اروپا ته د نویو افغان کډوالو برخلیک د هغوی پخپل غږ کې

راپور جوړوونکی: احمد فؤاد لامع

یو یې د شپږم ټولگي زده کوونکی دی چې په لندن کې مېشت خپل ورور ته د رسېدو لپاره یې خطر منلی او د بالقان د ځنگلونو لاره یې نیولې ده؛ بل یې یو سرتېری دی چې په هلمند کې د ملي پوځ په لیکو کې د طالبانو پر ضد جنگېدلی؛ او درېیم یې یو افغان ځوان دی چې په ترکیې کې یې زیار گاللی څو د قاچاقبر د اجورې پیسې وگټي.

دا هغه افغانان دي چې نوی یې وطن پرې ایښی، په خپل هېواد کې له مداومې جگړې او کمزوري اقتصاده تښتېدلي، او د کډوالو له سترې جوپې سره چې په تېرو اویاوو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، د اروپا په لور خوځېدلي دي.

تر پروسږکاله پورې، په افغانستان کې د مداومو او خونړیو جگړو له امله، په نړۍ کې تر هر بل ولس، د افغان کډوالو شمېر لوړ و، خو تېر کال په سوریې کې جگړه د دې سبب شوه چې د نړۍ تر ټولو زیات کډوال د سوري وگړي وي او افغان کډوال په دویمه درجه کې حساب شي.

ډیری افغان کډوال په ایران یا پاکستان کې دېره دي. د ملگرو ملتونو شمېرنې ښیي چې همدا اوس، کابو اتیا زرو افغانانو رسما په اروپا کې د پناه غوښتنې درخواست کړی دی چې دا بیا په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو بې ساری مهاجرت څرگندوي. دا شمېر په داسې وخت کې زیات شوی چې د تېرو ١۴ کلونو په پرتله، د طالبانو حملې په افغانستان کې اوس زیاتې شوي دي.

ډیری دغه افغانان خپلې پاسره پیسې، او یا پیسې چې په لویدیځ کې یې میشت خپلوان دوی ته رااستوي، قاچاقبر ته ورکوي څو هغوی له شپږو ملکونو واړوي او لویدیځ ته یې چې ددوی د خوښې ځای دی، ورسوي. هغه کسان چې پیسې یې کمې وې، له قاچاقبر پرته، پخپل سر اروپا ته رهي شوي دي.

د امریکا غږ آشنا ټلویزیون ویاند احمد فؤاد لامع د سپټمبر په دویمه اونۍ کې هنگري او صربستان ته ولاړ او هلته یې له ځینو افغان کډوالو سره چې د لویدیځې اروپا پرلاره و، خبرې وکړې. د هغو له منځه یې دغه څو کیسې راغونډې کړي چې د نمونې په توگه د نویو افغان کډوالو د ژوند داستان بیانوي:

جواد یوسفي

Son of Jawad Yusufi

د جواد یوسفي زوی، مهدي، د بوداپست د کیلیتي اورگاډي تمځای (انځوراخیستونکی: فؤاد لامع/د امریکا غږ)

عمر:
٣٠ کلن
اصلي ټاټوبی:
هرات
ورسره کسان:
گیتا، مېرمن؛ مهدی (١ ساله)، زوی؛ مهسا (٧ ساله)، لور
مسیر:
ایران ← ترکیه ← یونان ← بلغاریا ← صربستان ← هنگري
مقصد:
جرمني
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
۴٧٠٠ ډالره

موږ ٢٠ کاله په ایران کې وو. هلته ژوند سخت و. ما نشوای کولای یو سم کار پیدا کړم. له موږ سره بد چلند کېده او د کار او اقامت پاڼې یې نه راکولې. زما مور، پلار، او وروڼه په جرمني کې دي. ما خپله مېرمن او اولادونه له ایرانه ترکیې او له هغه ځایه د دریاب له لارې، یونان ته راوستل.

