (Lower Manhattan) د اوسیدونکو او د کور جوړونې د حقونو د مدافعینو یوه ډله د "5 WTC" پروژې پر پلان نیوکه کوي او وايي چې په دې لوکس استوګنیز برج کې د مناسبې بیې لرونکو کورونو (affordable housing) شمېر خورا لږ دی. دوی د "5 WTC د ۱۰۰٪ مناسبو بیو لرونکو کورونو لپاره د ایتلاف" په نوم یوه ډله جوړه کړې ده، ترڅو پر چارواکو او د پروژې پر پرمخ وړونکو فشار راوړي چې د دې پروژې په اړه بنسټیزه بیا کتنه وکړي.
د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۷مه، د نیویارک والۍ کیتي هوچل وویل چې سیمه ییزو چارواکو او د پروژې پرمخ وړونکي یوې داسې هوکړې ته رسېدلي چې د لګښت د مناسبوالي په اړه اندېښنې حلې کوي.
د دې هوکړې له مخې، د "عامه چارو د څارنې بورډ" چې د نیویارک ایالت یوه کمیټه ده او د عامه بودیجې اړوند د املاکو د راکړې ورکړې د مخنیوي (ویټو) واک لري د "WTC 5" برج لپاره د پراختیا يي ادارې هغه وړاندیز تصویب کړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ د استوګنې واحدونه پکې شامل دي. د هغوی له جملې څخه به یوه دریمه برخه په مناسبه بیه وړاندې شي او د دغو مناسبو بیو لرونکو واحدونو یوه برخه به د نیویارک هغو خلکو ته ورکړل شي چې د سپتمبر د یوولسمې (۹/۱۱) د پېښې پر مهال په دې سیمه کې اوسېدل. د هوکړې د یوې برخې په توګه، د نیویارک ایالتي حکومت د دې برج د مالي لګښت لپاره د ۶۰ ملیون ډالرو ژمنه کوي او د ایالت لخوا ټاکل شوی بنسټ، یعنې د «بیټري پارک سیټي اداره»د نورو ۵ ملیون ډالرو ژمنه کوي.
پراختیايي ادارې د وړاندیز شوې برج لپاره د اضافي مالي سرچینو د برابرولو او د ډیزاین د نورو چارو د ترسره کولو بهیر پیلوي، خو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونه پرته له دې چې د جوړولو چارې پیل شي، تېرېږي.
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۸مه، د منهاټن د ټولنې د یوې شورا په عامه غونډه کې، د بندر د ادارې چارواکي هرش پارېخ څرګنده کړه چې د "5 WTC" پروژه "ځنډول شوې" ده.
د می په ۲۷، ۲۰۲۶ کې د کرینز نیویارک بزنس په نوم د سیمه ییز خبري سایټ لخوا په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال، د بندري چارو اجرایوي رییس کاترین ګارسیا وايي چې د فولادو لوړ لګښت سیمه ییز چارواکي او پراختیا يي ادارې دې ته اړ باسي چې د پنځم نړیوال سوداګریز مرکز لپاره د مخکیني وړاندیز شوي ساختماني موادو په اړه بیا فکر وکړي. هغه د پروژې د پرمختګ لپاره هیڅ وخت مشخص نکړ.
د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې، د "الباني سټریټ پلازا" لنډمهاله پارک لاهم د ۵ نمبر سایټ په سویلي برخه کې موجود دی. د LMDC د بورډ غړي د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۹مه په یوه غونډه کې (چې په ژوندۍ بڼه خپره شوه) موافقې ته ورسېدل چې د "الاینس فار ډاونټاون نیویارک" (Alliance for Downtown New York) ادارې ته اضافي فنډونه ورکړي، ترڅو د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۳۰مې نیټې پورې د یادې پلازا ساتنه وکړي. د بورډ غړي وايي چې دا پارک به تر هغه وخته پورې پر خپل ځای پاتې وي ترڅو چې د "5 WTC" ودانۍ د جوړولو چارې پیل شي.
