Portrait of مایک پامپې

(د استخباراتو مرکزي اداره (سي ای اې

مایک پامپې

سي ای اې د امریکا د فدرال حکومت د بهرنیو استخباراتو ملکي اداره ده او موخه یې د امریکا د ملي امنیت په اړه د ټولې نړۍ څخه د مالوماتو راټولول او څیړل دي. دغه اداره پر بشري استخباراتي مالوماتو تکیه کوي. READ MORE

CAPTION

د کینساس ایالت استازی مایک پامپې، د لیبیا په بن غازي کې د امریکایي سفیر د وژل کیدو د قضیې په اړه په استماعیه غونډه کې د هیلري کلنټن څخه پوښتنې کوي.

سي ای اې د امریکا د فدرال حکومت د بهرنیو استخباراتو ملکي اداره ده او موخه یې د امریکا د ملي امنیت په اړه د ټولې نړۍ څخه د مالوماتو راټولول او څیړل دي. دغه اداره پر بشري استخباراتي مالوماتو تکیه کوي. سي ای اې د قانون د تطبیق د چارو سره کار نلري او یوازینی مسؤلیت یې د مالوماتو راټول دي او په هیواد کې دننه یې ډېر محدود کارونه کوي.

کاري سابقه

  • مایک پامپې له تیرو پنځو کالو راهیسي په کانگرس کې د کنساس د ایالت استازی دی
  • پخوانی پوځيي افسر دی او په کانگرس کې د استخباراتو د کمیټې غړی دی.
  • د اوباما د حکومت له لورې په سوریه کې د منځلارو یاغیانو د روزنې او هغوی ته د وسلو د ورکولو د پروژې سرسخته مخالف دی.
مطرح پوښتنې
  • مایک پامپې ویلي دي چې د مسلمانانو هغه رهبران چې د ترهگرۍ هغه اعمال چې د اسلام په نامه کیږي او هغوی یې بیا هم غندنه نه کوي، پخپله هم په دې ډول بریدونه شریک دي.
  • ویل کیږي چې ښاغلی پامپې د کوک نومي میلیاردرې کورنۍ سره ژورې اړیکې لري. د کوک کورنئ هم د کینساس ایالت ده او د محافظه کاره افکارو په ملاتړ یې ډېرې پیسې مصرف کړي دي.
  • د کینساس ورځپاڼو لیکلي دي چې ښاغلي پامپې د کوک کورنۍ په شرکتونو کې د پانگونې له امله پیسه داره شوی دی او سیاسي کمپاینونه یې د کوک کورنۍ تمویل کړي دي.

په سي ای اې کې سترې موضوعگانې

  • د سي ای اې د اداري جوړښت او کاري ډولونو پر عصري کولو چې سایبري گواښونو ته ډېره پاملرنه وکړي، لوی بحث روان دی
  • د منخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه غوښتنې ته ځواب موندل دي، چې ویلي و د تحقیق له سختو لارو لکه په اوبو کې د ډوبولو څخه باید کار واخیستل شي.
Portrait of ویلبور راس

سوداگرۍ

کاندید: ویلبور راس

ددې وزارت اساسي مسؤلیت خلکو ته د روزگار موندنه او د ژوندانه د سویې لوړول دي. وزارت دنده لري چې داسي کاري چاپیریال رامینځته کړي چې خلکو ته روزگار پیدا شي، اقتصادي پرمختگ وکړي، دوامداره پرمختیایي پروژې جوړې کړي چې د امریکایانو ژوند ورسره ښه شي. READ MORE

CAPTION

سرمایه دار ویلبور راس د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه د مرستیال مایک پینس سره د ټرمپ په کالف کلب کې تر لیدلو وروسته د نومبر په شلمه د سوداگرۍ وزارت ته ونومول شو.

ددې وزارت اساسي مسؤلیت خلکو ته د روزگار موندنه او د ژوندانه د سویې لوړول دي. وزارت دنده لري چې داسي کاري چاپیریال رامینځته کړي چې خلکو ته روزگار پیدا شي، اقتصادي پرمختگ وکړي، دوامداره پرمختیایي پروژې جوړې کړي چې د امریکایانو ژوند ورسره ښه شي. وزیر د یوشمیر ډېرو متفاوتو ریاستنو مشري کوي چې په هغو کې د احصایې یا سرمشیرنې ریاست، د اقتصادي ارقامو او څیړنو ریاست او د سمندر او چاپیریال د ساتنې ملي ادارې په کې شاملې دي.

