جهاد ته تلل

د ستورو له پیژندنې څخه د اسلامي دولت د ډلې تر جګړه مارۍ پورې د یوه ځوان ترک د ژوند داستان

د امریکا غږ د افراطیت د څارنې شعبه

راشد تورال په ټولنیزو رسنیو کې هغه مهال زیات مینه وال پیدا کړل کله چې نوموړي د ستورو او آسمان ښکلي انځورونه پر خپلې پاڼې خپرول. د هغه څو انځورونه د نشنل جیوګرافیک ویب پاڼې هم خپاره کړل. یو تصویر یې د یوې درختې څخه له یوې داسې زاویې اخیستی دی چې درخته د تپې په څنګ کې راغلې او لوړ په آسمان کې د ستورو بیلابیل شفاف او ښکلي رنګونه ترسترګو کیږي. تورال په فینلنډ کې د نجوم او ستورو پیژندنې په یوه مشهور پوهنتون کې د ماسټرۍ په پروګرام کې قبول شو. هغه ډیر زیرک، ښکلی او ځوان طبیعته کس و چې هلې ځلې یې کولې ترڅو د نجوم په برخه کې ځان ته شهرت ترلاسه کړي او په دې برخه کې مسلکي کار وکړي.

خو تورال د یوې بلې موضوع په هکله هم ډير کنجکاو و. هغه یو مذهبي مسلمان و او په یوې محافظه کاره کورنۍ کې را لوی شوی و. کله چې په پوهنتون کې محصل و نو د جهادي افکارو د ویب پاڼو سره یې شوق او علاقه پیدا شوه. ددغو ویب پاڼو د محتویاتو د لوستولو وروسته یې د اسلام څخه د هغوي تعبیر په زړه کې ځای وموند.

د ۲۰۱۵ کال په پیل کې هغه د خپلې کورنۍ سره آرامه ژوند پریښود او سوریې ته ولاړ چې د اسلامي دولت د ډلې سره یوځای شي. د تیرکال د اګست په میاشت کې د تورال د مړینې خبر راغی. هغه د داعش د جګړه مارانو په صف کې د کردي ځواکونو سره د جګړې پرمهال ووژل شو. هغه د ۲۷ کالو و. په زرګونو ځوان مسلمانان د اسلامي دولت د ډلې په پروپاګند او ایډیالوژۍ خطا وتلي دي ، سوریې او عراق ته تللي چې د تش په نامه اسلامي خلافت سره یو ځای شي او ددې خلافت په دفاع کې جګړه وکړي. د تورال په څیر زیات شمیر دغو ځوانانو خپل ښه او آرامه ژوند پریښی دی. د هغه قصه د نورو په مقایسه ځکه جالبه ده چې په تیرې یوې لسیزې کې یې زیاتې لیکنې کړي او زیات شمیر ښکلي انځورونه یې خپاره شوي دي. په آثارو کې د هغه تدریجي بدلون هم تر سترګو کیږي.

تورال دا انځور  د ترکیې د توبیتک د نظارت د ملي نقطې څخه اخیستی دی. دغه نقطه د ترکیې په اناتالیا سیمه کې موقعیت لري. هغه د ،میلکي وې،، یا د شیدو د لارې تصویر د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په میاشت کې پر خپل فیسبوک پاڼې خپور کړ. 

تورال دا انځور د ترکیې د توبیتک د نظارت د ملي نقطې څخه اخیستی دی. دغه نقطه د ترکیې په اناتالیا سیمه کې موقعیت لري. هغه د ،میلکي وې،، یا د شیدو د لارې تصویر د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په میاشت کې پر خپل فیسبوک پاڼې خپور کړ. 

د کلونو په اوږدو کې تورال د ځان، کهکشان، او نورو شیانو داسې انځورونه په میراث پريښودل چې ډیر په زړه پورې او جالب دي. هغه هڅه کړې چې د نجوم او خپل دین ترمنځ اړیکې څرګندې کړي او د غیرمسلمانانو په هکله یې خپله کرکه بیان کړې. په یوه مفصل لیک کې چې هغه تیرکال پر انټرنیټ خپور کړ، هغه د اسلامي دولت د ډلې سره خپل ورځنی ژوند بیان کړی دی. په لیک کې یې د هغو شیبو په هکله لیکلي چې دی د داعش سره په اوسېدو کې ستړی او خفه شوی او هم یې د هغو شیبو په هکله لیکلي چې د داعش سره د یوځای کیدو وروسته سخت نظامي فزیکي تمرینات کوي. هغه د داعش پر سیمو د هوايي بمباریوو په هکله هم لیکلي چې څنګه به د بمباریوو څخه پټیده. هغه په لیک کې د اسلامي دولت د ډلې وحشیانه کړنې په جدیت او د ځاني قضاوت له لارې پر حق ګڼي او د ښځو څخه د جنسي مینځو په توګه کار اخیستل او د خلګو څخه د سرونو د پریکولو د کار څخه يې هم په کلکه دفاع کوي.

تورال پر فیسبوک لیکلي چې ، هرڅوک چې د جهاد کولو پرته او یا د جهاد د فکر پرته مړ شي، هغه د منافق په مړګ مري.،، هغه د اسلام د پیغمبر څخه یو حدیث نقل قول کړی دی. د اسلامي مطالعاتو میانه روه عالمان لکه محمد عبدالفضل په دې عقیده دي چې وسله وال مذهبي افراطیان د جهاد معنی او په مجموع کې اسلام غلط تعبیروي. دغه عالمان وايي چې اسلام په حقیقت کې ترهګري او پر غیر مسلح ملکیانو باندې بریدونه غندي.

تورال ولې د افراطیت او تشدد لاره غوره کړه؟ د امریکا غږ یو شمیر خبریالانو هڅه کړې چې دې پوښتنې ته ځوابونه پیدا کړي. دغو خبریالانو د تورال د ټولنیزو رسنیوو لیکنې او هغه څوارلس صفحه يي لیک مرور کړی چې هغه په سوریې کې د خپلو لومړیو ورځو تجارب په کښي بیان کړي دي. دغه آثار د ترکي ژبې څخه ترجمه شوي دي. د امریکا غږ خبریالانو دغه راز د نورو سرچینو او د هغه د نږدې ملګرو او دوستانو سره هم مرکې کړي دي او د نوموړي د پلار سره یې هم لنډه مرکه کړې ده.

جهاد هغه مسیر نه و چې تورال پیل کړی و نه د هغه زیرکتیا، علم، کنجاوي او خوشحاله طبیعت ددې وړاندوینه کولای شوای چې هغه به پر دې مسیر مزل کوي. د هغه ژوند او مرګ د داعش د درواغجنۍ ایډیالوژۍ او غلط ویاړ په مطالعه کې یو مهمه قضیه په ډاګه کوي چې د ځوانو مسلمانانو د نسل یو شمیر کسان ددې درواغو او خیالي افکارو قربانیان شوي دي.