د راتلونکي پنځم نړیوال سوداګریز مرکز لپاره د سلورسټین پراپرټیز او بروک فیلډ پراپرټیز لخوا رهبري شوي اصلي وړاندیز کې د شاوخوا ۸۰ پوړونو ۲۷۴ متره لوړې ودانۍ وړاندیز شوې دی.
د نیویارک د معمارۍ شرکت «کوهن پیډرسن فاکس» (KPF) لخوا د دې برج انځوریزې طرحې د ۲۰۲۱ کال په فبروري کې خپرې شوې وې، خو د ۲۰۲۶ کال تر اګست میاشتې پورې په دې اړه هیڅ نوي معلومات نه دي خپاره شوي.
انځوریزې طرحې، ودانۍ د ۴۸ متره لوړ مستطیل ډوله بنسټ په درلودلو سره ښيي، چې پر هغې څو لوړ او یو له بل سره نښتي مستطیل ډوله بلاکونه ولاړ دي. د ودانۍ په بنسټیزه برخه کې د سړک او د پرچون پلورنځیو یوه برخه شامله ده چې پر سر یې ۱۰ پوړونه قرار لري؛ دا پوړونه تر ډېره د دفترونو لپاره ځانګړي شوي او پکې ځینې رفاهي، ټولنیزې او تخنیکي ساحې هم شاملې دي. د دې بنسټیزې برخې پر سر ۶۹ د استوګن ځایونو پوړونه جوړ شوي چې له ۱۲۰۰ څخه ډېر کرايي اپارتمانونه لري.
سلور ملکیتونو شرکت د ۲۰۲۴ د سپتمبر په میاشت کې د نړیوال سوداګریز مرکز د کمپلکس د بشپړ موډل د یوې برخې په توګه د ۵ نړیوال سوداګریز مرکز وروستی ډیزاین وښوده. دا موډل ۵ نړیوال سوداګریز مرکز ښيي چې ګرد کونجونه لري او د عمودي مستطیل بلاکونو څخه جوړ دی.
په ۱۹۵۹ کال کې د «۳۰ ویسټ براډوې» (30 West Broadway) په پته د دفترونو یوه ۱۶ پوړیزه ودانۍ پرانیستل شوه. دا ودانۍ په ۱۹۷۸ کال کې د مایلز فیټرمین (Miles Fiterman) په نوم یوه سوداګر وپیرله. هغه او د هغه میرمن شرلي (Shirley) په ۱۹۹۳ کال کې یاده ودانۍ د نیویارک ښار پوهنتون اړوند د منهاټن بوروه کمیونټي کالج (Borough of Manhattan Community College) ته ډالۍ کړه.
دا ودانۍ چې ارزښت یې ۳۰ میلیونه ډالر دی، په هغه وخت کې د امریکايي ولنیزپوهنتون ته ورکړل شوې تر ټولو ارزښتناکه ډالۍ ده. CUNY، د نیویارک ایالت تر کنټرول لاندې عامه پوهنتون، د دې د مرستې په ویاړ، دغه ودانۍ "فیټرمین هال" (Fiterman Hall) نومول کیږي او داسې بدلون پکې راوستل کیږي چې ۴۰ ټولګي او د کمپیوټر لابراتوارونه پکې ځای پر ځای شي. دا نوي امکانات له BMCC سره مرسته کوي چې څو بلاکونو لرې موقعیت کې خپل اصلي مرکز کې د ټولګیو د ځای د کمښت ستونزه حل کړي.