کاري سابقه

  • په حکومت کې د کار کولو سابقه نلري
  • د ناکامو شرکتونو په ژغورلو کې شهرت لري او د بانکرپسي د پاچا په نوم پیژندل کیږي.
  • د ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې د اقتصادي چارو سلاکار و.
  • پنځه ویش کاله د پانگونې په چارو کې د راتسچایلډ مالي شرکت مشر و.
مطرح پوښتنې
  • په ٢٠٠٦ کال په ویسټ ویرجینیا ایالت کې د ذغالو په یو کان کې دولس کسان ووژل شول. دغه کان د ښاغلي راس د شرکت و او په تحقیقاتو کې څرگنده شوه چې دغه حفاظتي مقررات نه و مراعات شوي.

د وزارت لومړیتوبونه

  • د دولسو هیوادونو سره د ازادې سوداگرۍ تړون
  • د کار و روزگار ډیرول
  • د شمالي امریکا (متحده ایالات. کاناډا، مکسیکو) ترمنځ د ازادې سوداگرۍ د لغوه کولو امکان
Portrait of متقاعد جنرال جیمز متیس

دفاع

متقاعد جنرال جیمز متیس

دغه وزارت د ځمکنیو، سمندري، هوایي، او د ډیرو نورو پوځي او استخباراتي ارگانونو له لارې له بهرنیو گواښونو څخه د امریکا د متحده ایالاتو د خوندی ساتنې دنده لري. READ MORE

CAPTION

منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دفاع وزارت لپاره د متقاعد جنرال جیمز متیس د نومولو اعلان د دسمبر په شپږمه په شمالي کارولینا کې په یوه عمومي غونډه کې وکړ.

دغه وزارت د ځمکنیو، سمندري، هوایي، او د ډیرو نورو پوځي او استخباراتي ارگانونو له لارې له بهرنیو گواښونو څخه د امریکا د متحده ایالاتو د خوندی ساتنې دنده لري. د دفاع وزارت شاوخوا ١٢ میلیونه سرتیري، افسران او د احتیاط سربازان لري او د فدرال بودجې شپږمه برخه پر همدې وزارت مصرفیږي.

کاري سابقه

  • متقاعد جنرال په منځني ختیځ کې ډېر عملیات رهبري کړي دي.
  • دری کاله د ناټو عمومي قوماندان و
  • دوه کاله د امریکا د ټولو ځواکونو عمومي قوماندان و.

مطرح پوښتنې

  • هیڅ جنرال تر هغې پورې وزیر کیدلی نه شي چې د تقاعدی اوه کاله پوره نکړي. د ده په هکله کانگرس باید هغه ماده لغوه کړي.
  • جنرال میتیس د امریکا د مخالفینو په اړه ډېر سخت سخت دریځ لري او په ځانگړې توگه د ایران په اړه یې دریځ دا دی چې د ټول منځني ختیځ ثبات ته گواښ دی.

د وزارت لومړیتوبونه 

  • د داعش سره روانه جگړه
  • ښځو ته د نارینه و سرتیرو په څیر دندې ورکول
  • د همجنسبازاتو ته علني توگه په دفاع وزارت کې دندې ورکول
  • د ترهگرۍ سره جگړه
  • د روسیې او چین لخوا زیاتیدونکې تهدیدونه
Portrait of بیټسي دیواس

ښوونه

کاندید: بیټسي دیواس

دغه وزارت د ښوونې او روزنې پالیسي جوړوي، تطبیق یې څاري او د فډرال تعلیمي بودجه تنظیموي. READ MORE

CAPTION

د ښوونې وزارت ته نومول شوې بیتسي دیواس د نومبر په نولسمه د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه د مرستیال مایک پینس سره ولیدل.

دغه وزارت د ښوونې او روزنې پالیسي جوړوي، تطبیق یې څاري او د فډرال تعلیمي بودجه تنظیموي. دغه وزارت په ښوونځیو کې د فډرال قوانینو د تطبیق کیدو مسؤلیت لري خو د پخپله وزارت هیڅ ښوونځی او یا پوهنتون نه جوړوي او نه هم د نصاب په جوړولو کوم نقش لري.

کا‏ري سابقه

  • په حکومت کې د کار کولو سابقه نلري
  • په ١٩٨٠ کې د سرمایه دار یچارډ دیواس سره واده وکړ
  • د شرکتونو د گروپ مشره ده چې په تکنالوژۍ او انرژۍ کې پانگونه کوي.
  • پخوا په میشیگن ایالت کې د جمهوري غوښتونکې گوند رئیسه وه.

مطرح پوښتنې
اټکل کیږي چې ددې تائیدي به دولتي ښوونځیو د پلویانو له لوري له سخت مقاومت سره مخ شي. هغه خلک پر دې تور لگوي چې دولتي بودجه به پر شخصي او مذهبي ښوونځیو ولگوي.