په یونان کې مو ٣ میاشتې مخکې، یو پاکستاني او د هغې مېرمنې ته ۴٢٠٠ یورو ورکړې چې زموږ ١٠ کلن زوی، معراج، د خپل زوی په نامه جرمني ته بوزي. معراج اوس زما له مور او پلار سره په جرمني کې دی. د نورو اولادونو د استولو لپاره راسره پیسې نه وې.

د صربستان له پولې تر بوداپسته مو سفر ډېر ستونزمن و. د ځنگلونو په منځ کې مو پلی مزل وکړ او په دې کې د مهدي او مهسا پر مخونو هم زخم ولگېد.

اوس د کیلیتي اورگاډي په سټیشن کې یو، خو نه غواړو چې په اورگاډي کې اتریش ته ولاړ شو، ځکه ډاریږو چې هلته به پولیس زموږ د گوتو نښانونه واخلي او په اتریش کې که پاته شوو، نو په جرمني کې معراج ته د رسېدو چانس به له لاسه ورکړو. مېرمن مې تل چې معراج یادوي، ژړا ورځي. دلته له افغانانو سره ښه چلند نه کیږي، ټول پام عربانو ته دی، په ځانگړي توگه د سوریې خلکو ته.

دوا جان ساحل

Dawa Jaan Sahil

دوا جان ساحل، د هنگري سرحدي ښارگوټي، روسکې ته څېرمه (انځوراخیستونکی: فؤاد لامع/ د امریکا غږ)

عمر:
نامعلوم
اصلي ټاټوبی:
ننگرهار
ورسره کسان:
یواځې
مسیر:
افغانستان ← ایران ← ترکیه ← بلغاریا ← صربستان ← هنگري
مقصد:
بلجیم
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
٦٥٠٠ ډالره

ما شپږ کاله د هلمند په تندر قول اردو کې وظیفه اجرا کړې ده. وطن مو له مجبورۍ پریښود. طالبان راغلي و او امکان نه و چې زه پخپل په کلي پاته شوی وم. هغوی موږ[د ملي پوځ سرتیري] تهدیدولو چې ستاسو کورونو ته به اور واچوو، ستاسو پلرونه او نیکونه به ووژنو، سرونه به ترې پرې کړو. طالبانو ویل چې د ملي اردو عسکر، مرتد دي. له دې وجهې نه، ما خپل ترخیص واخیست، عسکري مو پریښودله او دې خوا ته اروپا ته راوتښتېدو.

واده مې کړی او یو بچی می دی. له راتگ مخکې مې، خپل زوی او مېرمن د پلار کره یې ولېږل. یو څه مې د عسکري تنخاگانې ټولې کړې وې او یو څه پیسې مې په کلي کې د یوې ټوټې ځمکې په خرڅولو برابرې کړې چې قاچاقبر ته پیسې جوړې شي.

موږ اول هرات ته راغلو، د هرات نه ایران ته په پټه راواوښتلو، ایران نه بیا ترکیې ته راواووښتلو، د ترکیې نه بیا بلغاریا ته راواووښتلو؛ له بلغاریا نه صربستان ته ولاړو او له هغه ځایه بیا دلته [هنگري] ته راورسېدو. بلغاریا ته چې راواووښتلو، له قاچاقبر سره تقریبا اویا کسان وو. د شپې په یو ځنگله کې ویده شولو، بس یو ناڅاپه یو مار راغی په پښه کې یې وچیچلم او په بوټو کې ورک شو. ددې پیښې به یو شل ورځې کېږي.

د خپلو ملگرو په کومک باندې دلته راورسېدلم. خپل ملگري وو راسره، څه لاس به یې راکړ یا به یې پر شا کړمه.

دلته [د هنگري روسکه ښارگوټی]مې دا اتمه ورځ ده چې رارسېدلی یم.