د سپتمبر د یوولسمې (9/11) په سهار، له ۱۰۰۰ څخه ډېر زدهکونکي، استادان او کارکوونکي د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) په ودانۍ کې موجود وو؛ دا ودانۍ د بیارغونې تر کار لاندې وه، چې موخه یې د ټولګیو لپاره د نوي زیربنايي سیستم نصبول او د ۲۷۵ ملیون ډالرو په ارزښت په یوه عصري تاسیساتو بدلول وو. د بیارغونې کار څو اونۍ وروسته بشپړېږي، کله چې د فیټرمن هال اوسیدونکي د امریکایی هوايي شرکت د الوتنې ۱۱ څخه د چاودنې غږ واوري چې د نړیوال سوداګریز مرکز شمالي برج سره ټکر کوي. د یو بلاک په واټن کې د چاودنې د اغیزې په لیدلو سره، د فیټرمن هال (Fiterman Hall) استادان او کارکوونکي خپل ټولګي رخصتوي او ودانۍ تخلیه کوي
د غبرگو لوړو ودانیو له ړنګیدو وروسته، د فیټرمین هال کارمندان د BMCC اصلي کیمپس نه څو بلاکونه لرې ته کډه شول ترڅو د بندري ادارې کارمندانو سره مرسته وکړي چې د ورزشي ځای د ناروغانو د لومړنۍ ډلبندۍ او ارزونې پر ځایبدل کړي.
. د ماښام په ۵:۲۰ بجو، د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) سړک بلې غاړې ته د «WTC 7» ودانۍ د نړېدو له امله، د تخریب شویو ټوټو او خاور یوه لویه ډیرۍ د کالج د ودانۍ جنوبي برخې مخې ته لویه ډیرۍ جوړه او د ودانۍ بهرنۍ برخه یې خرابه کړه.
د زهرجنو دوړو د خپریدو او پوپنک له امله ودانۍ د اوسېدو وړ نه ده ګرځولې. کارګران تر بریدونو وروسته په اونیو کې د ودانۍ سوریې بندوي او هغه په تورې جالۍ پوښي.
CUNY غوښتنه کوي چې د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) ودانۍ دې ونړول شي او له سره دې جوړه شي، او خواشیني څرګندوي چې دا په متحده ایالاتو کې د لوړو زده کړو یوازینۍ ودانۍ ده چې په یوه ترهګریز برید کې سخته زیانمنه شوې ده.
د زیانمنې شوې پخوانۍ ودانۍ د نړولو په برخه کې د کلونو ځنډ وروسته، د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) د نوې ودانۍ جوړول په ۲۰۱۱ کال کې بشپړېدو ته نږدې شوی دی.
د سپتمبر د یوولسمې وروسته په لومړیو څو کلونو کې، زیانمن شوی فیټرمین هال پټ پاتې دی ځکه چې CUNY د ودانۍ د برخلیک په اړه د بیمې شرکتونو سره بحث کوي.
وروسته په ۲۰۰۴ کال کې، CUNY د "Pei Cobb Freed & Partners" په نوم د معمارۍ شرکت وګماره ترڅو د "فیټرمین هال" (Fiterman Hall) د ککړتیا د پاکولو او نړولو هغه پلان چمتو کړي چې شاوخوا سیمه د ودانۍ دننه له موجودو زهري موادو څخه خوندي وساتي. دغه شرکت همدارنګه په همدې ځای کې د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) د نوې ودانۍ د ډیزاین او په پای کې د هغې د جوړولو مسؤلیت هم پر غاړه لري. خو په چارو کې نور ځنډ هم رامنځته کیږي، ځکه چې پلانونه باید د اوږدمهالو تنظیمي ارزونو له پړاوونو څخه تیر شي او له بلې خوا CUNY هڅه کوي چې د پروژې د مخکې وړلو لپاره د ښار او ایالت له لوري کافي بودیجه ترلاسه کړي.