په یوې مذهبي کورنۍ کې د هغه راغټیدل

تورال د خپلې کورنۍ د درو اولادونو د جملې څخه د سن په لحاظ دویم اولاد و. هغه د انقرې د سینکان په سیمه کې په یوې داسې کورنۍ کې راغټ شوی چې مذهب او تحصیلاتو ته ډير ارزښت ورکوي. د هغه پلار د ترکي ژبې په ادبیاتو کې دوکتورا لري او په یوه ښوونځي کې معلم دی. د هغه مشر ورور د کمپیوټر د سافټ ویر د برخې انجنیر دی چې موسیقي هم کمپوزوي او کشره خور یې محصله ده. د هغه اکا د ریاضیاتو پرفیسور دی.

د تورال پلار، سلیمان تورال د ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د اسلام په هکله په انټرنیټ کې لیکنې کولې. هغه به پر انټرنیټ باندې شعرونه او خپل محافظه کاره افکار بیانول. هغه د خپلې دوکترا په دفاعیه مونوګراف کې هم په قرآن کې د ارزښتونو د سیستم په هکله لیکلي و او په خپل اثر کې یې د افراطیانو جهاد ته توجه ورکړې. هغه عیسویان او یهودان په دې خاطر په غضب اخته خلک بللي چې په الله او د هغه په پیغمبر ایمان نلري. هغه لیکلي،، دغه کسانو ته به په اخرت کې سخته جزا ورکړل شي.،،

مشر تورال او میرمن یې، راشد تورال چې د ښوونځي زده کونکی و، په یوې خصوصي مدرسې کې شامل کړ چې د اسلام مقدس کتاب ولولي چې دا د مذهبي کورنیوو ترمنځ عامه خبره ده.

لوړ: تورال دا انځور  د ترکیې د توبیتک د نظارت د ملي نقطې څخه اخیستی دی. دغه نقطه د ترکیې په اناتالیا سیمه کې موقعیت لري. هغه د ،،میلکي وې،، یا د شیدو د لارې او سپوږمی انځور څنګ پرڅنګ اخیستی او دا تصویر  یې د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په ۱۲ مه نیټه پر خپل فیسبوک پاڼې خپور کړ.ضمیمه: د ترکیې د توبیتک د نظارت  د ملي نقطې څخه د آسمان یو انځور چې د ۲۰۱۲ کال د ستورو د فیسټوال پر مهال اخیستل شوی او د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر پر ۱۲ خپور شوی دی.

لوړ: تورال دا انځور د ترکیې د توبیتک د نظارت د ملي نقطې څخه اخیستی دی. دغه نقطه د ترکیې په اناتالیا سیمه کې موقعیت لري. هغه د ،،میلکي وې،، یا د شیدو د لارې او سپوږمی انځور څنګ پرڅنګ اخیستی او دا تصویر یې د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په ۱۲ مه نیټه پر خپل فیسبوک پاڼې خپور کړ.

ضمیمه: د ترکیې د توبیتک د نظارت د ملي نقطې څخه د آسمان یو انځور چې د ۲۰۱۲ کال د ستورو د فیسټوال پر مهال اخیستل شوی او د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر پر ۱۲ خپور شوی دی.

یاغي نبوغ

د ۲۰۰۷ کال په ورستیو برخو کې تورال د منځني ختیځ په تخنیکي پوهنتون یا ام اي ټي یو کې داخله وکړه چې د فزیک په برخه کې زده کړې وکړي. دې پوهنتون ته په ترکیه کې د امریکا د هارورډ د پوهنتون په سترګه کتل کیږي. د هغه یو پخوانی همصنفی نیحت چیلیک وايي چې د ام اي ټي یو پوهنتون ډیر آزاد او غیرمذهبي چاپیریال لري چې د تورال د کورنۍ د مذهبي چاپیریال برعکس دی. چیلیک د تورال یو له هغو ملګرو څخه دی چې د هغه لیکنې او په ټولنیزو رسینوو کې یې د هغه پوسټونه تایید کړي دي.

چیلیک وايي چې ،، د ورځې د خواه به تورال په یوه لیبرال او آزاد چاپیرال کې زده کړې کولې او د شپې له خواه به د خپلې مذهبي او محافظه کارې کورنۍ سره اوسیده. دا ممکن نه ده چې دغه دوه بیلابیل چاپیرالونه دي سره ګډ کړل شي.،،

په دې انځور کې تورال د ترکیې د انتالیا په سیمه کې غره ته خیږي

په دې انځور کې تورال د ترکیې د انتالیا په سیمه کې غره ته خیږي

د ام اي ټي یو په پوهنتون کې تورال د نجوم د علم او عکاسۍ سره د علاقمندۍ په خاطر ډیر مشهوره و. هغه په دې هم مشهوره و چې ځیني وخت به یې انتیک او عجیب کارونه کول. د هغه یو پروفیسور چې د امنیتي ملحوظاتو په خاطر یې نه غوښتل نوم یې ذکر شي امریکا غږ ته يې ویلي چې ،،تورال یو نابغه و او ډیر ښه سوالونه به یې کول. خو هغه د خپل صنف تر ټولو ښه محصل نه و ځکه ډیسپلین یې نه درلود او اکثراً به یې په بیلابیلو مضمونونو کې غیرحاضري کوله.،،

تورال د خپل پوهنتون د نجوم د برخې په کلب کې داخله وکړه او ددې کلب مشر اتکو بوراتاچ يې خپل ملګری کړ. بوراتاچ امریکا غږ ته وویل چې دواړو به سفرونه کول او د سفر پرمهال به یې خیمې وهلې او د شپې له خوا به یې اسمان مطالعه کوی. دواړو دغه راز د ترکیې د توبیتک د ملي نظارتي مرکز په کلنیوو پروګرامو کې هم همکاري کوله چې په لړ کې به یې عام خلګ ددې مرکز پروګرامونو ته ورتلل او ددې مرکز د تحقیقاتو په هکله یې به یې معلومات ترلاسه کول.

تورال په ۲۰۱۰ کال کې د نشنل جیوګرافیک د ویب پانې سره خپل د نجوم د برخې اخیستل شوي انځورونه شریک کړل او د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې یا ناسا د ۲۰۱۲ کال د تیلیسکوب په ذریعه د اخیستل شویو انځورونه په سیالۍ کې یې هم ګډون وکړ. په ټولنیزو رسینو کې هغه د ،، اټمي پیشکې،، په نامه مشهوره و ځکه د پیشکو سره یې ډیره جوړه وه او د هغوي ډیر عکسونه یې هم اخیستي وو.

