هغه څه چې ټرمپ یې وړاندیز کړی، دا دي:
مهاجرت
نېټو او اوکراین
نړېوال دریځ
په درامداتو ټېکس او تجارت
موسمیات او انرجي
د عدلیې وزارت
مدني حقونه
ضابطې
ټرمپ ویلي، د هغو کسانو د واپس کولو دپاره به چې امریکا کې غیرقانوني اوسېږي، نېشنل ګارډ او ځایي پولیس ځواکونه استعمال شي. هغه دا وړاندیز هم کړی چې د پیدایش په بنیاد شهریت دې ختم کړی شي. څېړونکي وایي، د دې دپاره به ممکن په آئین کې بدلون راوستل وي.
—پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ،
سپټمبر کې د صدارتي مباحثې پر مهال
ټرمپ وایي چې دغسې معاینې به د هغو وګړو د راتګ مخه ونیسي کوم چې د هغه په وینا، “خطرناکه مذهبي لیونیان، نفرت کوونکي، متعصبین، او ذهني لیونیان” دي. هغه دا وړاندیز هم کړی چې “د بایډن انتظامیې د پرانېستو سرحداتو هره پالیسي به منسوخه” کړي، او ویلي یې دي هغه سفري بندیزونه به بیا پرځای کړي کوم چې د اوو مسلمان مېشته ملکونو شهریان یې امریکې ته د راتګ نه منعه کول.
ټرمپ د خپل کمپېن پر مهال د اوکراین سره د امریکې په امداد تنقید کولو او د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي په باب یې ویل، “یو تر ټولو ستر خرڅوونکی (چالبازه) دی چې ما خپل ژوند کې لیدلی.” هغه همدا شان د نېټو په غړو هېوادونو سختې نیوکې کولې چې ولې د پوځي اخراجاتو ټاکل شوی هدف نه پوره کوي.
که څه هم ټرمپ ژمنه کړې چې د امریکا پوځ ته به وسعت ورکوي، خو هغه دا وړاندیز هم کوي چې په بهرنیو جنګونو کې د امریکا ښکېلتیا راکمه شي. هغه ټینګار کړی چې په اوکراین کې د روس جنګ او د اسرائیل-حماس جنګ ختمولی شي، مګر وضاحت یې ندی ورکړی چې په څه طریقه.
هغه وړاندیز کړی چې په خارجي مالونو باندې د ٪۱۰ نه واخله تر ٪۲۰ پورې (یا زیات) درامداتي ټېکس ولګولی شي. هغه ژمنه کړې چې په امریکا کې به د چینایي اخېستونکو لخوا “د هر قسمه اهمو بنیادي اډانو” د اخېستو مخه ونیسي.
ټرمپ د انرجۍ داسې یوه پالیسي وړاندې کوي چې په فوسیلي سون توکو یې بنیاد دی، او همدا شان وایي چې امریکا کې دې د تېلو او ګېسو استخراج اضافه شي. هغه ژمنه کوي چې د بایډن د زمانې د سون موادو د کارکردګۍ معیارونه منسوخه کړي، او وعده یې کړې چې د الکټریک ګاډو د ودې د هڅولو دپاره چې بایډن څه رعایتونه ورکړي، هغه هم ختم کړي.
ټرمپ په اېما سره دا ویلي چې که چېرته بېرته وایټ هاوس ته ستون شي، نو هغه به د خپلو سیاسي رقیبانو په ضد د اېف بي آی او عدلیې وزارت طاقت استعمال کړي. په دې نوملړ کې د صدر جو بایډن، نایب صدره کامېلا هېرس او خاص سرکاري وکیل جک سمېټ شامل دي.
— ډانلډ ټرمپ،
په جون میاشت کې میامي کې عدالت ته د تللو وروستو، د خبرو پر مهال
ټرمپ په حکومتي اداراتو کې د تنوع، برابري او شمولیت (ډي اي آی) پروګرامونو د ختمولو غږ کړی دی. هغه به همدا راز د کانګرس نه وغواړي چې د پیدایش په وخت صرف د دوه جنسیتونو پېژندګلوی بنیاد وګرځوي.
د هغه وړاندیز دی چې د یو لړ سېکټورونو په وړاندې بیوروکرېټک خنډان لېري کوي، چې دې سېکټورونو کې د فوسیلي سون توکو د پیداوار او د کورونو جوړولو صنعتونه شامل دي. ټرمپ دا هم وایي چې هغه به “د ماحولیاتي انتهایي پسندانو له اړخه بېځایه دعوې” ختمي کړي. هغه دا وړاندیز هم کړی چې د فډرل انتظامیې د کارکنانو له کاره اېستل دې آسانه کړی شي.
سرچینه: اې پي