د CUNY پلانونه په ۲۰۰۷ کال کې هغه وخت له ماتې سره مخ شول کله چې یوې وژونکې اورلګېدنې د دویچه بانک د ودانۍ د رغونې کار ودراوه، دغه ودانۍ د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو له امله هم داسې زیانمنه شوې وه چې د بیا رغونې وړ نه وه. دغه اورلګېدنه د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) د پلان شوې نړونې په اړه د خوندیتوب نوي اندېښنې راپورته کوي، او اړوند چارواکي له CUNY څخه غواړي چې اصلاح شوې طرحې وړاندې کړي ترڅو نورې ارزونې پرې ترسره شي.
د امریکا د چاپیریال ساتنې اداره د ۲۰۰۸ کال په مارچ کې د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) لپاره د CUNY د ککړتیا د پاکولو پلان تصویبوي او دغه بهیر پیل کیږي د هغه کال د نومبر په ۱۳مه نېټه، کله چې چارواکو د زړې ودانۍ د نړولو او نوې ودانۍ د جوړولو لپاره د ۳۲۵ ملیون ډالرو لګښت د تمویل په اړه د یوې هوکړې اعلان وکړ CUNY ته یو بل پرمختګ په برخه شو . په دې مالي مرسته کې د نیویارک ښار د حکومت له لوري ۱۳۹ ملیونه ډالر، د CUNY د بیمې د هوکړې له لارې ۸۰ ملیونه ډالر، او د CUNY او د نیویارک ایالت د چارواکو لخوا اضافي فنډونه شامل دي.
د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) د پخوانۍ ودانۍ د ککړتیا د پاکولو چارې د ۲۰۰۹ کال په مې میاشت کې بشپړې شوې او د هغې د نړولو کار پیل شو، چې د همدې کال تر نومبر میاشتې پورې د ځمکې سطحې ته ورسېد. «CUNY» د بیا رغونې د پیل لپاره چټک ګامونه پورته کړل او د ډسمبر په لومړۍ نېټه یې د نوي فیټرمین هال د بنسټ ډبرې ایښودلو مراسم ترسره کړل.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې د «فیټرمین هال» (Fiterman Hall) د پخوانۍ ودانۍ له نه جبرانېدونکي زیان لیدلو څخه نږدې ۱۱ کاله وروسته، د دې ودانۍ نوې برخه د ۲۰۱۲ کال د اګست په ۲۷مه نېټه د لومړنیو درسي ټولګیو لپاره پرانیستل شوه؛ دا په داسې حال کې ده چې د ودانۍ په ځینو برخو کې لا هم داخلي رغنیز کارونه روان دي. په هغو تاسیساتو کې چې لا هم تر جوړېدو لاندې دي، د ښکلو هنرونو یو ګالري او یوه عامه کافې شامل دي.
د داخلي ودانیزو چارو له بشپړېدو وروسته، د فایټرمین هال (Fiterman Hall) په بیا رغول شوې بڼه کې شاوخوا ۳۷،۱۰۰ مربع متره په مساحت د کارولو وړ ساحه شتون لري، په داسې حال کې چې د دې ودانۍ په پخوانۍ بڼه کې دا مساحت ۳۴،۸۰۰ مربع متره وه.
دا نوې ۱۴ پوړیزه ودانۍ د خپلو شاوخوا دفترونو له ودانیو څخه د خپلې هغې سور رنګه خښتو او ښیښې لرونکې نما له امله توپیر لري چې داسې ډیزاین شوې ده څو لارویان وکولی شي دننه روان فعالیتونه وویني او د دې ودانۍ له اسانتیاوو څخه د ټولنې د غړو د ګټې اخیستنې هڅونه وشي؛ په دغو اسانتیاوو کې د بام پر سر جوړ شوی د کنفرانسونو مرکز هم شامل دی.
د فیټرمن هال (Fiterman Hall) ۸۰ نوي ټولګي او د کمپیوټر لابراتوارونه پرمختللې تعلیمي ټیکنالوژي لري او په ۲۰۱۲ کال کې یې د BMCC د ټولګیو ظرفیت یوه دریمه برخه زیات کړی دی؛ دې کار د چیمبرز سټریټ (Chambers Street) په اصلي کیمپس کې د ګڼې ګوڼې ستونزه کمه کړې، چیرې چې ډېرو زده کوونکو په موقتي ګرځنده خونو (ټریلرونو) کې درس لوست.