ځمه اراده مې ده بلجیم ته ولاړ شم. دلته په هنگري کې مو ستونزه دا ده چې افغانان یو هم گاډي ته نه خیژوي، ټول سوریه والا ډېر دي. عربیان دي، سوریان دي. یا مو دې یوسي کیمپ ته یا مو دې یوسي کوم ښار ته چې موږ خپل ټلیفون وکړو. پیسې نشته راسره، یوه روپۍ نشته راسره، نه خوراک لرو، نه کرایه لرو، نه څښاک کولای شو، بس پراته یو همدلته.

رحمت الله نیازی

١٣ کلن رحمت الله نیازی د بوداپست په کیلیتي اورگاډي تمځای کې له آشنا ټلویزیون سره د مرکې پرمهال

عمر:
١٣ کلن
اصلي ټاټوبی:
لغمان
ورسره کسان:
یواځې
مسیر:
ایران ← ترکیه ← بلغاریا ← صربستان ← هنگري
مقصد:
انگلستان ـ لندن
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
نامعلومې

په لغمان کې زه په شپږم صنف کې وم. ما نه غوښتل چې راشم، خو طالبانو مکتبونه په بمونو الوزول او درس ویل سخت شول. په افغانستان کې کار او بار او پیسې هم نه وې، نو په همدې دلیل دلته راغلم.

ورور مې په لندن کې دی، هغه هم څو کاله مخکې په همدې لاره تللی و. اوس هلته قانوني اسناد لري. ورور مې پیسې راولېږلې چې قاچاقبر ته یې ورکړو. ما خپله هم پنځوس زره روپۍ مصرفې کړي دي.

له کوره چې راوتی یم، دوه میاشتې کیږي. مور و پلار مې د لغمان په مهترلام کې اوسیږي. اوس چې دلته رسېدلی یم، خوشحاله یم او غواړم درسونو ته مې ادامه ورکړم.

کله چې ایران ته ورسېدو، ډوډۍ راسره وه، خو کمه وه. مجبوره شوو چې د ډوډۍ پرځای، په اوبو نس ډک کړو. په سفر کې، که په ځنگله کې و، هلته به بیدیدو، که په غرونو کې وو، بیا به هلته بیدیدو. ما قاچاقبر نه پیژانده، پلار مې ورسره خبرې کړې وې. قاچاقبران په لارې کې بدلیږي.

زه مې یو ملگري ته په تمه یم، چې هغه راورسیږي، له دې ځایه مخکې ځو. اول اتریش ته، بیا له اتریشه ایټالیا ته، او بیا لندن ته. غواړم لندن ته ولاړ شم.

محمد رضائي

Mohammad Rezayee

محمد رضائي، د بوداپست د کیلیتي په اورگاډي تمځای کې (انځوراخیستونکی: فؤاد لامع/ د امریکا غږ)

عمر:
٢۴ کلن
اصلي ټاټوبی:
هرات
ورسره کسان:
مېرمن
مسیر:
ایران ← ترکیه ← یونان ← بلغاریا ← صربستان ← هنگري
مقصد:
جرمني
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
۴٥٠٠ ډالره

مور او پلار مې ٢٠ کاله مخکې کله چې طالبان پر واک شول، له هرات څخه ایران ته کډه وکړله.

په ایران کې ژوند ډېر سخت دی؛ هلته له افغانانو سره مناسبه چلند نه کیږي. ما نشوای کولای یو وړ کار ولرم. د همدغو مشکلاتو پر اساس مو تصمیم ونیو چې له ایرانه ووځو او اروپا ته راشو.

زه او مېرمن مې کابو دوه میاشتې مخکې له ایرانه ووتو. په سختۍ مو ځان یونان ته ورساوه او هلته مو یو افغان قاچاقبر ته ۴٠٠٠ یورو ورکړلې چې زما مېرمن جرمني ته ورسوي. اوس مې ښځه په جرمني کې ده. ټولې پیسې مې هماغومره وې چې مېرمن مې پرې جرمني ته ولاړه او ما پخپله د ځمکې لاره ونیوه ځکه ارزانه ده.