د وزارت لومړیتوبونه

  • د هر ټولگي د سویې ارزیابي هغه ستره موضوع ده چې هر زده کوونکی باید د کال په پای کې په انگلیسي ژبه، حساب او اوالجبر، او ساینس کې څومره شیان زده کړي.
  • محافظه کاران هڅه کوي چې فدرال قوانین نرم شي او د تعلیمي پالیسیو واک ایالتونو او ولسوالیو ته ورکړل شي.
Portrait of ریک پیري

انرژۍ

کاندید: ریک پیري

READ MORE

CAPTION

د ټکساس پخوانی والي ریک پیري د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا جمهوري ریاست ته د کاندیدلو کمپاین وکړ خو وروسته یې د گوند په ملي کنوانسیون کې د ډانلډ ټرمپ ملاتړ وکړ.

نوم یې د انرژۍ وزارت دی خو ډېره بودجه یې اټومي وسلو پر خوندي ساتنې او د اټومي بټیو د پاتې شویو موادو پر تصفیه کولو مصرفیږي. دغه وزارت د هیواد د انرژۍ پالیسي جوړوي، د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې څیړنو ته وده ورکوي او د انرژۍ او تکنالوژۍ په برخه کې د جمهوري ریاست طرحې عملي کوي. 

کاري سابقه

  • دری دورې د ټکساس والي و
  • د امریکا په تاریخ کې یې دوهمه اوږده دوره ولایت کړی دی
  • د سیاسي ژوند په پیل کې دیموکارت و او د ټکساس د استازو د خونې غړی و
مطرح پوښتنې 
  • دی په تیلو کې د غني ایالت ټکساسوالي  و نو کیدای شي په وزارت کې د تیلود بدیل موندنې د تگلارې پر ځای تیلو ته ډېره پاملرنه وکړي
  • پیري پر هغو ساینسي څیړنو هم بارو نلري چې گواکې انسانانو کارونه د اقلیم بدلون رامینځته کړی دی
  • د هغه شرکت د رئییسه هیئت غړی دی چې د کاناډا څخه جنجالي پایپ لاین را تیروي
د وزارت سترې ستونزې
  • د تیلو بدیل په توگه د پاکې انرژۍ پروژو ته وده ورکول
  • د ملکی اټومی انرژۍ د فضله موادو سره باید څه وشي؟
Portrait of سکاټ پروټ

د چاپیریال ساتنې اداره

کاندید: سکاټ پروټ

د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې اداره د انسانانو د روغتیا او د چاپیریال د ساتنې په اړه د څیړنو او د هغو قوانینو د تطبیولو په موخه رامینځته شوه چې کانگرس یې تصویب کړي READ MORE

CAPTION

د اوکلوهوما د ایالت لوی څارنوال سکاټ پروټ د ډسمبر پر اوومه نیټه په نیویارک کې ټرمپ ټاور ته د ورننوتلو په حال کې

 د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې اداره د انسانانو د روغتیا او د چاپیریال د ساتنې په اړه د څیړنو او د  هغو قوانینو د تطبیولو په موخه رامینځته شوه چې کانگرس یې تصویب کړي. دغه اداره د چاپیریال په اړه د څیړنو تر څنگ ددې مسؤلیت لري چې په هر ډول دولتي او غیر دولتي پروژو کې د چاپیریال په اړه د هیواد بیلابیل قوانین په سمه توگه عملي شي.

کاري سابقه

د اوکلوهوما د ایالت برحاله لوی څارنوال دی

اته کاله په خپل ایالت کې سناتور و

د اوکلوهوما د ایالت کې ریډهاکس د بیس بال په ټیم کې سهم لري 

مطرح پوښتنې

ښاغلي پروټ د چاپیریال ساتنې پر ادارې دعوی کړې وه چې ددې ادارې د پالیسیو له امله کارخانې بندې شوي او خلک بې کاره شوي دي.

د چاپیریال ساتنې د ادارې د پاکې انرژۍ د هغه پلان د مخالفینو سرلښکر دی چې د بارک اوباما حکومت د تگلارې اساسي برخه وه.

پروټ هم د اقلیم د بدلون پر نظریې شک لري او ویلی دي چې دا موضوع جنجالي ده او لا هم تثبیت شوې نه ده چې گواکې انسانان د اقلیم د بدلون باعث کیږي.

ددې ادارې سترې مسلې:

محافظه کار سیاستوال هڅه کوي چې له دې ادارې څخه د د هوا د ککړتیا په اړه د قوانینو د جوړولو او څارلو واک بیرته واخلي.

ددې ادارې د “امریکا د اوبو” پر لایحو هم نیوکې کیږي چې  گواکې عملاً به د ټولو سیندونو واک و اختیار دې ادارې ته ورکړل شي.  