تورال دغه عکس د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر پر ۸ مه نېټه پر فیسبوک خپور کړ او ورسره یې ولیکل چې ،، د مطالعې پر وخت خوب،،

تورال دغه عکس د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر پر ۸ مه نېټه پر فیسبوک خپور کړ او ورسره یې ولیکل چې ،، د مطالعې پر وخت خوب،،

یو لیونی سرکښه

د هغه یو همصنفی چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي ځکه ویره یې درلودله چې خلګ داسې فکر ونکړي چې دی هم د هغه په څیر دی، امریکا غږ ته یې وویل چې ،، تورال ډیر ټوکي او مسخره چي و چې په هر شي به یې پسخند وهی او تل به یې ټوکي کولې. یوه ورځ مکتب ته د ښځو په کالو کې راغلی و،،. دغه صنفی یې وايي چې بله ورځ یې کمیس نه و اغوستی او یواځي یې اوږد نیکر په ځان کې و.
همصنفي یې دغه راز وویل چې هغه په شوق بایسکل چلوی، د غره ختنې او اوبازۍ سره یې هم ډیر شوق درلودی. هغه به په فزیکي لحاظ پر ځان ډیر زحمت ایستی. ،، یوه پلا د انقرې څخه تر قونیې پوري پر بایسکل ولاړی.،، د پلازمینې انقرې څخه تر جنوبي ښار قونیې پوري فاصله ۲۶۲ کیلومیتره یا ۱۶۳ مایله ده.

تورال د کوچ سرفیسنګ په نامه د ټولنیزو رسنیوو په یوې ویب پانه کې داسې لیکلي و. ،، اکثریت خلګ چې زه پیژنم ښايي دا و وايي چې زه لیونی یم خو په زړه کې ټول وایي چې کاشکي ما غوندي وای ځکه زما چې هر څه زړه وغواړي هغه کوم. زما د بایسکل ځغلولو تجربه یې یوه بیلګه ده.،،

،،... زه تل غواړم چې وخاندم او نور وخندوم خو ځیني وخت زه ژاړم هم. زما شاوخوا خلګ زما په حضور کې اکثراً د خفګان احساس نه کوي.،،

د افراطیت پر لورې حرکت

د ام اي ټي یو په پوهنتون ک تورال خپل دین او مذهب تعقیبوی خو د هغو کسانو سره یې هم دوستي ساتله چې د ده په څیر لمونځ ګذاره نه وو، روژې یې نه نیولې او مشروبات يې څښل.
یوه بل ملګري یې چې هغه هم نه غوښتل نوم یې ذکر شي ځکه ویره یې درلوده چې افراطیان برید پر ونکړي، امریکا غږ ته یې داسې وویل ،، یوه ورځ مونږ ټولو شراب څښل. تورال شراب نه چښل خو پر ځان یې د شرابو د نه چښلو په خاطر ټوکي کولې.،،

د هغه د نجوم د برخې ملګری بوراتاچ وايي چې په ۲۰۱۳ کال کي تورال د حکومت ضد مظاهرو کې برخه واخیسته او هغه مهال و چې خپل دین ته یې لازیاته رجوع وکړه چې خپل فهم زیات کړي. بوراتاچ زیاتوي چې همدا وخت و چې هغه تغیر وکړ. تورال کرار کرار ځان د ام اي ټي یو د پوهنتون د آزاد او سکیولر چاپیرل څخه لیري کړ. هغه ږیره پریښوده او خپل ویښتان یې نور نه قیچیي کول چې دا د داعش موډ دی. هغه په فیسبوک کې انتقادي لیکنه وکړه او داسې یې وویل ،، کله چې تاسې خپل د ورونو سره د هغو د تنديانو په لمسولو سره روغبړ وکړی، نو د ام اي ټي یو کمونستان دستي راټول شي او درباندې خاندي.،،

لوړ: عبادت کونکي د ماښام د لمانځه وروسته د پوهنتون په صحن  کې د مسجد دباندي د ماښام د ډوډۍ انتظار باسي. 
انقره، ترکیه د ۲۰۱۵ د فبرورۍ میاشت 
تصویر : د ام اي ټي یو د پوهنتون د مسجد څخه په مننې تورال  د توبیتک د نظارت د ملي مرکز د ودانۍ تصویر په داسې حال کې اخیستی دی چې لوړ په آسمان کې ستوري بریښي . 
انقره، ترکیه د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر ۲۶ مه نیټه


لوړ: عبادت کونکي د ماښام د لمانځه وروسته د پوهنتون په صحن کې د مسجد دباندي د ماښام د ډوډۍ انتظار باسي.
انقره، ترکیه د ۲۰۱۵ د فبرورۍ میاشت
تصویر : د ام اي ټي یو د پوهنتون د مسجد څخه په مننې 

تورال د توبیتک د نظارت د ملي مرکز د ودانۍ تصویر په داسې حال کې اخیستی دی چې لوړ په آسمان کې ستوري بریښي .
انقره، ترکیه د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر ۲۶ مه نیټه

بوراتاچ وايي ،، هغه کرار کرار د پوهنتون د مسجد د ټولنې سره زیات وخت تیراوه او په ساعتونو به یې د قرآن په هکله خبرې کولې او آیت په آیت او لغت په لغت به یې د قرآن د محتویاتو په هکله بحثونه کول.... یوه ورځ هغه د قرآن شریف په هکله پر فیسبوک باندې یوه لیکنه وکړه او ما هڅه وکړه چې تبصره پر ولیکم چې یو بحث پیل کړم خو هغه زما تبصرې ته ځواب لا رانکړ.،،

چیلیک چې د تورال سره د پوهنتون د نجوم په کلب کې ملګری و امریکا غږ ته یې وویل چې ځینې وخت به هغه د قرآن په مطالعه کې په ورځو ورځو مشغول و او ځینې وخت به یې څو اونۍ تیرې کړې او د مسجد څخه به دباندي نه راوت . چیلیک وايي یو دلیل یې چې ملګری یې افراطي شو دا و چې هغه په مسجد کې د مطالعې د یوې ډلې سره ملګری شو. چیلیک داسې وویل ،، د ۲۰۱۴ کال د پسرلي د پیل سره د دې ډلې یو غړی عراق او سوریې ته ولاړ. مونږ نه پوهیږو چې په هغه څه وشول.،،

د نیوزویک ویب پاڼې د ۲۰۱۵ کال په یوې مقالې کې چې د تورال په هکله یې لیکلې وه، راغلي چې د مسجد د مطالعې د یادشوې ډلې یو غړی د داعش سره یوځای شو او وروسته یې د انټرنټ له لارې د جهاد په هکله ویډیوګانې د تورال سره شریکي کړې. د نیوزویک په مقاله کې راغلي چې هغه ترکان چې د اسلامي دولت د ډلې سره یې خواخوږي درلودله د ترکیې د حکومت د پامه ځکه ولویدل چې د ترکیې حکومت پر بهرنیوو جګړه مارانو باندې تمرکز وکړ چې د ترکیې د سرحد له لارې سوریې ته اوښتل.