په دې اندیښمن یم چې په اتریش کې زما د گوتو نښان وانخلي؛ ځکه که یې واخیست، بیا نو نشم کولای چې په جرمني کې مې له مېرمنې سره یوځای شم. هیله من یم چې ژر ترژره هغې ته ورسیږم، بیا که مې هر اروپایي هېواد ته واستوي، پروا یې نشته. له مېرمنې سره مې غږیږم، وایي بې صبره شوې او هرځل پوښتي چې: “څه وخت دلته رارسیږې؟”

بهرام غفوري

Bahram Ghafori

بهرام غفوري (ښي خوا) د بوداپست د کیلیتي په اورگاډي تمځای کې (انځور اخیستونکی: فؤاد لامع / د امریکا غږ)

عمر:
٢٣ کلن
اصلي ټاټوبی:
هرات
ورسره کسان:
ترور، ترورزی (١٥ کلن)، ترورزیانې (٩ کلنه و ١٦ کلنه)
مسیر:
ایران ← ترکیه ← یونان ← مقدونیه ← صربستان ← هنگري
مقصد:
جرمني
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
١٠٠٠٠ ډالره

موږ دوه میاشتې مخکې له هرات څخه ووتلو او ایران ته ولاړو. له ایرانه، ترکیې او له هغه ځایه یونان، مقدونیه، صربستان او بالاخره دا دی بوداپست ته راورسېدو. تر دې ځایه مو ١٠ ډالره لگولي دي.

په هرات کې مو د خوندیتوب احساس نه کاوه، امنیت په خرابېدو و، او سربېره پر دې، د طالبانو حملې او تښتونې هم زیاتې شوې وې.

زموږ د سفر ترټولو خطرناک او بېروونکې برخه هغه وخت وه چې له دریابه یونان ته اووښتلو. قاچاقبر موږ ٥٥ ـ ٥٠ کسان په یو بادي قایق کې چې اصلا د ١٠ کسانو لپاره و، کښېنولو. یو نیم ساعت موږ په اوبو کې سرگرانه وو څو چې د یونان پولیسو موږ وژغورلو. په دریاب کې هوا ډېره توپاني وه او موږ بیخې ویرېدلي وو.

ډیری افغانان، له افغان قاچاقبرانو سره راتلل، خو موږ یو ایراني قاچاقبر ته پیسې ورکړلې. یونان ته تر ننوتلو وروسته مو په یوې پنځلس کسیزې ډلې کې پیاده مزل ته دوام ورکړ. په ساعتونو مو مزل کاوه او حتی ځینې وختونه مو د شپې لخوا هم حرکت کاوه. د شپې به هوا ډېره سړه شوه، خو یو افغان رضاکار دلته موږ ته د اورگاډي ټکټ راکړ او اوس د اتریش پر لور ځو.

مقصد مو جرمني ته رسېدل دي.

سردار

Sardaar

سردار (کیڼ خوا)، مور یې، شهناز، او ورور یې سهراب د بوداپست د کیلیتی په اورگاډي تمځای کې (انځور اخیستونکی: فؤاد لامع)

عمر:
٢٣ کلن
اصلي ټاټوبی:
د کلکان ولسوالي، کابل
ورسره کسان:
مور (٥٦ کلنه)، ورور (١٥ کلن)
مسیر:
ایران ← ترکیه ← یونان ← مقدونیه ← صربستان ← هنگري
مقصد:
جرمني
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
١٧٠٠ ډالره

ما د امیر حبیب الله کلکاني په عالي لیسې کې درس وایه، خو په پنځم ټولگي کې مې مکتب خوشې کړ چې د پیسو گټلو لپاره کار وکړم. ما به باغواني او ترکاڼي کوله. زما کشر ورور، سهراب، د پنځم ټولگي زده کوونکی دی او هیله من دی چې یوه ورځ په اروپا کې خپلو سبقونو ته دوام ورکړي.