Portrait of ټام پرایس

روغتیا او بشري خدمات

کاندید: ټام پرایس

د روغتیا او بشري خدماتو وزارت ټولو امریکایانو ته د روغتیا او د خیر ښیگڼې د خدماتو د رسولو مسؤلیت لري. READ MORE

CAPTION

په کانگرس کې د جورجیا د ایالت استازی ټام پرایس د جمهور رئیس اوباما د صحي بیمې د قانون سرسخت مخالف دی.

د روغتیا او بشري خدماتو وزارت ټولو امریکایانو ته د روغتیا او د خیر ښیگڼې د خدماتو د رسولو مسؤلیت لري. دغه وزارت یولس ریاستونه لري چې اته یې پر عامې روغتیا پورې اړه لري او دری یې د بشري خدماتو دي. دغه وزارت د عامې روغتیا تر څنگ د ماشومانو، زړو، او معیوبینو تر څنگ د صحي خوراک او د طبي څیړنو په اړه د پالیسیو د جوړولو او تطبیق مسؤلیتونه لري. 

کاري سابقه

د اورتوپیدي (هډوکو) جراح ډاکټر

د لسو راهیسي راهیسي د کانگرس غړی

په کانگرس کې د بودجه د کمیټې رئیس

مطرح پوښتنې

یوه نیوکه به دا وي ټام پرایس د کورنۍ د پلان کولو له پروژې سره د فدرال بودجې د مصرفولو او د اوباما د صحي بیمې سخت مخالف دی.

د وزارت سترې مسلې

د روغتیا د بیمې د بیې لوړیدل

د زړو د اقتصادي او صحي اړتیاو پوره کول

Portrait of جان ایف کیلي

کورنی امنیت

جان ایف کیلي

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د نورو هیوادونو د کورنیو چارو د وزارت په څیر د ولس د امنیت ساتنې مسؤلیت لري. READ MORE

CAPTION

منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نومبر په شلمه نیټه د متقاعد جنرال جان کیلي سره تر لیدلو وروسته خبریالانو ته خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د نورو هیوادونو د کورنیو چارو د وزارت په څیر د ولس د امنیت ساتنې مسؤلیت لري. ددې وزارت په اهدافو کې لیکل شوي دي چې د ترهگرۍ د مخنیوي، سرحداتو د ساتنې، د مهاجرت او گمرکاتو چارې او د طبعي حوادثو د ادارې دنده لري. دوه سوه څلویښت زره مامورین لري او د دفاع او سرتیرو تر وزارت وروسته دریم لوی وزارت دی.

کاري سابقه

امریکا د مرین پوځ متقاعد جنرال

دوه کاله په عراق کې د ټولو ځواکونو قوماندان

څلور کاله د امریکا په پوځ کې د جنوب د چارو قوماندان

مطرح پوښتنې

د سنا په مجلس کې ښایي د تائید ستونزه ونلري خو له دې متقاعد جنرال څخه به مخدره موادو، ترهگرۍ، او مکسیکو او مرکزي او جنوبي امریکا څخه د گواښونو په اړه سختې پوښتنې وشي.

د وزارت سترې مسلې

  • د غیرقانوني کډوالو د راتگ د مخنیوي چارې ددې وزارت دنده وي او د ټرمپ د کمپاین د وخت ژمنې پوره کول به اسان کار نه وي.
  • د کورني امنیت وزارت د سرحدونه د ساتنې دنده لري نو د ټرمپ لخوا مکسیکو سره د دیوال جوړولو مسؤلیت به یې پر غاړه وي.

 

Portrait of بن کارسن

کورونه او ښاري پراختیا

کاندید: بن کارسن

دغه وزارت د کور جوړونې او ښاري پراختیا په اړه داسي پالیسۍ جوړي چې د کورونو مارکیټ مستحکم ساتي، اقتصاد ته گټه ورسوي او خلکو ته د وس مطابق کې کورونه پیدا شي. READ MORE

CAPTION

د انتخاباتي کمپاین په پیل کې بن کارسن پخپله کاندید و خو وروسته یې د ټرمپ ملاتړ وکړ او ښه په نره یې د هغه د پلانونو دفاع وکړله.

دغه وزارت د کور جوړونې او ښاري پراختیا په اړه داسي پالیسۍ جوړي چې د کورونو مارکیټ مستحکم ساتي، اقتصاد ته گټه ورسوي او خلکو ته د وس مطابق کې کورونه پیدا شي. د کورونو د کرایو په اړه مقررات وضع کوي او له تبعیض پرته هر چا ته مساوی حق ورکوي. 