د فیټرمن هال (Fiterman Hall) ۸۰ نوي ټولګي او د کمپیوټر لابراتوارونه پرمختللې تعلیمي ټیکنالوژي لري او په ۲۰۱۲ کال کې یې د BMCC د ټولګیو ظرفیت یوه پر دریمه برخه زیاته کړی ده؛ دې کار د چیمبرز سټریټ (Chambers Street) په اصلي کیمپس کې د ګڼې ګوڼې ستونزه کمه کړې، چیرې چې ډېرو زده کوونکو په موقتي ګرځنده خونو (ټریلرونو) کې درس لوست.
د نړیوال سوداګریز مرکز برجونه او پلازا د ۱۹۷۳ کال د اپریل په ۴مه په یوه مراسمو کې پرانیستل شول. د دې پلازا مرکزي اثر، چې په ۱۹۷۲ کال کې نصب شوی و، د الماني هنرمند فریتس کونیګ (Fritz Koenig) لخوا جوړه شوی د برونزو مجسمه ده.
د کولمبیا پوهنتون د هنر د تاریخ د استاد هولګر اې. کلاین (Holger A. Klein) یوه څېړنه ښيي چې د دغه مجسمې کیسه په ۱۹۶۷ کال کې پیل کیږي؛ هغه مهال چې امریکایی معمار او د نړیوال سوداګریز مرکز (WTC) ډیزاینر، مینورو یاماساکي (Minoru Yamasaki) له کونیګ (Koenig) سره اړیکه نیسي ترڅو له هغه وغواړي چې د نړیوال سوداګریز مرکز د پلازا (چې هغه وخت لا نه وه جوړه شوې) لپاره د اوبو د یوې لویې فوارې په بڼه مجسمه ډیزاین کړي. د نیویارک او نیو جرسي د بندر ادارې په ۱۹۶۸ کال کې د کوینیګ (Koenig) لخوا د مجسمې کوچنۍ بڼه (ماډل) تصویب کړ او هغه ته یې د اصلي اندازې د مجسمې د جوړولو دنده وسپارله، چې نوموړي وروسته په همدې کال کې په جرمني کې پرې کار پیل کړ. د مجسمې له بشپړولو وروسته، هغه دا د برېمن (Bremen) بندر ته استوي ترڅو په یوه لرګین صندوق کې نیویارک ته ولېږدول شي؛ هلته دا مجسمه د ۱۹۷۲ کال په لومړیو کې، د نړیوال سوداګریز مرکز (WTC) په پلازا کې له نصبېدو مخکې، رسیږي.
دغه مجسمه چې د کونیګ (Koenig) لخوا "د نیویارک د کاریاتیډ لویه کره" (Great Caryatid Sphere, N.Y.) نومول شوې، د بندر د ادارې (Port Authority) اجرایوي رییس آسټین جې ټوبین یې د سوداګرۍ له لارې د نړیوالې سولې د سمبول په توګه ستایي؛ خو نیویارکيان یې معمولاً یوازې د "کُرې" (The Sphere) په نوم یادوي.
په ۱۹۷۸ کال کې د ټوبین له مړینې وروسته، د بندر ادارې (Port Authority) د هغه په ویاړ د WTC پلازا نوم "آسټین جې. ټوبین پلازا" ته بدل کړ
د غبرګو برجونو (Twin Towers) نړېدل هغه میدان یا پلازا له منځه وړي، خو "سپیر" (The Sphere) مجسمه یوازې لږ زیان لیدلی. دا مجسمه په ۲۰۰۲ کال کې په لنډمهاله توګه نږدې "بیټري پارک" ته لیږدول کیږي او د بریدونو د قربانیانو د درناوي په موخه نندارې ته وړاندې کیږي.