خور مې په هامبورگ کې یو افغان ته واده ده او هغوی هلته یو رستورانت لري. څو میاشتې مخکې یې موږ ته پیسې راولېږلې چې اروپا ته راشو، خو دومره نه وې چې د قاچاقبر پیسې پوره کړي، نو په همدې خاطر مو وپتېیله چې له قاچاقبر پرته، پخپل سر رارهي شو. البته یواځې په یو ځای کې مو قاچاقبر ته ١٥٠٠ یورو ورکړې چې موږ له اوبو تېر او د یونان یوې جزیرې ته ورسوي.

Sardaar's mother, Shahnaz

د سردار مور، شهناز 

موږ یوه نیمه میاشت مخکې له کابله راووتو او د ایران، ترکیې، یونان، مقدونیې، او صربستان له لارې دا دی هنگري ته راورسېدو. اوس د ویانا په لور د اورگاډي په تمه یو. د یونان لاره مو ځکه وټاکله چې اورېدلي مو و د بلغاریا لاره ډېره خطرناکه ده، ډېر ځنگلونه او پیاده مزلونه لري. بله خبره دا چې خلکو ویل د بلغاريا پولیس ډېر ظالمان دي. موږ د یونان پر لار هم ډېره پیاده روي وکړله. په ځینو ځایونو کې به په اورگاډي یا بسونو کې تللو. د عربانو تر شا راتللو او په ځینو ځایونو کې مو له هغو مرسته غوښتله. د لارې په پېدا کولو کې مو له جي پي اس څخه کار اخیست. نن هرڅه کمپیوټري دي، په نقشه کې مې لویې لارې، پولې او ښارونه لټول.

یونان ته چې ورسېدو، مور مې ناروغه شوه او شپږ ورځې په روغتون کې بستر شوه. اوس یې پښې ډېرې خوږیږي او وایي چې: “بدن مې لکه مړ داسې دی، زیاتي نشم تلای.”

امان فقیري

امان فقیري او ماشومان یې. د هنگري سرحدي ښاگوټي، روسکې، ته څېرمه (انځور اخیستونکی: هوشنگ فهیم)

عمر:
٣٢ کلن
اصلي ټاټوبی:
نامعلوم
ورسره کسان:
مېرمن، زوی (٥ کلن)، لور (٨ کلنه)
مسیر:
ایران ← ترکیه ← یونان ← مقدونیه ← صربستان ← هنگري
مقصد:
نامعلوم
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
٣٠٠٠ ډالره

موږ د یونان له لارې راغلو. تصمیم مو ونیو چې قاچاقبر سره را نه شو، پخپله رهي شوو. لاره مو په انټرنټ او جي پي اس موندله. په لاره کې مو یوه ډله عربان ولیدل، بیا نو د هغو پسې راتللو. ماشومان مې په لاره کې د هغو له ماشومانو سره آشنا شول او ورسره یې لوبې کولې.

په یوځای کې مو عربانو ته ٣٠٠٠ ډالره ورکړل چې موږ له دریابه تېر کړي. بل ځای کې مو په یونان کې اویا کیلومتره واټن په پښو مزل وکړ. موږ ته ډېره ستونزمنه وه. دوه شپې کیږي چې د صربستان له پولې هنگري ته رااوښتي یو او دا دوه شپې مو پولې ته نژدې، د جوارو په کروندو کې تېرې کړي دي. دلته د هنگري پولیسو راچاپېر کړي یو. د شپې لخوا هوا ډېره سړېږي؛ اولادونه مې له یخني لړزیږي. ډېر ناوړه وضعیت دی. خو له دې سره، همدومره پوهیږم چې له افغانستانه وتلي یو، راحت یو. اولادونه مې خوندي دي، دلته نور ځانمرگي بریدونه نشته.