کاري سابقه

  • په دولت کې د کار کولو تجربه نلري
  • ٢٩ کاله د جانز هاپکنز په روغتون کې د اعصابو د جراحي د څانگې رئیس و
  • شپږ کتابونه یې لیکلي دي

 مطرح پوښتنې

  • په مسلک کې کاري تجربه نلري
  • تر دې وړاندې د بې تجربگي پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت رد کړی و
  • په دې هم ټینگار کوي چې د بې وزلو سره مرسته کول د حکومت دنده نه ده

 د وزارت سترې ستونزې

  • د هغه قانون پلي کول چې په هره سیمه کې باید د هر طبقې خلکو ته داوسیدو امکانات برابر شي او هغه سیمې په نښه شي چې په یو ځای ډېر وزله خلک اوسیږي.
Portrait of راین زینکې

کورنۍ چارې

کاندید: راین زینکې

د امریکا د کورنیو چارو وزارت د فډرال ځمکو او ټولو ملي پارکونو په گډون د طبعي منابعو د ساتنې او اداره کولو مسؤلیت لري. READ MORE

CAPTION

د کانگرس جمهوري غوښتونکی غړی راین زینکې د مونټانا د ایالت غړی او کپماین کې د ټرمپ ملاتړی و.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت د فډرال ځمکو او ټولو ملي پارکونو په گډون د طبعي منابعو د ساتنې او اداره کولو مسؤلیت لري. ځینې ریاستونه یې دغه دي: ملي پارکونه او وحشي ژوي، د امریکا د ځایي اوسیدونکو چارې، د اراضي مدیریت، ابي انرژۍ، د تیلو او بادي انرژۍ او د سمندري ژویو د ساتنې ریاست.

کاري سابقه

  • دوه کاله د کانگرس غړی
  • شل کاله د امریکا د سمندري ځواکونو د ځانگړي عملیاتي ټیم غړی

مطرح پوښتنې

  • زینک د طبعي منابعو د را ایستلو پلوي دی او پر را ایستلو یې د بندیز مخالف دی.
  • د داسي لایحې ملاتړ یې کړی و چې د ذغالو صنعت ته سبسایډي ورکړل شي
  • زینک د اقلیم په بدلون کې د انسانانو لاس درلودل هم نه مني

د وزارت سترې مسلې

  • د ملي پارکونو د سیستم په اړه د اوباما د دورې پالیسي پر مخ بیول
  • په اولسو لویدیځو ایالتونو کې د اوبو اداره کول
Portrait of جیف سیشنز

عدلیه

کاندید: جیف سیشنز

د امریکا لوی څارنوال د متحده ایالاتو د عدلیې د وزارت مشر وي. READ MORE

CAPTION

جیف سیشنز د کانگرس په هغو څو تنه لومړیو غړو کې و چې د ډانلډ ټرمپ ملاتړ یې وکړ او په عمومي غونډو کې ر ټرمپ تر څنگ ودریدل.

د امریکا لوی څارنوال د متحده ایالاتو د عدلیې د وزارت مشر وي. دغه کس د قانون د حاکمیت د تطبیق تر ټولو ستر چارواکی او د امریکا د حکوت مدافع وکیل وي. دغه وزارت د قانون دفاع کوي او د امریکا گټې خوندي کوي. د جرمونو په مخنیوي او د مجرمینو د محاکمه کولو او د عدالت د ِکبیقولو په چارو کې د ټولو امریکایانو وروستی مرجع وي.

کاري سابقه

  • شل کاله د الاباما د ایالت سناتور
  • د کانگرس لومړی غړی و چې د ټرمپ ملاتړ یې اعلان کړ
  • د ملي امنیت په چارو کې د ټرمپ د سلاکارانو د کمیټې رئیس

مطرح پوښتنې

  • جیف سیشنز په ١٩٨٦ کال کې د قضا د څوکۍ لپاره په دې دلیل رد شوی و چې نژادي تبعیض یې کړی و.
  • پخواني ملگري وایي چې ښاغلي سیشنز یو ځل ویلي و چې د سپین پوستانو متعصب ډله کو کلکس کلان پرواه نلري.
  • د مسلمانو او کډوالو په اړه د سخت دریځ له امله، دیموکراتان او د مدني حقونو ډلې د سیشنز مخالفت کوي.

د وزارت سترې مسلې

  • د ملي امنیت د گټو او د مدني حقونو ترمنځ توازن ساتل
  • په زندانانو کې د ځای کې کموالي د ستونزې حل کول
  • د پولیسو او تورپوستانو ترمنځ د باور فضا رامینځته کول
Portrait of انډریو پوزر

کار

کاندید: انډریو پوزر

د کار وزارت د کارگرانو د خوندي ساتنې، د ساعت پر سر د معاش د تعین، د بې کارۍ د امتیازاتو، د کار موندنې او د اقتصادي ارقامو د راټولونې مسولیتونه لري. READ MORE

CAPTION

د CKE رستوانتونو اجرائیه رئیس اینډي پودر د اوباما د اقتصادي پالیسیو پر ضد ډېر فعال کمپاین وکړ.