د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې، د «آسټین جې ټوبین پلازا» (Austin J. Tobin Plaza) په پخواني ځای کې د ۱۱مې سپټمبر د یادګاري میدان جوړول بشپړېدو ته نږدې دي. دا ځای به د بریدونو د لسمې کلیزې یوه ورځ وروسته، یعنې د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د خلکو پر مخ پرانیستل شي. د میدان په منځ کې یوه نوې سطحي ودانۍ (پویلین) شتون لري چې د ځمکې لاندې د ۱۱مې سپتمبر د یادګاري موزیم لپاره جوړه شوې؛ دغه موزیم لاهم تر جوړېدو لاندې دی.
د یادګار او موزیم د کمپلکس د جوړولو بهیر د ۲۰۰۲ کال په جولای میاشت کې هغه وخت پیل شو چې د "کوز منهاټن پراختیا شرکت" (LMDC) چې د نیویارک ایالت او ښار یوه ګډه اداره وه او د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته یې د سیمې د بیارغونې دنده پر غاړه درلوده ، د دې پروژې لپاره د موخو یوه لومړنۍ طرحه (مسوده) چمتو کړه. د یادې ادارې د مدیره پلاوي د ۲۰۰۳ کال په اپریل میاشت کې، د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو له کورنیو، ژوندي پاتې شویو کسانو، لومړنیو مرستندویانو، سیمه ییزو اوسېدونکو او نورو اړوندو لوریو څخه د نظرونو له ترلاسه کولو وروسته، د پروژې د موخو وروستۍ بڼه تصویب کړه. دا اعلامیه "د نړیوال سوداګریز مرکز د یادګار بنسټ" (World Trade Center Memorial Foundation) ته چې اصلي نوم یې همدا دی واک ورکوي چې "د نړیوال سوداګریز مرکز په ساحه کې یو یادګار او اړوند جوړښتونه او تاسیسات ولري، جوړ کړي، چارې یې پرمخ یوسي او ساتنه یې وکړي." د دې بنسټ یوه مهمه لومړنۍ دنده د خیریه مرستو د راټولولو له لارې د پروژې لپاره د بودیجې برابرول دي؛ هغه فعالیت چې LMDC یې د یوې دولتي ادارې په توګه د ترسره کولو اجازه نه لري. دغه بنسټ د ۲۰۰۳ کال په سپتمبر کې له مالیې څخه د معافیت د حالت لپاره غوښتنه کوي او لږه موده وروسته فدرالي منظوري ترلاسه کوي، چې ورسره د خصوصي مرستو ترلاسه کول پیلوي.
د یادګاري پروژې لومړنۍ ساختماني چارې د ۲۰۰۶ کال په مارچ میاشت کې پیل شوې؛ په دې لړ کې کارګرانو د "غبرګو برجونو" (Twin Towers) په بنسټونو کې د هغو پاتې شویو ستنو شاوخوا چې د برجونو په احاطه کې ولاړې پاتې وې، محافظتي احاطې جوړې کړې. د نیویارک او نیو جرسي د بندر ادارې (Port Authority) د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې د دې پروژې د ټولې ساختماني چارې پر غاړه واخیستې؛ دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د نیویارک ایالت او ښار چارواکو و ارزوله چې د نړیوال سوداګریز مرکز (WTC) په کمپلیکس کې د ټولو ودانیزو چارو د مدیریت لپاره د یوې واحدې ادارې ګمارل، هم چټک او هم لږ لګښت لرونکی کار دی.