د ام اي ټي یو د پوهنتون د فزیک د برخې د تحقیق مرستیال افک تستان د ترکیې د بیرګن ورځپاڼې ته په مرکې کې ویلي چې ځینې وخت به تورال د پوهنتون په مسجد کې جماعت ورکاوه ځکه ښه قرائت یي درلود. تستان وايي چې دوي دواړه یوځای محصلین وو.

ډیر ژر تورال په عامه د جهاد په طرفدارۍ څرګندونې پیل کړې. پر فیسبوک یې په سوریې کې د ملکیانو د وژل کیدو په هکله خفګان څرګنداوه. هغه ویل چې دا ملکیان د روسیې، سوریې او د امریکا په مشري ایتلاف د هوايي بریدونه په خاطر وژل کیږي. هغه دغه راز د ترکیې حکومت او ټولنه هم غندله.
چیلیک وايي چې ،،تورال به اکثراً د ترکیې پر حکومت باندې د اداري فساد او رشوت په خاطر انتقاد کاوه او په دې باور هم و چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت اسلام غلط تعبیروي.،،

په فینلنډ کې تحصیلات

تورال د ام اي ټي یو د پوهنتون څخه د ۲۰۱۴ کال په پسرلي کې فارغ شو. د هغه کال په مني کې یې د فینلنډ د جواسکیلای په پوهنتون کې د فزیک په برخه کې ماسټري پیل کړه. هغه د نوي پوهنتون د جغرافیې، هوا او چاپیرال څخه خوشحاله معلومیدی ځکه پر فیسوک یې لیکلي و چې ،، زما د نوي پوهنتون صحن تر پخواني پوهنتون ډیر ښه دی.،،

پر ټولنیزو رسینوو تورال انځورونه خپرول او د مني په فصل کې به یې د بیلابیلو سیمو عکسونه اخیستل او پر فیسبوک به یې خپرول. هغه به د پیشکو ، موش خورماوو او نورو حیواناتو عکسونه خپرول.

تورال  دا عکس د فینلینډ د اکاسلامپولو د کلي څخه اخیستی دی او د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر پر ۲۶ مه نېټه يې خپور کړی دی


تورال دا عکس د فینلینډ د اکاسلامپولو د کلي څخه اخیستی دی او د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر پر ۲۶ مه نېټه يې خپور کړی دی

تورال پر زده کړو دومره تمرکز نه درلودی. پر ځای یې هغه د جواسکیاله د ښار د النور د مسجد سره ډیره علاقه درلودله.

د هغه یو هم اطاقي انبو پوسکانو د ترکیې د بیرګن ورځپاڼې ته ویلي چې ،، تورال صنف ته نه راته او زیات وخت به یې په مسجد کې تیراوه او کله چې به کور ته راستون شو نو په انټرنټ کې به مصروف و.،،

پوسکانو وايي ،،تورال به هر وخت ویل چې غواړي د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شي.،، د امریکا غږ په دې ونه توانید چې د پوسکانو سره مرکه وکړي.

د تورال د ام اي ټي یو د پوهنتون د نجوم د کلب ملګري بوراتاچ امریکا غږ ته وویل چې هغه به خپل ملګری تورال زوراوه او ټوکي به یې ورسره کولې چې ،، ته یې فینلنډ ته په دې ږیره څنګه راپریښودلی پوښتنه یې ونه کړه چې جهاد ته خو به نه ځې؟ " بوراتاچ زیاتوي چې تورال به زما په ځواب کې ویل چې ،، په دې هیواد کې خلک ستا پر نیت قضاوت کوي نه ستا پر صورت چې څنګه معلومیږیْ.،،

خو د بیرګن ورځپانې د مقالې له مخې د تورال پر نیت باندې کرار کرار شک پیدا کیده. دغه ورځپاڼه وايي چې د فینلنډ امنیتي چارواکو د ۲۰۱۴ کال په پای کې د هغه په هکله تحقیقات پیل کړل. د نیوزویک د ویب پاڼې په مقاله کې هم راغلي دي چې پر فیسبوک باندې د هغه د لیکنو وروسته پولیس اندیښمن شول او د پوهنتون دباندي یې د هغه څخه تحقیقات وکړل.

د النور د مسجد ملا امام خالد بیل امین د امریکا غږ سره د مرکې پر مهال دا تایید کړه چې د فینلنډ امنیتي چارواکو د هغه سره د تورال په هکله خبرې کړي. خو بیل امین وايي چې هغه،، تورال له نږدې څخه نه پیژانده او نه یې ورسره لیدلي و. هغه په ټولنه کې هم بل چا نه پیژانده،،
بیل امین داسې وویل ،، هغه څه چې مونږ لیدل دا و چې هغه به مسجد ته ناوخته راته او د هیچا سره به یې خبرې نه کولې. که ما د هغه په هکله لږ شک هم پیدا کړی وای نو یقیناً چې امنیتي چارواکي به مي په خبر کړي وای. ،،

لوړ: تورال د فینلنډ په جنوب کې د سیون فیلس لیلیې ته تللی او دا عکس یې اخیستی دی.


لوړ: تورال د فینلنډ په جنوب کې د سیون فیلس لیلیې ته تللی او دا عکس یې اخیستی دی.

مخکي له دې څخه چې تورال په ژمنۍ رخصتۍ باندې د فینلنډ څخه ووځي، د سیون فیلس په نامه لیلیې ته او د هیلسینکي کلیسا ته ولاړ او هلته یې خپل ډي اس ایل آر کمره هم د ځان سره یوړه. هغه د عکس په خپرولو سره پر خپل فیسبوک ولیکل چې ،، عکس ځکه خپروم چې ددې ځای مالک هم ماغوندې یو با تجربې عکاس دی.،،

تورال د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۷ نیته د هیلسینکي د کلیسا دباندي عکس اخلي

یو چال او بیا پرواز

تورال په دې پلمه چې غواړي په انقرې کې خپل د کورنۍ سره یو څه وخت تیر کړي، ترکیې ته راستنیږي او د جهاد پر لورې د تګ په بهیر کې د ترکیې څخه د یوې ایستګاه په توګه کار اخلي. خپل پلار او مور ته وايي چې غواړي د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ ۱۰ مه نیټه د ام اي ټي یو د پوهنتون د ملګرو سره تیره کړي. پرځای یې هغه خپل شیان په یوې کوچنۍ بستې کې اچوي او د سوریې پر لورې روانیږي.