د کار وزارت د کارگرانو د خوندي ساتنې، د ساعت پر سر د معاش د تعین، د بې کارۍ د امتیازاتو، د کار موندنې او د اقتصادي ارقامو د راټولونې مسولیتونه لري.  ددې وزارت هدف د کارگرانو تقویه کول، د هغوی د امتیازاتو ښه کول، اود متقاعدینو د ژوند د اړتیاو په پوره کولو کې مرسته کول دي.

کا‏ري سابقه

  • هیڅ دولتي سابقه نلري
  • د دوو ځنځیریي رستورانتونو د شرکتونو مالک او اجرائیه رئیس

مطرح پوښتنې

  • د ساعت په سر تر ٩ ډالره د معاش د لوړولو مخالف دی
  • ځنځیریي کاروبارونو د ټولنې د بورډ غړی دی
  • د اوباما د حکومت د اقتصادي پالیسیو سخت مخالف و

د وزارت لومړیتوبونه 

  • د  کارگرانو د معاشونو د لوړوالو په اړه اوباما د دورې قوانین
  • د سوداگرو او د کارگرانو د ټولنو ترمنځ د جنجالونو حل کول
Portrait of لینډا مکماهون

د کوچنیو سوداگریو د ملاتړ اداره

کاندید: لینډا مکماهون

ددې ادارې هدف د کوچنیو پانگه والو او سوداگرو ملاتړ کول دي. READ MORE

CAPTION

لینډا مکماهون په نیویارک کې د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره تر لیدلو وروسته د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

د کوچینو سوداگریو د ادارې هدف د کوچنیو پانگه والو او سوداگرو ملاتړ کول دي. په ټولو ایالتونو کې دفترونه لري او کارونه په دریو موضوعگانو متمرکزه وي: سرمایه، قرارداد او مشوره. حکومت د سوداگرو د پورونه ضمانت کوي او همدغه اداره هڅه کوي چې ٢٣ سلنه دولتی قراردادونه کوچینو سرمایه دارانو ته ورکړي.

کاری سابقه

  • د تفریحي پهلواني د شرکت موسسه چې دیرش کاله یې مشری وکړه او د کوچنی شرکت څخه نړیوال شرکت جوړ کړ
  • هیڅ ډول دولتي تجربه نلري
  • دوه ځلې د سنا څوکۍ ته کاندیده شوه او دواړهځلې ناکامه شوې ده
Portrait of ریکس ټیلرسن

بهرنی چارې

کاندید: ریکس ټیلرسن

READ MORE

CAPTION

د اکسان موبیل د تیلو د شرکت رئیس ریکس ټیلرسن د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوټین سره په روسیه کې روغبړ کوي.

د متحده ایالاتو د د بهرنیو چارو وزارت د د نړیوالو او دوه اړخیزو اړیکو او تړونو په شمول د بهرني سیاست د پرمخ بیولو مسؤلیت لري. د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو سره د دیپلوماتیکو اړیکو له لارې هڅه کوي چې امریکایانو او د نورو هیوادونو خلکو ته گټه ورسوي. دغه وزارت په نړۍ کې  ٢٩۴ سفارتونه، قونسلگرۍ او دیپلوماتیک ماموریتونه لري. دغه وزارت په ١٧٨٩ کال تاسیس شوی دی او د امریکا د حکومت لومړی اجرائیوي ارگان و. 

کاري سابقه

  • د اکسان موبیل د تیلو د شرکت رئیس
  • د ټکساس له پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته یې په اکسان موبیل کې دنده پیل کړه او د ریاست تر څوکۍ پورې یې دیرش کاله په بیلابیلو مقامونو کار وکړ.

مطرح پوښتنې

  • ټیلرسن د روسیې سره نژدې اړیکې لري
  • په ٢٠١١ کال کې د روسیې سره د ٣٠٠ میلیارد ډالرو قرارداد لاسلیک کړ
  • په ٢٠١٣ کې پوټین د روسیې د ملگرتیا تر ټولو ستر مډال ورکړ

د وزارت لومړیتوبونه

  • د روسیې سره ښې او یا خرابې اړیکې
  • د ایران سره د اوباما په دوره کې لاسلیک شوی تړون
  • د چین او منځني ختیځ په مخنتلفو موضوعگانو کې د امریکا دریځ
Portrait of ایلېن چاو

ټرانسپورټ

کاندید: ایلېن چاو

دغه وزارت په هیواد کې د ټرانسپورټ د ټولو لارو، سرکونو، هوایي شرکتونو، او ریل گاډو د جوړونې، ساتنې او پرمختیا مسولیت لري. READ MORE

CAPTION

الین چاو او میړه یې سناتور مچ مکانیل په خپل ایالت کینټکي کې پراخ سیاسي نفوذ لري.

 دغه وزارت په هیواد کې د ټرانسپورټ د ټولو لارو، سرکونو، هوایي شرکتونو، او ریل گاډو د جوړونې، ساتنې او پرمختیا مسولیت لري.