دغه بنسټ د ۲۰۰۷ کال په اګست میاشت کې خپل نوم "د نړیوال سوداګریز مرکز د سپتمبر د یوولسمې ملي یادګار او موزیم" ته بدل کړ، ترڅو د یوې ملي غمیزې د یاد ساتلو په برخه کې د دې پروژې موخه په ښه توګه منعکس کړي
د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د یادګار نوی موزیم د ۲۰۱۴ کال د مۍ په ۱۵مه په یوه داسې مراسمو کې پرانیستل شو چې مشري یې د امریکا هغه وخت ولسمشر بارک اوباما او د یادګار د برخې مشر مایکل بلومبرګ کوله. په همدې ورځ د یادګاري ساحې (پلازا) شاوخوا کټارې هم لرې کړل شوې. د لومړي ځل لپاره خلکو ته د وړیا لاسرسي زمینه برابره شوه. دا موزیم د اته کلنې جوړونې وروسته د مۍ په ۲۱مه نېټه د خلکو پر مخ پرانیستل شوه؛ د دې پروژې ټول لګښت، چې په ۲۰۱۱ کال کې شوی یادګاري چوک (پلازا) هم پکې شامل دی، ۷۰۰ ملیون ډالرو ته رسیږي. دا موزیم او یادګاري کمپلیکس په متحده ایالاتو کې تر ټولو ګران بیه جوړ شوی کمپلیکس دی.
د ځمکې پر سر دا ودانۍ (پاویلیون) د ناروې د معمارۍ شرکت «سنوهیټا» (Snøhetta) لخوا ډیزاین شوې، په داسې حال کې چې د ځمکې لاندې موزیم برخې د نیویارک ښار میشت د معمارۍ شرکت «ډیوس بروډي بانډ» (Davis Brody Bond) لخوا ډیزاین شوي دي. د دې نندارتون ځایونه د نیویارک ښار د شرکتونو «Thinc Design» او «Local Projects, LLC» او همدارنګه د الینای ایالت میشت شرکت «Layman Design» لخوا ډیزاین شوي دي.
دا موزیم ۱۰۲۰۰ مربع متره مساحت لري چې د اثارو، انځورونو، شخصي کیسو او متقابلې ټیکنالوژۍ له لارې د سپتمبر د یوولسمې (9/11) پېښې او د ۱۹۹۳ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په نړیوال سوداګریز مرکز کې د ترسره شوې ترهګریزې بمي چاودنې د کیسې بیانولو ته ځانګړی شوی دی. لیدونکي د یوې مخ ځوړندې لارې په واسطه یوې پراخې ځمکې لاندې تشې ته ښکته کیږي، چیرې چې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز (WTC) اصلي کمپلیکس موقعیت درلود. د موزیم دوه اصلي برخې عبارت دي له یادګاري تالار څخه، چې یوه دیوال یې د لرغوني رومي شاعر "ورجیل" د یوې سترې لیکنې کوربه دی؛ هغه لیکنه چې وايي: "هیڅ ورځ به تا د وخت له یاد څخه ونه باسي؛" او د "فاونډیشن هال" (Foundation Hall) چې د نړیوال سوداګریز مرکز (WTC) د اصلي "سلري وال" (slurry wall) یوه برخه په کې شامله ده؛ دا یو داسې ساتونکی دیوال و چې د ۱۹۶۰ لسیزې په منځنیو کلونو کې د دې ځای د کیندلو پر مهال د نږدې هډسن سیند د اوبو د ننوتلو د مخنیوي لپاره جوړ شوی و.
د موزیم نورې مهمې برخې د ژغورنې زینې دي، یوه زینه چې د اصلي لوړ شوي WTC پلازا برخه وه او د 9/11 په ورځ د WTC کمپلیکس څخه د دفتر تښتیدلو کارکوونکو و ته د ژوند لیک چمتو کړ؛ او وروستی ستون، د WTC فولادو یوه ټوټه چې د می په 2002 کې د ساحې د بیارغونې کار په پای کې د ځمکې لاندې څخه ایستل شوې وروستۍ وه.