تورال وروسته لیکي ،، چې د حرکت څخه مخکي زه پر خدای توکل کوم.،،

هغه یوه میانه بس ته ورپورته کیږي او موټر ته د پورته کیدو سره سم یې راپه یادیږي چې کمره یې د یاده وتلې. هغه به خپله کمره هر ځای د ځان سره وړله او د آسمان و خپل شاوخوا چاپیرال عکسونه به یې اخیستل. هغه د ځان سره وویل چې پروا نلري ،،کامره دي بیا نه وي.،،

سوریې ته اوښتل

ددې څخه وروسته قصه د تورال په لیک کې لیکل شوې چې په څو برخو کې ده ځکه هغه په سوریې کې انټرنیټ ته دومره لاس رسی نه درلود. د هغه د لیک عنوان دی ،، د خلافت د خاورې څخه سلامونه،، او دا لیک یې پر فیسبوک باندې د ۲۰۱۵ کال د مارچ پر ۲۵ مه نیټه خپور کړی دی.

د ترکیې په جنوب ختیځ کې د سنلیورفا په ښار کې هغه د تونس، لیبیا او سعودي عربستان د اتباعو سره یوځای شو چې هغوي هم غوښتل د داعش دپاره جګړه وکړي. ټول په ګډه سوریې ته په غیر قانوني ډول ورواوښتل. تورال ځان ته د مبارکۍ په یوه پیغام کې ولیکل ،، موږ باید چې د ډیرې مودې دپاره ځغستلي وای. ما هوښیاري وکړه چې د ځان سره مي غټه بسته را نه وړه.،،

د داعش یو څڼور افغان غړي له تورال او ملګرو سره روغبړ وکړ او هغوي یې په موټړ کې د سوریې د تل ابیض ښارګوټي ته انتقال کړل. پر لارې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش یو غټ بیرغ رپیده. یادشوي ښارګوټي ته د رسیدو سره سم ټول یو کور ته یوړل شول چې په کې شمعونه لګیدلي وو. د ټولو څخه پاسپورټونه، الکترونیکي توکي او نور شیان ضبط شول خو تورال د داعش غړي ته قناعت ورکړ چې یو څو شیبې دې انتظار ورته وباسي چې هغه خپلې کورنۍ ته د ټلیفون له لارې ایمیل واستوي.

هغه وروسته لیکي چې ،، انټرنیټي خدمات ډیر خراب و او په همدې خاطر د انټرنیټ سره وصلیدل ډیر ستونزمن و. زه په دې ونه توانیدلم چې خپل ټول ایمیلونه ولیږم.... وروسته مي د ځان څخه وپوښتل چې ښه اوس نو چیري ځوو؟ د ځان سره مي فکر کول شروع کړل. بیا مي وویل چې څه یې په قصه کې یې.،،

داعش د نویو غړو څخه تحقیقات پیل کړل او هر یوه ته یې یو نوی لقب ورکړ.تورال لیکي چې ،، زما لقب ابو حریره شو چې په عربي کې د پیشکو پلار ته وايي.،،

په دې انځور کې تورال په سوریې  کې د داعش په مرکز رقې کې لیدل کیږي چې د ریګو د توپان پرمهال یې مول وهلی. د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر د میاشتې ۶ مه نیټه

په دې انځور کې تورال په سوریې کې د داعش په مرکز رقې کې لیدل کیږي چې د ریګو د توپان پرمهال یې مول وهلی. د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر د میاشتې ۶ مه نیټه

خپګان او ورورګلوي

څو ورځې وروسته تورال یو بل کور ته انتقالیږي یو داسې کور ته چې دیوالونه یې په مرمیو سوري سوري دي . هغه ددې کور په هکله ټوکه کوي او لیکي چې ،،دا کور یې ښايي چې د جنګ په غنیمت کې نیولی وي.،، په کور کې ټولټال شل کسه اوسیده او تورال یې ناببره تابیعتونو ته متوجه شو چې د بیلابیلو هیوادونو څخه راغلي او اراده لري چې د داعش ملاتړ وکړي. یو کس د جرمني و او مسلک یې کیک باکسینګ و، بل کس د بنګله دیش و او میخانیکي انجنیر و. بل بیا فرانسې څخه نیغ په نیغه د زندان څخه د آزادیدو وروسته راغلی و. یوه یې ۱۵ زره ډالره مصرف کړي و چې د چین څخه سوریې ته سفر وکړي.

څو ورځې وروسته یې تورال او اته نور ملګري په یوه میانه بس کې کښېنستل او د رقې پر لورې روان شول چې د داعش تش په نامه پایتخت دی. تورال په کور کې پاتو ملګرو ته د خدای په آمانۍ پرمهال وویل چې ،، په جنت کې به سره غواړو بیا،،

تورال هڅه وکړه چې د رقې د ښار بیلابیلې سیمې وویني او په عین حال کې د شریعت زده کړو او داعش تمریناتو ته سخت سترګي په لار و. د جګړې د پیل مخکي د شرعي زده کړو او ورزشي تمریناتو ترسره کول د داعش شرط دی. تورال لیکلي چې ،،ښار ډیر غټ و او په کښي ډیر بیروبار و. خلګو په نورمال ډول ژوند کاوه پرته له دې څخه چې د چا نه دي سر پرې شي. د اسلامي دولت تر ټولو ښه کار دا دی چې پر سګرټو هر چیري بندیز لګیدلی خو په ښار کې د ډیزلو له امله چې خلګ یې په موټرسایکلونو او بخاریانو کې استعمالوي، هوا ککړه شوې ده.،،

تورال دوې اونۍ په رقې کې په یوه داسې کور کې د نورو بهرنیوو جګړه مارانو سره تیري کړې چې اوبه په کې ډير لږ وې او د هګیوو پرته د خوړلو دپاره بل داسې خاص شی نه و. د هغه ستونی په درد شو خو د ستوني تکلیف د هوايي بمباریوو په مقایسه چې کلکینونه او دروازې به یې ولړزولې، غټه ستونزه نه وه. تورال لیکي ،، بمباري به داسې وه لکه یو ډیر قوي باد چې راغلی وي.... هره شیبه مونږ ددې څخه سخت ویریدلو چې اوس به مو بمونه پر سر راولویږي او اوس به راولویږي.،،

د جګړې دپاره آماده ګي

د څو میاشتو په اوږدو کې تورال څو بیلابیلو کورونه ته انتقال شو چې ځیني یې رقې ته نږدې وو او ځیني نور یې د حمص په ښار کې وو. هغه په خپل لیک کې د سړې هوا، په اطاق کې د بیروبار، او د ژوند کولو د خرابو شرایطو او مردارۍ څخه شکایت کړی دی. ،، مونږ تقریبا په یوه اطاق کې ۳۰ کسه ویده کیدو او لا نور خلګ د راتګ په حال کې وو.،،

په یوه مرحله کې د تورال او ملګرو د اوسیدو ځای یې یو غار و او داعش په غار کې دننه سفنجي توشکې، د کالو پریولو ماشین او د برق جنراتور ایښي وو. تورالیکي ،، چې په غار کې ډیر داسې شیان هم وو چې په غنیمت اخیستل شوي وو. په دغو شیانو د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې کمپلې هم شاملې وې چې د کډوالو سره د مرستې دپاره وو.،،