کاري سابقه

  • د جورج بوش په کابینه کې له ٢٠٠١ څخه ٢٠٠٩ پورې د کار وزیر وه
  • د امریکا په کابینه کې لومړنۍ اسیایي امریکایي ښځه وه
  • په ١٩٩٣ کال کې د جمهوري غوښتونکې سناتور مچ مکانیل سره واده وکړ
  • د ١٩٩٦ تر ٢٠٠١ پورې د یوه ستر ترانسپورتي شرکت رئیسه وه

مطرح پوښتنې

  • میړه یې مچ مکانیل وایي د اغلې چاو د تائیدي په استماعیه غونډه کې گډون کوي
  • که تائید شوه، امکان لري چې د خپل سناتور میړه سره د حکومت او سنا هدفونو ته جنجال جوړ شي

د وزارت لومړیتوبونه

  • ·        ټرمپ په ترانسپورتي سکتور کې د سترو پرمختیایي پروژو ژمنه کړې ده

ټرمپ ویلي دي چې په ریل گاډو، موټرو او سمندري ترانسپورت کې به د نويو تکنالوژۍ پر مټ ستر پرمختگونه وکړي

Portrait of ستیون ماهنیوچین

مالیه

کاندید: ستیون ماهنیوچین

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د مالي ادارو او بانکونو چارې کنټرولوي، مالیات وضع کوي او مالیات راټولوي، د امریکا پورونه راټولوي او پورونو خلاصوي، امریکایی ډالر چاپوي او ولسمشر ته په کورنیو او نړیوالو مالي چارو کې مشوره ورکوي. READ MORE

CAPTION

ستیون ماهنیوچین په حکومت کې د کار کولو تجربه نلري خو په مالي چارو کې پیژندل شوی کس دی.

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د مالي ادارو او بانکونو چارې کنټرولوي، مالیات وضع کوي او مالیات راټولوي، د امریکا پورونه راټولوي او پورونو خلاصوي، امریکایی ډالر چاپوي او ولسمشر ته په کورنیو او نړیوالو مالي چارو کې مشوره ورکوي. 

کاري سابقه

  • په حکومت کې د کار کولو تجربه نلري
  • د ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مالي رئیس و
  • د گولډمین سیکس د سرمایه گذاري شرکت رئیس و
  • د هاليووډ فلمونه یې تمویل کړي دي

مطرح پوښتنې

  • د ستیون ماهنیوچین مالي اداره په ٢٠٠٩ کال د کورونو د مارکیټ د سقوط په موضوع کې په لاسوهنو کې تورنه شوه، چې وروسته په درې اعشاریه څلور میلیارده ډالرو وپلورله.
  • د مالي ادارو سره ډېرې پخوانی او ژورې اړیکې لري او کیدای شي همدا اړیکې یې په تائیدیدلو کې خنډ شي.

د وزارت لومړیتوبونه

  • د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اقتصادي پلان، مالیاتو او تعمیراتي پروگرامونو پر مخ بیول
Portrait of نیکي هېلي

ملگري ملتونه

کاندید: نیکي هېلي

دغه استازی په امنیت شورا او د ملگرو ملتونو په ټولو عمومي غونډو کې د امریکا استازیتوب کوي READ MORE

CAPTION

نیکي هیلې په ٢٠١٣ کال کې د جمهو‏ري غوښتونکو والیانو په غونډه کې مایک پینس سره یو ځای د خبریالانو پوښتنې ځوابوي. هغه مهال دواړه والیان و.

 ددې مقام رسمي نوم “په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازی” دی. دغه استازی په امنیت شورا او د ملگرو ملتونو په ټولو عمومي غونډو کې د امریکا استازیتوب کوي او یوازي هغه مهال په دوهمه څوکۍ کینې چې تر دې لوړپوړی امریکایي لکه جمهور رئیس او یا د بهرنیو نچارو وزیر پخپله ملگرو ملتونو ته ورشي.

کاري سابقه

  • ٦ کاله د جنوبي کارولینا د ایالت والي
  • ٦ کاله د جنوبي کارولینا د استازو د خونې غړې
Placeholder photo for eventual nominee

کرهڼه

کاندید

Placeholder photo for eventual nominee

ملي استخبارات

کاندید

Placeholder photo for eventual nominee

د متقاعدو پوځیانو وزارت

کاندید

دا څوکۍ د سنا د مجلس تائید ته اړتیا نلري

Portrait of سټیو بېنن

د ستراتیژۍ مشر

سټیو بېنن

د ملي نظامي پارک لارښوده کیتلین کاستیک، کاندید ډانلډ ټرمپ او د هغه د کمپاین اجرائیوي رئیس ستیو بینن ته تشریحات ورکوي.