د ځمکې لاندې کمپلیکس یوه جنجالي ځانګړتیا د 9/11 د WTC قربانیانو د نامعلومو او بې ادعا شویو پاتې شونو لپاره یوه زیرمه ده. دا د موزیم د یادګاري تالار دیوال شاته موقعیت لري چې د ویرجیل اقتباس لري او یوازې د نیویارک ښار د لوی طبي معاینې دفتر کارمندانو ته لاسرسی لري. د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو د خپلوانو لپاره یوه ځانګړې شخصي فضا، چې د «Reflection Room» (د فکر او تأمل خونه) په نوم یادیږي، د دغه زېرمتون تر څنګ موقعیت لري. د موزیم د پرانیستلو پر مهال، په دې زېرمتون کې د انسانانو د پاتېشونو شاوخوا ۸۰۰۰ نمونې موجودې وې؛ هغه پاتېشوني چې طبي معاینې یې د موزیم څخه بهر په یوه DNA لابراتوار کې د یوې روانې او نامحدودې پروسې په ترڅ کې د هویت معلومولو هڅه کوي.
د نړیوال سوداګریز مرکز (WTC) د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي د دې زیرمې پر وړاندې اعتراض لري او وايي چې د خپلو عزیزانو د احتمالي پاتې شونو ساتل د ځمکې لاندې په ژوره برخه کې او د سیلانیانو د یوه مهم مرکز تر څنګ، د احساساتو نه درناوي ته ورته عمل دی. خو د قربانیانو نور خپلوان بیا د ځمکې لاندې دا زیرمه یوه مناسبه اسانتیا ګڼي.
د لویانو لپاره د موزیم د ۲۴ ډالرو په اصلي معیاري ټکټ بیې باندې هم بحثونه راپورته شوي، او د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د ځینو قربانیانو د کورنۍ غړي دا بیه له حده زیاته بولي. د دې ځای ملاتړي وايي چې د لویانو لپاره د ټکټ بیه چې اوس ۲۶ ډالرو ته لوړه شوې د موزیم او یادګاري کمپلیکس له کچې او ارزښت سره مناسبه ده؛ هغه کمپلیکس چې د ۲۰۱۹ کال د فعالیت او مدیریت ټول لګښتونه یې ۷۳ ملیون ډالرو ته رسېږي.
د سپټمبر د ۱۱مې ملي یادګار او موزیم وايي چې د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې د موزیم له پرانیستل کېدو راهیسې، له ۱۷ میلیونو څخه زیاتو خلکو له دې موزیم څخه لیدنه کړې ده. همدارنګه ویل شوي چې په ۲۰۱۱ کال کې د یادګاري ساحې (پلازا) له پرانیستل کېدو راهیسې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له ۵۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو له دې ځای څخه لیدنه کړې ده.
د سپټمبر د ۱۱مې ملي یادګار او موزیم په پام کې لري چې په ۲۰۲۶ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې د نمانځلو لپاره یو لړ ځانګړي نندارتونونه پرانیزي. په دې لړ کې یو نندارتون چې "زموږ بیرغ لا هم هلته و" (Our Flag Was Still There) نومېږي، د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې سره تړلي هغه امریکايي بیرغونه نندارې ته وړاندې کوي چې د یادې ادارې په وینا، د سختو حالاتو پر وړاندې د امریکايي ارزښتونو د پیاوړتیا د سمبول په توګه د بیرغ د حیثیت ښکارندويي کوي.
د یوې ادارې د معلوماتو پاڼه ښيي چې دغه موزیم په ۲۰۱۴ کال کې له پرانیستل کېدو راهیسې د امریکا او ۱۹۰ نورو هېوادونو څخه د ۲۵ میلیونو لیدونکو کوربتوب کړی دی. په ۲۰۲۶ کال کې د لویانو لپاره د ټکټ بیه ۳۶ ډالرو ته لوړه شوې، خو موزیم د دوشنبې د ماښام لیدنو لپاره خلکو ته یو شمېر محدود وړیا ټکټونه هم وړاندې کوي.