په غار کې په لومړۍ ورځ د تورال فزیکي تمرینات پیل شول. په تمریناتو کې جمپونه، او په خټو کې خاپوړي شاملې وې. تورال لیکي چې هغه جمپر او پتلون یې اغوستی و چې په فینلنډ کې یې رانیولي و. ،، ما نه غوښتل چې ددغو کالو سره په خټو کې پر څینګلو حرکت وکړم خو مجبوره وم چې دا کار وکړم.،، هغه نویو غړو ته توصیه کوي چې د پلنګي کالو سره آماده راسي.
په غار کې د هغه سره د بریتانیې یو انجنیر او د هغه زوی هم مل وو. ،، هغوي د ګروپي ژوند په نزاکتو پوهیدل او ما پرته له دې څخه چې هغوي زما څخه پوښتنه وکړي، هغوي ته مي توضیحات شروع کړل.،، تورال زیاتوي چې سره له دې چې په ټول ښار کې بریښنا نه وه خو په غار کې بریښنا وه او د هوا ککړتیا هم دومره نه وه چې لوړ آسمان او ستوري خیره کړي.
،،زه ویلی سم چې د اسلامي دولت پر سر آسمان هر چیري چې وي صاف او شفاف دی. ،،

د آسمان څخه ویره

تورال لیکي چې ،،هر چیري د هوايي بریدونه ویره خپره وه او نوي ګمارل شوي غړي تل په ویره کې وو. د ولسمشر بشارالاسد الوتکو پر مونږ باندې هره ورځ پروازونه کول. یوه هوايي حمله مونږ ته دومره نږدې وشوه چې غږ یې مونږ ټول کاڼه کړو او زمونږ څنګ ته یې یوه غټه کینده جوړه کړه.،،

تورال په غار کې د ژوند کولو څخه خسته شوی و او د اسلامي دولت د ډلې د ستونزو یادونه یې کوله چې په کښي د ژوند چټل چاپیریال، ضعیفه سازماندهي او د ځینو نویو ګمارل شویو غړو د مرامونو په هکله شکونه شامل وو. ،، د مالیدف څخه راغلي یوه نوي غړي چې پخوا یې د القاعدې سره تړلي د النصرې د ډلې سره کار کاوه راته یې ویل چې ځیني مجاهدین د اسلامي دولت سره د دنیایي شیانو په خاطر یوځای کيږي. دوي ته داعش ښه پیسې او د اوسیدو ښه کورونه ورکوي.،،
خو ددې ټولو برسیره تورال بیا هم راتلونکي ته خوشبینه و او د راتلونکې په هکله یې آیډیال فکر درلود.
،، د اسلامي دولت حکومت یو عالي حکومت نه دی. بلې اسلامي دولت دی خو که چیري خلګ اشتباوې کوي دا د دولت ګناه نه ده.... چارې دلته په بشپړ ډول په سمه توګه پرمخ نه ځي. پاکۍ ته زیات ارزښت نه ورکول کيږي او ترافیکي قوانین نه تطبیقیږي. خو مونږ به ټول شیان کرار کرار جوړو او کډوال به په دې برخه کې مهم رول لوبوي.،، داعش نویو غړو ته د کډوالو خطاب کوي.

لوړ: طغر (چپه لاس ته) د اسلامي دولت د ډلې د یوه بل جګړه مار سره ولاړ دی. د ۲۰۱۵ کال د جولای ۹ نیټه رقه سوریهتورال د ۲۰۱۵ کال د اګست پر ۹ مه نیټه لیکي چې د سوریې د دیرالزور ښارګوټی د پیرانیانو په ښارګوټي بدل شوی دی ځکه په کې د حکومتي ځواکونو او اسلامي دولت د ډلې د غړو ترمنځ سختې نښتې شوي دي. 

لوړ: طغر (چپه لاس ته) د اسلامي دولت د ډلې د یوه بل جګړه مار سره ولاړ دی. د ۲۰۱۵ کال د جولای ۹ نیټه رقه سوریه


تورال د ۲۰۱۵ کال د اګست پر ۹ مه نیټه لیکي چې د سوریې د دیرالزور ښارګوټی د پیرانیانو په ښارګوټي بدل شوی دی ځکه په کې د حکومتي ځواکونو او اسلامي دولت د ډلې د غړو ترمنځ سختې نښتې شوي دي. 

د جګړې پيل

په غار کې د تقریباً پنځو میاشتو وروسته هغه او پنځه تنه نور د کوماندو په توګه وګمارل شول او د داعش د نورو فعالو جګړه مارانو سره یوځای شول.

تورال لیکي چې د ژوند کولو وضیعت ناببره بدل اوښه شو. هغه د کوماندوګانو سره د حمص ښار دباندي یوه کور ته انتقال شو. هر یوه کس ته یو یو کمپل ورکړل شو او،، تاجک آشپز به ټولو ته داسې خواړه برابرول چې د جبهې دغړو د کلتور سره به برابر وو. هره اونۍ به یې یو نوی پسه حلالوه او په ډوډۍ کې به هره ورځ کیلې او مالټۍ وې. هره ورځ به یې مونږ ته درې او څلور چاکلیټه راکول.،،

په لومړۍ جګړه کې تورال ته د صحي برخې مسولیت وسپارل شو ځکه هغه د ام اي ټي یو په پوهنتون کې د لومړنیوو مرستو تعلیم کړی و. ،، زه په جبهه کې ډاکټر وم. که چیري چا ډیرمحدود صحي معلومات هم درلودای نو په درد خوړل کیدی.،،

هغه لیکي چې ،، د لومړي ځل دپاره مي د مرمیوو غږ واوریدی چې څنګ ته به مې لګیدلې. کله چې به مو د ټانک او توپ غږونه واورېدل نو مونږ به د تپو شاته پټیدو.،،

په باران او یخ باد کې د څو ساعتونو د تیرولو وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوه چې عقب نشیني وکړي. ،، په سیمه کې مو خیمه وهلې وه او دا مو سیار روغتون و. د خیمې دننه دوه تنه مړي وو او شپږ تنه ټپیان وو. خیمه د وینو بوي پر سر اخیستې وه.،،

د وحشت څخه دفاع

تورال لیکي ،، د جګړې د یوې بلې شپې وروسته زه او ملګري مي بیرته د بریالیتوب سره خپل نظامي مرکز ته راستانه شوو. دوه ټانګه، یو لارۍ موټر، څو راکټونه او درې د انسانانو غوڅ شوي سرونه مو په غنیمت کې راوړل.،،

هغه وروسته پر فیسبوک باندې د بوراتاچ سره چې د پوهنتون د نجوم د کلب ملګری یې و، په مباحثې کې د داعش له خوا د انسانو څخه د سرونه د غوڅولو دفاع وکړه. بوراتاچ وپوښتل چې ولې تورال ،، د یوې داسې ډلې سره مل شوی دی چې بې ګناه خلګ وژني او د انسانانو څخه سرونه غوڅوي؟ دا کار د دماغي ناروغۍ څرګندونه کوي.،،

تورال په ځواب کې ولیکل چې ،، دا په اصل کې د سوریې د رژیم د پلویانو جزا ده چې زیات شمیر بې ګناه ملکیان یې وژلي او د هغو کسانو جزا ده چې د اسلام حاکمیت نه مني او د امریکا غلامان شوي دي. ،، هغه دغه راز د داعش له خوا د ښځو، په ځانګړي ډول د یزیدي میرمنو د نیولو او د جنسي مینځو په توګه د استعمالولو دفاع هم وکړه.