دغه مقام هیڅ ډول اداري مسولیتونه نلري، خو د ولسمشر خاص سلاکار او رازدار وي. دغه څوکۍ د جورج بوش په دوره کې کارل روف ډکه کړې وه او  ولسمشر اوباما په دوره کې جان پوډستا وه. مشر سلاکار یا ستراتیژي جوړوونکی د ولسمشر د عمومي تگلارې په جوړولو ېک مهم نقش لري. 

کاري سابقه

  • د بریتبارت نیوز په نوم د محافظه کارو افکارو، د خبري او تحلیلي ویب سایټ اجرائیه رئیس
  • د گولډ مین ساکس په نوم د سرمایه گذاري د بانک سهم دار
  • د بینن په نوم په رسنیو کې د سرمایه گذاري د شرکت موسس
Portrait of مایکل فلین

د ملي امنیت سلاکار

مایکل فلین

متقاعد جنرال مایکل فلین په انتخاباتي کمپاین کې د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په ډیرو غونډو کې څنگ په څنگ ولاړ و.

 دغه مقام ولسمشر ته د ملي امنیت په اړه مشورې او ستراتیژي ورکوي.

کاري سابقه

  • د متحده ایالاتو د ځمکنیو ځواکونو متقاعد جنرال
  • دوه کاله په دفاع وزارت کې د استخباراتو رئیس
  • د پوځي استخباراتو د بورډ رئیس
  • د ملي استخباراتو د رئیس معاون
  • د استخباراتو د شخصي شرکت فلین گروپ رئیس چې حکومتونو ته ورکوي
Portrait of ډانلډ مکگان

د سپینې ماڼۍ سلاکار

ډانلډ مکگان

په قانوني چارو کې د سپینې ماڼۍ سلاکار ډانلډ مکگان د ډانلډ ټرمپ له مالي سلاکارانو سره تر لیدلو وروسته د نیویارک د یوه هوټل څخه راوځي.

د ولسمشر د سلاکار دفتر ددې مسؤلیت لري چې د پالیسۍ په ټولو چارو کې ولسمشر ته قانوني مشوره ورکړي. د قانوني لایحو د توشیح او یا ردولو، د داخلي اصولو او ضوابطو، شخصي او دولتي مالي شخړو کې د ولسمشر د دفتر رهنمایي وکړي. دغه دفتر د ولسمشر د رسمي، سیاسي او شخصي کارونو ترمنځ د سپیناوي مسؤلیت هم لري او ولسمشر ته د بیلابیلو مقاماتو د گمارنې او یا له دندې د لیري کولو د قانونی اړخونو سپیناوی کوي.

قانوني سلاکار د سپینې ماڼۍ او د عدلیې د وزارت ترمنځ د رابطې مسؤلیت هم لري.

کاري سابقه

  • د دریو کالو کالو راهیسي په واشنگټن کې د جونز ډې د قانوني مشورتي دفتر غړی و.
  • پنځه کاله د متحده ایالاتو د انتخاباتي کمیسیون غړی و
  • لس کاله د جمهوري غوښښتونکې گوند د ملي کمیټې ستر سلاکار و
Portrait of رینې پریبوس

د ولسمشر د دفتر رئیس

رینې پریبوس

د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکې گوند ملی کمیټې له رئیس سره د ټاکنو په شپه په نیویارک کې روغبړ کوی. خواته یې د ولسمشر مرستیال مایک پینس ولاړ دی.

د امریکا په معاصر تاریخ کې د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس په حکومت کې تر ټولو غښتلی مقام بلل کیږي. دغه مقام د ولسمشر د ټول اجرائیوي پرسونل، د دفتر د ادارې او ولسمشر د کورنیو مامورینو څخه نیولې د ملی امنیت د مشاور د چارو تر اداره کولو پورې عالي مسؤلیتونه لري. 

د ولسمشر جگپوړی سلاکاران، د عامه اړیکو او د سیاسي دفترونو رئیسان هم د دفتر د رئیس تر رهبري لاندې کار کوي.

ولسمشر ته د ورتگ لاره هم د دفتر پر ریاست تیریږي او همدغه مقام دا پریکړه کوي چې څوک د ولسمشر سره لیدلی شي او کوم موضوعات باید له ولسمشر ته وړاندې شي.

تر ټولو مهمه خبره په کورنیو او نړیوالو چارو کې د ولسمشر غیر رسمی سلاکار وي ځکه چې تر ټولو ډېر ولسمشر ته نژدې کس وي. 

کاري سابقه

  • د تیرو پنځو کالو راهیسي د جمهوري غوښتونکې گوند د ملي کمیټې رئیس و.
  • دوه کاله د جمهوری غوښئتونکې گوند عمومي قونصل و

بیرته شاته تگ

بیرته شاته تگ