رضا موسی زاده

Reza Mosazada

رضا موسی زاده، د بوداپست د کیلیتي په اورگاډي تمځای کې له آشنا ټلویزیون سره د مرکې پرمهال

عمر:
٢٠ کلن
اصلي ټاټوبی:
نامعلوم
ورسره کسان:
یواځې
مسیر:
ایران ← ترکیه ← یونان ← مقدونیه ← صربستان ← هنگري
مقصد:
نامعلوم
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
٢٢٠ ډالره، د لارې په یوې برخې کې

ما دوه میاشتې پر لارې تېرې کړې. د ترکیې او یونان لاره مې ونیوله. د سفر تر ټولو بدې شېبې مې هغه وخت وې چې ٩ ساعته په دریاب کې سرگردانه وو او د قایق ماشین مو له کاره لوېدلی و. قاچاقبر، د قایق کپتان هم پخپله د کډوالو له منځه ټاکه، پروا یې نه وه چې هغه قایق چلولی شي که نه. زموږ ترمنځ چې کپتان وټاکل شو، لاره یې نه وه زده. قایق د ١٥ کسانو ځای درلود، خو قاچاقبر حداقل ٥٠ کسان په کې کښینول. په دریاب کې له قهرجنو څپو سره مخامخ شوو، د قایق منځ له اوبو ډک شو. مجبوره شوو چې راستانه شو. قاچاقبر هغه کس چې کپتان ټاکل شوی و، وواهه. د قایق ماشین یې بدل کړ او موږ یې بیا دریاب ته واستولو. په منځ کې مو ٣ یا ۴ کورنۍ هم وې.

دویم ځل، بیا هم تقریبا ٩ ساعته په دریاب کې وو، بالاخره کب نیوونکو موږ وموندلو او د ترکیې پولیسو ته یې احوال ورکړ چې بیا وژغورل شوو.

بلگراد ته چې ورسېدو، د بس ټکټ مو واخیست او ځان مو د هنگري سرحد ته ورساوه. د صربستان پولیسو راته ویل: دغه د اورگاډي لیکه تعقیب کړې، د هنگري پولیس به مو مخې ته راشي.

موږ نه غوښتل چې د هنگري پولیس زموږ د گوتې نښان واخلي. شپږ تنه وو، او په سرحد باندې پولیس ډیر و. لاره مو کږه کړه چې پولیس مو ونه ویني. دوولس ساعته مو په ځنگلونو کې مزل وکړ څو یوې لویې لارې ته ورسېدو. هلته مو یو موټر ته د نفر پر سر ٢٠٠ یورو ورکړې چې موږ یې بوداپست ته راورسولو.

نوید کریمي

Naweed Kareemi

نوید کریمي، په بوداپست کې د کیلیتي په اورگاډي تمځای کې (انځوراخیستونکی: هوشنگ فهیم/ د امریکا غږ)

عمر:
٢۴ کلن
اصلي ټاټوبی:
کندز
ورسره کسان:
یواځې
مسیر:
ایران ← ترکیه ← یونان ← بلغاریا ← صربستان ← هنگري
مقصد:
سویس
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
١٠٠٠ ډالره د لارې په یوې برخې کې

زه دوه کاله مخکې ترکیې ته ولاړم. هلته مې ډېر کار وکړ څو اروپا ته د راتگ پیسې وگټم. اول ځل چې مې اروپا ته د راتگ کوښښ وکړ، زه او ملگري مې اووه ساعته په دریاب کې سرگردانه وو. دویم ځل مو چې وغوښتل راشو، اوه ورځې مو په ځنگله کې پیاده مزل وکړ، خو دا ځل دوه ساعته په اوبو کې وو. که څه هم اوله یې راته ویلي وو چې موږ به فقط ۴٥ دقیقې په اوبو کې تېروو.

یوه میاشت مخکې چې یونان ته ورسېدو، یوې جزیرې ته یې بوتللو. فقط یونان ته د رسېدو په خاطر مو هر یوه قاچاقبر ته ١٠٠٠ ډالره ورکړل. غواړم سویس ته ولاړ شم، ځکه یو ملگری مې هلته دی، راته یې ویلي چې هغه ته ورشم. هیله من یم چې په ویانا کې مې د گوتو نښان وانخلي او وکړای شم سویس ته خپل سفر دوام ورکړم.