هغه بوراتاچ ته وویل چې د سرونه غوڅول یو ستراتیژیک اقدام دی. ،، دا کارونه یواځي د تلویزون دپاره کیږي چې دښمنان وویرول شي. کله چې دوي دا وویني نو زمونږ څخه به وویریږي او زمونږ څخه به وتښتي.،،

جهادي ناوې

د ۲۰۱۵ کال د اپریل په لومړیو ورځو کې تورال د کردي ځواکونو سره د تل ابیض په ښارګوټي کې ټپي شو. هغه رقې ته ولاړ چې نامعلوم ټپونه یې ښه شي.

د سوریې د تل ابیض په ښارګوټي کې د ټپي شوي تورال درملنه کیږي. دغه تصویر د ۲۰۱۵ کال د اپریل پر ۱۷ نیټه پر فیسبوک خپور شوی و. 

د سوریې د تل ابیض په ښارګوټي کې د ټپي شوي تورال درملنه کیږي. دغه تصویر د ۲۰۱۵ کال د اپریل پر ۱۷ نیټه پر فیسبوک خپور شوی و. 

بله میاشت تورال د عایشې زیورت ترکي په نامه د داعش د یوې غړې سره واده وکړ. هغه هم د ترکیې وه.

د فیسبوک په یوه پوسټ کې تورال لیکلي و چې ،، مجردو ښځینه جهادیانو ته د میاشتې ۱۰۰ ډالره معاش ورکول کيږي او د ښپږو نورو ښځینه داعشیانو سره په یوه کور کې اوسیږي... د داعش بهرني غړي ۴ میاشتې وخت لري چې واده وکړي. د واده وروسته د اسلامي دولت ډله کور ورکوي او د میرمنې او ماشومانو په خاطر د جبهې د غړو سره مرسته کوي.،،

د واده وروسته تورال یو دم بدل شو او پر ټولنیزو رسنیوو باندې یې حضور کم شو. د هغه ملګري بوراتاچ پر فیسبوک باندې خط ورواستاوه چې احوال یې واخلي او پوښتنه ځیني وکړي چې ولې چوپ دی. بوراتاچ هیله درلوده چې تورال ته به قناعت ورکړي چې بیرته ترکیې ته راستون شي.

بوراتاچ امریکا غږ ته وویل چې تورال په ځواب کې ورته ولیکل چې ،، څه موده مخکي یې واده کړی دی او کله چې دی پر انټرنیټ باندې ډیر مصروف وي نو میرمن یې حسادت نیسي. بوراتاچ وايي زه مطمین نه وم چې هغه ټوکي کولې او که یې جدي خبرې کولې.،،

ددې څخه وروسته پر فیسبوک او ټویټر باندې دتورال حضور کم رنګه شو خو بیا یې هم لیکنې کولې او په لیکنو کې یې جهاد ، افراطیت او د ګناهونو څخه پاک ژوند ته مخ پر زیاتیدو علاقه ترسترګو کیده. هغه د سوریې، روسیې او د امریکا په مشري ایتلاف پر هوايي حملو او د ملکیانو پر وژل کیدو نیوکې کولې. هغه ددې طرفداره و چې د ژوند ټولې چارې ،، د خوړلو څخه نیولې تر تشناب تګ پوري ،، د شریعت پر اساس تنظیم شي.

هغه پر فیسبوک باندې د سوریې پر عرب الاصله خلګو باندې انتقاد کاوه چې قرآن سم نه شي تلاوتولای او آن تردې چې په اسلامي طریقه روغبړ لا نشي کولای. ،، کله چې زه ورته وایم چې سلام علیکم دوي راته هلو هلو شروع کړي. زه د دوي ددې عادت څخه سخت خسته شوی یم.،،

د غیرمسلمانانو دپاره دوزخ ته ټکټ

په دې ټولو کې پخوانی تورال چې د ساینس سره یې مینه او سروکار و په بشپړه له مینځه نه و تللی. هغه به کله نا کله خپل د نجوم د برخې اخیستل شوي عسکونه د خپل آرشیف څخه راویستل او خپاره به یې کړل. هغه به د جیولوژۍ، د درملو د کمپنیوو او د کمپیوټر په هکله تبصرې کولې. هغه په دې باور و چې کمپیوټر به یو وخت د کایناتو په څیر پراخ او وسیع شي.

پر ټویټر باندې هغه د امریکايي فزیکپوه ریچارد فیمن په څیر د ساینسپوهانو د کړنو او لاسته راوړنو ستاینې کولې خو په عین وخت کې به یې دوي غندل هم چې د مرګ څخه مخکي مسلمانان نشول. تورال یو وخت د امریکا د فزیک د برخې د ساینسپوه او د نوبل د جایزې د وړونکي والتر کوهن سره لیدلي و او د هغه سره یې عکس اخیستی و. په ۲۰۱۵ کال کې د هغه د مرګ وروسته، تورال پر ټویټر ولیکل چې له بده مرغه کوهن په دې خاطر چې مسلمان نه و دوزخ ته یې ټکټ ترلاسه کړ.

دا عکس تورال د امریکايي فزیکپوه والتر کوهن سره  په یوه نامعلوم ځای کې اخیستی دی چې د عکس نېټه هم معلومه نه ده.  

دا عکس تورال د امریکايي فزیکپوه والتر کوهن سره په یوه نامعلوم ځای کې اخیستی دی چې د عکس نېټه هم معلومه نه ده.  

د داعش د ټولنیزو مطبوعاتو له مخې، تورال د اګست په پیل کې د امریکا په ملاتړ کردي ځواکونو سره د رقې په شمال کې د جګړې پرمهال ووژل شو. د ریپوټونو له مخې هغه په سیمه کې په داسې حال کې چې د اسلامي دولت ډلې سیمې د لاسه ورکولې، په جګړه بوخت و چې ووژل شو.

د تورال پلار په یوې مختصرې مرکې کې د امریکا غږ یوه خبریال ته وویل چې د تورال میرمنې د ټلیفون له لارې د هغه د مرګ خبر تایید کړی دی. د هغه میرمنې ویلي چې مړی یې په سوریې کې خاورو ته وسپارل شو.