فاطمه محمدي

Fatima Mohammadi

فاطمه محمدي، د بوداپست د کیلیتي په اورگاډي تمځای کې (انځوراخیستونکی: هوشنگ فهیم / د امریکا غږ)

عمر:
٣٥ کلنه
اصلي ټاټوبی:
هرات
ورسره کسان:
مېړه
مسیر:
ایران ← ترکیه ← بلغاریا ← صربستان ← هنگري
مقصد:
نامعلوم
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
نامعلوم

زه له ایرانه دلته ]هنگري[ راغلې یمه، خو دې سفره مې سخته پښیمانه یمه. زه په اصل کې د افغانستان د هرات له ولایته یمه، خو ټول ژوند مې په ایران کې تېر کړی دی. غواړم ستنه شم، نوره له اروپا زړه تورې یم. له لومړۍ ورځې چې مو حرکت راوکړ، اشتباه مو دا وه چې له افغاني قاچاقبر سره راغلو. خپل ناموس یې ورسره، د نورو ناموس ته یې کتل.

له افغاني قاچاقبرانو سره مه راځئ! هیله کوم! په دې لاره ځان مه په عذابوئ! موږ زرگونې ستونزې ولیدلې، پښې مو ژوبلې شولې. فقط په عرب نژاد پورې نښتي دي، یواځې د عربانو په فکر کې دي، ملگري ملتونه اصلا افغانانو ته ارزښت نه ورکوي.

فواد احمد هېواد

Fawad Ahmad Hewad

فواد احمد هېواد، د بوداپست په کیلیتي اورگاډي تمځای کې (انځور اخیستونکی: فؤاد لامع / د امریکا غږ)

عمر:
٢٣ کلن
اصلي ټاټوبی:
کابل
ورسره کسان:
یواځې
مسیر:
ایران ← ترکیه ← بلغاریا ← صربستان ← هنگري
مقصد:
نامعلوم
قاچاقبر ته ورکړې پیسې:
نامعلومې

ما د کابل په دارالامان کې په امریکن یونیورسیټي درس وایه. موږ کابل او لوگر ته نژدې په دشت سقاوه کې اوسیدو. د تحصیل لپاره به کابل ته تلم او راتلم، خو طالبانو راته مشکل جوړاوه. څو میاشتې مخکې چې ایران ته راواووښتو، هره ثانیه مو پر سر مرگ ولاړ و. موږ یې تقریبا ٣٥ ـ ٣٠ نفره په یو ډاتسن کې په گونډو جوخت کینولي وو او ډاتسنې هم ډیرې تیزې روانې وې. د ایران پوځ پر موږ ډزې وکړلې، پنځه نفره په موږ کې ولگېدل، ٢ یې ځای په ځای مړه شول او درې یې زخمیان شول. موږ وتښتېدو.

د ټولو هغو هېوادونو له منځه چې تېر شوی یم، ایران او بلغاریا یې تر ټولو سخت او خطرناکه و. نور هېوادونه ښه و.

بلغاریا ته چې ننوتلو، درې شپې ورځې مو په ځنگله کې تر صوفیا پورې په پښو مزل وکړ. هلته که دې پولیس ونیسي، یوه میاشت یا دوه میاشتې دې بندي کوي، او د گوتې نښان هم درنه اخلي.

د قاچاقبرانو او مهاجرو په منځ کې اوس دا خبره ډیره رایجه ده او ټول پرې پوهیږي چې له سرحد نه د هر ځل اووښتو کوښښ ته گیم وایي. په اول گېم کې یې موږ ونیولو، واپس یې وگرځولو، په دویم گېم کې راواوښتو.

جوړوونکي

راپور جوړوونکی:  احمد فؤاد لامع

ایډیتران: مسعود فریور او پیت کوباس

انځورونه او ویډیوگانې: احمد فؤاد لامع او هوشنگ فهیم

د پاڼې ډیزاین او طرح: ستیون میکاش او دینو بسلایگ

تبصرې