د تورال پلار سلیمان تورال د امریکا غږ خبریال ته چې د اګست په نیمايي کې د هغه کور ته د مرکې دپاره ورغلی و وویل چې هغه هڅه کوله چې د خپل زوی مړی ترکیې ته ورانتقال کړي او دا چې د ترکي چارواکو څخه یې د هغه د مرګ د څرنګوالي په خاطر د تحقیقاتو غوښتنه کړې. ،، مونږ نه پوهیږو چې هغه څنګه مړ شو. مونږ د انقرې لویې څارنوالۍ ته مراجعه وکړه چې زمونږ سره د هغه د مرګ د تحقیقاتو په برخه کې همکاري وکړي. مونږ اوس هم د څارنوالۍ ځواب ته انتظار باسو.،،

مشر تورال د خپل زوی په هکله د نورو خبرو څخه ډډه وکړه او د تورال نور خپلوان هم د امریکا غږ سره مرکو ته آماده نه وو.

یو عکس چې د اګست پر ۸ مه نیټه د اسلامي دولت د ډلې پر ټولنیزو رسینوو خپور شوی، تورال د سوریې په رقه کې د مرګ څخه وروسته ښيي

یو عکس چې د اګست پر ۸ مه نیټه د اسلامي دولت د ډلې پر ټولنیزو رسینوو خپور شوی، تورال د سوریې په رقه کې د مرګ څخه وروسته ښيي

په هغې دنیا کې به سره ګورو

د تورال وروستی پیغام د اګست په ۳۱ مه نیټه د هغه د مرګ یوه میاشت وروسته راښکاره شو.

هغه داسې لیکلي و ،، که چیري زه دلته تر زیاتې مودې پوري لیکنه ونکړم په دې پوه شیْ چې په دې دنیا کې زما وخت نور پوره شوی دی او بلې دنیا ته تللی یم. ما ته دعا وکړیْ چې خدای زما شهادت قبول کړي. دا پیغام ما پر فیسبوک باندې په اوتوماتیک ډول اچولی دی. هیله ده چې په هغه دنیا کې سره وګورو.،،
د هغه د فیسبوک پاڼه اوس هم فعاله ده خو د ټویټر پاڼه یې بنده شوې. په یوې بیانیې کې چې ټویټر امریکا غږ ته لیږلې راغلي چې د ۲۰۱۵ کال د نیمايي راهیسې ټویټر د ۳۶۰ زرو کسانو حسابونه چې د ترهګرۍ ملاتړ یې کاوه او د اسلامي دولت سره یې تړاو درلود، بند کړي دي.

د بریتانیې د کیلي په پوهنتون کې د سیاست، نړیوالو اړیکو او امنیت د برخې یو ترکی محقق صالح دوګن وايي چې په تخمیني ډول په زرګونو ترکان د داعش یا اسلامي دولت د ډلې سره یوځای شوي دي. ،، ددغو له ډلې ښايي ډیری یې د دمشق په سیمه کې د ظلمونو څخه متاثره شوي وي.

د بهرنیوو جګړه مارانو د تشویق لاملونه بیلابیل دي ځینو یې ښايي په دې خاطر د جهادي افکارو سره علاقه پیدا کړې وي چې په محافظه کاره کورنیوو کې راغټ شوي دي، ځینې یې ښايي په غیر عادلانه ډول تر هدف لاندې راغلي وي او ځینې یې ښايي د مالي لاسته راوړنو او فایدو په خاطر او په ټولنې کې د ټیټې کچې اوسویې په خاطر د داعش سره یو ځای شوي وي.

دوګن زیاتوي ،، دا ډیره زړه بوږنونکې ده چې خلګ پر دې لارې مزل کوي. زه فکر کوم چې د دوي په انساني او عاطفي ژوند کې خلاګانې موجودي دي او دوي هڅه کوي چې دا خلاګانې ډکې کړي.،،

د سوریې د رقا په ښار کې تورال ماشومانو ته د تیلیسکوب په هکله معلومات ورکوي. هغه دغه عکس د ۲۰۱۶ کال د مې پر ۵ مه نېټه پر خپل ټویټر باندې خپور کړی.

د سوریې د رقا په ښار کې تورال ماشومانو ته د تیلیسکوب په هکله معلومات ورکوي. هغه دغه عکس د ۲۰۱۶ کال د مې پر ۵ مه نېټه پر خپل ټویټر باندې خپور کړی.

دتورال په هکله پوښتنې اوس هم د هغه ملګری بوراتاچ زوروي.

بوراتاچ وايي چې دواړو یوه شپه آسمان ته کتل چې ستوري وڅاري او ناببره یې په آسمان کې یوه بریښنا ترسترګو شوه. بوراتاچ وویل چې دا ښايي نامعلومه الوتونکې وسیله وي چې په انګریزۍ کې ورته یو اف او وايي. بوراتاچ وايي ،، راشد غلی و او ما ته یې غوږ نیولی و. وروسته یې تحقیق وکړ او ماته یې وویل چې لیونیه دا نامعلومه الوتونکې وسیله نه ده دا سټلایټ دی. هغه ما ته یو څه را زده کړل چې د تحقیق پرته باید هیڅکله قضاوت ونکړم.،،

اوس د بوراتاچ سره یوه پوښتنه مطرح ده. هغه دا چې تورال په دومره ذکاوت سره ولې د داعش په پروپاګند خطا شو؟

،، زه تل دا پوښتنه کوم چې هغه څنګه دې مرحلې ته ورسیده؟ هغه یو وخت یو ټوکي سړی و چې د هیڅ شي په باره کې دومره جدي نه و. داسې وخت راغی چې هماغه کس د خلګو څخه د سرونو د غوڅولو عمل توجه کاوه.،،

د هغه د ام اي ټي یو همصنفي چیلیک وايي چې اصلي قصه دا وه چې تورال په دې ونه توانیده چې د دوو بیلابیلو دنیاګانو ترمنځ پل جوړ کړي. ،، زه فکر کوم چې هغه ډیر مغشوش و. د یوې خوا څخه د هغه په ذهن کې مذهب ځای نیولی و او د بلې خوا څخه د هغه په ذهن کې ساینس ځای نیولی و. زه فکر کوم چې هغه ته د داعش سره د یو ځای کیدو مخکي لا د هغه نړۍ ډیره تاریکه وه ،،

دې قصه ته په واشنګټن کې د امریکا غږ د افراطیت د څارنې د شعبې څخه اوزې بولوت، قاسم سیندمیر او ریکر حسین مرکې او تحقیق کړی دی او د ترکیې څخه یلدیز یسیوګلو همکاري کړې ده. په خپله قصه کرول ګوینسبرګ لیکلې ده. د قصې ټول انځورونه د راشد تورال د فیسبوک او ټویټر د پاڼو څخه اخیستل شوي دي او د اضافه عکسونو په هکله توضیحات ورکړل شوي دي.